کفر که فرقه پرستي؟/خالد حاتم

وایي چې کفر به ډیر بد وي که فرقه پرستي؟ 

کله چې موسی علیه السلام د طور غره ته تللی ؤ او هارون علیه السلام یې د قوم د مشرۍ لپاره پریښې ؤ، نو سامري خپل قوم کې خلک ګمراه کړل، موسی علیه السلام چې کله بیرته راغی نو ډیر خفه او په قهر شو، له هارون علیه السلام څخه یې وپوښتل يَٰهَٰرُونُ مَا مَنَعَكَ إِذۡ رَأَيۡتَهُمۡ ضَلُّوٓاْ ٩٢ أَلَّا تَتَّبِعَنِۖ أَفَعَصَيۡتَ أَمۡرِي. کله چې تا ولیدل دوي د ګمراهۍ په لور روان دی نو څه علت ؤ چې تا زما طریقه عملي نه کړه؟ آیا زما له حکم څخه دې سرغړونه کوله؟
هارون علیه السلام ورته وفرمایل: يَبۡنَؤُمَّ لَا تَأۡخُذۡ بِلِحۡيَتِي وَلَا بِرَأۡسِيٓۖ إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقۡتَ بَيۡنَ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ. ای زما د مور ځویه زما ږیره او ویښته مه راکاږه، ما ځکه دوي منع نه کړاي شول چې هسې نه تا ما ته ویلي ؤ چې ولې دې د بني اسرائیلو تر منځ تفرقه واچوله او دوي دې په مختلفو ډلو کې تقسیم کړل. له دې آیت څخه معلومیږي چې تفرقه له کفر څخه ډیره بده ده..... 

خو که د سورت اعراف له آیت "قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلا تُشْمِتْ بِيَ الأَعْدَاءَ وَلا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ. زما د مور ځویه! قوم زما په خلاف را یو ځاي شوي ؤ زه یې به مقابله کې کمزوری شوې وم تر دې پورې چې هغوي زما د وژلو نیت هم کړی ؤ نو دشمنان په ما مه خندوه او نه ما د دوي له ډلې څخه شمېره", سره دا آیت یو ځاي ولولو نو معنی به یې دا وي: چې هارون علیه السلام د دوي د شرک او کفر د منع کولو پوره پوره کوښښ کړی ؤ خو هغوي د نوموړي په خلاف فساد راولاړ کړ تر دې چې د هغه د قتل څخه یې هم صرفه نه کوله، نو هغه وډار شو چې هسې نه کورني جنګونه رامنځ ته شي او کله چې موسی علیه السلام بیرته راشي نو ده ته به وایي چې که دوي دې منع کولاي نه شو نو حالات دې دومره ولې خرابول؟

ستاسو څه نظر دی؟