ټول افغان څیړنیزې مقالې
اوغان/ افغان او پښتون
پدې وروستیو وختو کي د اوغان/ افغان او پښتون په هکله هم د پښتنو په منځ کي د اندونو بېلوالی ډېر سویدی او هم د پښتنو او غیر پښتني قومونو تر منځ حساسیتونه او د نظر اختلافات را پارېدلي دي. یعني ځیني تاریخ لیکونکي اوغان، افغان او پښتون سره جلا کوي خو ځيني ئې یو بولي، دغه یوالي ځیني غیر پښتانه وروڼه دومره خښمولي دي ان چي خپل ځانونه له افغانیته باسي او وایې چي موږ افغانان نه یوو. پدې خاطر چي دغه سؤتفاهم له منځه ولاړ سي او د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ فولادي ملي وحدت ټینګ پاته سي نو زه اړ سوم چي
معلوماتي خونديتوب (اېنفارمېشن سيکورټي)
معلوماتي خونديتوب يا اطلاعاتي خوندیتوب (Information security) چې دInfoS په لنډ نوم هم يادېږي په انټرنېټي پلېټ فارم او يا فزيکي چوکاټ کې د اطلاعاتو د تخريب،غلا کېدلو، مختل کېدلو او نورو... ګواښونو حد اقل ته د راکمولو لپاره د اطلاعاتو د ساتنې لارو چارو ته ویل کېږي. يانې د اطلاعاتو په مقابل کې د ګواښونو د مقابلې هغه څانګه ده چې د معلوماتو د غیرمجاز، نامناسبې لاسوهنې، غیرقانوني استفادې، افشاکولو، مختل کولو، له منځه وړلو، فساد، اصلاح، څېړنې، ثبت یا د هغو د ارزښت له راکمولو څخه مخنیوی
بي پښتو پښتانه هېڅ، ورک او سپک دي
ژبه نه یوازې د پوهولو او پوهیدلو وسیله ده، بلکه ژبه د قومونو، ملتونو، امتونو، تمدنونو، اقتصادي قطبونو، سیاسي بلاکونو او امنیتي نظمونو د تعریف، وجود او رامنځته کېدلو بنسټیز ماهیت ده. د ژبې دومره پراخ، هراړخیزه او څو اړخیزه ارزښت ته په پام سره او داچې افغانستان د تیر تاریخ تر دا نږدي پرون پورې د بهرنیو یرغلونو، تاړاکونو او نږدي درې پیړۍ مخامخ استخباراتي ټکرونو پر ویرجن او تراژیدیک انارشیزم کې د ماتېدو پر دریځ درولي وو، د ټولو ناخوالو او نادودو سره سره د افغانستان د فرهنګي بنسټونو د تحری
ولې سویلي افریقا د نړیوال عدالت محکمه کې اسرائیل په نسل وژنه تورن کړ ؟
په اسرائیلو تر ټولو تورونو دروند تور:د نړیوالې ټولنې تر ټولو لوړه عالي ستره محکمه یا د نړیوال عدالت محکمه کې دا ډول تورونه راپورته کول، چې تقریبآ د انسان ټول د تصور وړ خیالونه لمنځه وړي. د لومړی ځل لپاره اسرائیل د فلسطین په وړاندې د خپلو ناوړو ظالمانه جګړیزو سیاستونو په اړه د نړیوال عدالت محکمې کې د ځواب ویلو لپاره حاضر شو. دا کومه تصادفی پېښه هم نه ده، چې د فلسطین حقوقي قضیه په نړیوال عدالت کې د سویلي افریقا له لورې سر راپورته کړ. تور
منظور پښتین او محکومو افغانانو ته څه ډول مبارزه پکار ده؟
منظور پښتین د خپل فقیرانه شخصیت او سوله ایزې مبارزې له امله د ځوان نسل په منځ کې بې ساری محبوبیت ګټلی دی. اوس چې له ټولو حقوقي او قانوني موازینو پرته د پاکستان د واکمنو له لوري نیول شوی دی، په وړاندې یې د همدردۍ څپه لا چټکه شوې او ځینې ځوانان دې نتیجې ته رسیدلي دي، چې د منظور سوله ایزه مبارزه د حل یوازنۍ لار نه ده، باید نظامي او چریکي بدیل ورسره مل شي. آیا دا وړاندیز عملي دی که احساساتي؟ پدې لیکنه به د نورو محکومو قومونو او اقلیتونو د حالت په پام کې نیولو سره د منظور پښتین او محکومو
په متن کې د هاروارډ سیستم د حوالې یا ریفرنس لیکلو لارې چارې
په فیسبوک کې مې د حوالې یا ریفرنس په اړه یوه لیکنه ولوسته، بیا مې یې د کمنټونو په برخه کې د مختلفو لیکوالانو نظریات ولوستل؛ خو هلته ځینې ملګرو مختلفې طریقې سره مکس کړې وې. له دې امله غواړم چې په دې اړه لنډ مالومات ولیکم؛ ځکه د حوالې یا ریفرنس په برخه کې د هاروارډ، اکسفورډ، ایم اېل اې، اې پي اې او شیکاګو په شمول نور سیستمونه هم کارول کیږي، چې مشهور یې همدا دي. له پورته لېست څخه په متن کې د هاروارډ د سیستم او طریقو په اړه دا مقاله لیکم؛ ځکه دا سیستم زیات کارول کیږي او په افغانستان کې
د ماشومانو انځورونه په ډله ییزو رسنیو کې مه خپروئ
سرېزه: په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د عکسونو شریکول په ډېرو کورنیو کې یو ورځینۍ عادي عمل ګرځیدلی دی. ډیرۍ مېندې پلرونه د ځانګړو شېبو انځورونه اکثرآ خپلو خپلوانو او ملګرو ته ورلیږي. په ځینو کورنیو کې د اړیکو پراختیا اړتیا او ځان ښودنې له امله دا اړیکې د کورنی له حدودو وراخوا نوره پراخیږي او په زیاتیدونکي ډول د عامو خلکو پام یې ځانته رااړولي دی. ځینې مېندې پلرونه د خپل ورځیني ژوند شیبې په انځورونو کې د سمارټ یا ملفون له لېارې خپروي. اکثرآ
ECO ایکو د یوه منطقوی اقتصادی سازمان په توګه
(د ( ECO) د دایریدونکی غونډې په مناسبت) د منطقوی سازمانو اړتیا، دمنطقوی سازمانو ستونزی، اهداف او تاثیرات، افغانستان او منطقوی سازمانونه، د ایکو پېژندنه منطقوي سازمانونه په يوه ځانګړي جوړښت او جغرافیه کې دمربوطه هیوادو ترمنځ اقتصادی مسايل او اړيکې او راکړې- ورکړې رانغاړي. نن ورځ دغو سازمانو او د هغو شریک کار ښه نتیجه ورکړې ده او دا سازمانونه دنړۍ په سراسر کې زیات شوي هم دي. په دې کې یو هم ایکو (Economic Cooperation Organization) دی، چې فغانستان یې غړی و/ وي به(له ۱۴۰۱ ت
د اټوم بم پلار اوپین هایمر عروج او نزول
سرچېنه: برلین ــ هڅوب مجله سرېزه:د اټوم بم یا د سولې وسلې تاریخ: په لومړي ځل کله چې انسان د اټوم بم جوړولو په اړه فکر وکړ. په 1933 کال کې په هنګري کې د فزیکپوه لیو زیلارډ لخوا د دویم نړیوال جنګ پر مهال و. خو دا مهال ساینس لا جوړولو ته نه و چمتو شوې. یوازې په حدسونو، ګمانونو او اټکلونو کې بم جوړ شوي و. په 1938 کال د ډسمبر په 22 مه نېټه په برلین کې د اټوم په هسته کې سورې کشف شو. له دې نېټې ورسته د اټوم بم جوړولو ته لومړنۍ لار جوړ
روغن ممپلی (بادام زمینی ) peanut oil
روغن ممپلی(بادام زمینی ) Peanut oil روغن ممپلی یکی ازروغن های مهم برای استعمال است روغن سبزیجات محسوب می شود که بدون کسترول است بسیارکم ازاسیدهای شحمی دارد ومقدار زیاد اسید های شحمی ان غیرمشبوع است مثل روغن زیتون برای صحت مفید است دردرجه حرارت بلند استعمال شده میتواند دریکصد گرام روغن ممپلی غذایت که موجود است Peanut Oil Nutritional value per 100 g انرجیEnergy 884 kcal کاربوهایدریت Carbohydrates 0 g چربی Fat 100 g مشبوعیت - saturated 17 g غیرمشبوعیت - monounsaturated 46 g
پرمختیا، وده، ترقی او پراختیا
پرمختیا، پراختیا، ترقی، وده، انکشاف او توسعه کوم یو سم دی؟ پرمختیا- انکشاف( development) ترقی - پیشرفت(progress ) وده – رشد(growth ) خوریدل، خپریدل، انتشار( diffusion) پراختیا - توسعه ( extension) هوساینه- رفاه welfare په ورځنیو بحثونو، میدیا، د راډیو او تلویزیونو په مرکو او مقالو کې ډېرځله پورتني شپږ اصطلاحات نومونې/مفاهیم لولو، اورو او وینو. په تېره بیا کله چې د ټولنیز پرمختګ او اقتصادی ترقی، ودې او پرمخیتا څخه خبرې کیږي، نو خامخا ورسره مخامخ کیږو. متاسفا
د باران د اوبو راټولول
څلورمه برخه په تیر پسي د مصنوعي تزریق میتود: د ښاري ژوند په پراختیا سره د ځمکي لاندې اوبو تغذیه ځکه کمه شوې ده چي د ښاري فعالیتونو له کبله د باران د جذب دپاره خلاصې ساحې زیاتې کمې شوې دي. په همدي سبب د ځمکي لاندي د اوبو سطحه ډيره ټیټه تللي له بلي خوا د صنعتي فعالیتونو له کبله په زیاتو ښاري سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کیفیت هم خراب شوی دی او د زیاتره سیمو اوبه ملوث (ککړي) شوي، ځکه نو د اوبو رسولو په برخه کي د عرضې او تقاضا تر منځ یوه ستره تشه رامنځته شوی. دغو شرایطو ته په کتو زیاته ا
د آسیا زړه او د لعلونو خزانه!
د پورتني سرلیک له مخې د افغانستان پر دوو ځانکړتیاوو، ستراتیژیک موقعیت او شتمن ارزښت تمرکز کوم: الجزیره تلویزیون پر خپله ویبپاڼه کې د ۲۰۱۹ کال د می په میاشت کې یوه پوښتنه مطرح کړی وه چې: ولې افغانستان د خپلو سترو کاني شتمنیو د استخراج وړتیا نه لري؟ ورپسې یې یو تحلیلي راپور لیکلی او پر ځنو کانونو یې د کار ځنې تصویرونه هم خپاره کړی دي. زه مخکې له دی چې پورتنۍ پوښتنې ته ځواب ولټوم د افغانستان پر ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت به هم لږه رڼا واچوم. همدارنګه پر یوه بله مشهوره ویبپاڼ
د باران د اوبو راټولول
دویمه برخه: د باران د اوبو د راټولولو طریقې: 1. د ځمکې د سطحې د شکل ورکولو یا د سطحي د بدلون او سمون میتود: په دې میتود کې، ساختماني، کیمیاوي او مصنوعي مواد نه کارول کیږي، او یوازې هڅه کیږي چی د ځمکي د خاوري په معمولي ټپک کولو سره د ځمکي لاندي قشر ته د اوبو د فلتر او جذب مخنیوی وشي او په دي ترتیب د باران اوبه د ځمکي په سطحه جریان پیدا کړي، دا طریقه اکثره وخت د زارعتي ځمکو د خړوبولو دپاره کارول کیږي په دي طریقه کي د تحت الارضي اوبو تغذیه یا د ځمکي لاندي تل ته د اوبو تذریق په پام کي
فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!
فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه: 1 – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء 36] ژباړه
د ځيرک او هوښيار انسان نښي:
آيا غواړی د ځان او د نورو د ځراکت او هوښيارۍ په نښو خبر سی؟ آيا غواړی داسي څه زده کړی چي په عملي کولو يې انسان د هوښيارانو په کتار کي شمېرل کيږي؟ او آيا غواړی په خپل کسب ځان او نورو ته د ځراکت تعليم ورکړی؟ که يې غواړی نو لاندي ليکنه په غور ولولئ. هوښياري او ځراکت هغه غيرمعمولي الهي ډالۍ ده چي پر انسانانو په مختلفو تناسبونو د الله تعالی له لوري لورول سوې او په مستقيم ډول زموږ د ژوند پر ډول، زموږ پر راتلونکې او زموږ د فکر کولو پر طريقې اغيزه لري ځکه نو هر څوک غواړي د هوښيارۍ له مهمو نښو
د کامياب انسان صفتونه:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري 1 - د کامياب انسان يو صفت دا دی چي ستونزي ګالي، د ستونزو ګاللو ته آمادګي نيسي او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هره ورځ نوي نوي تجربې حاصلوي. کامياب انسان د پوره جرأت درلودلو په سبب هيڅ وخت د ستونزو په وخت کي خپله روحيه او استعداد له لاسه نه ورکوي او د دنيا هري ستونزي ته د تېرېدونکي په سترګه ګوري ځکه نو هيڅ مشکل ته د لاينحل نوم نه ورکوي. که غواړی د کاميابو انسانانو په نوملړ کي وشمېرل سی نو په ځان باور ولرئ او هيڅ وخت خپله روحيه او حوصله له لاسه
هغه فلزات چې د زبرځواکو سترګې ورته برندې دي !
(۲) د تیر په دوام: غوره ده چې د طبیعي سرچېنو، ځمکنیو خامو موادو او کاني زیرمو د نړیوال ارزښت ځنې نورې برخې هم را وسپړو. کیدای شي، په تیره لیکنه کې مو د راتلونکي شنه او تکنالوجیکي انقلاب لپاره د ځنو کم موندونکو فلزاتو په هکله لوستلي وي. چې څرنګه ورته زبرځواکونه په کمین کې ناست دي. دوی هغو سیمو او هیوادونو ته سترګې برندې نیولي دي چې دا کاني مواد په کې موندل کیږي. په دوه زره اتلسم کال کې یې د نړیوالو صادراتو او وارداتو ارزښت شاو خوا لس ملیارده ډالرو ته رسیده. له نیکه مرغه د افغا
زندگینامه استاد عبدالاحمد خاکسار
زندگینامه استاد عبدالاحمد خاکسار استاد عبدالاحمد خاکسار هنرپیشه و طنزپرداز مطرح افغانستان در سال ۱۳۲۷ هجری خورشیدی چشم به جهان گشود. استاد ابتدا در رشته ادبیات فارسی تحصیل کرد و پس از آن به فعالیت های هنری روی آورد. خاکسار در سال ۱۳۵۲ در اداره تئاتر ولایت قندوز مشغول به کار شد و در سال ۱۳۵۹ به کابل رفت و در آنجا هم به فعالیت های هنری خود ادامه داد. در سال ۱۳۶۱ نمایش تئاتری "بله و نخیر" که آقای خاکسار در آن نقش ایفا کرده بود از تلویزیون ملی پخش شد. خاکسار به فعالیت در این عرص
د ااا دوه کلن سفر ته يو اجمالي نظر
ژوند د تغيراتو او تحولاتو ډکر دئ . هره ورځ ، هره میاشت او کال کې په دې خاورينه کوره کې يو نوی انکشاف راځي . دا تغيرات ځنې شکلي-بنيادي -ماهيتي ،ځنې آني-مؤقتي-دائمي ، ځنې فردي او يا ملي وي .خو ځيني تغيرات بيا جهاني ابعاد لري او ټول بشريت ترې متاءثره کيږي. د ۲۰۲۱ م کال د اګست ۱۵ نيټه د افغانستان او جهان په تاريخ د يوه نوي سياسي-ټولنيز-اقتصادي-ثقافتي او امنيتي باب او فصل د زېږېدو او شروع کیدو نيټه ده . په دې ورځ نړۍ د يوه داسې تحول او انقلاب شاهده شوه ، چې تصو
د نباتی افاتو ضد دواګانی(Pesticides)
د ژوند چاپیریال له کتاب څخه . د چا پيريال د ککړتيا د عواملو څخه یوهم افت وژونکي (Pesticides)دي .چې دا هم د چاپیریال د ککړتيا سبب ګرځي . هر کال ميليونونه ډالرلګښت راځي. تر څو د ناروغۍ و او حشراتو کنترول پري وشي خو که چېرې دا په صحيح ډول ونه کارول شې نو ددي بدي اغيزي او خطرونه هم د کنترول څخه وځی او د بيلا بيلو ناروغيو سبب ګرځي .همدا رنګه ددي د نه استعمال په وجه هم ډير تا وانونه منځ ته راځي په نباتي محصولاتو کې د%. 50- %35 سلنه کموالی راځي زمونږ په هيواد کې هم افت وژو نکي
علم (پوهه)
علم (نقلي او تجربوي) چې دانسان يوه نسبي-محدوده-کسبي معنوي پانګه ده ،د الله تعالی(ج) دسترنعمت (انساني عقل) محصول او ثمره ده . حيوان چې عقل نه لري ، علم هم نه لري . علم د څو کتابونو په لوستلو او يا د مدرسې او مکتب د دروازو په خلاصولو او پورې کولو کې مه خولاصه، محدود او پاکټ کوئ. دا څه شورماشور جوړ دئ؟ عالم مطلق او کامل يو الله پاک دئ، چې په ټولو مخلوقاتو ، حرکاتو ،سکناتو ، ارادو اؤ نيتونو يې پوه دئ. د انسان علم ډېر کم او محدود دئ او هر څوک پ
د وګړشمېرنې تخنیکی اړخونه (درېیمه برخه)
مخکې وویل شول چې وګړ شمېرنه یوه پیچلی پروسه ده چی د نفوسو په هکله معلومات راته چمتو کوي. دا پروسه د اداري چارو ترڅنګ؛ تخنیکی چارو ته هم اړتیا لري چې باید متخصص او مسلکی ماهر پرسونل ورته ولرو. له دې امله چې افغانستان د یو مجبوریت له مخې د لاندنیو ساده ریاضیکی طریقو او فرمولو په واسطه اټکلونه کول، خو د څلویښتو کلونو بهیر کی نور دا اټکلونه ډیر اعتبار نشی لرلای: P= P0 X ert په دې فرمول کی P د پام وړ کال نفوس، P0 د اساس کال نفوس، rد نفوسو د ودې فیصدی او t دکلونو شمیر دی. دا فرمول شاید د یو
نوې وګړشمېرنه، پړاوونه او ستونزې (دوهمه برخه)
وګړ شمېرنه او دیموګرافی د نفوسو احصاییوی مطالعه ده، چې د نفوسو کمی او کیفی مشخصات را ښیي او د وګړو په ژوند کی دینامیزم او بدلونونه را ته څرګندوي. نه یواځې دولت اود هیواد دننه ادارو ته بلکې، د ملګرو ملتونو ټولو موسساتو او په تېره د نفوسو نړیوال صندوق ته هم ضرور ده. په همدې خاطر دغه صندوق دې برخه کې مرسته کوي او د یوې پروژې په توګه یې تمویل او فنډ یې په غاړه اخلي، یعنې دکار دا ساحه او لګښتونه یې بشری مرستې ندي چې کله پوره وي او کله نه، بلکې د صندوق بودجه ده. په لومړنۍ بشپړه وګړشمیرنه کې دهیواد
افغانستان باندي د اقلیمي بدلون اغیزي
د ډیرو کلونو په اوږدو کې د یو ځاي د آب هوا د وضیعت وسطي(منځني) کچي ته اقلیم ویل کیږي . د آب و هوا د همدغه منځنی کچي د وضیعت بدلون اقلیمي بدلون بلل کیږي. او یا هم د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د تعریف له مخي د انساني مستقیم او غیرمستقیم فعالیتونو له امله د آب و هوا تغیر ته اقلیمی بدلون ویل کیږي. د اقلیم چټک بدلون چې موږ یې اوس شاهدان یو د کورونو، فابریکو او ترانسپورت لپاره د تیلو، ګازو او ډبرو سکرو د بي حده کارولو له امله رامنځته شوی. کله چې دغه فوسیل سونګ سوزیږي، دوی د شنو خونو ګازونه په