ټول افغان څیړنیزې مقالې


بهرنۍ ورځپاڼي څه لیکي: دافغانستان حکومت او افغانانو ته پکار ده چه دخارجیانو پر ځاي دالله پروردګار نه مرسته وغواړي او یا د خپله لاس پکار شي

باور وکړي چه د یو افغان په صفت شرمیږم کله چه په خارجي ورځپاڼو کي لولم چه په هغوي کي دعامو خلکو نطرونه هم  انعکاس شوي دي. دوي د افغانستان او افغانانو په هکله متافاوت نظرونه لري چه اکثریت یي منفي دي او دا منفي نظرونو نن او سبا ډیر زور اخیستي دي.  د نو په نوم یوي هالینډي ورځپاڼي لیکلي دي چه افغانان د اسلام د پیغمبر په شان ژوند غوره ګڼي چه څوارلس سوه کاله مخکي تیر شوي ده خو په مقابل کي دوي یعني افغانان دنن ورځي مډرنۍ وسلي کاروي او همدارنګه دنن ورځي سوسیال میډیا نه کار اخلي. آیا دا دواړه ی

24.06.2022 میرویس زړن

د سکې بل اړخ: د روسیې او اوکراين ترمنځ د جنګ ګټه چاته ځي؟

سره له دې چې د روسيې او اوکراین تر منځ روانه جګړه چې په فبروري کې پيل شوې ده تر اوسه يې لا د پای نقطه نه معلومېږي او نه هم داسې څرکونه شته چې دومره ژر دې پای ته ورسېږي. البته ددې جګړې بل اړخ ته که وګورو د اوکراين په شاوخوا د ناټو او امريکا په شان هېوادونه راڅرخي چې غواړي روسيه په اوکراين کې کمزورې او له نظامي ،سیاسي او اقتصادي پلوه یې وځپي او په خپل ټول توان کوشش کوي او له هر ډول تاکتيکونو کار اخلي چې دا جګړه پسې اوږده او پراخه شي او خپل دا تاريخي سيال د تاريخ په دې حساسه شېبه کې را ايسار کړي

19.06.2022 محمد سليم سليمان

افغانستان باید له عقدوی لیکوالو څخه هم آزاد سی

نن می دا لاندنۍ لیکنه ولیده چی عنوان یی لوستنی ته جلب کړم. ما ویل یوه علمی لیکنه به وی. په اروپایی پاڼه کی لیکل سوی نو حتما خپل اعتبار به نه خاموی.  لیکنه می له اوله تراخره ولیده خو دابو په هکله تخنیګی بحث می نه ولید. یانی دابو دشتون او نشتون په هکله مالومات نه ول او نه دهغو دمهارولو لپاره تخنیکی، سیاسی، او قانونی مشکلات ویل سوی وه. په علمی لیکنه کی باید نتیجه او پیښنهاد هم باید شامل وی. خو دا چی ابتدایی مالومات په نیستی شمارلای سو نو دنتیجی او پیشنهاد توقع خو بیخی لیری ښکاره سوه. مطل

07.06.2022 طاهر ثابت

د کرکي(کينې) په اړه جالت معلومات:

لیکنه: مینا سمیر ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري   د کرکې معنی: کرکه د بد چلند، فساد، بدي ارادې، شديد نفرت، زيان او د ترخې او دوامداره کرکې شتون په معنی راځي او احتمالا چي کرکه په ناوړه چلند کې را څرګنديږي او د يوې محدودې مودې لپاره د کرکې احساس د انسان سره پاتيږي او دا د کرکي په وړاندي د بې پروايۍ پايله وي؛ پدې معنی سره چي انسان د بل مسلمان په نسبت خپلي کرکي او کينې ته توچه نه کوي چي په نتيجه کي ډېر خطرونه ورڅخه را پيدا

05.06.2022 نورالحق مظهري

کتاب سرگذشت یک رئیس جمهور (بخش ۲۶)

کتاب سرگذشت یک رئیس جمهور (بخش ۲۶) نویسنده: شریف منصور                                   تصرف وزارت داخله، آزادی رهبران   همانند وزارت دفاع، وزارت امور داخله هم به آسانی به چنگ کودتاچیان افتاد و آنها موفق شدند با کمک عوامل حزب دموکراتیک خلق افغانستان که در وزرات داخله کار میکردند آن وزارت را بدون کوچک ترین مقاومتی تسخیر کنند، ژنرال عبدالقادر می گوید :  حزبی هایی که در وزارت داخله بودند، وزارت را گرفته بودند و تره کی و کارمل و کسانی که بن

01.06.2022 شریف منصور

چړيان، شرعي مشروعيت او بهرنی رسمي پېژند

دا دي لس مياشتې پوره کېږي چې امريکا چريانو ته واک وسپاره، د افغانستان په ټوله خاوره بشپړ واکمن دي، خو نه يې کورنۍ مشروعيت تر لاسه کړ، نه بهرنيان په رسميت پېژني او نه هم چريان د دې لېواله دي چې يا د هېواد د ننه څوک ورسره بعيت وکړي يا هم له هېواد څخه د باندې يې څوک په رسميت وپېژني.  هو، چريان هېڅ لېواله نه دي، ځکه چې دوی د انډوخر لپاره ګومارل شوي دي. په انډوخر کې نه يوازې د دوی ګټه ده، بلکې همداسې يې د بادار پنجاب. او چريان د همدې پنجاب د ګټو د ساتلو لپاره زيږېدلي، روزل شوي، لوی شوي او

30.05.2022 محمدکریم نور

د ډېرې مالګې استعمالول او د هغې زیانونه

مالګه زمونږ د خوړو اړین توکي دي، خو د غذا اوتغذیي پوهان وایي چې مالګه په مناسبه کچه استعمالول اړین دي، (عامه مالګه چې مونږ یې استعمالوو، د سوډیم او کلورین عناصرو مرکب دی، چې سوډیم او کلورین دواړه د جسم د حجراتو په فعالیت کې اساسي رول لری ) خو څرنګه چې مالګه په خوړو کې استعمالول اړین دي داسې زیات استعمال یې بیا ډیر زیات زیانونه لري. د طبي پوهانو د لارښوونې مطابق د ورځې ۲۳۰۰ملي ګرامه ( د چایو کاشوغه) مالګه استعمالول پکار دي، د مالګې مناسبه کچه د جسم داوبو او کاني توکو ترمنځ توازن ساتي.

28.05.2022 حافظ ډاکترعبدالرشیدمومند

نقاب او دطالبانو جوابونه

  څه وخت مخکې دنن ټکې اسيا په مخه یو عالم دفقهې تحقیق له مخې دحنفي مذهب بیان کړی وو چې ښه مستند وو. هغه ښه دلیلونه هم ويلي وو. خو دهغه مضمون له ويلو او زما دتایید نه وروسته ځیني طالبانو دنقاب دفاع وکړه چې ځینو سره زما دتوير بحث راغی او بیا وروسته یی زما سوالو ته جواب رانکړ.  دطالبانو او حقاني مفتیانو مشکل دا دی چې اصولي دلایل نه وایې. ځینې یو څه توجه ورته کوي او نور بیخې اشاره هم نه ورته کوي. ځینې یو آیت وایې او نور پریږدې. یو حدیث وایې بل پریږدې. فقهي کتابو کې معتبر نظر نه وا

27.05.2022 طاهر ثابت

زموږ د ګرانبیه کانونو برخلیک

افغانستان د پیاوړی اقتصادی پوتانسیل او د پرمختیا له ښه ظرفیت سره سره، یو ورسته پاتی هیواد دی. تولیدی عوامل لکه؛ زمکه، دکارځواک او اوبه لرو، خو متاسفانه د پانګې له قلت سره مامخ یاستو، موږ ددوام لرونکو جګړو له امله ونشو کولای کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته وده ورکړو. تیرو شلو کلو کې د حکومت یو اقدام دا و چې د پانګونې د ملاتړ اداره ( ایسا) یې جوړه کړه، مګر هغه هم اغیزمنه نه وه. بیا یې له څو کلونو رادیخوا هڅه کوله چی هیواد کی د اقتصادی پرمختیا په موخه د غویی درېیمه اونۍ د صنایعو د ودې او پانګونې په نو

16.05.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

د افغانانو ملي اتڼ د یو لرغوني ژوندي ملي کولتور ښکارندوي

افغانانو ملي اتڼ د یو لرغوني ژوندي ملي کولتور ښکارندوي ملي اتڼ څه شی دی ؟افغانان له آسیایي ولسونو سره ګډ خپل غني، ولسي ژوندۍ لرغوني افغاني کولتور لري. اتڼ د پښتني کولتور وېښه ژوندۍ ښکارنده ده. د پښتنو ملي ولسي دودیزه اتڼ د نړۍ له لرغونو هنرونو څخه ګڼل کیږي. ملي اتڼ د افغانانو د خوښیو ژوند دود، د ملي حماسي کولتور خوند، رنګ، شور، زور، جذبې په ژوندۍ بڼه بیانوي. د ملي اتڼ دودی

13.05.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

دامارت دنقاب نوی فرمان او دمسلمانو وجیبه

دوه خبری باید په نظر کی ونیول سی:دشریعت له لیاری دطالبانو امر دحنفی فقهی خلاف دی. او دلته وهابی نظر ویل سوی دی.که څه هم دطالبانو امر مبهم دی خو دخلکو اخذ او مطلب اخیستل ښیی چی طالبانو ښه امر ندی کړی.ایا خبره باید تایید سی او که نه؟ دفقهی له نظره پورته خبره کفایت کوی. صرف دا چه ښه امر ندی. مګر باید عملی سی ترڅو طالبان دنوی صادر سوی امر په هکله تجدید نظر وکړی.هغه خلک چی دا امر عملا نه منی دوی به دامارت سره دبغاوت اعلان کوی. هغوی دجزا مستحق بلل کیدای سی. خو که یو کس دامر په هکله

09.05.2022 طاهر ثابت

د روسېې اټومي برید او د دریمې نړیوالې جګړې ګواښ

 د اوکرایین جګړې لاملونه او مخنیوي:په اروپا کې د سولې او امنیت په اړه د لویډیځوالو سیاستوالو اندېښنې په داسي حال کې مخ په زیاتیدو دي، چې روسیه په اوکرایین کې تر بل هر وخت د خپل ټول وسله وال ځواک سره ناټو هیوادونو ته د اټومي برید مستقیم ګواښونه کوي. په روسیې رسنیو کې د پوټېن د بهرنیو چارو وزېر خبرې داسي تفسیر کیږي ٬٬ موږ په دې نه ویاړو، که اړتیا وي، موږ به یې وکارو، موږ غواړو هر څوک په دې پوه شي٬٬. ظاهرآ داسي بریښې چې د پوټېن دا جګړه د ا

07.05.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

که تاسو یواځې ۹ ورځې بوره ونه خورئ نو په بدن کې به مو حیرانوونکي بدلون راشي

که تاسو یواځې ۹ ورځې بوره ونه خورئ نو په بدن کې به مو حیرانوونکي بدلون راشي. مونږ هره ورځ تقریبآ ۹ کاشوغې بوره اسعمالوو، که له دې څخه زیاته استعمال شي په جسم باندې منفي اغیزې کوي، خو که دا کچه کمه کړو یا یې بیخي استعمال نه کړو نو زمونږ په جسم کې به ډېرې مثبتې اغیزې وکړې. Obesty jornal کې خپرې شوې یوې څیړنیزې لیکنې کې ویل شوي دي که د بورې کچه بیخي ختمه کړی شي نو په نهه ورځو کې به ستاسو جسم کې حیرانوونکي اغیزې رامنځته شي. په ۴۳ چاغو (زیات وزن لرونکو) ماشومانو چې عمرونه یې ۹-

07.05.2022 حافظ ډاکترعبدالرشیدمومند

ولى د شپى اسمان تياره وى?

اسمان ولی د شپی له خوا تیاره وی؟ ولی د تیاره اسمان په باره کی معلومات متناقض دی؟ تاسی به داسی فکر کوی چی په دی موضوع کی سه داسی خاص دی. اسمان ځکه تیاره وی چی لمر نه وی، نو د ستورو په باره څه فکر کوی؟ یوازی زمونږ د میلکی ویی(Milky Way) کهکشان د ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ بیلیونو پوری ستوری لری. او په دی کایناتو کی د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰بليونو پوری کهکشانونه موجود دی او دا هاغه کهکشانونه دی چی مونږ ته په نظر راځی. نو کیداشی چی زمونږ کاینات لای

24.04.2022 Obaidullah Khalil Ahmad

د زمکی ورځ Earth day

د اپریل ۲۲مه، د غویی دوهمه ؛ د زمکی ورځ ده، زموږ په لوی کهکشان کې هغه یواځنی غونډاری چې زموږ ژوند ورباندې ممکن دی. له نیکه مرغه چی دبشریت د کلیزو پرپاڼو دغه ورځ هم ثبت او ټول بشریت د زمکې دساتنی ارزښت ته رابولی. کله چی موږ د خپلی زمکې د یواځنی غونډاری په هکله خبرې کوو، نو خامخا د (باربارا وارد) نوم رایادیږی. داههغه اقتصاد پوهه وه چی د زمکې، چاپیریال او چاپیریال مسایلو په اړه یی لیکنی کړی دي. هغې د اقتصاد او چاپیریال، د پایداره پرمختګ او دبیوزلۍ د له منځه وړلوپه برخه کې ژور علمی کار وکړ، دزمکی

22.04.2022 دودیال

پر مسلمان باندی د بهتان ويلو ګناه

وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.[الاحزاب 58] ژباړه: هغه کسان چي نارینه او ښځینه مسلمانانو ته پداسي شیانو آزار رسوي چي هغوی نه وي کړي نو یقینا دوی د بهتان او ښکاره ګناه مرتکب سویدي. یعني هغه خلګ چي مسلمانان پداسي شیانو متهم کوي چي هغوی نه وي کړی نو دوي د بې ځایه ګمان او لویي ګناه مرتکب سویدي. پر مسلمان باندي بهتان ویل دومره لویه ګناه ده چي په یو حدیث کي یې پر مسلمان تهمت ویل

19.04.2022 نورالحق مظهري

د مسلمان د دفاع ثواب او د تهمت یې عذاب

ژباړه: څوک چي مسلمان د هغه منافق څخه وساتي چي دده عيب وايي الله تعالی به د قيامت په ورځ ملائکه را واستوي چي دده غوښه د جهنم د اور څخه وساتي او څوک چي پر مسلمان د يو شي تور ولګوي هدف يې دده بدنام کول وي الله پاک به يې د جهنم پر پله باندي تر هغه وخته پوري ودروي تر څو چي کومه خبره يې چي کړې د هغې د عذاب څخه راوځي. نو ددې لپاره چي د الله تعالی مرسته تر لاسه کړی د هر منافق په وړاندي د خپل هر مسلمان ورور پلوي وکړئ او د آبرو دفاع يې وکړئ او ددې لپاره چي الله تعالی مو د جهنم د عذاب څخه وساتي

19.04.2022 نورالحق مظهري

نگاهی به تاریخ آریانا

کشور عزیز ما افغانستان در ادوار مختلف تاریخی ، مهد پرورش فرهنگها و تمدنها بوده است .ولی طبعا" مانند سایر ملل جهان ، تاریخ مردم ماهم آکنده از نشیب و فراز ها میباشد. حفریاتی که طی قرن گذشته در گوشه و کنار کشور ما صورت گرفت ، نه تنها شرایط مادی زندگی مردم مارا در مقاطع مختلف تاریخ بیان میکند ، بلکه تحولات فکری و عقیدتی آنهارا نیزمعرفی میدارد. امروز از برکت همین تحقیقات باستان شناسی میدانیم که مردم ما و یا بخشهای از آن در کدام دورۀ تاریخ ، چه آئین و یا مذهبی را پیروی نموده اند؟ کدام امپراتوری ها

14.04.2022 میرعنایت الله سادات

دتعليم حق ته د اسلامي شريعت او وضعي قوانينو له آنده لنډه کتنه

لړليک (فهرست)سرليک :..................................................................................................................مخ سريزه 1 د موضوع اهميت... 2 د موضوع هدف... 2 د موضوع پوښتنې.. 2 د موضوع فرضيه. 2 د څېړنې تګلاره. 2 لومړې فصل دتعليم حق  داسلامي شريعت او وضعي قوانينو له نظره لومړئ برخه : عمومي معلومات... 3 لومړې مبحث: دتعليم او تربيي معنی او مفهوم. 3 لومړې مطلب : تربيه ( روزنه ) 3

14.04.2022 صاحب الله رحیمي

د پاکستان پوځي دیکټاتوری سیسټم او ملکې بې ثباته واکمنې ته یوه لنډه کتنه

 په ۱۹۴۷ کال کې د جولاې په ۱۹ نېټه د برتانوي هند د جګړې ډیپارټمنټ له خوا د برتانوي هند اجیر مذور پوځ وویشل شو. د یوه پوځی پلان له مخې د برتانوي هند شاوخوا ۴۰۰ زره کسیزه وسله وال امپریال ځواک وویشل شو. له دې شمیرې څخه ۲۶۰ زرو پوځیانو د هند نوی وسله وال جوړ شو او د پاتې نورو ځواکونو د نوی پاکستان نوی وسله وال ځواک یا د پنجاب پوځي رجمنټ جوړ شو. د انګریزي استعمارګرو پوځي افسرانو لخوا په همدې برتانوي اجیر پوځ باندې د څه باندې ۲۵ کلونو راهیسې د هندويزم مفکورې یا هندو کولو پروګرام پلې کړي او ترس

12.04.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

پاکستان کې سیاسي کړکیچ، د حکومت، اپوزېسیون او ولسي جرګې ترمنځ د سیاسي واک جګړه

پوځي جنرالانو په پخوانی پلی بای او پخوانی کرېکټ سټار عمران خان سیاسی برخلیک باندې د رخصتیدو مهر او ټاپه لګولي.د پاکستان په لومړې وزېر عمران خان باندې د نه باور رایې ورکولو پر سر اختلاف پاکستان سیاسي کړکیچ سره مخامخ کړي دی. د پاکستان لومړي وزېر عمران خان د یوه پراخ کورني سیاسي کړکیچ په ترڅ کې د نویو ټاکنو د ترسره کولو اعلان وکړ. عمران خان له څو اوونېو راهېسې تر سخت کورنې فشار لاندې دی. لومړی وزېر اوس پاکستان د سیاسي کړکیچ کندې ته وروغورځ

05.04.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د ډیورنډ لعنتي کرښه، څنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله د خیانت، فریب او دوکه بازي تاریخ کې ریښه لري !

 ٬٬ د سر مورتېمور ډیورنډ پلار جنرال هنري ماریون ډیورنډ د نارتمبرلینډ ډیوک یو نامشروع حرامي زوی و.٬٬ سرچېنه : فیرسټپوست ویبپاڼه لیکوال : ارون آنندژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ  د لاندې لیکنې او د ډیورنډ لعنت کتاب په اړه د ژباړن شننه او تبصره: ٬٬ هغه کسان چې د ډیورنډ لعنتي کرښې د هوکړه لیک په اړه د انګرېزې امپراتورۍ تاریخي منافقتونو، خیانتونو او دوکه بازیو په اړه نوی تازه څېړنېز مالومات، تاریخي لاسوندونه او د نول

01.04.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

غواړﺉ چې د زېږېدونکی ماشوم جنس مو دامیندوارۍ په وخت وټاکل شي!

۔ دمخکینیوخبرو پیشګفتار په ځای:                                                       هرڅه بیشکه دالله ج په وس کې دی خو دادې طب دعلم څېړنې هم دالله ج په مرسته اوکرم شوي،یوې ډاکټرې جهان آرا سعیدیان چې پلار او میړه یې هم دهمدې رشتې متخصیص ؤپه ګډه دغه څېړنه کړې ،داوایی نه یې غوښتل چې اولاد یې وشي خوشوی ؤهیله یې وه چې معلوم کړي ولې ځینې کسان تل جلکۍ یا همیشه هلکان زېږوي نولاملونه اودمخنیوی چارې یې باید پیداکړي دتحقیق پاییلې یې اول په خپل ځان بیا په نوروعملي کړې چې دټولو نتیجه مثبت وه،بیا

14.03.2022 پوهنیارظفرخان"اهتمام“

د مــــــورنـــيــــو ژبـــــو د کــــــال پــــه ويـــــــاړ

د ملګرو ملتونو د کولتوري او تعليمي څانګه یونیسکو !افغانستان کې د مورنۍ ژبې د زده کړې اړتيا، ستونزې او د حل لار د مورنۍ ژبې د ورځې لنډ تاريخ :په 1952 کال کې د فبروري په لومړۍ نېټه د پنجابي پوځي اشغالګرو په وړاندې د بنګالیانو د ژبژغورنې غورځنګ پیل شو . په 1952 کال د پاکستان هغه مهال رژيم اردو ژبه د ټول هيواد يواځنۍ رسم

24.02.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د څېړنیزې سروې څو مهم اصول

په افغانستان کې د څېړنیز کار تاریخ ته په کتو سره ویلی شو چې زموږ د هیواد په نسبت په نوره نړۍ کې څېړنیز کار ته ډير اهمیت ورکول کیږي او د څېړنو پر مټ هر پرمختګ ممکن شوی دی. په نوره نړۍ کې د حکومت د پالیسي، اکاډیمیکو نهادونو او غیر حکومتي ادارو کې د څېړنیز کار لپاره ډيره بودیجه په نظر کې نیول کیږي او په مصرف رسیږي، خو په افغانستان کې تر اوسه دې برخې ته توجه نده شوې.په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو څخه وروسته ان دا هیله هم له منځه تللې چې د ریسرچ او تحقیق لپاره دې په ملي بودیجه کې بودیجه په

16.02.2022 عزت‌الله ادیب

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more