د ځینې کسانو په اند ګوندی علمي اختلافونه او فقهي نظریې د الله په دین او شریعت کې د هر چا شخصي نظریې دي او له شریعت سره هیڅ ډول ارتباط نلري، حتی ځینې یې داسې تصور کوي چې دا نظریات د الله تعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه و سلم د سنتو په مقابل کې یو نوی دین دی او وایي چې مسلمان باید هغه پر دیوال وولي او بیزاري ورڅخه اعلان کړي او په ټولو مسايلو کې مستقیماًد الله تعالی کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه و سلم سنتو ته باید مراجعه وشي او بس.
د دې غلط تصور لامل او علت له یوې خوا د ځینې کسانو هغه متعصب دریځ دی چې د دې نظریاتو او اراؤ په هکله یې لري او هغې ته د خپل حق څخه په زیات مقام او ارزښت قایل دي او حتی د هغې پرته بل هیڅ نه مني.

له بلې خوا، ځکه چې متأخرینو علماؤ په خپلو کتابونو کې د دي مختلفو/ بیلا بیلو اراؤ او نظریاتو دلایل د اختصار په خاطر نه دي لیکلي نو د هغه کسانو په نظر، چې ذ فقهي کتابونو د طبیعت او حقیقت څخه پوره معلومات نه لري، دا ټول نظریات د شخصي نظر څخه زیات ندي، او ځکه ورته داسې بريښي چې دا ټول ګوندې په دین پورې هیڅ اړه نه لري.
لیکن څوک چې دې نظریاتو او اراؤ ته په دقت او تعمق وګوري نو حتماً دې نتیجې ته رسیږي چې هغه د الله تعالی کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو د احکامو بیان او وضاحت دي.