په اسرائیلو تر ټولو تورونو دروند تور:
د نړیوالې ټولنې تر ټولو لوړه عالي ستره محکمه یا د نړیوال عدالت محکمه کې دا ډول تورونه راپورته کول، چې تقریبآ د انسان ټول د تصور وړ خیالونه لمنځه وړي. د لومړی ځل لپاره اسرائیل د فلسطین په وړاندې د خپلو ناوړو ظالمانه جګړیزو سیاستونو په اړه د نړیوال عدالت محکمې کې د ځواب ویلو لپاره حاضر شو. دا کومه تصادفی پېښه هم نه ده، چې د فلسطین حقوقي قضیه په نړیوال عدالت کې د سویلي افریقا له لورې سر راپورته کړ. تور دا دی، چې اسرائیل د غزې په ټرانګه کې د خپلو شدیدو او بې تناسیبو پوځي عملیاتو او متشددو اقداماتو په ترڅ کې د ٬٬ نسل وژنې په عمل٬٬ لاس پورې کړي او مجرم دی. له دې سره د ملګرو ملتونو د نسل وژنې له کنوانسیون څخه سرغړونه کړي ده. د غزې خونړۍ جګړې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي قاضیان هم انديښمن کړي. ځکه اسرائیل په توکموژنه باندې تورن شوي دی. ښایې د دې تورونو ثبوتول لږ ستونزمن وي، خو په لوړه کچه دغه چاویددونکي حقوقي قضیه د اسرائیلو لپاره یوه خطرناکه قضیه ګڼل کیږي. په ځانګړي توګه اسرائیل په ډنهاګ کې د نړیوال عدالت محکمه کې په نسل وژنې تورن شوي. دا هغه یهودي دولت دی، چې په جرمني کې د نازیانو د هولوکاسټ یا د یهودیانو نسل وژنې په پایله کې تاسیس شو. دا د نړۍ په محاصر تاریخ کې تر ټولو یوه ناوړه زړه بوګنونکي نسل وژنه وه. اوس اسرائیل خپله په نسل وژنې باندې تورن شوی دی. فلسطینیانو میلیونونو یهودیانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړه. اوس هلته یهودیانو د فلسطینیانو نسل وژنې باندې پیل کړي. سویلې افریقا د عدالت په نړیواله محکمه کې اسرائیل په غزه کې د ثبوتونو سره په نسل وژنې تورن کړ. په نړیوال عدالت کې دواړه مدعیان کیداې ښي په یوه ټکي کۍ بریا ترلاسه کړي. اسرائیل باید په ډنهاک کې د نړیوال عدالت محکمې ته د غزې جګړې د برید په اړه ځواب ووايي. د اسرائیلي پوځیانو بریدونو د لاسه د غزې په جګړه کې هیڅوک خوندي او په امن کې نه دي. حتی دوی نوي زیږیدلي شوي ماشومان یې وژلي، د غزې په ټرانګه کې اوس د وژل شویو ماشومانو هدیرې شتون لري. د بیلګې په ډ‌ول د یورو مډیټرانې د بشري حقونو څار ټولنې د شمېرو له مخې د اکتوبر له اوومې نېټه راهیسې په غزه کې شاخوا د غزې څلورمه سلنه نفوس د 90000 څخه ډیر فلسطینیان د اسرائیلو په بریدونو کې وژلي شوي، ټپیان شوي او یا تری تم شوي دي، چې ډیرۍ په کې ښځې او ماشومان دي. داسي انګیرل کیږي، چې دا شمېرې د پاموړ لوړې دي، ځکه ډیرۍ خلک لا د ویجاړو شویو ودانیو او تر خاورو لاندې ښخ پاتي شوي یا ورک دي. په غزه کې هیڅ چیرې یو خوندي ځای نشته، هر ځای او هر خوځیدونکی شی په بېرحمۍ سره ویشتل کیږي. اسرائیلي پوځیانو د غزې ټرانګه یا سر خلاصی زندان یې له خاورو سره خاروې کړي. د نړیوال عدالت څارنوالان اسرائیل تورنوي، چې د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون له بېلابېلو مادو څخه سرغړونه کړي ده. اوس اسرائیل مجبور دی، په نړیواله محکمه کې دې کلکو تورونو ته ځواب ومومي. 
که څه هم د دغې حقوقي قضیه اوریدنه یا بیانول په نړیواله محکمه څه باندې شپږو ساعتونو پورې دوام وکړ، خو د سویلي افریقا له خوا د اسرائیلو پر وړاندې د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې قضیه د لسیزو اوږد کلونو راهیسې ژورې تاریخۍ ریښې لري. دا قضیه په لومړی سر کې پر غزې د اسرائیلو د برید په اړه ده، خو په ریښتیاینې مانا سره په منځ زړې کې د یوې لوې ژورې مسئلې سره تړاو لري. د څو اوونیو راهیسې د اروپا په ښارونو او سړکونو کې په غزا کې د خونړیو پېښو اړوند قهریدلي او په سخته غوسه کې د لاریونوالو لاریونونو څپې روانې تیرېږي. خو بیا هم دغه قهریدلي غوسناکو احتجاجونه د اروپایې حکومتونو لخوا کوم چې ځانونه د بشري حقونو مدعیان بولي قصډآً له پامه غورځول کیږي، خلک تېرنه منع کیږي، تحقیر، توهین کیږي او ان تعقیب کیږي. 
د عدالت نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو یوه تر ټولو ستره عالي محکمه ده. د نړیوال عدالت محکمه باید د جرمونو نړیوالي محکمې سره چې هغه هم د هالینډ په ډنهاګ ښار کې موقعیت لري‌، توپیر لري. د جرمونو نړیواله محکمه د 2005 کال راهیسې د انفرادي تورونو او جرمونو سره معامله کوي یا سرو کار لري. په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو د نړیوال عدالت محکمه د 1945 کال راهیسې د دولتونو ترمنځ د خپل منځي شخړو او کړکیچونو په اړه پرېکړې کوي. د نړیوال عدالت محکمې ته هم اسرائیل او هم سویلي افریقا اجازه لري، څو د محکمې 15 دایمي قاضیانو سربیره هر هیواد یو خپل قاضي ورواستوي. د سویلي افریقا استازیتوب 76 کلن قاضي ډیکګنګ ارنسټ موسینیک لخوا کیږي. نوموړي د خپل هیواد د سترې محکمې پخواني قاضي دی. د سویلي افریقا حقوقي پلاوي مشري د عدلیې وزېر ښاغلی رونالډ لامولا کوي. اسرائیل خپل قاضي د سترې محکمې پخوانی 87 کلن قاضي هارون بارک ورلیږلي دی، نوموړی په جرمني کې د هولوکاسټ څخه ژوندی پاتی شوي دی. 
د سویلي افریقا د نړیوالو حقوقو نوموتي تکړه مدافع وکیلانو دا قضیه داسي وړاندې کړي، د جرم عمل اثباتیه مدارک او د جرمي عمل دلیلونو په بنسټ پر اسرائیل شدید تورونه پورې کړي دي، چې اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنه ترسره کړي. همداراز سویلي افریقا د عدالت نړیوالي محکمې څخه غوښتنه کوي، چې اسرائیل ته په غزه کې د سمدلاسه پوځي عملیاتو ودرولو امر صادر کړي. سویلي افریقا د نړیوال عدالت محکمې ته دغه قضیه وړاندې کړي او په اسرائیلو یې تور پورې کړي، چې غزه کې قصډاً توکمېزه ډلوژنې ترسره کوي. د سویلي افریقا د عدلیې وزیر رونالډ لامولا وویل، چې په یوه هیواد باندې هر ډول سخت برید د نسل وژنې له کنوانسیون د سرغړونې لپاره هیچ ډول توجیه نه شي ګرځیدلي.
پوښتنه دا ده، چې ولې د جنوبي افریقا دولت د غزې په جګړه کې د اسرائیلي دولت په وړاندې دومره سرسخت مخالف ښکاره کړی دی. ولې سویلی افریقا د اسرائیلي دولت څخه دومره ډ‌یر نفرت لري. د عدالت نړیوالې محکمې ته د نسل وژنې دا شکایتلیک د لسیزو پخوانیو پیښو سره تړاو لري، چې دا خونړۍ پیښې لا تر اوسه هم نه دي بښلي شوي. 
په 1948 کال د مې په میاشت کې کله چې اسرائیل دولت وزیږېدو، د جنوبي افریقا هیواد یو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه و، چې نوی یهودي دولت یې په رسمیت وپیژند. خو اوس له نږدې 76 کلونو ورسته د جنوبي افریقا او د اسرائیلو ترمنځ اړیکې تر ټولو وختونو ورستۍ حد ته ټیټي شوي یا رسیدلي دي. سویلي افریقا له اسرائیلو خپل ډیپلوماټان ایستلي دي. د نوامبر په میاشت کې د سویلي افریقا پارلمان رائیه ورکړه، چې په پریتوریا کې د اسرائیلو سفارت باید وتړل شي، تر څو چې اسرائیل په غزه کې جګړه پای ته نه وي رسولي. 
د یهودي دولت جګړې د سیمې په هیوادونو او د خلکو په فکرونو کې د بدلون لامل ګرځیدلې. دا ټول په 1967 کال کې د شپږ ورځینۍ جګړې سره پیل شول، کله چې اسرائیل د غزې ټرانګه، لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس تر خپل کنټرول لاندې راوستل. په 1973 کال کې د یومکیپور جنګ هم د دې لامل شو، چې اسرائیل د یو اشغالګر ځواک په توګه وګڼل شي. دا د افریقایې هیوادونو لپاره کوم چې دوی د اوږدې مودې استعماري ماضي یا د اپارټاید تاریخ لري یو ډیر دردونکی عمل او ټکی دی. له همدې امله ډیرو افریقایې هیوادونو د اسرائیلو سره خپلې ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي دي. 
وسمهال د هالینډ په ډنهاک کې د اسرائیلو په وړاندې په غزه کې د فلسطېنیانو د نسل وژنې قضیې محاکمه کې د سختو تورونو اوریدل پیل شوي دي. د سویلي افریقا جمهوریت د تیرې پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په وړاندې د نسل وژڼې د قضیې د اوریدنې په پیل کې د عدالت نړیوالې محکمې ته د خپلو تورونو په اړه خپل ثبوتونه او دلایل وړاندې کړل. په دغه 84 مخیزه سند کې راغلي چې د اسرائیلو موخه دا ده، د2023  کال د اکتوبر په اوومه نېټه د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو اقدامات د غزې په ټرانګه کې قصدآً د فلسطیني ملي، نژادي او توکمیزه وژنې د پاموړ دي او موخه یې د فلسطیني وګړو په یو مخېزه توګه له منځه وړل دي. 
د سویلي افریقا تورونه په یوه بشپړ جامع مستند حقوقي کره بیان کې وړاندې شوي. دا حقوقي دعوا یا قضیه په غزه کې د اسرائیلو وحشي جګړیزې کړنې په اړه په دقیقه توګه او په غور سره توضیحات وړاندې کړي. دغه مقدمه د ډېرو په زړه پورې مستندو دلیلو او دریځونو سره په دریو برخو کې د یو مفصل راپور په څیر وړاندې شوي. 
په حقیقت کې دا د اسرائیلي سیاسي مشرانو ټکان ورکونکي او له شرمه ډکې څرګندونې، چې په ډير دقت سره د قضې په راپور کې مستندې وړاندې شوي دي. د اسرائیلي مشرانو کټ مټ د نازي جرمني مشرانو خبرې او چلند د فلسطینیانو په وړاندې کارولي دي. په لنده توګه دغه حقوقي قضیه روښانوي، چې هغه څه چې اسرائیلیانو د اکتوبر له اوومۍ نیټې راهیسې په غزه کې ترسره کړي دي، د هغه څخه یوه خورا وړه نمونوي دردونکي نسخه ترینه را لیکل شوي ده، چې دوی د اکتوبر له اوومۍ نېټې څخه د مخه د فلسطینیانو سره هم ورته چلند کړي دی.
د سویلي افریقا پلاوي کې د سویلي افریقې عدلیې وزېر ښاغلی رونالډ لامولا هم شامل دی. دوی دغه نسل وژنې د یوه ثابت شوي جرم یا انجام شوي عمل په توګه ګوري. د شواهدو په توګه یا د ترسره شوي جرم ثبوت لپاره د اسرائیلي وزیرانو، د اسرائیلو وسله وال پوځ مشرانو او د کنېسټ یا د ولسي جرګې غړو نقل قولونه یا بیانونه د نړیوال عدالت محکمه کې وړاندې کړي دي. په دغه بیانونو کې په وار وار د غزې د ،، له منځ وړلو٬٬ سوځولو٬٬ له خاور سره خاورې کولو غږونه او خبرې وړاندې شوي دي. دوی وایي. چې هلته په غزه کې اصلاً بیګناه خلک شتون نه لري. ورستۍ بیانونه په پارلمان کې د لیکوډ ګوند غړی نسیم واتوري لخوا ویل شوي دي. د دې تورونو راوچتلو مخکې پر نړیوال کچ احتجاجي لاریونونه ترسره شوي. په څو بیانونو کې البته دا متنازع خبره یاده شوي ده، چې ایا دغه اصطلاحات لکه ٬٬ انساني بلاوې یا انساني حیوانات٬٬ یوازې حماس جنګیالی ته کارول شوي یا په عمومي توګه د غزې ټرانګي اوسیدونکو ته اشاره کوي. 
د سویلي افریقا له نظره دا یوازې د غزې په ټرانګه کې د بشري ناورین وضعیت نه دی، چې د اسرائیلي صیهونیستي رژیم د ستراتېجې یوه برخه ده، بلکې په 1948 کال کې د یهودي دولت د تاسیس راهیسې، دا دولت د نسل وژنې په اراده کې عمل کوي، تر څو فلسطیني وګړي د خپل توکمپالنې سیسټم تابع وګرځوي. کله چې دا تورونه په لومړي ځل د پنجشنبې په ګهیځ نړیواله محکمه کې بیان شول او واوریدل شول، د اوریدنې له پیل څخه لږ شیبه ورسته د محکمې مخې ته د فلسطېن پلوه لاریونوالو له لوري په لوړ غږ او له احساساتي ډکو جزبوسره یو حیرانونکي غبرګون وښودل شو. په ټولېزه توګه شاخوا 1500 تنو د فلسطین بیرغونو سره د محکمې مخې ته راټول شوي وو. په یوه بینر کې د نیلسن منډیلا انځور سره لیکلي شوي و،٬ موږ ټول ښه پوهېږو، چې زموږ خپلواکي د فلسطین له ازادۍ پرته نیګړي ده٬٬.
دا حقیقت چې ولې د اسرائیلو د نسل وژنې تورونو قضیه یوازې او یوازې له سویلي افریقا څخه راپورته کړي، د نورو شیانو په منځ کې د نژادي‌ تبعیض ضد او د فلسطیني ازادۍ غوښتونکي غورځنګونو سره د اړیکي درلودلو پورې هم اړه لري. د غزې جګړې پر ضد د لاریونونو روانې څپې دا هم ثابته کړه، چې تیره پنجشنبه په ډنهاګ کې یوه ځانګړې ورځ وه. د هالینډ ډنهاګ ښار د نړیوالو قوانینو پلازمینې يادیږي، په دې ښار کې د اروپا پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم د پاکستاني ظالمو رژیمونو په وړاندې د پښتنو نسل وژنې په وړاندې په لوڅو پښو لانګ مارچ او لاریونونه ترسره کړي دي. د پنجشنبې په ورځ د لمر ختو سره سم خلکو د فلسطیني بیرغونو سره د محکمې په لور لاریون پیل کړل او شعارونه ورکول، چې٬٬ له سینده تر سمندره پورې فلسطین به ازادیږي٬٬Form the river to  the sea; Palestine will be fee دا شعار کټ مټ د پې ټې اېم شعار سره ورته والي لري، له امو تر اباسینه یوه خاوره یوه وینه. د فلسطینانو په وړاندې د اسرائیلي فاشیستي رژیم سیاستونه کټ مټ لکه د پښتنو اسرائیل پاکستان یا د پنجابي فاشیستي رژیمونو د پښتنو بلوڅو نسل وژنې چلند سره په ډیرو برخو کې ورتوالي لري، چې دغه موضوع دلته په لیکنه کې نه څیړل کیږي. 
 
سویلي افریقا په اسرائیلو باندې کوم تورونه لګولي دي.؟
په دغه 84 مخیزه مقدمه کې جنوبي افریقا د غزې په ټرانګه کې د فلسطینیانو په وړاندې د اسرائیلي پوځي بریدونه او له تاوتریخوالی ډک جرمونه د نسل وژنې په نیت او کرکټر کې توصیف شوي دی. اسرائیل فلسطینیان قصدآ وژنې، ٬٬ دوی ته یې سخت ذهني او فزیکی زیانونه رسولي دي او اسرائیل د ژوند داسي شرایط ورته رامنځته کوي، چې موخه یې د فلسطینیانو فزیکي ویجاړول دي٬٬. اسرائیلي هوایې بمبارۍ، جبري تېښتونې، په روغتونونو، کلینیکونو، زیږنتونونو بریدونه او ټوله سیمه کلابندول، څو د خوراک او ځښاک اوبو د کمښت لامل شي. د اسرائیلو دفاع وزېر ویلي، پر فلسطینیانو اوبه، بريښنا، خوراکي توکي، تیل هر څه پرې بند شوي دي. موږ د انساني حیواناتو سره مخامخ یو، دې ته ورته چلند ورسره کوو. 
د چارواکو په وینا، غزه چې د اسلامي حماس تر کنټرول لاندې ده، په کې د قربانیانو شمېر اوس له 23 000 څخه اوښتی دی او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي. همدارنګه د اسرائیلو د وزیرانو څرګندونې هم د نسل وژنې کرکټر یا ارادې د ثبوتولو په توګه په کې بیان راغلي دي. د اسرائیلو دفاع وزیر جوف ګالیټ ،، د انساني څارویو٬٬ په اړه خبرې کړي دي او اعلان کړي،٫٫ موږ به هر څه له منځه یوسو٬٬ موږ به هر څه له منځه یوسو، که دا یوه ورځ ونیسي، که دا یوه اوونۍ وخت ونیسي. که دا اوونۍ یا حتی میاشتې میاشتې وخت ونیسي، موږ به ټولو ځایونو ته ورځو او ځانونه به ورورسو٬٬. د اسرائیلو دفاع وزیر جوف ګالیټ وینا ده. 
 
د محکمې دایریدو قانوني بنسټ په څه شي باندې ولاړ دی .؟
د دې حقوقي قضیې اساس د 1948 کال د نسل وژنې په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون دی، چې په 1951 کال کې نافذ شوي دی. د نړیوال قانون په دویم ارټېکال کې دغه جرمي عمل داسي بیان شوي، کله چې عمداً او قصداً د یوې توکمیزې ډلې ازارول، تعقیبول، کوم چې د مذهب، ژبې او دودونو له مخې له نورو سره توپير ولري. ترسره شي. دا کنوانسیون د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د نازي جرمني لخوا د هولوکاسټ پېښې ته مستقیماً ځواب وایې. د قربانیانو شمېر د محکمې په ارزونه کې هیڅ رول نه لوبوي. مهمه دا ده، چې ایا د جرم مرتکبین د خلکو یوه ځانګړي ډله په بشپړ ټوګه یا په یوه برخه کې له منځه وړي وي یا یوسي. 
دلته دا پوښتنه راولایږي، چې د غزې په جګړه کې د اسرائیلو کړنو د سویلي افریقا حقونه تر کوم حده تر پښولاندې کړي یا سویلي افریقا ته یې څه تاوان او ضرر رسیدلي دی. سویلی افریقا ویلي، چې د ملګرو ملتونو کنوانسیون تهداتو ته ژمنه ده او عمل پرې کوي، څو په نړۍ کې عدالت پلي شي. دا په دې مانا ده، چې د نسل وژنې کنوانسیون څخه سرغړونه نه یوازې اغېزمن شوي، بلکې د نړیوالې ټولنې ټولو غړو ته زیان رسوي، چې دا خبره سویلي افریقا پورې هم اړه لري. د سویلي افریقا دغه عالي وجداني دریځ د ستاینې وړ دی او یوه سخته څپیړه د لویډیځو هیوادونو د حکومتونو سیاستوالو پر مخ ده، کومو چې دغه کنوانسیون لاسلیک کړی دی. لویدیځ سیاستوال په ډیره سپین سترګي سره په ښکاره توګه پر اوکرايين باندې د روسیې برید غندي، خو د اسرائیلو غیر متناسب یرغلېزه برید په وړاندې غلي پاتي دي. 
 
د محاکمې یا قضیې په بنسټ کې څه شي دي.؟ 
سویلي افریقا د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون پلي کولو غوښتنه کوي. دواړو هیوادونو دا کنوانسیون لاسلیک کړي، دوی نه یوازې ژمنه کړي، چې د نسل وژنې څخه به ډډه کوي، بلکې د دې ډول ناوړو کړنو مخنیوي به هم کوي او مجازات کوي. د ملګرو ملتونو کنوانسیون کې نسل وژنه د یو داسي عمل په توګه تعریف شوي، چې٬٬ قصداً د یوې توکمي یا نژادي یا مذهبي ډلې ټوله یا یوه برخه د ویجاړولو په نیت له منځه وړل کیږي٬٬. د دې تعریف او تورونو له مخې اسرائیل په بنسټېز ډول په خپل زړه کې اغېزمن ویشتل شوی دی. دغه یهودي دولت د دویمې نړیوالې جګړې ورسته د جرمني نازیانو لخوا د یهودیانو د نسل وژنې په پایله کې تاسیس شوي دی.

د حقوقي قضیې په اړه د اسرائیلو غبرګون څه شی دی.؟ 
اسرائیل دا تورونه په کلکه ردوي او د اکتوبر د اوومې ورسته پر حماس بریدونه د ځان د دفاع حق یې بللي.٬٬ 

د قضیې په اوریدنه کې څه پیښیدلي شي.؟ 
لومړی سویلي افریقا د تېرې پنجشنبې په ورځ خپل شکایت تشریح او وړاندې کړ. د تیرې جمعې په ورځ اسرائیلو ته د ځوابو ویلو فرصت او وخت ورکړل شو. دا اوریدنه په پیل کې د سویلې افریقا له لوري په یوه بیړني غوښتنلیک باندې تمرکز لري. د نړیوال عدالت محکمې څخه د اسرائیلو د پوځي بریدونو او تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو او د فلسطینیانو د حقونو خوندیتوب غوښتنه یې کړي ده. 
دا په دې مانا چې د ملګرو ملتونو قاضیان مجبور نه دي، چې اوس دا مالومه کړي، چې واقعآ په غزه کې نسل وژنه ترسره شوي ده یا نه، بلکې دا کفایت کوي، چې وویل شي، د ملګرو ملتونو له کنوانسیون څخه سرغړونه شوي ده. 
 
کله د یوې نړیوالي پرېکړې تمه کیدای شي.؟
د نړیوال عدالت قاضیان به په ځو اوونیو کې د بیړني غوښتنلیک په اړه پرېکړه وکړي. هره پرېکړه یې الزمي ده، خو محکمه د پلې کولو واک او اختیار نه لري. پر اسرائیلو به نړیوال فشارونه زیات شي او یوه منفي پرېکړه به دغې ظالم یهودی هیواد حیثیت او شهرت ته سخته صدمه ورسوي. 
 
د نسل وژنې اصلي مقدمې په اړه کله پرېکړه کیږي.؟ 
په نړیوال عدالت کې دا ډول قضیې او قضایی پروسې تجربو ته په کتو سره کیداې شي کلونه کلونه وخت ونیسي. 
ولې د ټولو عربي اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو په سر کې سویلي افریقا نړیوالې محکې ته د شکایت عریضه وړاندې کړه. د 1948 کلونو راهیسې شاخوا 150 هیوادونود نسل وژنې کنوانسیون لاسلیک کړي دی. د نسل وژنې کنوانسیون هر لاسلیک کونکي دولت کولي شي، دا ډول قضیه په نړیواله محکمه کې ثبت کړي. یوه خبره باید جوته ولیکل شي، چې سویلي افریقا په نړۍ کې واًقعآ یوازېنې هیواد دی، چې د فلسطینیانو د حقونو څخه پر نړیوال کچ په کلکه ملاتړ کړي، په یوه منطقي او حقوقي بڼه کې ترینه دفاع کوي. دغه هیواد وجدانآ د خپل توکمپالنې اپارټاید تیر تاریخ د بیلګې په توګه د سپین پوستو لږکیو حکومت لخوا د توکمپالو ظلمونه، د فلسطینیانو سره د اسرائیلیانو د ظلمه ډک چلندونه پرتله کوي. اسرائیل هم په خپله د یوې اوږدې مودې لپاره د سویلي افریقا پخواني توکمپال رسیستي اپارټاید رژیم څخه ملاتړ کړي دی. د جنوبي افریقا د واکمن ګونډ (ANC) د نېلسن منډلا د ګوند استازی هم دا خبره یو ځل بیا په ګوته کړي ده. 
د سویلي افریقا حکومت دغه حقوقي قضیه نه یوازې د عدالت نړیوالې محکمې ته، بلکې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) ته هم وړاندې کړي، چې په غزه کې د اسرائیلو احتمالي جنګي جرمونه وڅیړي او د اسرائیلو لومړي وزېر بنیامین نتنیاهو په وړاندې د نسل وژنې یو مجرم په توګه د نیولو امر یې صادر کړي. سویلي افریقا ادعا کړي، چې د اسرائیلي وسله والو ځواکونو کړنې٬٬ په خپل ډول کې د نسل وژنې یا جینوساید کرکټر لري٬٬ سويلي افریقا په خپله د حقوقي دعوا کې د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون ته اشاره کوي، ځکه دواړو دولتونو سویلی افریقا او اسرائیل دا نړیوال کنوانسیونه لاسلیک کړي دي. 
 
ولې د سویلي افریقا حکومت نفرت د اسراییلو په وړاندې دومره ژور دی.؟
اسراییل باید د عدالت نړیوالې محکمې ته په غزه کې د نسل وژنې د تورونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي. د مدعي سویلي افریقا سره د لسیزو راهیسې تاوتریخوالی شتون لري او د فلسطېنیانو سره خورا ژوره خواخوږي شتون لري. دا خوا خوږي د سویلي افریقا اپارټاید وختونو سره تړاو لري. د سویلي افریقا تکړه حقوقپوهانو خپل تورونه داسي وړاندې کړل، چې د حماس له بریدونو ورسته د اسرائیلو غبرګون د نسل وژنې بڼه خپله کړي ده. یوې وکیلي وویل، چې د غزې په ټرانګه کې د اسرائیلو بمبارۍ ٬٬ د فلسطینیانو ژوند له منځه یووړل٬٬ او د سیمي اوسیدونکې د لوږې کندې ته ټیل وهل شوي دي ٬٬. اسرائيل د حماس پر وړاندې د جګړې په ترڅ کې د غزې په ټرانګه کې د ملکي وګړو په سمبالښت کې پاتی راغلي. 
سویلي افریقا د غزې په ټرانګه کې د 23 000 زیاتو مړو لوړه شمېره، د خلکو د یوې لویې برخې اجباري شړل او بیځایه کول، په روغتونونو او زیزنتونونو باندې پوځي بریدونه او ملکي اهداف په نښه کول. همدارنګه د ښې اړخې افراطې حکومت په برخه کې د اسرائیلو د وزیرانو څرګندونې هم په قضیه کې د نسل وژنې ارادې درلودلو د ثبوت په توګه وړاندې شوې. جنوبي افریقا د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیلو د حماس لوی برید غندلی دی. 
په هر صورت دا د نسل وژنې کنوانسیون څخه د سرغړونې لپاره هیڅ ډول توجیې ونه لري. د اسرائیلو پوځ په دې ورستیو کې ویلي وو، چې د غزې په ټرانګه کې د حماس شاخوا اته زره جنګیالي وژلي دي، خو د دې شمېرو او مالوماتو کروالي په خپلواکه توګه نشي تائید کیدلې. د دې اقامې دعوا په کړنلاره کې سويلي افریقا یو بیړنۍ غوښتنلیک هم وړاندې کړي دی، چې په څو اوونیو کې د نننه پرېکړې کیدلي شي. خو د اصلي مسئلې په اړه د نسل وژنې تور ثبوتولو لپاره کلونه کلونه وخت نیسي. 
اسرائیل له یوګوسلاویا، میانمار او روسیې ورسته څلورم هیواد دی، چې د نړیوالې محکمې په وړاندې د نسل وژنې په اړه ځواب ورکوي. د عدالت نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو مرکزي قضایې ارګان دی او هیوادونو ترمنځ د شخړو په اړه پرېکړې کوي او پرېکړې الزامي منل کیږي. په هر صورت د نړیوال عدالت محکمه خپله هیڅ شي په اختیار کې نه لري، تر څو د خپلو حکمونو پرېکړې پلي کړي. ځکه اجرائیوي بڼې یې جبري نه دي‌.
د سویلي افریقا په خپلو تورونو کې د حماس کړنې په کلکه غندلي شوي دي. زیاتوي چې په ورته وخت کې د یو دولت په خاروه کې هیڅ وسله وال برید نشي کولي د اسرائیلي دولت کړنې توجیه کړي. له همدې امله سویلي افریقا په نړیواله محکمه غږ کوي، چې سمدلاسه ٬٬ موقتي اقدامات٬٬ صادر کړي، تر څو اسرائیل زر تر زره خپل جګړېز اقدامات ودروي او د نسل وژنې مخنیوي لپاره په خپل واک کې هر څه چې لري هغه دې وکاروي. اسرائیل د نسل وژنې تورونه رد وي او د خپل ځان د دفاع خپل حق بولي. دا چې د نړیوالې محکمې قاضیان به د اسرائیلو پلوي وکړي، دغې خبرې په اړه په اسرائیلو کې یو درز یا شک لیدل کیږي‌. جیرمي شارون په ټایمز اف اسرائیل اخبار کې خبر دارۍ ورکوي، چې دا پروسه اسانه په اوږه مه اخلئ، یوازې د نسل وژنۍ قبلول او منل د دې بهیر د پیلیدو لپاره کافي دي. 
په سیاسي حلقو کې دا هم ورو ورو روښانه کیږي او ویل کیږي، چې د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو دولت تورنول د حماس لپاره تر ټولو احتمالي بریا ده. لومړی وزېر بنیامین نټنیاهو د تیرې چهارشنبې په ماښام یو ځل بیا يه ټېنګار سره وویل، چې موږ د فلسطینیانو پر ضد اقدام نه کوو، بلکې یوازې د حماس پر ضد عمل کیږي. لومړي وزېر دا هم وویل، چې موږ په بشپړ ډول د نړیوالو قوانینو سره سم چلند کوو. په ډنهاک کې د سویلي افریقې تورونو ممکن بي بي نیټیاهو دې دریځ ویلو ته هڅولي وي. لومړي وزېر په خپله اکسپاڼه کې لیکي، ٬٬ زه غواړم په بشپړ ډول دا روښانه کړم، چې اسرائیل د تل لپاره د غزې اشغالو اراده نه لري ٬٬ .
په نړیواله ډیپلوماتیکه کچه خبرې اترې له پخوا څخه پیل شوي دي. مدعي او تورن د خپلو دریځونو د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو ملاتړ غوښتنه هم کړي ده. د نړیوال عدالت محکمې د63  مادې له مخې د څو اړخیز تړون هر اړخ کولي شي د تړون د تفسیر په اړه په شخړه کې مداخله وکړي. جرمني هم دغه کنوانسیون لاسلیک کړي دی. همداوس نن د جرمني حکومت اعلان وکړ، چې د دریمګړي اړخ په توګه د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو خلاف د نسل وژنې په محاکمه کې ګډون وکړي. جرمني تر اوسه د غزې په پوځي قضیه کې بې پرې پاتې شوي نه دی. په داسي حال کې افریقا کې د جرمني پخوانی کولوني هیواد د نامیبیا حکومت د جرمني فدرالي حکومت په پریکړه باندې سختې نیوکې کړي دي. تر دې دمه بنګله دیش او اردون اعلان کړي، چې دوی غواړي د سویلي افریقا ملاتړ لپاره په دې پروسه کې ورشامل شي.
اسرائیل اوس په غزه کې خپل جنګي تاکتیکونه بدلوي. دا بدلونونه په ډنهاګ کې د نړیوال عدالت محکمې اغېز سره تړاو لري. په ډنهاګ کې د نړیوال عدالت عالي محکمې قاضیان به د څو اوونیو په دنننه کې پرېکړه وکړي. یوازې په څو اوونیو کې به قاضیان پرېکړه وکړي، چې ایا اسرائیل به دې ته اړ باسي یا کړي، څو محکمه د تورونو څیړلو په بهیر کې جګړه ودروي. خو په ډنهاګ کې د نړیوال عدالت عالي محکمه نه شي کولي، چې اسرائیل دې ته  په زور اړ کړي، ځکه د دې لپاره یې وسایل لږ دي، خو پر نړیوال کچ سیاسي فشارونه پر اسرائیل لوړیږي. د نړیوالي محکمې پرېکړې پلې کول د نړیوالي ټولنې دولتونو پورې هم اړه لري، څو د محکمې پرېکړې تعقیب کړي او که اړتیا وي د پوځي زور له لیارې پلې کړي.
پای