په اسلامي نړۍ کې د سيکولرزم تجربه

زاهد جلالي


محمد حسين هيکل د مصر ستر مفکر و، دى د طه حسين د وخت سړى و دوى به د خپل وخت مجدد باله. هيکل په پيل کې اروپايي تجربه په اسلامي نړۍ کې هم تکراروله، خو وروسته په دې قانع شو چې اسلامي نړۍ او اروپا فرق لري، دلته دين او دولت سره تړلي دي، ممکن نه ده چې سره بېل شي، بيا يې خپل مشهور کتاب حياة محمد (د محمد ژوند) وليکه، کله چې يې دا کتاب وليکه، بيا همغو کسانو چې دى يې مجدد بآله، د وروسته پاتې او متخلف سړي نوم ورکړ. خو هيکل په دغو کسانو بېرته رد وليکه، په (منزل الوحي) کې دغه افکار ردوي او وايي چې اسلامي نړۍ کې غربي روحي ژوند نقلول ممکن نه دي او دا ساده ګي ده!