د افغانستان بحران ظاهراً په یوې پيچلې نړیواله ستونزې باندې مبدل شوئ ده او داسې یو پړاو ته رسیدلې چې نور نو د پخواني او اوسني سیاست دوام به د دغه هیواد ارضی تمامیت او بقا ته لوئ ګواښ پیښ کړي. که د افغانستان بحران، لا ناوړتیا او لا پيچلتیا خوا ته حرکت وکړي نو نه یواځې دغه وضعیت به د افغانانو لپاره د زغملو وړ نه وي بلکې سیمه او نړئ کې به داسې تحولات وزیږوي چې قطعاً د نړئ سولې او ثبات باندې به منفی تاثیرات ولري. لکه څنګه چې شوروي اتحاد خپل نړیوال حثیت او اعتبار د غلطو سیاستونو په نتیجه کې له لاسه ورکړ او تجزیي سره مخامخ شو همدغسې به امریکا هم خپل نړیواله هژموني که خپلې سیاسی تیروتنې لاهم تکرار کړي، له لاسه به یې ورکړي. نو ځکه موږ تاکید کوو چې د افغانستان د بحران حل اوس امریکې لپاره یوه حیثیتی او هژمونیکه موضوع باندې تبدیله شوې ده او افغان حکومت باید د دغه موضوع څخه پوره ګټه پورته کړي.
د افغانستان د بحران دقیق او جامع څیړنې دا څرګنده کوي چې افغانستان نه يواځې داخلی ژورې ستونزو سره لاس په ګریوان دئ بلکې د سیمه ایز او نړیوال غلطو سیاستونو ښکار هم دئ. د افغانستان کړکیچ اصلی اړخ سیمه ایز او نړیوال خودغرضه، غلط او ناکامه سیاستونه دي نه د افغانانو داخلي اختلافات او سیاسی اشتباهات. هو د افغانانو نادرست سیاستونو هم په افغانستان کې د بحران رامنځته کیدلو کې لویه برخه لري.د بیلګې په توګه د سردار داود خان لویه اشتباه داوه چې خپل سیاسي حریفان یې نشوه زغملئ او په دیکتاتورئ یې پیل وکړو او د سیاسی سیالانو د حذف سیاست یې غوره کړ. دا موضوع باعث د دې شوه چې خلق ډموکراټیک ګوند د سردار داود خان په حکومت مجبوراً کودتا (د دوئ په آند انقلاب) يې وکړه او په نتیجه کې یې شوري اتحاد ته د افغانستان داخلی سیاست کې د لاسوهنې پلمه جوره شوه. که څه هم په افغانستان کې کودتا یا د حکومتونو بدلیدل د افغانانو ملی موضوع وه او نباید شوروی اتحاد په افغانستان باندې تجاوز کړئ وو بیاهم شوروی اتحاد چې په افغانستان کې سیاسی پانګونه کړې وه دغه فرصت یې مناسب وګنلو او په افغانستان یې حمله وکړه. پدې اساس په سیاست کې د افغانانو ناکامي او د لویو قدرتونو خودغرضه سیاست باعث شوئ چې افغانستان ژور او پيچلي کړکیچ باندې اخته شي.
د افغانستان معاصر بحران د شوروی اتحاد تجاوز سره پيل شو چې تراوسه هم دوام لري. دا بحران د افغانانو، د سیمې او د نړئ ناکام سیاستونو پایله ده. ګاونډي هیوادونه لکه پاکستان او ایران هم د افغانستان اوسني بحران کې په مساوي توګه مسوول دي. مثلاً کله چې شوروي اتحاد په افغانستان باندې تجاوز کول غوښتل د افغانستان جمهور رییس حفیظ الله امین څو څو ځله د پاکستان حکومتی مشرانو سره خبرې وکړي او د پاکستان حکومت څخه یې وغوښتل چې که شوروي اتحاد په افغانستان باندې حمله وکړي نو پاکستان باید په عنوان د یو ګاونډي او مسلمان هیواد ، د افغانستان څخه دفاع وکړي. اما پاکستان چې مخکې له مخکې امریکې سره تفاهم ته رسیدلئ وو د دغه کار نه یې ډډه وکړه. په همدغه څېر ایران په افغانستان کې همیشه د تفرقې سیاست ته لمن وښلې ده او تل یې کوښښ کړئ چې افغانستان تضعیف شي ، بی ثباته پاتې شي او حتی تجزیه خواته لاړشي. د سیمې نور هیوادونه لکه هندوستان د افغانستان څخه تاریخي درد لري او هیڅکله به هم تیرشوئ تاریخ هیر نکړي که څه هم اوس د افغانستان دوست بریښی. چین ځانته جیو سیاسی او جیو اقتصادی اجنډا لري او عموماً د امریکې او پاکستان په لور یې بی باکه سقوط کړئ. پاتې منځنئ آسیا شوه چې اکثراً د شوروی اتحاد نفوذ لاندې ژوند تیروي او هیڅکله هم د مستقل هیوادونو په توګه ونتوانیدل چې خپلواکه پریکړي وکړي.
د طالبانو رژیم د سقوط څخه وروسته کله چې امریکا په افغانستان کې مستقره شوه داسې ښکاریده چې امریکا هم لکه شوروی اتحاد د یو غلط اقدام ښکار شوئ دئ اما بیا ځینو داسې هم باور درلوده چې امریکا به د شوروی اتحاد څخه درس اخیستلاي وي او هغه اشتباهات چې د شوروی اتحاد مشران په افغانستان کې مرتکب شوي وو، امریکا به د هغو اشتباهاتو څخه په افغانستان کې ډډه وکړي. ځیني سیاسي مبصرین داسې آند هم لرې چې امریکا به افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت راولي او افغانستان ته به یو ښه ډموکراټیکه حکومت وسپاری. اما څه د پاسه ۱۵ کاله تیر شول نه سوله او ثبات، نه اقتصادي خودکفایی او نه هم ښه حکومتوالي منځته راغله بلکې ورځ تر بلې مخالفین قدرتمند شول او دغه جګړې بدبختانه دوام ومومندله. دغه جګړه چې مشروع هم نه ده، قربانیان یې اکثراً افغانان دي. که د ملی اردو ملی یا پولیسو سرتیری مړي یا که طالبان؛ ټول افغانان مړي او دا یو بیداره ملت لپاره د زغملو وړ نه ده.
په داسې حال کې چې اوس طالبان او نور مخالفین لکه داعش عملاً د افغانستان حکومت تهدیدوي، د امریکې سیاست کې هیڅ ملموسه بدلون نه ده منځته راغلئ. ځیني داسې فکر کوي چې اوسنئ حکومت د مخکني حکومت ضعیفه تداوم دئ او په داسې یو دولت لرلو سره امریکا او ناټو به په افغانستان کې سخت شکست سره مخامخ شي. د افغانستان بې ثباته ساتلو سیاست به هم امریکې او هم افغانستان لپاره په اوږد مهال کې لویه فاجعه منځته راوړي. له هغه ځایه چې د افغانستان بحران د حل سیاسی معادله ورځ تر بلې لویه او پیچلې کیږي نو د نظامي لارې نه یې حل ډیر ستونزمن ښکاري. دا ځکه چې څومره د افغانستان سیاسی معادلې کې اړخونه او قدرتونه ډیر شي؛ دا به د افغانستان بحران حل لاره پیدا کول نور هم ستونزمن او حتی ناشونې کړي.
د امریکې او روسیې او نورو قدرتونو ښکر په ښکر کیدل په سورې، عراق او نورو هیوادونو کې د جهان امنیت عملاً تهدیدوي او د امریکې هژموني ظاهراً د سقوط طرف ته نیږدي کوي. که امریکا ښه او معقوله سیاست ونه لوبلوي زه فکر کوم چې امریکا به قطعاً خپل نړیوال اعتبار له لاسه ورکړي. ځکه چې امریکې اکثراً په هرځائ کې چې متاسفانه پښه ایښې، هغه هیواد یې د بحران او جنګ سره مخامخ کړئ. زما په آند په افغانستان کې د امریکې بریالیتوب د امریکې لپاره د هرڅه نه لومړیتوب لري. که امریکا دلته بریالئ شوه خپله هژموني به حفظ کړي که نه نو هرڅه به له لاسه ورکړي.
لاره د حل څه ده؟
دا یوه نیمه لسیزه جګړې حد اقل دا یې نړیوالو ته جوته کړېده چې د افغانستان د بحران حل د نظامی جګړې له لارې ناشونې ده. نو په دغه اساس د نورو عساکرو رالیږل به هم نه یواځې چې بحران حل نکړي بلکې دغه جګړه به نوره هم پراخه کړي.امریکا باید خپل سیاسي اشتباهات ومني او خپل سیاستونو کې ژور تجدید نظر وکړي. امریکا باید نور په اقلیتونو او کوچنیو ډلو باندې پانګونه ونکړي بلکې اکثریت باندې پانګونه او اتکا وکړي. دا ناشونې ده چې د یو شکست خوړلي هیواد مشري او مدیریت دې اقلیتونو ته ورکړل شي او بیا د ثبات ، امنیت او سعادت تمه دې وشي. امریکا باید د افغانستان اکثریت ومني او خپله ستراتیژئ کې۳۶۰ درجه تغییر رالوي. د بن او د ملی یووالی حکومت اشتباه نباید بیا تکرار شي ځکه هم د بن کانفرانس کې او هم د ملي یووالی حکومت تشکیل کې امریکایانو په په شمالي اتحاد اتکا وکړه چې قطعاً د امریکې یوه لویه اشتباه وه. که دا اصلاح منځته رانغله هرومرو باید د امریکې نیت باندې شک وکړل شي او هم د افغانستان د سولې آرمان به یواځې یو آیډیال آرمان پاتې شي.
د سپینې ماڼئ سپین ګیري باید دغه نقطې ته رسیدلې وي چې د افغانستان بربادي او ناکامي د دوي نړیواله هژموني هم ځان سره لاهو کوي. پدې اساس امریکا باید د سولې پروسې ته لومړیتوب ورکړي او د سولې راوستلو لپاره د هیڅ ډول لګښت څخه ډډه ونکړي. د حل لارې لپاره اولاً باید کوښښ وشي داخلي اجماع منځته راشي. په دغه ملي اجماع کې ټول سیاسي اړخونه او جریانات او د افغانستان د خلکو رایه باید په نظر کې ونیول شي. هیڅ سیاسی اړخ او جریان د پامه پاتې نه شی او د حذف سیاست ته باید د پاي ټکئ کیښودل شي. د سولې مذاکرات باید بین الافغانی شي اما د امریکایان او ګاونډي هیوادونو څخه هم د سولې پروسې کې ګټه پورته شي. بیا باید سیمه ایز اجماع لاسته راوړل شي. که بشپړ سیمه ایز اجماع خیالي تصور ګنل کیږي، باید نسبي اجماع په لټه کې شو. زه فکر کوم که امریکا په رښتیا د صدق نیت سره وغواړي نسبي سیمه ایزه اجماع به هم منځته راشي. امریکا باید خپل ټول عساکر د افغانستان څخه وباسي او فقط یواځې یو مرکز په افغانستان کې وساتي. امریکا باید تعهد وکړي چې امنیتي تړون عملي کړي. داسې نه کیږي چې هم به موږ امریکا سره ټړون کړئ وي او بیا به هم د جګړې په وخت کې امریکا سکوت اختیار کړي یا بیطرفه پاتې شي. امریکا باید تعهد وکړي چې عملاً افغان ځواکونه تجهیز کړي نه داسې چې تر اوسه روان دي. موږ نباید د ځواکونو په مقدار تمرکز وکړو بلکه د ځواکونو کیفیت ته باید لومړیتوب ورکړو. زموږ هیواد لپاره محدوده اما ډیر پياوړي ځواکونه ته اړتیا لیدل کیږي.
سوله باید په هرصورت کې وشي. د سولې لپاره باید افغان ملت د هرې قربانئ څخه تیر شي. که دغه مصنوعي ډموکراسی له لاسه ځي، لاړه د شي خو سولې د راشي چې نیکمرغي ،آرامی او ثبات راولي. هسې هم دغه صادر شوي ارزښتونه پایداري نلري نو ځکه دا به ښه وي چې افغان اولس په خپله خپل ارزښتونه د تکامل مرحلې سره سم ، تعریف او ورته وده ورکړي. هغه په نوم افغانان چې د اففانستان اتحاد، اتفاق، یووالي او یو موټي کیدو په خلاف دي، باید سخت وټکول شي او د افغانستان ملي ارزښتونو ته باید خورا درناوئ وشي او هیچاته دا حق ورنکړئ شي چې په ملي ارزښتنونو ملنډې وښي. د ملی یووالی حکومت باید یو سره شي او موږ باید د افغانستان یوموټي کیدلو او ژغورلو لپاره یو قوي متمرکزه نظام په لټه کې شو. امریکا باید په افغانستان کې واقعي ولسواکئ ته لومړیتوب ورکړي او د افغانانو سره شوي تعهدات عملی کړي.
د ښه حکومتوالي لپاره امریکا او نړئ باید افغانستان سره د حقیقی مرستې وکړي. د مخدره توکیو او ادارای فساد او اقتصادی او سیاسی مافیایی موضوعاتو کې سپینه ماڼئ د افغان حکومت سره باید دوامداره مرستې او لارښونې وکړي. قانون باید په افغانستان کې اعاده شي او په ټولو افغانانو یوشانتې پلي کړئ شي. مجرمین، غاصبین او جنایتکاران باید د قانون پنجې ته معرفی او پرې قانون تطبیق شي. حکومت باید پر نسبتی مشارکت نه بلکې وړسالاري او ټولنیز عدالت( د سولې مور) باندې استوار شي.
لنډه دا چې د نظامی لارې څخه باید تیر شو او د سولې لارې موندلو باندې ژور غور وکړو. زه متیقن چې نه ایتلافی ځواکونه، نه افغان حکومت او نه هم مخالفین په یواځې او انفرادي توګه به دا توان ولري چې د افغانستان د ټولنې پيچلې لوئ مسایل په صحی توګه باندې حل کړي. له بل اړخه د جګړې تداوم هره ورځ د افغانانو څخه قرباني اخلي چې قطعاً د تحمل وړ نه ده او که همدغه سیاست دوام ولري نو دغه جګړه به نوره هم پراخه شي. همدغه دلیل دئ چې نن باید د حکمتیار صاحب د راتګ هرکلئ وشي او کوشش وشي چې سوله په هر قیمت منځته راشي. طالبان هم سولې ته چمتو دي، یواځې غواړي چې دغه پروسه بین الافغانی وي او دغه ډله د سیاسی حذف سره مخامخ نشي. زه پوره ډاډه یم چې طالبان به هم سولې ته حاضر شي که امریکا، زموږ دولت او سیمه؛ واقعاً د افغانستان جوړنې اراده او تعهد پیدا کړي. خلاصه دا چې د افغانستان بحران نظامی حل لاره نلري او که څوک پر نظامي حل لارې تاکید کوي عملاً ۱۵ کالو ناکامی ته در ځیر شي. موږ د سیمه ایزو، لویو قدرتونو خپل منځي سیالیو قرباني یو. که دغه خبر څوک نه مني یا به ګوډاګئ وي یا هم سیاسی ناپوه. سوله د افغانانو لپاره د خیر او بقا یواځنئ لاره ده نو دا اجنډا باید ملي شي ترڅو موږ خپل هیواد د بحران څخه وژغورو.
د سولې په هیله
امین یار
۳/۵/۲۰۱۷