ټول افغان څیړنیزې مقالې


سیاه دانه یا Black Seed"

( سیا دانه ) یا "Black Seed" Nigella sativa لیکوال الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمي) Nigella sativa Plant *، د نباتاتو یو نسل دی چې په عام ډول "Black Cumin" یا "Black Seed" یا سیادانه په نوم پیژندل کیږي، سیاه دانه نورنومونه : پښتو: توردانه، کلونجی kalonji سیاه تخمه، سرنیچ سیاه، سنوخ سیاه، کمون اسود، سُنیز، شونیز، شونوز ، کمون هندی.جیرا، نایجیلا ، چارنوشکا charnushka په نوم هم پیژندل کیږي یو کوچنی بوټی دی چې اصلي ټاټوبی ختیځ اروپا (بلغاریا او رومانیا) او لوېدیځه ا

05.06.2024 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

خوږه وله طبی نبات

خوږه وله طبی نبات Licorices لیکوال: الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه هاشمی په پښتو کې خوږه وله په دری ژبه شرین بویه په فارسی ژبه شرین بیان ، مَهْک، مجو (mej-jo) ،میجی ، په یونانی ژبه سوس ، په عربی ژبه عرق السوس ، به هندی يهتی، سانسګر يت يشی مدهو په انګلیسی ژبه Licorices نومیږی خود رو یه طبی نبات دی علمی نوم او صنف بندی یی : Scientific name: Glycyrrhiza Family: Fabaceae Higher classification: Papilionoideae Rank: Genus Genus: Glycyrrhiza; L Kingdom: Plantae

29.05.2024 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

فضایی کثافت او فضایی غبار

د فظا ککړتیا د اول ځل لپاره په کال ۱۹۵۷ کی د سپوټنیک سټلایټ په پورته کولو سره شروع شوه چی یواځی او یواځی ۳ هفتی یی په فضاً کی کار وکړ، او شاید ددی مخکی هم شوی وی، ځکه چی انسان د ځکګی پر مخ ډیرۍ اتومی تجربی کړی چی شاید یو څه اندازه کرد اړ فوسیلونه یا وړی زری پورته فضا ته پورته شو ی وی چی مثال ی د پاسکال بی اتومی تجربه ده. نو تر دی دمه ۲۵۸۵۷ اجسام په فضا دی شتون لری چی د ځمکی څخه په مختلفه اندازه کی مدار وهی او له جملی څخه یی ۵۴۶۵ یی فعالعه مصنوعی سپوږمکی یا سټلایټونه دی، په داسی حال کی چی

23.05.2024 عبیدالله خلیلی

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې او د اوبو نیمګړی مدیریت

که د اقلیم او هوا ترمنځ توپیر لږ روښانه کړو، نو په اسانه ټکو ویلای شو چې اقلیم په اوږده، یا د شاوخو دیرشو کلونو په موده کې د هوا منځنی حالت دی. خو هوا په یوه ځانګړې سیمه کې د اتموسفیر فعلي یا اوسنی حالت دی چې ، زیاتره د یوې شپې- ورځې په اوږدو کې د هوا د مهمو عناصرو لکه فشار، د تودخې درجې، لنده بل، باد، او وریځو حالت څرگندوي. اقلیمي بدلون په دی معنا دی چې د تودوخې، ساړو، وچکالۍ او لنده بل یا اورښتونو منځنې حد کې بدلون راځي او زیاتوالې مومي. د ځمکې له جوړښت راهیسي اقلیمي بدلونونه ډی

19.05.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

چین نړۍ ته د سوله ایز پرمختګ پیغام ورکونکی هېواد

چین نړۍ ته د سوله ایز پرمختګ پیغام ورکوونکي هېواد لیکوال او شنونکی : ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اندیښمن ځاځی  مقدمه    چین نه یوازې خپله پر سوله ایز پرمختګ باور لري بلکې نړۍ ته هم د سولې او سوکالۍ په فضا کې د پرمختګ پیغام ورکوي. د دغې خبرې ښه ثبوت اورپا ته  د روانېمۍ میاشتې په پنځمه نیټه د چین د دولت د رئیس شي جین پينګ سفر دی. د چین د دولت رئیس شي جین پينګ له تېرو پنځو کالونو را په دې خوا په لومړي ځل اورپا ته سفر کوي او د سفر لومړی تم ځایې یې د فرانسه پ

08.05.2024 اندیښمن ځاځی

فډرالېزم: خیالي طرحه د تجزيې له ارمان سره

په دې وروستیو کې دپرځول شوي جمهوري نظام ځینې قومي سیاستوال، چې له هېواده وتلي، په داسې حال کې د فډرالېزم طرحه وړاندې کوي، چې د واک پر مهال یې فډرالي طرحه په کلکه ردوله، لکه سرور دانش، خو اوس پرې لیکنې او شننې لیکي او د ټولنیزو رسنیو ځینې چلونکي یې زمزمه کوي. سرور دانش او له هېواده وتلي ځینې نور قومي سیاستوال لمړني فډرال غوښتونکي نه دي، بلکې ځینو قومي سیاستوالو له وړاندې د هویت پېژندنې او قومي سیاست ( Identity and Ethnic Politics ) کړی او په ترڅ کې یې د فډرالېزم غوښتنې کړي، لکه طاهر بدخشي، سلط

03.05.2024 بشرمل پسرلی

روغ او خوشحاله ژوند !

ایا روغتیا او خوښي هغه څه ندي چې موږ ټول يې هیله لرو او غواړو یې؟ خو پوښتنه دا ده چې څرنګه یې ترلاسه کړو. ایا د ډیرو شتمنیو په لرلو سره؟ په مشهور کیدلو سره؟ یا د ټولنیزو رسنیو په کانالونو کې د ډیرو مینوالو په لرلو سره؟ څیړنې ښیي چې خوښۍ له دې ټولو سره هیڅ تړاو نلري او په بشپړ ډول له نورو عواملو سره اړیکې لري. د ښو اړیکو په درلودلو سربیره، ستاسو د بدن دننه ماشین یا موتور ته پاملرنه یو ډیر مهم فاکتور یا لامل گڼل کیږي. راځئ چې دلته د همدغه داخلي ماشین د ښه جوړولو لپاره، دغو ا

03.04.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

د اتصال لاره!

مقدمه: په نړۍ کي د لومړنۍ اوسپني پټلۍ له رامنځته کيدو څخه شاوخوا دوې پیړۍ تېرېږي. د افغانستان په څېر په وچه کي راګیر هېواد، چي د اوسپني پټلۍ په واسطه ټرانزیټ او ټرانسپورټ ورته تر ټولو ارزانه تمامېږي، تراوسه د اوسپني پټلۍ ځانګړې شبکه نه لري. په افغانستان کي په لومړي ځل د اوسپني پټلۍ په ۱۹۰۴م کال کي د کابل جنوب لویدیځ ته د ماشین خانې په فابریکه کي د بخار ماشینونو د لرګیو د راوړلو لپاره له چهاردهي څخه یو کم عرضه پټلۍ د آمیر حبیب الله خان په دوره کي جوړه شوه، چي د ریل دا پټلۍ شايد په

24.03.2024 نذيراحمد نصرت

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د عدالت او بشري حقونو لپاره یوه چېغه

  سرچېنه: د سانډې ګارډین ویبپاڼه لیکواله: لویسه بیانخیلهژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼنېټه: 2024-03-03 د پښتون ژغورنې غورځنګ (پې ټې اېم) په پاکستان کې د پښتنو په وړاندې د لسیزو راهېسې د دولت له خوا د تمویل شوي ظلم، جبر، شکنجې او ترهګرې ته د غبرګون په توګه راڅرګند شوي دی.د پاکستاني پوځ او استخباراتي سازمان اې ایس اې د پراخ شتون سره سره، پې ټې اېم په پوره زړورتیا سره په پښتنو باندې د پراخو ظلمونو او جنایتونو ننګه کړې ده، د مقاومت وړتیا، د پیوستون او عدم تشدد لارې

05.03.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

نیمچه سکولار های تاریخ بی خبر ما، بیماری روانی اسلام فوبیا، دارند.

یکی از نیمچه سکولار های محلی و وطنی جهل زده و تاریخ بی خبر ما، می گفت که شما از عرب های پیروی می کنید که در جنگ بسوس، بخاطر یک شتر، هزاران انسان را کشتند. اکنون من این جناب عالی را به یاد میلیون ها انسان که باداران غربی اش قتل عام نموده و همچنین به یاد هزاران کودک و زن و مرد و پیر و جوان مردم غزه که باداران صلیبی و صهیونیستی اش، این مردم بی دفاع را با مدرنترین چاقو و چماق ‌که دموکراسی آدم کش برای قتل و نابودی انسان مسلمان تدارک دیده است، نسل کشی می کنند نمی اندازم، زیرا کسانیکه طعم شی

19.02.2024 عبدالخالق صارم

اوغان/ افغان او پښتون

پدې وروستیو وختو کي د اوغان/ افغان او پښتون په هکله هم د پښتنو په منځ کي د اندونو بېلوالی ډېر سویدی او هم د پښتنو او غیر پښتني قومونو تر منځ حساسیتونه او د نظر اختلافات را پارېدلي دي. یعني ځیني تاریخ لیکونکي اوغان، افغان او پښتون سره جلا کوي خو ځيني ئې یو بولي، دغه یوالي ځیني غیر پښتانه وروڼه دومره خښمولي دي ان چي خپل ځانونه له افغانیته باسي او وایې چي موږ افغانان نه یوو. پدې خاطر چي دغه سؤتفاهم له منځه ولاړ سي او د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ فولادي ملي وحدت ټینګ پاته سي نو زه اړ سوم چي

21.01.2024 انجنیر داؤد اڅک

معلوماتي خونديتوب (اېنفارمېشن سيکورټي) 

معلوماتي خونديتوب يا اطلاعاتي خوندیتوب (Information security) چې دInfoS   په لنډ نوم هم يادېږي  په انټرنېټي پلېټ فارم او يا فزيکي چوکاټ کې د اطلاعاتو د تخريب،غلا کېدلو، مختل کېدلو او نورو... ګواښونو حد اقل ته د راکمولو لپاره د اطلاعاتو د ساتنې لارو چارو ته ویل کېږي.  يانې د اطلاعاتو په مقابل کې د ګواښونو د مقابلې هغه څانګه  ده چې د معلوماتو د غیرمجاز، نامناسبې لاسوهنې، غیرقانوني استفادې، افشاکولو، مختل کولو، له منځه وړلو، فساد، اصلاح، څېړنې، ثبت یا د هغو د ارزښت له راکمولو څخه مخنیوی

20.01.2024 حميدالله بسيا

بي پښتو پښتانه هېڅ، ورک او سپک دي

ژبه نه یوازې د پوهولو او پوهیدلو وسیله ده، بلکه ژبه د قومونو، ملتونو، امتونو، تمدنونو، اقتصادي قطبونو، سیاسي بلاکونو او امنیتي نظمونو د تعریف، وجود او رامنځته کېدلو بنسټیز ماهیت ده. د ژبې دومره پراخ، هراړخیزه او څو اړخیزه ارزښت ته په پام سره او داچې افغانستان د تیر تاریخ تر دا نږدي پرون پورې د بهرنیو یرغلونو، تاړاکونو او نږدي درې پیړۍ مخامخ استخباراتي ټکرونو پر ویرجن او تراژیدیک انارشیزم کې د ماتېدو پر دریځ درولي وو، د ټولو ناخوالو او نادودو سره سره د افغانستان د فرهنګي بنسټونو د تحری

20.01.2024 قاضي نجیب الله جامع

ولې سویلي افریقا د نړیوال عدالت محکمه کې اسرائیل په نسل وژنه تورن کړ ؟

 په اسرائیلو تر ټولو تورونو دروند تور:د نړیوالې ټولنې تر ټولو لوړه عالي ستره محکمه یا د نړیوال عدالت محکمه کې دا ډول تورونه راپورته کول، چې تقریبآ د انسان ټول د تصور وړ خیالونه لمنځه وړي. د لومړی ځل لپاره اسرائیل د فلسطین په وړاندې د خپلو ناوړو ظالمانه جګړیزو سیاستونو په اړه د نړیوال عدالت محکمې کې د ځواب ویلو لپاره حاضر شو. دا کومه تصادفی پېښه هم نه ده، چې د فلسطین حقوقي قضیه په نړیوال عدالت کې د سویلي افریقا له لورې سر راپورته کړ. تور

17.01.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

منظور پښتین او محکومو افغانانو ته څه ډول مبارزه پکار ده؟

منظور پښتین د خپل فقیرانه شخصیت او سوله ایزې مبارزې له امله د ځوان نسل په منځ کې بې ساری محبوبیت ګټلی دی. اوس چې له ټولو حقوقي او قانوني موازینو پرته د پاکستان د واکمنو له لوري نیول شوی دی، په وړاندې یې د همدردۍ څپه لا چټکه شوې او ځینې ځوانان دې نتیجې ته رسیدلي دي، چې د منظور سوله ایزه مبارزه د حل یوازنۍ لار نه ده، باید نظامي او چریکي بدیل ورسره مل شي.  آیا دا وړاندیز عملي دی که احساساتي؟ پدې لیکنه به د نورو محکومو قومونو او اقلیتونو د حالت په پام کې نیولو سره د منظور پښتین او محکومو

31.12.2023 محمد ابراهیم شینواری

په متن کې د هاروارډ سیستم د حوالې یا ریفرنس لیکلو لارې چارې

په فیسبوک کې مې د حوالې یا ریفرنس په اړه یوه لیکنه ولوسته، بیا مې یې د کمنټونو په برخه کې د مختلفو لیکوالانو نظریات ولوستل؛ خو هلته ځینې ملګرو مختلفې طریقې سره مکس کړې وې. له دې امله غواړم چې په دې اړه لنډ مالومات ولیکم؛ ځکه د حوالې یا ریفرنس په برخه کې د هاروارډ، اکسفورډ، ایم اېل اې، اې پي اې او  شیکاګو په شمول نور سیستمونه هم کارول کیږي، چې مشهور یې همدا دي.  له پورته لېست څخه په متن کې د هاروارډ د سیستم او طریقو په اړه دا مقاله لیکم؛ ځکه دا سیستم زیات کارول کیږي او په افغانستان کې

31.12.2023 عزت‌الله ادیب

د ماشومانو انځورونه په ډله ییزو رسنیو کې مه خپروئ

سرېزه: په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د عکسونو شریکول په ډېرو کورنیو کې یو ورځینۍ عادي عمل ګرځیدلی دی. ډیرۍ مېندې پلرونه د ځانګړو شېبو انځورونه اکثرآ خپلو خپلوانو او ملګرو ته ورلیږي. په ځینو کورنیو کې د اړیکو پراختیا اړتیا او ځان ښودنې له امله دا اړیکې د کورنی له حدودو وراخوا نوره پراخیږي او په زیاتیدونکي ډول د عامو خلکو پام یې ځانته رااړولي دی. ځینې مېندې پلرونه د خپل ورځیني ژوند شیبې په انځورونو کې د سمارټ یا ملفون له لېارې خپروي. اکثرآ

23.12.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

ECO ایکو د یوه منطقوی اقتصادی سازمان په توګه

(د ( ECO) د دایریدونکی غونډې په مناسبت) د منطقوی سازمانو اړتیا، دمنطقوی سازمانو ستونزی، اهداف او تاثیرات، افغانستان او منطقوی سازمانونه، د ایکو پېژندنه منطقوي سازمانونه په يوه ځانګړي جوړښت او جغرافیه کې دمربوطه هیوادو ترمنځ اقتصادی مسايل او اړيکې او راکړې- ورکړې رانغاړي. نن ورځ دغو سازمانو او د هغو شریک کار ښه نتیجه ورکړې ده او دا سازمانونه دنړۍ په سراسر کې زیات شوي هم دي. په دې کې یو هم ایکو (Economic Cooperation Organization) دی، چې فغانستان یې غړی و/ وي به(له ۱۴۰۱ ت

09.11.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د اټوم بم پلار اوپین هایمر عروج او نزول 

 سرچېنه: برلین ــ هڅوب مجله سرېزه:د اټوم بم یا د سولې وسلې تاریخ: په لومړي ځل کله چې انسان د اټوم بم جوړولو په اړه فکر وکړ. په 1933 کال کې په هنګري کې د فزیکپوه لیو زیلارډ لخوا د دویم نړیوال جنګ پر مهال و. خو دا مهال ساینس لا جوړولو ته نه و چمتو شوې. یوازې په حدسونو، ګمانونو او اټکلونو کې بم جوړ شوي و. په 1938 کال د ډسمبر په 22 مه نېټه په برلین کې د اټوم په هسته کې سورې کشف شو. له دې نېټې ورسته د اټوم بم جوړولو ته لومړنۍ لار جوړ

31.10.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

روغن ممپلی (بادام زمینی ) peanut oil

روغن ممپلی(بادام زمینی ) Peanut oil روغن ممپلی یکی ازروغن های مهم برای استعمال است روغن سبزیجات محسوب می شود که بدون کسترول است بسیارکم ازاسیدهای شحمی دارد ومقدار زیاد اسید های شحمی ان غیرمشبوع است مثل روغن زیتون برای صحت مفید است دردرجه حرارت بلند استعمال شده میتواند دریکصد گرام روغن ممپلی غذایت که موجود است Peanut Oil Nutritional value per 100 g انرجیEnergy 884 kcal کاربوهایدریت Carbohydrates 0 g چربی Fat 100 g مشبوعیت - saturated 17 g غیرمشبوعیت - monounsaturated 46 g

13.10.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمي )

پرمختیا، وده، ترقی او پراختیا

پرمختیا، پراختیا، ترقی، وده، انکشاف او توسعه کوم یو سم دی؟ پرمختیا- انکشاف( development) ترقی - پیشرفت(progress ) وده – رشد(growth ) خوریدل، خپریدل، انتشار( diffusion) پراختیا - توسعه ( extension) هوساینه- رفاه welfare په ورځنیو بحثونو، میدیا، د راډیو او تلویزیونو په مرکو او مقالو کې ډېرځله پورتني شپږ اصطلاحات نومونې/مفاهیم لولو، اورو او وینو. په تېره بیا کله چې د ټولنیز پرمختګ او اقتصادی ترقی، ودې او پرمخیتا څخه خبرې کیږي، نو خامخا ورسره مخامخ کیږو. متاسفا

04.10.2023 دودیال

د باران د اوبو راټولول

څلورمه برخه په تیر پسي د مصنوعي تزریق میتود: د ښاري ژوند په پراختیا سره د ځمکي لاندې اوبو تغذیه ځکه کمه شوې ده چي د ښاري فعالیتونو له کبله د باران د جذب دپاره خلاصې ساحې زیاتې کمې شوې دي. په همدي سبب د ځمکي لاندي د اوبو سطحه ډيره ټیټه تللي له بلي خوا د صنعتي فعالیتونو له کبله په زیاتو ښاري سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کیفیت هم خراب شوی دی او د زیاتره سیمو اوبه ملوث (ککړي) شوي، ځکه نو د اوبو رسولو په برخه کي د عرضې او تقاضا تر منځ یوه ستره تشه رامنځته شوی. دغو شرایطو ته په کتو زیاته ا

01.10.2023 عبدالسمیع واحدي

د آسیا زړه او د لعلونو خزانه!

د پورتني سرلیک له مخې د افغانستان پر دوو ځانکړتیاوو، ستراتیژیک موقعیت او شتمن ارزښت تمرکز کوم:  الجزیره تلویزیون پر خپله ویبپاڼه کې د ۲۰۱۹ کال د می په میاشت کې یوه پوښتنه مطرح کړی وه چې: ولې افغانستان د خپلو سترو کاني شتمنیو د استخراج وړتیا نه لري؟ ورپسې یې یو تحلیلي راپور لیکلی او پر ځنو کانونو یې د کار ځنې تصویرونه هم خپاره کړی دي. زه مخکې له دی چې پورتنۍ پوښتنې ته ځواب ولټوم د افغانستان پر ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت به هم لږه رڼا واچوم. همدارنګه پر یوه بله مشهوره ویبپاڼ

17.09.2023 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

د باران د اوبو راټولول

دویمه برخه: د باران د اوبو د راټولولو طریقې: 1. د ځمکې د سطحې د شکل ورکولو یا د سطحي د بدلون او سمون میتود: په دې میتود کې، ساختماني، کیمیاوي او مصنوعي مواد نه کارول کیږي، او یوازې هڅه کیږي چی د ځمکي د خاوري په معمولي ټپک کولو سره د ځمکي لاندي قشر ته د اوبو د فلتر او جذب مخنیوی وشي او په دي ترتیب د باران اوبه د ځمکي په سطحه جریان پیدا کړي، دا طریقه اکثره وخت د زارعتي ځمکو د خړوبولو دپاره کارول کیږي په دي طریقه کي د تحت الارضي اوبو تغذیه یا د ځمکي لاندي تل ته د اوبو تذریق په پام کي

10.09.2023 عبدالسمیع واحدي

فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!

فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه: 1 – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء 36] ژباړه

09.09.2023 عبدالله متین

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more