د چین بشري مرستې او د نړیوالو اړیکو نوې بڼه بڼه
لیکوال : ازاد خبریال او د نړېوالو چارو شنونکی اندیښمن ځاځی
په یوه داسې وخت کې چې د فلسطین د غزېسیمه د کړکېچ، جګړې او انساني ناورین له سختو شرایطو سره مخ ده، د چین له لوري د بشري مرستو رسول یو مهم ګام ګڼل کېږي. دا مرستې چې د خوړو، درملو او د اړتیا د بېړني توکي پکې شامل وو، د هغو سلګونو زرو وګړو لپاره چې له جګړې،کلابندۍ او بې ساري سختو سره مخ دي، د امیدیوه څرک بلل کېږي.
چین، چې اوس مهال ځان د نړیوالې سولې او همکارۍ ملاتړی هېواد ګڼي، په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د نړیوال سیاست په ډګر کېخپل رول پراخ کړي. د فلسطین قضیه د اسلامي نړۍ او د نړیوالو بشري حقونو لپاره یوه حساسېموضوع ده، او د چین مرستې ښيي چې دا هېوادغواړي د نړیوالو کړکېچونو په حل کې خپل نفوذ وکاروي. دغه بشري مرستې نه یوازې د غزې خلکو ته د عاجلو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کوي، بلکې دا هم ښيي چې چین غواړي د نړۍ له مظلومو ملتونو سره همدردۍ څرګنده کړي.
باید ووایم چې په غزه کې د چین د وروستیومرستو محموله د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه نه وي، بلکې دوامداره ملاتړ تلامل هم وګرځي . د غزې خلک نه یوازې خوړو او درملو بلکې امنیت، ثبات او سیاسي حل لارې ته اړتیالري. چین او نور نړیوال ځواکونه باید له بشري مرستو ور هاخوا د یو عادلانه سیاسي حل لپاره کار وکړي، څو د فلسطین خلک د تل لپاره له ظلم، جګړې او بېثباتۍ څخه خلاص شي.
چین، چې نن ورځ د نړۍ له مخ پر ودې او ځواکمنواقتصادونو څخه شمېرل کېږي، هڅه کوي چې نه یوازې د اقتصادي او سوداګریز ځواک له مخېبلکې د بشري مرستو او نړیوالو همکاریو له لارېهم خپل نړیوال تصویر پیاوړی کړي. د چین له لوري د نړیوالو بشري مرستو پراخوالی یو مهم بدلون دی، چې د دې هېواد د نړیوال رول بدلېدونکي ځانګړتیاوې ښيي.چین له نړېوالېجګړې وروسته چې په دغه جګړه ډېر ځپل شوی وو،د یو مرسته اخیستوونکي هیواد بڼه درلوده خو د څولسیزو هڅو په پایله کې د مرستې اخیستونکيهېواد له حالته راووت او اوس د مرستو ورکوونکي هېواد په توګه د نړۍ د قدرتونو په کتار کې ولاړ دیاو لا هم کوشش کوي چې ځان لا پسې پیاوړیکړي څو خپلو ملاتړ هیوادونو او نړۍ لپاره ګټورثابت شي . دغه بدلون، چې له ستراتیژیکو محاسبو سره تړاو لري، د چین د " کمربند او لارې " سترېاقتصادي پروژې ترڅنګ، د هغه هېواد هڅې ښکارهکوي چې غواړي د نړیوالو کړکېچونو په حل کېعملي او ګټور رول ولوبوي.چین د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالې بشرپالنې او په سختو حالاتو کې د همدردۍ اصل ته د ارزښت ورکولو له لارېافریقایي هېوادونو، منځني ختیځ، جنوبي آسیا،لاتینې امریکا، او حتی اروپایي هېوادونو ته په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې استولي، چې په دغو هیوادونو کې د بېلګې په توګه د افغانستان، میانمار، ترکیې، سوریې، لبنان، کیوبا او داسېنورو هېوادونو نومونه یادولی شو، چې په سختو حالاتو کې د چین له بشري مرستو برخمن شوي دي . د کوویډ-۱۹ د وبا پر مهال، چین یو له هغو هېوادونو څخه و چې ګڼو نورو هېوادونو ته یې د دېوبا د له منځه وړو یا په دغه وبا د اخته ناروغانو د درملنې لپاره د واکسین، درملو، ماسکونو او طبي وسایلو مرسته وکړه. دا اقدامات د چین د "واکسن ډیپلوماسۍ" یوه نمونه وه، چې هدف یې همدرديښودل وو.
همداراز، چین له طبیعي پېښو، لکه زلزلو، سیلابونو، وچکالیو، او جګړو ځپلو هېوادونو سره هم ډېرې بشري مرستې کړي او لا هم دا مرستېدوام لري، په تېره بیا افغانستان سره. دا مرستې د بشري خواخوږۍ ترڅنګ، دا هم ښکاره کوي چېچین د بشرپالنې په برخه کې خپل نړیوالمسولیت ادا کوي او دغه مسولیت ته ژمن دی او له بل پلوه همدا مرستې د دې لامل هم کیږي چېنورو پیاوړو هېوادونو ته د همدردی او بشرپالنې یومثبت پیغام ووسي څو دوی هم د بشري ناورینونوپر مهال د بشري مرستو له لارې د بشرپالنېنړیوال مسولیت ادا کړي .
خو ځینې څارونکي بیا د چین مرستې یوازې د ستراتیژیکو موخو برخه بولي. دوی وایي چې چیندا مرستې د خپل نړیوال نفوذ پراخولو، د نړیوالنظم بدلون، او د لویدیځو قدرتونو (لکه امریکا) سره د سیالۍ لپاره کاروي. که څه هم دا تحلیلونه یوهسیاسي اړخ او سیاسي زاویه لري مګر دا هیڅوکنشي ردولی چې بشري مرستې، که ستراتیژیکېوي یا خالص بشري مرستې په دواړو حالاتو کې ، اغېزناکې دي او د خلکو ژوند ژغوري.
باید ووایو په اوسنیو شرایطو کې چې نړۍ له ګڼؤ سیاسي، اقتصادي ، امنیتي رقابتونو او کړکیجونو سره مخ ده چین په تدریجي ډول د یونړیوال مسؤل هېواد په توګه راڅرګندېږي، چې نه یوازې اقتصادي پروژې پرمخ وړي، بلکې د بشري کړکېچونو پر وړاندې هم غبرګون ښکاره کوي. د چین نړیوالې بشري مرستې د هغه هېواد نوېنړیواله څېره معرفي کوي؛ داسې یوه څیره چې له یوې خوا کوشش کوي نړۍ ګډ پرمتخګ او ګدېاقتصادي ودې ته هڅوي او له بلې خوا د نړۍ د ګڼو هغو هیوادونو سره چې بشري مرستو ته اړتیالري او یا د طبیعي آفتونو، جګړو، ناخوالو او تاوتریخوالي له امله له سختو شرایطو سره مخ شوي دي مرسته وکړي او په نړۍ کې ځان د یوه مرسته کوونکي ، بشرپال او همدرد ملت په توګه ثابت کړي.