ټول افغان څیړنیزې مقالې


عاطفی ذکاوت

(Emotional Intelligence/EI) انسان د زمکې پر مخ یو متکامل او بااحساسه ژوندی موجود دی چې د خپل، هوش، ذکاوت او شعور له امله ، له نورو ژویو سره ټوپیر لري. انسان د آګاهانه کار او د ژبې د کارولو د اوصافو په لرلو دژوند ډیرو برخو کې پرمختګونه وکړل. د انسان دماغ یو پیچلی خاصیت او ډیره لویه توانایی لري. د انسان د نورو ځانګړتیاوو ترڅنګ؛ د ده یوه ځانګړنه د احساس اوعواطفو لرل دي. عواطف د پېښو د درک، دپدیدو د پیژند او د چاپیریال د بیلابیلو مسایلو او دریځونو سره د انسان هغه چلند دی چی ده ته له فردی

10.04.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د عبدالروف بېنوا لنډه پېژندنه، رسمي دندې اوآثار

د هېواد نامتو او بریالی دیپلومات، لیکوال او شاعر؛ عبدالرؤف بېنوا د ۱۲۹۲ل. د وږي د میاشتې په لومړۍ نیټه ( =د اګست ۲۳ مه، ۱۹۱۳م.) دهغه مهال د کندهار په پخواني ښار کې مبارکې خرقې ته نږدې د "سید حسن کوڅه" کې په یوه منوره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او ماشومتوب یې همالته تیر کړ. د عبدالرؤف بینوا پلار مفتی عبدالله ۳۳ کاله دکندهار ښار په محکمه کې مفتی و. نیکه یې ملا عبدالحق اخوند هم په کندهار کې یوه مشهوره او پېژندل شوې څیره وه چې په (استاد کُل) باندې مشهور و. عبدالحق اخوند د ۸۵کالو په عمر وفات ا

01.04.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

مولانا جلال الدین بلخي رومي

کله چې زه د کابل د حبيبيې لېسې متعلم وم، نو په دوولسم صنف کې مو د دري معلم ښاغلی يار محمد خان وو. ښاغلي يار محمد خان به په پښتو کله کله ملنډې هم وهلې، چې يوه ورځ يې داسې اپلتې وويشتلې: در پشتو روزمره لغات نو مېسازند. رادیو را ژغډبلی مېګويند، قلم را علمسوټی و رُباب را شرنګسوټی و موټر سايکل را هم ټپ ټپی! با وضعه کردن سوفيکس «تون» چندين لغت ساخته اند، مانند روغتون، پوهنتون، روزنتون، پالنتون و برای کناراب هم لغت غولتون را استفاده میکنند، اما برای تخته پاک لغت ندارند! د ښاغلي يار محمد خان

27.03.2023 ډاکټر لمر

ضعيف شوي يورانيم

د ضعيف شويو يورانيمو څخه د جوړېدونکو وسلو د استعمال خبره نن سبا له دې امله په نړيوالو خبرونو کې ډېره توده ده چې برتانيا غواړي د روسيې – اوکراين په جګړه کې له اوکرايني سرتېرو څخه د ملاتړ په پار اوکراین ته داسې مرمۍ ورکړي چې له ضعيفو شويو يورانيو څخه به جوړې شوې وي تر څو یې اوکرايني ځواکونه د روسانو پر وړاندې په جګړه کې وکاروي. د برتانيا دې پلان په نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه او عکس العملونه راپورته کړي دي. موږ په دې ليکنه کې د ضعيف شويو يورانيمو په اړه معلومات ليکو چې څه ډول ماده ده او کارول یې څ

25.03.2023 محمد سليم سليمان

مفاهمه او پروژه

د پروژو د مدیرانو لپاره لارښود او مشاوره (په کوچنیو پروژو، اداری واحدونو اومحلي سازمانوکې مفاهمه) موږ تقریباً له پنځوسو کلونو رادېخوا داقتصاد پوهنځي کې د پروژو دمدیریت او تحلیل مضمون درلود، وروسته دا مضمون د کرنې دپوهنځی نصاب کی هم شامل شو او بیا بیرته لرې شو. خو محتوا یې دپروژې پېژندنه، سایکل، دپروژې پلان او مدیریت، بودجه، د تحلیل روشونه او محدودیتونه او دې ته ورته مسایل و، خو پروژه کې دمفاهمې بحث مو ندرلود. دا یوه نیمګړتیا وه. علت یې داو چې دغه مضمون اونۍ کې صرف دوه کریدیته و. د عام

28.02.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

څنګه پر مختګ ؟

څنکه پرمختګ؟زه اوس چي. ۲۰۲۲م کال دی ۸۴ کلن یم. شپږ کلن وم چي پلار په ښوونځي کي شامل کړم. خو لږ وخت وروسته په هغه کال کي مي پلار وفات سو او زما روزنه زما مور په غاړه واخیسته. هغې ته تر ما کشر بل زوی او ترما مشره لور هم پاته سول. څرنګه چي موږ په یوه لوی کور کي چي مشر یې زما نیکه و اوسېدلو نو زموږ د میاشتني خرڅ او لګښت پیسې به مي نیکه زما مور ته د هري میاشتي په سر کي ورکولې. په دې ډول زما مور خپل ټول ژوند موږ درو تنو ته وقف کړ او په ډېره مینه او زحمتونو یې لوی کړو او تر څو چي ژوندۍ وه له دې

19.02.2023 Karim Halimi

د پټان فلم د هند تر ټولو لوی سینمایي شهکار او د بالیووډ پاچا بیرته راستنیدل

د کینګ خان پټان فلم ته یوه کتنه:په خټه پښتون شاه رخ خان د خپلو ورستيو فلمونو٬٬ زما نوم خان دی او ځېرو٬٬ له بریا ورسته دا دی بیا د پټان په نامه نوی فلم کې لوبیدلي دی. د بالیووډ بلاک بسټر یا ډیر پلورل شوي فلم ته د څو اوونېو راهېسې د هند په بمبۍ، بنګلور، حیدراباد، کلکته، راجمېدیر او په دوبۍ ښار کې په ډیره لوړه کچه او په ډیرو سترو لګښتونو باندې د بازار موندنې مارکټینګ او کمپاینونه کیږي. د دې فلم ټرېلر په دوبې کې د برج خلیفه په جګه ماڼۍ

22.01.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د افغانستان د بهرنی سوداګری وضعیت

د افغانستان د بهرنۍ سواګرۍ،سوداګریزولارو او اقتصادی حالت لنډه کتنه له بده مرغه د افغانستان تجارت ښه وضعیت کې ندی، موږ نه د مازاد، نه د تعادل بلکې مطلقاً د کسر په حالت کې یاستو. تر دې هم بدتره دا چې له یو نیم کال راهیسې په تجارت کې بانکی انتقالات نشی کیدای. دې وضعیت تجارت او زموږ تجار فقط څو محدودو ساحو کی نقده تبادلی ته مجبور کړي، خو که له افغانستان څخه د پیازو، رومی بانجانو، میوې، سکرو او نورو اجناسو صدور او له هغی خوا د بی کیفیته غذایی او مصرفی موادو واردول وګورو، تقریباً دبارتر شکل

19.01.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

مهاجر او مهاجرت، قوانین او ستونزی

له هیواده وتل او مهاجر کیدل، د دغو ورځو ډیرمعمول شوي اصطلاحات دي. داچې اوسني مهاجر اکثریت جبري، سیاسی او اقتصادی مهاجر دي، نو ورته تبعیدیان هم ویل کیدای شی. لومړی به د دې په اصلی مفهوم باندې پوه شو: مهاجر(Migrant ) هغه څوک دى چې خپل هېواد يې پريښى وي يا له يوه بل هېواد څخه چې هلته يې ډېر کلونه ژوند کړى وي، غواړي موقت یا دایم يو بل هېواد ته ولاړشي. په دیموګرافی او د نفوسو تحلیل( Demography & Population Studies)کې مهاجرت د نفوسو د حرکاتو(مړینواو تولداتو) ترڅنګ یو حرکت دی، چی وګړشمیر

18.01.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

اتومي برېښناکوټونه د هېوادونو د پرمختګ دروازې!

په نړۍ کې روانو سياسي کشمکشونو، مالي بحرانونو او ساري ناروغيو نړیوال اقتصاد ته ډېر زيان اړولی دی. حتی پرمختللي هیوادونه لا نه شي کولی په بشپړ ډول له دې بحران څخه روغ ووځي او وراوښتي تاوانونه جبران کړي. همدارنګه دا وضعیت د بين المللي سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو له امله لا پسې خراب او بدتر شوی دی. د نړۍ د هېوادونو ترمنځ جهاني همکاري او همغږي تر بل هر وخت په ناسم وضعيت کې قرار لري؛ اوږدمهاله اړيکې او شراکتونه تر ډېره محکم نه پاتې کېږي. نو له مشکلاتو څخه د وتلو لپاره اقتصادي کارپوهان وايي چې د وضعی

15.01.2023 محمد سليم سليمان

محترمو واعظانو ته

لکه چي ټول پوهېږو د قرآن شريف سم لوستل د ټولو وظيفه ده ځکه نو موږ باید د تبليغ کولو په وخت کي د آيتونو سم لوستلو ته پاملرنه وکړو.مخکي له دې چي ستيج ته ولاړ سو پوره آمادګي ونيسو، آيتونه او احاديث د ځانه سره تکرار کړو او خپلي خبري ښه سره ترتيب کړو.که مو آيت د یادو څخه وځي ددې پر ځای چي غلط يې ووایو دا ډېره ښه ده چي يواځي په صحي ژباړي یې بسنه وکړو او داسي يې و نه وايو چي د آيت په نظم، اعراب، او ترکیب کي غلطي راڅخه وسي.د آحاديثو په نقل بالمعنی کي د علماو اختلاف دی د قرآن نقل بالمعنی خ

10.01.2023 عبدالله متین

فدرالیزم، دولت او نظام

افغانستان د کورنیو جګړو په بهیر کې وځپل شو، اقتصاد، معارف، اردو، صحت،مخابرات،... لنډه داچې زیربنا او ټولو مادی او معنوی ملی ارزښتونو ته زیان ورسېد. په دې کې حکومتولي، نظام او دولتی چارې هم وشړیدلې. له ۱۳۸۱ل.کال وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د ثبات، امنیت او بیا رغاونې هیله پیدا شوه، خو متاسفانه ستونزې ډیرې وی؛ دبهرنیو مرستو دمثبتو اړخونو ترڅنګ دهغو منفی اړخونو، بی کفایتی، ناامنی او پراخ- تنظیم شوی فساد دا هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. له ۲۰۱۰م.کال ورسته وپتېیل شوه چی امنیتی سکتور او

11.12.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

موډرنیزم او موډرنیزم ته اړتیا

لومړی به موډ او بیا به د مدرن اصطلاحات و پیژنو: موږ هره ورځ یو شمیر مسایل په اعدادو یا د نماینده (اوسطونو) اعدادو په واسطه ښیو. دا هغه اعداد دي چې د ضرورت په وخت، د نورو اعدادو نمایندګی کوي. مثلاً تیرو ورځو کی جلال اباد کې د تودوخې درجه په ترتیب سره د سانتیګراد په حساب داسې وه: یکشنبه ۲۲، دو شنبه ۲۳، سه شنبه ۲۶، ۴شنبه ۲۶، ۵شبنه ۲۸، جمعه ۲۹. که وغواړو یو چاته په لنډ ډول د هوا وضعیت وښیو نو وایو ؛ دې ورځو کې جلال اباد کې تودوخه دسانتیګراد د۲۶شاوخواده. دا ۲۶عدد د دغو ټولو نمانیده ګی کوي. که ووای

08.12.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

په اسلامي نړۍ کې د ساینسي علومو عروج او نزول

د یوه عالم د قلم رنګ د شهید له وینې ډېر سپیڅلی دیسریزه:اسلامي نړۍ کې د ساینسي عصري علومو بیا رغونه او راټولیدنه هغمهال پیل شوه، کله چې اروپا د روم امپراتورۍ له ړنګیدونو ورسته په هر ډګر کې له سترو رکوډ سره مخامخ شوه. د اموي خلافت مسلمانو لښکرو نه یوازې په ختیځ کې د منځنۍ اسیا د ترکستان، ایران او افغانستان په لور حرکت وکړ، بلکې په لویديځ کې د مسلمانانو لښکرو د ایبریا ټ

29.10.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د ملي ترمینالوژۍ پېژندنه، ارزښت او ساتنه

لنډیز: د دغې مقالې په منځپانګه کې د ملي ترمینالوژۍ د پېژندنې په اړه له کره سرچېنو څخه د اخیستل شویو تعریفونو، په جغرافیوي اډانه کې د ملي ترمینالوژۍ په محدودیتونو، په ملي ترمینالوژۍ کې د ملي ژبې په ارزښت، د ملي ترمینالوژۍ د نه شتون په ستونزو، د ملي ترمینالوژۍ د رامنځته کېدو په څرنګوالي او دا چې د افغانستان په ملي ترمینالوژۍ کې د ملي ژبې تر څنګ د نورو کومو ژبو نومونې او اصطلاحات شتون لري، هر اړخیز ګړار او بحث شوی دی. پيلیزه: دا چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د ملي تر

26.10.2022 عبدالکبیر "حساس"

ولې سعودي نه غواړي تر دې زيات د امريکا  د امر تابع واوسي؟!

(د سياسي علومو  د دوکتورا د څانګې د وروستي کال محصل) سعودي عربستان کم له کمه دمګړۍ نه غواړي تر دې زيات د امریکا او په ځانګړي ډول د بايډن ادارې ته د چاپلوسي په اراده تر دې لا نور ټيټ او په خاپوړو شي او په خپل وروستي اقدام یې چې د OPIC+ هېوادونو په چوکاټ کې یې ترسره کړ نړيوال بازار ته د تېلو د عرضه کولو اندازه يې په ورځني ډول ۲ میليونه بوشکې راکمه کړه چې دې تصميم په نړيوال بازار او په ځانګړي ډول د امريکا په متحده ايالاتو کې د نفتو د بيو د لا نورو لوړېدلو لامل شول او دا چاره د بايډن په ا

15.10.2022 محمد سليم سليمان

پیام تسلیت و همدردی منصور با جناب عبدالجلیل جمیلی

انا لله و انا الیه راجعون برادر گرامی جناب جمیلی عزیزبا نهایت تاسف از در گذشت خواهر گرامیتان باخبر شدم. این مصیبت بزرگ  را تسلیت عرض نموده و از خداوند متعال برای آن مرحومه رحمت و غفران و برای شما طول عمر مسئلت دارم.در برابر تقدیر حضرت پروردگار چاره‌ای جز تسلیم و رضا نیست.مجددا این ماتم جانگداز را به شما و خانواده محترم تان صمیمانه تسلیت عرض نموده و برای شما صبر و اجر و برای آن عزیز سفرکرده علو درجات طلب می‌کنم. دوستدار شما  شریف منصور 

10.10.2022 شریف منصور

ددنیوی علومو مباح بلل: دوزیر سیب په نظر انتقاد

  هغه بله ورځ می دستانکزی سیب او دارشاد او دعوت وزیر خبری واوریدلی. دستانکزی سیب خبری می لیږ خوښی سوی خو دهغو دپوره وضاحت په انتظار وم چې پیدا می نکړ. بیا چی دوزیر سیب نوبت سو نوبیا می زیاته خوا باندې بده سوه.  داسی ښکاری چی امارت دمولویانو، شیخانو او مفتیانو ډلی جوړ کړی خو اسلامی لید یی بیخی محدود دی. دا په دی وایم چې شاید وزیر سیب یی له نخبه علماوو نه چڼ کړی وی او بیا یی وزارت ورکړی وی. که نه نو باید داسی دلایل ووایی چی ددوی په علم دنیا حیرانه سی.  دامارت خلک دی زما

28.09.2022 طاهر ثابت

په اسلام کي د رهبرانو ارزښت او زموږ مسئوليت:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري کله چي ابراهيم عليه السلام د بيت الله د تعمير څخه فارغ سو ځان ته د شخصي دعا وروسته يې خپلو اولادونو ته لومړی دعا ددې وکړه: چي ای الله په دوی کي ددوی څخه ځانګړی رسول پيدا کړې! رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ.[البقرة129] دا دعا يې ځکه لومړی وکړه چي د انسانانو لپاره تر ټولو مهم شی مصلح او غمخور رهبر دی، د رهبر په شتون کي په انسانانو کي يووالی، عدالت او حريت راځي چي په مټ يې پر ټولنه د ښېرازۍ او ترقۍ دروازې را خلاصيږي. کله چي رسول ا

20.09.2022 عبدالله متین

د مسلمان ورور په وړاندي خيانتونه - توصيه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري 1 - که دي د خپل مسلمان ورور غيبت وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 2 – که دي په سودا او معامله کي خپل مسلمان ورور دوکه کړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 3 – که دي د خپل مسلمان ورور په آّبرو، عزت او نسب کي د عيب پيدا کولو هڅه وکړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 4 – که دي د خپل مسلمان ورور سره حسد وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 5 – که دي پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تور او تهمت ولګوی نو پوه سه چي د هغ

28.08.2022 عبدالله متین

شبکوی وسایل څه ته وایی؟ What are Network Devices

لیکوال انجنیر ذبیح الله ابراهیمي: شبکوی دیوایسونه له هغو وسایلو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقی دیوایسونه یو له بل سره نښلوی چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی.

25.08.2022 انجنیر ذبیح الله ابراهیمي

د علماو دښمنان به تباه کيږي خو موږ بايد سر خلاص کړو:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله پاک وايي: څوک چي زما د يو دوست سره دښمني وکړي نو زه د هغه سره اعلان د جنګ کوم. امام نووي رحمه الله په التبيان کتاب کي فرمايي: د امام ابوحنيفه او امام شافعي رحمهما الله څخه روايت دی چي که علماء د الله پاک دوستان نه وي نو الله لره هيڅ بل دوست نسته. يعني يقينا علماء د الله پاک دوستان دي. پدې وروستيو کي وينو چي د ځينو کړيو لخوا ځيني علماء کرام چي په رأس کي يې شي

22.08.2022 عبدالله متین

جرمي، حقوقي او عدلي ارواپوهنه

 سرېزه:کریمېنال سېکالوجي یا جرمي ارواپوهنه د انسانانو داخلي تجربې، فکرونه، تخیلونه او د هغو خلکو له سلوک او چلند سره سرو کار لري، کوم چې قانون ماتوي. جرمي ارواپوهنه عقاید، افکار، نیتونه، غبرګونونه او ټول هغه څه مطالعه کوي، کوم چې د جنایې کړو وړو سره تړاو لري. جرمي ارواپوهنه د جرم بهیر په څېړلو باندې تمرکز لري‌. جنایي اروپوهنه د جرم په اړه وضاحت ورکول، تشریح کول او پوهیدل دي، جرم څنګه، ولې پېښ شوي او مخنیوي یې څنګه کیداې شي. کریمېنال

15.08.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

قياس شرعي اصل دی او په قرآن او حديث باندي ثابت دی:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري قياس په اصول الفقه کي څلورم اصل بلل سوی دی چي مظهر د شرعي حکم بلل کيږی، ځيني هغه خلګ چي د قرآن او حديث علم ورسره نه وي د قیاس د منلو څخه انکار کوي او هغه د شرعي اصل په حيث نه پېژني ځکه مي وپتيل چي د قرآن او حديث په حواله د قياس په ثبوت کي لاندي مقاله وليکم: د قياس ثبوت د قرآن څخه: 1. فَاعتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبصَار.[ سورة الحشر2] ژباړه: عبرت واخلئ ای خاوندانو د عقل! دلته "اعتبار" چي مصدر د "اعتبروا" دی  علماو په قياس باندي

07.08.2022 عبدالله متین

هغه مقدسه دنده چي نن سوداګريزه سوېده:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري پدې باندي ټوله پوهيږو چي د انسان ژغورل څومره ستر خدمت دی! او څومره الله پاک ته خوښ دی! آن تردې چي الله پاک د يوه انسان ژغورنه د ټولو انسانانو د ژغورلو معادل ګرځولېده او فرمايي: وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.يعني څوک چي يو نفس ژوندی کړي داسي مثال لري لکه ده چي ټوله خلګ ژوندي کړيوي.  مفسرينو ليکلي دي: دلته د نفس ژوندي کول عام دی که په عفوه سره د وژلوڅخه وساتل سي، که په اوبو کي د غرقېدلو څخه وساتل سي، که په اورباندي د سوځېدلو

07.08.2022 عبدالله متین

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more