د هر کار یو علت وي (د ځواب علت)/ خالد حاتم

ځینې خلک بیا وايي دا هر څه په انرژۍ پورې تړاو لري. مثبت او منفی انرژي! تفصیل یې دا دی چې د انساني حجرو نهایي تجزیه په پروټون او نیوټرون باندی پای ته رسیږي او نوموړي دواړه د انرژی منتقل کونکي دي، نو له همدی امله په ښاري سیمو کې د ډيرو زیاتو او بیلا بیلو سګنلونو موجودیت د

انسان په فعالیت، زړه او دماغو باندی تاثیر کوي، په نورو الفاظو کې انسان د ماحول له انرژۍ څخه مستقیماً متاثر کیږي. نو کله چې هغه غرونو خوا ته یا هم د سیند په غاړه او یا هم په شنه میدانونو ک

ې ولاړ وي، د پاک موسم او ماحول څخه پاکه انرژي تر لاسه کوي او منفي انرژي خارجوي.

د سجدي په حالت کې چې انسان ته کوم راحت تر لاسه کیږي، داسې ویل کیږي چې د همدې په اساس دی، ځکه کله چې انسان په ځمکه سر کیږدي نو د earth لاين په ډول منفي چارج ځمکې ته انتقال کړي او ترو تازه شي.

د همدې نظریې بله برخه دا ده چې ګنبد، منارونه او اهرامونه د انرژئ د تولید او انتقال د وسایلو کار کوي، ځکه نو هر روحاني او مذهبي ودانۍ یا خو ګنبد لري یا منارې یا هم دواړه او یا هم اهرامونه پکې جوړ وي،د یادولو وړ ده چې اهرامونه د منفی انرژۍ د تولید او انتقال لپاره وي. مسجدونه، کلیساوی، د امریکا سپینه ماڼۍ، د مصر اهرامونه، د واتیکان ودانۍ، د لاس ویګاس اهرامونه، د اروپا د پارلمان ترمخه اهرامونه، او اوس د دوبۍ په بازارونو کې اهرامونه ټول د انرژئ د لاس ته راوړو او بیرته خپلو منونکو ته د انتقال کولو لپاره دي.

اوس پکې څه وایاست؟