د پاکستان اټومي وسلې څومره خوندي دي:
د پاکستان اټومي پروګرام ګواښ نړۍ اندېښمنه کړي ده. د ګاونډی هیواد هند سره د احتمالي هستوي جګړه پیل همدومره بالقوه وحشتناکه او ویرونکی ده، لکه دا پوښتنه چې د پاشلکیدونکي او له سقوط سره مخ پاکستان اټومي وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورولویدونکي دي. د پاکستان اټومي وسلې د جګړې پټ خطر او پاکستاني پوځ کې د ترهګرپالو کدرونو شتون د خطر یوه بیساري سرچېنه ګڼل کیږي. د شمالي کوریا په پرتله د پاکستان د اټومي ګواښ ځښت ډیر دی. دا شونې دي او د دې ګواښ شته، چې ترهګرو اورپکي ډلې د پاکستان اټومي وسلو ته لاسرسۍ ومومي. د پاکستان اټومي ځواک ورځ تر بلې د افراطیت او ترهګرۍ په ګرداب کې ورډوبیږي. نن د پاکستان ډیرې سیمې د یاغیانو لخوا کنټرولیږي او د پاکستاني حکومت تر ولکې وتلي دي.
د پاکستان اټومي وسلې د وسله والو ترهګرو ډلو ټپلو لاسته ورولویدونکي دي. د پاکستان سیاسی وضعیت چې هر څوک ارزیابی کوي، یوه خبره په کې ښکاره ده، چې پرته له شکه پاکستان په اټومي وسلو سمبالو هیوادونو کې یو بې ثباته ناامنه هیواد دی. یوازې د پاکستان پوځ یو ځانګړي ځواک په اټومي مېزایلونو او بمونو باندې کنټرول لري. اوس د دې خطرناکې وسلې ساتل او خوندیتوب ورته ډېر ګران شوي دي. له بلې خوا ډیر شواهد دا هم په ډاګه کوي، چې د پاکستان پر اټومي وسلو د امریکا کنټرول خورا پراخ دی. د امریکې استخباراتو له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان اټومي وسلو خوندي کولو لپاره بیړني پلانونه چمتو کړي دي. واشنګټن پوسټ راپور ورکړي، چې په دې پلانونو کې ظاهرآ داسي پلانونه هم شامل دي، د پاکستاني پوځ د نه همکارۍ کولو په صورت کې بیا به هم عملي شي. ځکه په نړې کې د نهو زېرمه شویو اټومي وسلو ځواکونو په پرتله بل هیڅ یو هیواد واشنګټن لپاره د اندېښنې وړنه نه دی لکه پاکستان.
د پاکستان اټومي وسلې یو ځای نه ساتل کیږي‌، نه په بشپړه توګه سره تړلي شوي دي او سمدستي کارولو ته چمتو هم نه دي. اټومي پرزې او مواد په ټول هیواد کې په شپږو پټو ځایونو او ټونلونو کې سره ویشلي شوي دي. څو د هند احتمالي بریدونو اسانه هدف ونه ګرځي. د اټومي هستوي وسلو اجزاوې یا پرزې یې په جلا جلا توګه زیرمه کړي دي. دا د اټومي وسلو د غلا کولو په وړاندې محافظتي امنیتي اقدامات هم دي. د یوه اټومي بم اجزاوې یا توکې غلا کول هم ډیر خطرناکه پریوځي. 
د اټومي انرجۍ نړیوالې ادارې مشر محمد البرادعي څو میاشتو مخکې د جرمني‌ په مطبوعاتو او رسنیو کې خبردارۍ ورکړ: ٬٬ یوه اټومي جګړه رانږدې شوي ده٬٬ [1] په هر صورت مصري ډیپلومات د دوو اټومي هیوادونو ترمنځ د اټومي شخړې یا جګړې په اړه لږ اندېښمن دی. خو نوموړي د دې خطر په اړه چې د اټومي وسلو ټېکنالوجي یا د اټوم بم جوړولو لپاره مناسب توکې د جنایتکارو او مجرمو رژیمونو یا پر نړیوال کچ د فعالو ترهګرو لاسونو ته ورلویږي. دا کیداې شي، چې د نړۍ پر کچ په جګړییزو بحراني سیمو کې یو اټومي بحران رامنځته کړي. حتی د راډیو اکټیفي موادو یا فعالو اټومي وسلو په کارولو سره ترهګریز برید د تصور وړ ګرځیدلی دی. 
په نړۍ کې د اټومي ګواښونو په اړه د اندېښنې وړ یو هیواد هغه پاکستان دی. دغه هیواد د کلونو راهېسې خپل اټومي پروګرام پټ ساتلي او تعقیب کړي دی او نن ورځ د پاموړ اټومي وسلې لري. د اوږدې مودې راهېسې د نړیوالې ټولنې ویره د ګاونډي هند سره د احتمالي اټومي جګړې په اړه متمرکزه وه. خو نن سبا د پاکستاني جنرالانو تر کنټرول لاندې رژیم ثبات او پاېښت تر پوښتنې لاندې راغلي دی. 
د 2001 کال د سپټمبر یوولسمې ورسته له امریکا سره د اسلام اباد واکمنو جنرالانو پیوستون او په افغانستان کې د طالبانو ضد په جګړه کې برخه اخیستل. اوس خپله پاکستان د کورنۍ جګړې سره مخامخ دی. د پاکستان ټول پوځي او ملکي رژیمونه د واشنګتن ګوډاګې رژیمونه وو او دي.
د پاکستان اټومي وسلو ازمایښتونو ډراماتیکې پایلې لرلي. په 2002 کال کې د اپریل میاشت کې د مشرف د وژلو لومړنۍ هڅه وشوه. د 2003 کال په ډیسمبر کې پر مشرف باندې دوه نور بریدونه ترسره شول. 
پوښتنه دا ده، چې که دا قاتلانه برید بریالي شوي واې او په ترڅ کې مشرف وژل شوې واې، بیا نو څه پېښیدل.؟ د پاکستان سقوط یا د یوې بلې پوځي کودتا په صورت کې دا هیواد د څومره لوی خطر مخامخ کیږي.
د 1985 راهېسې پاکستان په دې توانیدلي، چې د 235 درجې یورانیم درلودونکي اټومی وسلې تولید کړي او شاوخوا یو کال ورسته د اټومي وسلو د تولید لپاره کافي چاودیدونکي مواد درلودل. په 1998 کال د مۍ میاشت کې پاکستان د هند د اټومي وسلې ازموینې لږ ورسته د ځمکې لاندې څو اټومي چاودیدونکي توکې وچاودول. 
ښایې پاکستان تر اوسه 600 څخه تر800  کیلو ګرامه په لوړه کچه غني شوي یورانیم تولید کړي وي. ویل کیږي، چې پاکستان له دې څخه تر اوسه 40اټومي وسلې جوړي کړي او ښایې تر هند زیاتي اټومي وسلې ولري. پاکستاني پوځ د اټومي وسلو جوړولو سره موازې د اټومي وسلو لیږدولو سیسټمونو پراختیا جوړولو ته هم مخه کړي ده. چین د توغندیو په تولید کې ورسره مهمې مرستې کړي دي. وسمهال پاکستان منځني واټن ویشتونکي توغندي او همدارنګه امریکایې ایف شپاړس او فرانسوي میراج جنګي الوتکې ممکن د اټومي وسلو وړونکي په توګه وکارول شي او په اختیار کې لري. 
د پاکستاني اټومي وسلو امنیت ته ځښت ډیر اهمېت ورکول کیږي. ځکه چې د هند د ځانګړو ځواکونو لخوا په پاکستاني اټومي تاسیساتو یا د اټومي وسلو زېرمه کولو تاسیساتو باندې د بریدونو ویره شته. د اټومي وسلو ځاې محرم ساتلو، محفاظت او خوندي ساتنې سربیره د امریکایانو لخوا د هرې یوې اټومي وسلې د انفرادي اجزاوې په جلا کولو سره تضمین شوي دي. د پاکستان اټومي وسلې او د انتقال سیسټمونه له یو بل څخه جلا ساتل کیږي. د اټومي وسلو سرخولې نه دي راټولې شوي، په دې مانا چې د یوارنیمو هستې د نورو اجزاوو او د چاودیدونکي مېکانېزمونو څخه بیل ساتل کیږي. په تیرو وختونو کې پاکستان عصري مډرن امنیتي ټیکنالوجي نه درلوده، په هغه وخت کې وسلې په الکټرونیکي ډول نه بندې یا د کارولو وړ نه وي. 
په 2000 کال کې مشرف د ملي قوماندې مستقله اداره  (National Command Authority -NCA)چې مشري یې ولسمشر کوله، تاسیس کړه. په دې اداره کې د اټومي وسلو پراختیا او احتمالي کارونې پوښتنې او پرېکړې مطرح کیږي. په دې اداره کې د پوځ استازي، لکه دفاع وزېر، لوی درستېز یا د وسله والو ځواکونو قوماندان، د ملي امنیت شورا غړي په انفرادي کمیټو کې ناست دي. 

د پاکستان اټومي وسلې اندېښنې
د پاکستان اټومي وسلو بنسټېزه امنیتي ستونزه د اټومي وسلو په ډېزاین یا جوړښت کې نغښتي ده. په داسي حال کې چې د هند اټومي وسلو پروګرام په پلوټونیمو باندې ولاړ دی. د پاکستاني اټومي سرخولې په لوړه کچه غني شوي یورانیم لري. د پلوټونیم په پرتله یورانیم اټومي وسلو ته اجازه ورکوي، چې په نسبتآ ساده ‌ډول فعالیت وکړي، کومو اټومي دولتونو چې په فني او تخنیکی لهذ لږ پرمختګ کړي وې یا حتی د ترهګرو سازمانونو لخوا په ډېره اساني سره کنټرول یا کارول کیداې شي. 
په هر صورت د سړې جګړې له پای ته رسیدو سره د نړیوالو پام په پیل کې د پخواني شوروي اتحاد اټومي وسلو او له دې سیمو څخه د اټومي وسلو او د اټومي تسلیحاتي هستوي وسلو تخصصي غیر کنټرول شوي پوهې خپریدو ته ورواوښت.
په نیویارک او واشنګټن کې د ترهګرېزو بریدونو او په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم له برید سره سم پاکستان ناڅاپه د نړیوالو څارونکو د توجو مرکز وګرځید. که څه هم ظاهرآ د پاکستان پوځ او استخبارات د اټومي وسلو خوندیتوب تضمین کوي، خو دغه دواړه بنسټونه د افراطي ترهګرو سره د نږدیوالې او پټو اړیکو له امله ښه پیژندل شوي دي. د پاکستان پوځ او استخباراتو سربیره د پاکستان لوړ پوړي اټومي کارپوهانو هم د سختدریځو ترهګرو سره نږدې اړیکې ساتلی دي. د طالبانو لومړي واکمنۍ پر مهال ویل کیږي، چې د القاعدې غړو په افغانستان کې د اټومي وسلو په جوړولو کې د پاکستان د اټومي څېړونکو څخه د مرستې غوښتنه کړي وه.[2]
په 1980 لسیزه کې د پاکستان اې ایس اې ادارې ته د امریکا د سي آې اې له خوا په افغانستان کې د شوروي اتحاد د اشغالګرو سرتیرو په وړاندې جګړه کې وده ورکړل شوه. مشرف پر افغانستان باندې د امریکایې هوایې بریدونو له پیل مخکې د پاکستاني اټومي وسلو له خراب امنیتي وضعیت څخه ښه خبر و. د امریکا له هوایې بریده مخکې مشرف د پاکستان اټومي وسلې شپږو نامعلومو ځایونو ته د لېږدولو امر ورکړ. د اټومي وسلو پروګرام کارولو په سیکتورنو کې د قوماندانانو او د نور پرسونل بدلولو کې بدلون هم ترسره کړ. 
د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کیږي، چې جنرال مشرف حتی په موقتي توګه په چین کې د اټومي وسلو ساتنې او د ذخیره کولو په اړه فکر کړي و، ترڅو د اورپکو ډلو ټپلو حلقو لخوا د احتمالي لاسرسۍ مخه ونیول شي. 

د امریکا متحده ایالاتو امنیتي اقدامات 
واشنګټن د سپټمبر یوولسمې تر ناورین ورسته د پاکستان اټومي وسلو ګواښ او امنیتي ستونزو ته متوجې نه و. 
د 2000 کال په لومړیو کې مشرف له متحده ایالاتو څخه د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت خوندي کولو په برخه کې د فني تخنیکي مرستې غوښتنه وکړه. متحده ایالات د اټومي وسلو د الکټرونیکي یا بریښنایې امنیتي میکانیزمونو سیسټمونو سره ډیره تجربه لري. د امریکا دغه سیسټم د (Permissive Acktion Links- PAL) په نامه یادیږي. دغه سیسټم د مجازی لیارې د ورسپارلو شوي عمل لینک نوم لري، په ډېره ډادمنه توګه اټومي وسلې کارول بندوي او یوازې د ولسمشر په امر د پیچلو شمیرو او کوډونو په کارولو سره بیا د ضرورت پر مهال خلاصیدلې شي. 
د پاکستان اټومي وسلو په قضیه کې د بل کلنټن په مشرۍ امریکایې حکومت پاکستان ته د (PALs) سیسټم یا نورو الکټرونېکي تخنیکي فني مرستو ورکولو څخه په لاندې دلایلو ډډه او انکار وکړ. د دې سیسټم په ورکولو سره موږ د پاکستان د اټومي وسلې په رسمیت وپیژنو او پر نړیوال کچ به مشروعیت ورکړل شي. بل دا چې پاکستان د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون (NPT) هم نه دی لاسلیک کړي. نو واشنګټن به د اړوندو ټیکنالوجی په ورکولو سره د نافذ شوي نړیوال قانون څخه سرغړونه کړي‌ وي. 
د ولسمشر جورج ډبلیو بوش له پرېکړې سره سم کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوځي زور له لېارې نسکور شو. د پاکستان اټومي وسلې ستونزه بیا له سره بیړنۍ شوه او لومړیتوب یې وموندلو. په پیل کې واشنګټن یوازې د تخنیکي مرستې چمتو کولو په اړه فکر کاوه، چې مخکې یې هم غوښتنه شوي وه. په هر صورت په چټکۍ سره دا څرګنده شوه، چې دا به په سیمه کې د ناوړه امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره کافي اقدامات نه وي. 
د تخنیکي محافظتي میکانیزمونو پرمختللي سیسټمونو ورکولو ته باثباته فعال دولتي بنسټونه، جوړښتونه او د باور وړ تصمیم نیونکي باثباته پروسې ته اړتیا لري، ترڅو وکوالي شي دغه پرمختللي الکټرونیکي شمېریزه کوډونه په خوندي ډول وساتلي شي. په داسي حال کې کله چې ټول رژیم د کورنیو مخالفتونو له کبله د ناکامۍ یا د سقوط له ګواښ سره مخامخ کیږي، یاغیان یا نوي پوځي حاکمان کولي شي اټومي وسلې سره د اټومي وسلو د خلاصولو پرمختللي سیسټمونه او میکانېزمونه دواړه تر لاسه کړي. 
د امریکایانو له نظره، دوی باید د پاکستان اټومي وسلو ته لږ یا ډیر یا مستقیم لاسرسۍ ولري، ترڅو په خورا سختو شراېطو کې دوی اټومي وسلې د کارولو مخکې خونسا یا له کاره وغورځوي یا له هیواده بهر ویستلي شي. 
په هر صورت د دې لپاره د پاکستاني حکومت رضایت یا هوکړې ته اړتیا لیدل کیږي. پوځیانو باید خپلو اټومي وسلو زېرمو ته د امریکایانو د لاسرسۍ لاره وربرابر کړي. دا معاملې خورا محرمیت ته اړتیا لري، ځکه چې د پاکستان اټومي وسلو د امنیت په اړه مالومات ښکاره کول، پاکستان کې د لاریونو څپې راوباسي. د دې ستونزې حل دا دی، چې واشنګټن څنګه د پاکستان د اټومي وسلو کنټرول ترلاسه کولي شي، له یوې خوا د اټومي وسلو مهمې حیاتی برخې د بېلګې په توګه د یورانیم هسته (Pit) یا د اور لګیدو یا د چاودنې مېکانېزم په برخه کې د ځانګړو وسایلو په ټرانسمیټرونو په نصبولو سمبال شي، چې دواړه حکومتونه پاکستان او امریکا د لیږدولو شویو اټومي وسلو موقیعت تل ترینه مالومولي او ټاکلی شي. له دې سره د اټومي وسلو غلا یا په غیر قانوني توګه د اټومي وسلو لږد په هر ځای کې ټاکل کیداې شي او موندل کیداي شي. دا ډول ټېکنالوجي د ډیره مودې راهیسې د تسلیحاتي وسلو د کنټرول په ساحه کې یا په اټومي وسلو سمبالو هیوادونو کې د (Tagging) اصطلاح ورته کارول کیږي. د اټومي وسلو کنټرول دغه مډرن میټود د اوږدې مودې راهیسې په اټومي وسلو سمبالو هیوادونو سلاح کوټونو او وسله تونونو کې کارول کیږي. 
په هرصورت دلته دا پوښتنه هم راپوته کیږي، چې په ترهګرپال پاکستاني غل پوځ باندې د دې پیچلو مډرنو تخنیکي وسایلو اعتبار کول څومره ګران کار دی. د دې تخصصي مسلک متخصصې حلقې کولی شي، چې د اټومي وسلو محافظتي میکانیزمونه ترینه لرې کړي یا د اټومي وسلو مهمې برخې د لیږدونکي وسلې څخه بېلې کړي، ترڅو د ترهګرو سازمانونو ته انتقال کړل شي یا دوی په خپله بیرته فعالې کړي. 
د اټومي وسلو خوندیتوب یوه بله لاره دا هم کیداي شي، که چیرې امریکایې ځانګړي ‌کوماندو د (Pitd) سیسټم ساتنه او مسوولیت په خپله په غاړه واخلي. بیا دوی کولي شي په پاکستان کې د کودتا یا سقوط په صورت کې د اټومي وسلو ساتنه وکړي او یا د نه کارولو وړ یې ګرځوي. 
د دې امنیتي مېټوډ بېلګې یا مثالونه د سړې جګړې په دوران کې شتون درلود. کله چې امریکایي اټومي وسلې سره (Destruction Teams) د تخریب ټیمونه یا په اټومي وسلو سمبال ځواکونو د امریکا څخه بهر په نورو هیوادونو کې د اټومي وسلو زیرمې کولې په اټومي تاسیساتو کې ځای پر ځای کړي وو. د امنیتي تدابیرو له امله کله چې په کوربه هیواد کې سیاسي حالات ګډوډ کیږي یا له کنټروله وځي، دوی کولي شول خپلې اټومي سلې یو دم ویجاړي کړي. 
د 2001 کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا بهرنیوچارو وزېر کولن پاول پاکستان ته سفر وکړ. نوموړي پاکستان د اټومي وسلو په خوندي کولو کې د پراخې مرستو وړانډیز وکړ. دا امنیتي اقدامات ظاهرآ د پاکستان اټومي وسلو هراړخېز کنټرول په موخه و. مشرف دغه وړانډېز رد کړ، ځکه پاکستان د خپلو اټومي وسلو کنټرول په مکمل ډول له لاسه ورکولو. [3] څو ورځې ورسته په مطبوعاتو کې داسي راپورونه خپاره شول، چې امریکایې ځانګړي ځواکونه له اسرائیلې کمانډو سره په ګډه د پاکستان د اټومي وسلې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په بیړني حالت کې اټومي وسلې له هیواده بهر ایستلو ته چمتووالي نیسي. 
د همدې کال د نوامبر په میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزېر عبدالستار اعلان وکړ، چې د امریکایانو وړانډېر ومنل شو. له دې ورسته پاکستاني کارپوهان د امریکا لخوا په کار اچول شویو امنیتي اقداماتو باندې خبر کړل شول. دغه بیان واضع ښیې، چې امریکا ته د پاکستان د اټومي وسلو د امنیتي اقداماتو په اړه پوره واک او اختیار ورکړل شوي دی. 
لږ موده ورسته د بهرنیو چارو وزېر عبدالستار یو بل بیان ولوست، په دې بیان کې ویل شوي و، چې د پاکستان اټومي وسلې د (foolproof custodial control) د بې خطره کنټرول لاندې راوستلي شوي دي، پرته له دې چې په دې بیان کې مشخص کړي، چې د پاکستان د اټومي سلو ساتونکي څوک دي. [4] د دغو کلماتو انتخاب هم په سیمه کې یو شور جوړ کړ او توده بحثونه یې راوپارول، دا بیان داسي تعبیر شو، چې ګواکې امریکا د پاکستان اټومي وسلو ته لاسرسې موندلي دی.[5]
د اټومي وسلو خونډي کولو لوړه بیه 
دا سمه مالومه نه ده، چې پاکستان په ریښتیا سره د خپلو اټومي وسلو کنټرول په بشپړه توګه امریکایانو ته ورپریښۍ دی. په هر صورت خو د پاکستان اټومي وسلو ته د امریکایانو لاسرسۍ ظاهراُ ډیر پراخ دی. هغه څه چې د پاموړ دي، د امریکایې حکومتونه دې مهمې موضوع ته په خورا ارامښت، پرته له کوم تشویشه تماشا او نظر کوي. که څه هم دا پوښتنه د 2001 کال ترپایه پورې واشنګټن لپاره خورا لوړ لومړیتوب درلود. خو په اوس وخت کې د پاکستاني حکومتي چارواکو د اټومي چاودنو او ازمایښتونو له هڅو سره سره په دې اړه ډېر لږ بحثونه کیږي. 
د  2004 کال د جنورۍ په میاشت کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ولسمشر بوش دا پوښتنه رد کړه. چې ایا د پاکستان اټومي وسلې امنیت خونډي دی، ولسمشر بوش یوازې د (هو) په ویلو سره موضوع بدله کړه. همدارنګه له دې ورسته د هند حکومتي چارواکو هم د پاکستان د اټومي کړکیچ د ثبات په اړه خپله خوشبیني هم څرګنده کړي ده. 
واشنګټن په ښکاره توګه خپل هدف د ګواښونو، د ځینو مرستو او ملاحظاتو له لېارې ترلاسه کړي دی. په هر صورت بیه یې لوړه پرې کړی ده. پاکستان له امریکا څخه درې میلیارده ډالر اقتصادي مرستې ترلاسه کوي.
په 2004 کال کې د جولاې په میاشت کې امریکې کنګرس 700 میلیونه ډالر تصویب کړل. په دې ورستیو کلونو کې پاکستان له یوه ممنوع شوي او منظوي شوي دولت څخه د امریکا یو متحد دولت په توګه په سیمه کې راپورته شوي دی. له دې امله امریکایان د پاکستان ډیکتاتوري ظالم رژیم طبیعت او په سیمه کې ترهګرېزو کړنو ته پام نه کوي او د بحث وړ ورته نه ښکاري. واشنګټن د مالي مرستو سربیره سیاسي ژمنې هم ورسره کړي دي. د متحده ایالاتو څخه یې ډاډ ترلاسه کړي، چې د خپل اټومي پیاوړي ګاونډي او اصلي دښمن هند هڅه ونه کړي، څو د پاکستان د اټومي ځواک کمزورتیا څخه ګټه پورته کړي. 
په نهایت کې د پاکستان په اټومي وسلو سیکتور کې د امریکا مداخلت او ښکیلتیا د نړیوالو قوانیونو له مخې مشکوکه ده او د نافذه قوانینو خلاف ده او دا اړیکې د اټومي وسلو د نه خپریدولو تړون (NVV) په رڼا کې د پوښتنې وړه دي. 
په هرصورت امریکا دا لوړه بیه په یوه خورا حساسه او بې ثباته سیمه کې د خپلې ملي ګټي لپاره د یوه بې ثباته او سقوط ته ورروان ظالم پاکستاني رژیم د اټومي وسلو پوټنسیل خوندي کولو لپاره بېهوده هڅې ترسره کوي. 
پاکستان مېزایل او توغندي لري، خو سړي نه لري، د مېزایلو نومونه یې زموږ د ویاړلي تاریخ د سړیو پرې ایښي دي. 
پای

 
[1] Vgl. Der Spiegel, Nr, 5/2004, S. 104
[2] Vgl. Terrorists courted nuclear Scientists, in USA Today, 11.12.2003
[3] Vgl. David Albright, Securing Pakistan´s Nuclear Weapons Complex, Institute for Science and International Security, Washington, DC, 2001.
[4] Vgl. Ramindar singh, Covering September 11 and its Consequences, Joan Shorenstein Center
[5] Vgl. Are Pakistans Nuclear Weapons Now Under US Control?, in: The Hindustan Times, 30.09.2002