ټول افغان څیړنیزې مقالې
انکشاف یوه نه ختمیدونکې پروسه ده
سریزه په دې لیکنه کې د پراختیا یا انکشاف په هکله یو لند بحث کول غواړم. پرمختګ، پراختیا (انکشاف) ډول ډول اړخونه لري، خو زه یې په دې لیکنه کې یوازې په دوو اړخونو چې، د انکشاف لپاره د سازمانونو وده او د رغنده بحث او نظریاتو شریکول دي تمرکز کوم. په دې لیکنه کې موږ دې ته ګوته نیسو چې څنګه، یو سازمان، شورا او ټولنه پوخوالي ته رسیږي، تلپاتې کیدای شي او څنګه ښه خدمتونه وړاندې کولای شي. همدارنګه، څنګه زموږ بحثونه رغنده او جوړونکي کیدای شي تر څو ورڅخه زده کړه وکړ