پر افغانستان شوي او مات شوي یرغلونه

لیکوال : ازاد خبریال او سیاسي چارو شنونکی اندېښمن ځاځی 

 

کله چې د افغانستان نوم اخیستل کیږي نو اول انځور چې د اورېدونکې به ذهن کې ترسیم کیږي ،په دغه هېواد کې د اوږدو جګړو انځور دی. افغانستان یو لرغونی خو د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو جګړو لخوا ځپل شوی هېواد دی. دا جګړې که پر دغه هېواد د پردیو د یرغلونو په وړاندې وې او که د یرغلونو تر ماتېدو وروسته د قدرت پر سر خپل منځي جګړې وې عوامل یې هرو مرو پردي عوامل وو او دي.   افغانستان  د خپل تاریخي موقعیت له امله، چې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ پروت دی، د تاریخ په اوږدو کې د ګڼ شمېر یرغلونو شاهد پاتې شوی. دا یرغلونه د ستراتیژیکو، سیاسي او اقتصادي موخو لپاره ترسره شوي او  د هېواد پر سیاسي، ټولنیز او کلتوري جوړښتونو یې ژور اغېز کړی دی. د کورنیو جګړو ور هاخوا د افغانستان په تاریخ کې د یرغلونو په وړاندې جګړې تر ټولو مهمې او خونړۍ جګړې وې چې افغانستان او افغانان یې زیانمن کړل، لسګونه زره وګړي یې شهیدان ، لسګونه زره یې معلول او معیوب او میلیونونه نو یې کډوالۍ او د خپل هېواد پریښودو ته اړ کړل. که څه هم پر افغانستان د انګریزانو ، روسانو او امریکایانو یرغلونو تر ټولو زیات یادیږي خو تر دغو یرغلونو ور هاخوا افغانستان د ځینو نورو یرغلونو سره هم مخ شوی دی   په دغه لنډه لیکنه کې به پر افغانستان د شویو  او ماتو شویو لرغونو یرغلونو ، انګریزي یرغلونو ، روسي یرغلونو او امریکایي یرغلونو  په باب لنډ معلومات وړاندې کړو.

پر افغانستان لرغوني یرغلونه 

پر افغانستان د سکندر مقدوني یرغل ( ۳۳۰ له میلاد څخه وړاندې )

پر افغانستان د لرغونو یرغلونو په لړ کې تر ټولو لومړي پر افغانستان د اسکندر مقدوني یرغل نوم اخیستی شو. دا یرغل له میلاد څخه وړاندې به (۳۳۰ ق.م)  کال کې د افغانستان د نیولو په موخه تر سره شو چې د هغه وخت د باختر تر سیمې ورسېد. اسکندر د افغانستان په بېلابېلو سیم کې ښارونه جوړ چې یوناني او بودایي تمدن بنسټ یې کېښود.

سکندر مقدوني په ۳۳۰ ق.م کال کې کله چې یې د فارس د اخامنشي امپراتورۍ پر ضد خپل نظامي جګړه پیل کړه نو ددغې جګړې په ترڅ کې یې  د افغانستان په شمال کې باختره (اوسنی بلخ) ونیوله او بیا یې د هېواد نورو برخو ته پرمختګ وکړ. په ۳۲۹ ق.م کال کې، سکندر د هندوکش غرونو له لارې د کابل وادۍ ته ورسېد او هلته یې د "اسکندریه قفقاز"  په نوم د یو ښار بنسټ کیېښود چې اوسنی بګرام ته نږدې موقعیت لري. وروسته، په ۳۲۷–۳۲۶ ق.م کلونو کې، هغه د کوفین لشکرکشي وکړه  چې د کنړ، پنجکوره او سوات وادۍ (اوسنۍ پاکستان) ته یې پراختیا ورکړه، څو د هند لور ته د خپل پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.د سکندر مقدوني  یرغل د افغانستان په تاریخ کې مهم بدلونونه راوستل، چې د یوناني کلتور، ژبې او هنرونو اغېز یې د څو پېړیو لپاره محسوس و. هغه په افغانستان کې څو ښارونه بنسټ کړل، لکه:

·         اسکندریه اراکوزیا  یا اوسنی کندهار

·         اسکندریه آریانا یا اوسنی هرات

·         اسکندریه په قفقاز  یا نږدې بګرام ته

دا ښارونه د یوناني تمدن د خپرېدو مرکزونه وګرځېدل او د سیمې پر فرهنګ یې ژور اغېز وکړ.

د سکندر یرغل د افغانستان د خلکو پر ضد له خونړیو جګړو ډک و. که څه هم ده په ظاهري ډول د سیمې کنټرول تر لاسه کړ، خو د خلکو کلک مقاومت، غرنی جغرافیه، او د خپلواکۍ مینه یې د هغه لپاره یو دوامدار سرخوږی و. له دې امله، سکندر ونه توانېد چې افغانستان ته دایمي سوله راولي، او دا یرغل یوازې لنډمهاله ول.

پر افغانستان مغولی یرغلونه ۱۳ پیړۍ 

 

په ۱۳ پیړۍ کې پر افغانستان د چنګېز خان او د هغه د زوی اوګدای خان لخوا یرغل وشو او دا یرغل په افغانستان کې د ډېرو ښارونو د ورانېدو او د ګڼو افغانانو د وژل کېدو لامل شو. مغولي یرغلونه پر افغانستان د تاریخ یوه له تر ټولو خونړۍ، ویجاړوونکې او مهمه دوره ده. دا یرغلونه د چنګېز خان له خوا پیل او وروسته یې د هغه د زامنو، لمسیو او مغولي سردارانو له خوا دوام پیدا کړ.

پر افغانستان مغولو یرغل څنګه پیل شو؟
چنګېز خان په  ۱۲۱۹ زیږدیزو کالونو کې د ختیځو اسلامي سیمو پر ضد خپل یرغل پیل کړ. دا یرغل هغه مهال رامنځته شو کله چې د خوارزمشاهانو سلطنت (چې افغانستان یې هم تر واک لاندې و) د مغولي سوداګرو سره بد چلند وکړ او یو سفیر یې ووژه.چنګېز خان دا کار د خپل غرور ضد وګاڼه او له همدې امله یې پر خوارزمشاهانو یرغل وکړ. په  ۱۲۲۰ زیږدیزو کالونو کې مغولي پوځونه افغانستان ته  دننه شول .په لویو ښارونو  لکه بلخ، هرات، غزني، بامیان، ننګرهار، کابل او بدخشان یې سخت بریدونه پیل کړل .بامیان د مغولو له خوا بې‌سارې ویجاړ شو، ځکه چې دلته د چنګېز خان لمسی موته‌ګین ووژل شو. چنګېز خان  د هغه د غچ اخیستو لپاره  بامیان  او په تېره بیا د غولغلې ښار په پوره ډول وسوزاوه او له خاورو سره یې برابر کړ.زرګونه خلک ووژل شول، ښارونه ویجاړ شول، کتابتونونه وسوځول شول، کرنیزې سیمې ورانې شوې، او ټولنه له شدیدې ویجاړۍ سره مخ شوه او په دې توګه جنګېز خان پر افغانستان واکمني پیل کړه . د چنګېز خان له مرګ وروسته په  (۱۲۲۷زیزدیز) کې د هغه زامن او لمسیان (لکه هلاکو خان او د جغتای اولادونه) د مرکزي آسیا، ایران او افغانستان واکمن شول.خو ځايي مقاومتونه، غرنی جغرافیه، او قبیلوي جوړښت د دې لامل شو چې مغول دلته مستقیم او دوامدار کنټرول ونه لري.مغولي واکمني له ۱۳مې پېړۍ وروسته  ورو ورو کمزورې شوه، په ځانګړي ډول هغه وخت  چې تیمورلنګ (تیموریان)، بیا صفویانو او نورو سیمه ایزو ‌ ییزو قدرتونو ځانونه را ښکاره کړل 

د ۱۵ مې پېړۍ پر مهال په افغانستان کې  د تیموریانو واک  پراخ شو او مغولي واکمن له افغانستان نه هند  ولاړل . په هند کې بابر چې د  چنګېز خان او تیمور  له نسب څخه وو د مغلي امپراتورۍ بنسټ کېښود او په دې توګه په افغانستان کې مغلي یرغل پای ته ورسېد. 

پر افغانستان انګلیسي یرغلونه 

په ۱۹م او ۲۰مې پېړۍ کې پر افغانستان انګلیسي یرغل یو تر ټولو لوی او خونړی یرغل وو ددغه یرغلونو په ترڅ کې د افغانستان او انګریزي استعمار تر منځ درې لویې جګړې شوي چې له یوې خوا یې د استعمار په وړاندې د افغانانو د مقاومت او مبارزې لپاره تاریخی باب را منځ ته کړې او له بلې خوا انګریزۍ امپراتورۍ ته د لویو مالي او ځاني زیانونو د اوښتو تاریخ جوړ شوی دی. دا درې جګړې چې د افغانستان او انګریز استعمار ترمنځ وشوې په تاریخ کې د انګلو-افغان جګړو په نوم یادېږي. دا جګړې نه یوازې د افغانستان د خپلواکۍ پر سر وې، بلکې د انګریز امپراتورۍ د پراخوالي مخه یې هم ونیوله.

انګلو-افغان لومړۍ جګړه  ۱۸۳۹–۱۸۴۲


د افغانستان او انګلیسانو تر منځ لوموړی جګړه په ۱۸۳۹ زیزدیزو کالونو کې پیل شوه چې د "سترې لوبې" (Great Game)   نوم په سیاسي چوکاټ کې پیل شوه. د برتانیا اندېښنه دا وه چې روسیه ښايي د هند خواته پرمختګ وکړي، نو ددې له امله یې  هڅه وکړه چې په افغانستان کې یو وفادار واکمن راوولي. دوی د شاه شجاع ملاتړ وکړ او د امیر دوست محمد خان پر ضد یې جګړه پیل کړه. انګریزانو کابل ونیو، خو د افغانانو پاڅون د دوی واکمني چپه کړه. د جنرال الیفنستن په مشرۍ د انګریزانو پوځ د ۱۸۴۲ کال په ژمي کې د کابل څخه د وتو پر مهال په بشپړ ډول له منځه لاړ، یوازې یو کس، ډاکټر بریډن، ژوندي پاتې شو. دا جګړه د افغانستان د تاریخ په پاڼو کې د استعمار په وړاندې د افغانانو د سخت مقاومت او د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د سرښیندنو د سمبول په توګه ثبت شوه.

انګلو-افغان دویمه جګړه ۱۸۷۸–۱۸۸۰

 


د افغان انګلو دویمه جګړه  هم په ۱۸۷۸ زیزدیزو کالونو کې د روسیې او انګلستان ترمنځ د سیالۍ له امله رامنځته شوه. امیر شیرعلي خان د روسیې استازي ته اجازه ورکړه چې کابل ته راشي او خبره انګریزي ښکیلاک د ځان لپاره ګواښ وباله او غوښتنه یې وکړه چې د دوی استازی دې هم کابل ته داخل شي، خو امیر شیرعلي خان دا غوښتنه رد کړه او د غوښتنې دغه ردېدل  جګړې ته لاره هواره کړه. انګریزانو یو ځل بیا افغانستان ته لښکر کشي وکړه او افغانانو یې په وړاندې د تېر ځل په شان مقاومت پیل کړ. د انګریزانو او افغانانو تر منځ جګړه دوه کاله دوام وکړ چې دا جګړه د ګڼو انګریزي ځواکونو د مرګ ژوبلې او د ګڼو افغانانو د شهادت لامل شوه . وروسته له جګړو، امیر محمد یعقوب خان له انګریزانو سره د ګندمک تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغانستان د بهرنیو اړیکو واک انګریزانو ته وسپاره. دا تړون د افغانانو له خوا د تسلیمۍ په توګه تعبیر شو،خو د انګریزانو په وړاندې د افغانانو مخالفت دوام وکړ چې خبره د میوند تر مشهورې جګړې وغځیده ، انګریزانو د میوند په تاریخي جګړې یو ځل بیا د افغانانو په وړاندې ماتې وخوړه او اړ شول چې د افغانستان له خواورې ووځي.

د افغان انګلو درېیمه جګړه  ۱۹۱۹


د افغان-انګلو درېیمه جګړه په ۱۹۱۹ کال کې د امیر امان‌الله خان له خوا پیل شوه، دا جګړه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره وه.  دا داسې مهال وو چې د افغانستان بهرني سیاست د افغان انګلو د دویمې جګړې پر مهال د ګندومک د تړون له مخې د انګریزانو تر کنټرول لاندې وو. افغانانو کې څه هم داخلي خپلواکي درلوده خو ، خو د بهرنیو اړیکو او سیاستونو واک یې  واک یې  له انګریزانو سره وو. امیر امان‌الله خان، چې د ۱۹۱۹ په فبرورۍ کې د خپل پلار، امیر حبیب‌الله خان تر وژل کېدو وروسته واک ته ورسېد، غوښتل یې چې دا وضعیت پای ته ورسوي او افغانستان ته بشپړه خپلواکي ورکړي دا داسې وخت وو ، چې  بریتانوي امپراتوري د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱4–۱۹۱8) له امله ستړې، زیانمنه او له اقتصادي پلوه کمزوري شوې وه. غازي امان الله خان دا وخت مناسب وباله چې د له انګریزانو د افغانستان بشپړه خپلواکي تر لاسه کړي . کله چې یې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ اعلان وکړ د افغانستان ولس چې له مودو راهیسې د انګریزي نغوذ په ضد وو له غازي امان الله خان نه پراخ ملاتړ وکړ او په هېواد کې د د انګریزانو د نفوذ د پای ته رسولو لپاره هر ډول قرباني په ځان ومنله او د جګړې ډګر ته را ښکته شول. 
د  ۱۹۱۹ کال د مې په ۳مه نېټه افغان پوځونو د امان‌الله خان په امر د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ سرحدي سیمو (لکه باجوړ، خیبر او وزیرستان) ته حرکت وکړ او د انګریزي پوستو پر وړاندې بریدونه پیل کړل.که څه هم چې د انګریزانو په وړاندې د افغان ځواکونو جنګي تجهیزات په نشت حسابېدل ، د هېواد د خپلواکۍ لپاره د افغانانو جذبې، د خپل هېواد او خاورې د ساتنې لپاره د افغانانو قربانۍ او سرښیندنې او انګریزي ښکیلاک په وړاندې د افغانان کلک مقاومت بریناوي امپراتورۍ ملا ماته کړه . دغې جګړې شاوخوا درې میاشتې دوام وکړ چې په پایله کې انګریریزې ځواکونو ماتې ومنله او د خبرو له میز ته کیناستل. ددغې جګړې له پای ته رسېدو سره بریتانوي هند له افغانانو سره په راولپنډۍ کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان بشپړه خپلواکي په رسمیت وپیژندله دا د افغان ملت لپاره یو ستر تاریخي بری و، او له هماغه وخت راهیسې د اسد ۲۸مه (د ۱۹۱۹ د اګست ۱۹مه) د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

پر افغانستان سرو لښکرو( شوروي) یرغل ۱۹۷۹–۱۹۸۹

د افغانستان تاریخ له ډېرو بهرنیو یرغلونو ډک دی، خو یو له خورا ناورین‌زیږو او اوږدمهالو یرغلونو څخه، د شوروي اتحاد یرغل و، چې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر پر ۲۷مه پیل شو. دا یرغل نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت او خپلواکۍ پر وړاندې سرغړونه وه، بلکې د شاوخوا یوې لسیزې لپاره یې افغان ولس ته پراخې ویجاړۍ ، بې‌ثباتي او تلفات ورسول.له انګریزانو نه د خپلواکۍ له بېرته اخیستو وروسته که هم افغانستان د پرمختګ یو نوي پړاو ته داخل شو خو ننګونې او ستونزې پای ته ونه رسېدې. د امیر امان الله خان لخوا بې ساري پرمختګونه او بدلونونه ددې لامل شول چې د محافظه‌کاره دیني مشرانو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سخت مخالفت را وپاروي  او  د بچه سقاو پاڅون په ترڅ کې، امیر امان‌الله خان واکمني پای ته ورسیږي او امیر امان الله خان اړ شي چې افغانستان پریږدی.

په همدې ترتیب په افغانستان کې سلطنتي دوره او ورپسې جمهوریت او کمونیستي واکمنۍ رامنځته شوې  په ۱۹۷۸ کال کې د ثور په ۷مه د خلق او پرچم ګوندونو، چې مارکسیستي مفکوره  یې لرله، د سردار داوود خان حکومت نسکور کړ او د «ثور انقلاب» په نوم یې واک تر لاسه کړ. خو ډېر ژر د خلقیانو سخت دریځه سیاستونه، زورزیاتی، دین ضد اقدامات او د خلکو پر کلتور ارزښتونو بریدونو ددوي په وړاندې د افغان ولس غوسه را وپاروله او د دوی حکومت ولسي ملاتړ له لاسه ورکړ او په وړاندې یې د جهاد اعلان وشو. د ببرک کارمل په مشرۍ د پرچم ګوند، چې د شوروي پلوي و، له مسکو څخه د نظامي مرستې غوښتنه وکړه. شوروي اتحاد، چې له ۱۹۵۰مې لسیزې راهیسې یې له افغانستان سره پوځي او اقتصادي همکاري درلوده، دا یو فرصت وباله څو خپل نفوذ وساتي، د امریکا د نفوذ مخه ونیسي او یو وفادار کمونستي رژیم وساتي.د ۱۹۷۹ کال په پای کې، شوروي اتحاد شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ سرتېري افغانستان ته ولیږل. د یرغل له لومړۍ ورځې، د ولسمشر حفیظ‌الله امین واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل هغه یې وواژه او د شوروي پلوه ببرک کارمل  یې د قدرت پر څوکۍ کیناوه .

افغان ولس دا یرغل  د فغاستان د خپلواکي ، د اسلام د مبارک دین او افغاني کلتوري ارزښتونو په وړاندې مستقیم یرغل وباله . له کلیو، جوماتونو، مدرسو، او کورونو څخه د جهاد غږ او وسلوال مقاومت غږ پورته شو ، چې د ولس له پراخ ملاتړ سره مخ شو. افغان ولس د مجاهدینو په نوم له شوروي یرغلګرو  سره د غرونو، ښارونو او دښتو  پراخې جګړې پیل کړي چې دغو جګړو د افغانانو په قربانیو سره دوام وکړ. که څه هم په پیل کې افغان مجاهدینو د  پوځي تجهیزاتو او امکاناتو له اړخه څه نه درولودل ، خو پر افغانستان د شوروي یرغل نړیوال مخالفتونه هم را وپارلول چې په ترڅ کې یې امریکا، چین، پاکستان، سعودي عربستان او ځینو نورو  هېوادونه د افغان مجاهدینو ملاتړ ته راودانګل. پاکستان د مهاجرو کوربه شو، او د CIA له خوا د "آپریشن سایکلون" له لارې مجاهدینو ته وسلې، پیسې او روزنه ورکړل شوه.

د نهو کلونو دوامداره جګړې وروسته، شوروي اتحاد د سختو تلفاتو ،د لسګونو زره روسي سرتیرو د وژل کېدو د دوی  د زیاتو پوځي تجهیزاتو  لکه  ټانکونو ، تیارو ، موټر او نورو امکاناتو د تباه کېدو  او سختو اقتصادي فشارونو له امله له افغانستان نه د وتلو پریکړه وکړه. دا اوږده او خونړۍ جګړه د لسګونو زره افغانانانو د شهادت ، د لسګونو زرو نورو د معیوبه کېدو او د میلیونونو افغانانو د بې کوره کېدو او مهاجرت په پایله کې د افغانانو په ګټه او د شوروي اتحاد د اشغالګرو پوځیانو په ماتې پای ته ورسېده، خو  د اوږدې مودې لپاره یې پر افغانستان خپلې ناوړه پایلې پريښودې.  د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵مه، د شوروي وروستی سرتېری له افغانستانه ووت ، چې دا د افغان ملت لپاره د یو بل زبرځواک پر وړاندې تاریخي بری و.

 پر افغانستان امریکایي یرغل ۲۰۰۱–۲۰۲۱

د افغانستان تاریخ د بهرني یرغلونو، جګړو او مقاومتونو له اوږدې تجربې ډک دی. پر افغانستان د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړېوال ائتلاف یرغل، چې په ۲۰۰۱ کال کې پیل شو، د افغانستان په تاریخ کې اوږد ، د زرګونو افغانانو د وژل کېدو لامل، له لګښتونو ډک او سختو جګړو ډک یرغل وو چې شل کاله یې دوام وکړ. دا یرغل د "ترهګرۍ ضد جګړې" په نوم پیل شو، خو پایلې یې د افغان ولس لپاره له سختو زیانونو سره مل وې.

د یرغل پیل او موخه
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا په نیویارک او واشنګټن ښارونو کې ترهګریز بریدونه وشول، چې پړه یې القاعده شبکې او مشر اسامه بن لادن ومنله . امریکا ادعا درلوده چې دا شبکه په افغانستان کې د طالبانو د تحریک په تر واکممنۍ لاندې د افغانستان په خاوره کې پناه ځایونه لري، او په همدې پلمه یې پر افغانستان پوځي یرغل وکړل.د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه، د امریکا متحده ایالاتو او د هغې متحدینو په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو تحریک واکمني یې پای ته ورسوله.که څه هم امریکا ادعا کوله چې د دوی موخه په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر او ددغې ډلې  د جنګیالیو له منځه وړل دي خو برعکس دا شل کاله د افغانستان د خلکو په ضد دوام وکړ . په اصل کې نه ددغې شبکې غړي په افغانستان کې او نه یې مشر په افغانستان کې وو. په افغانستان کې له کلونه کلونه جګړې، ناخوالو ، جنایتونو  او وژنو وروسته د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادین د ترهګرې په جګړې د امریکا ملاتړي هېواد پاکستان په زړه کې د امریکا د ځانګړو څواکونو په عملیاتو کې ووژل شو  او په دې توګه د امریکا هغه ادعا چې ګوندې بن لادین په افغانستان کې مېشت دی غلطه ثابته شوه. 

په افغانستان کې د امریکا لخوا د نوي حکومت جوړېدل
په افغانستان کې تحریک طالبانو حکومت تر نسکورېدو وروسته  امریکا ، د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د بُن غونډه جوړه کړه  او د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالی حکومت جوړ شو. وروسته د اساسي قانون د تدوین، انتخابات، پارلمان او یو نوی جمهوري نظام رامنځته شو، خو دا پروسه له ستونزو خالي نه وه. که څه هم ددغه حکومت د جوړېدو شاوخوا دوه کاله افغانستان کې نسبي امن موجود وو خو د جمهوري نظام حکومت د ننه د ګڼو ستونزو شتون ددې لامل شو ، چې افغانستان کې نسبي امن له منځه لاړ شي او یو ځل بیا پر افغانستان د نا امنیو څپه خوره شي. 

د جمهوري نظام په حکومت کې د فساد، قومي اختلافاتو، سیاسي رقابتونو او امنیتي ګواښونو  شتون له امله  حکومت ونه توانېد د خلکو هیلې پوره کړي او په دې ډول جمهوري نظام په یو ډول نه یو ډول ولسي ملاتړ له لاسه ورکړ. 

 د امریکا شل کلنه جګړه او ناخوالې


د جمهوري نظام په اډانه کې د ګڼو ستونزو او سیاسي مخالفتونو د شتون له امله  په افغانستان کې د امریکا د پوځي  حضور سره سره، افغانستان له پراخې ناامنۍ، ځانمرګو بریدونو، د ملکي خلکو وژنو، کډوالۍ، اداري فساد، او جګړه‌ییز اقتصاد سره مخ پاتې شو. د طالبانو تحریک یو ځل بیا منسجم شو او د اسلامي امارت تر عنوان لاندې یې په افغانستان کې د امریکا او د هغه د ملاتړو د اشغال په وړاندې سخته مبارزه پیل کړه . دا مبارزه چې شاوخوا شل کاله یې دوام وکړ په افغانستان کې یې ګنې ویجاړۍ په ځای پریښودې ، له دواړو خواوو زرګونه افغانان ووژل شول او رزګونه نور بیا معیوب او معلول شول،ملیونونه کډوال شول ، ګنې میرمنې کوڼدې او ګڼې میندې بورې شوې او افغانستان یو ځل بیا د شهیدان او یتیمانو په وطن بدل شو. په دغو شلو کالونو کې که له یوې خوا داخلي ستونزو او مخالفتونو جمهوري نظام کمزوری کړ له بلې خوا د افغانستان اسلامي امارت  مبارزه لا پسې پیاوړې شوه او په دې ډول یې د افغانستان ډېرې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

که څه هم د جمهوري نظام په واکمنۍ کې د تعلیم، ښځو حقونو، ازادو رسنیو، او ښاري خدمتونو په برخه کې یو څه پرمختګ وشو،خو دا پرمختګونه یوازې تر ښارونو محدود پاتې شول  او دا لاسته راوړنې نازکې او ناپایداره پاتې شوې .

په افغانستان کې د امریکا د اشغال پای او د اسلامي امارت واک ته رسېدل 
امریکا او ملاتړو هېوادونو یې په افغانستان کې له شل کاله جګړې تر ماتې  وروسته په ۲۰۲۰ کال کې له اسلامي امارت سره خبرو او مذاکرې ته اړ شول. امریکا او اسلامي امارت يه دوحه کې مذاکره پیل شوه چې ، تر اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته اسلامي امارت په سیاسی ډګر کې هم بیا تر لاسه کړه او پر امریکا یې د مذاکرې له لارې دا ومنله چې خپل ټول پوځیان به له افغانستان څخه وباسي.څو اسلامي امارت او جمهوري نظام تر منځ  د سولې بین الافغاني مذکراتو ته لاره هواره شي.که څه هم د اسلامي امارت او جمهوري نظام تر منځ هم په دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې خو دا خبرې په جمهوري نظام کې د پراخو سیاسي مخالفتونو له امله کومې پایلې ته ونه رسېدې . په افغانستان کې جګړې روز واخیست  خو  د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، اسلامي امارت له جګړې پرته کابل ونیوه، او اشرف غني له هېواده ووت. امریکا د دوحې تړون له مخې له افغانستان څخه ووته او  د امریکا وروستی سرتېری د اګست پر ۳۰مه له افغانستانه ووت، او  په دې ډول په افغانستان کې د امریکا شل کلن اشغال په افغانستان کې پای ته ورسېد او افغانستان یو ځل بیا خپلواک شو. که څه هم په افغانستان کې د امریکا شل کلن اشغال ګڼ زیانونه ، مرګونه او ناخوالې په ځای پرېښودې خو افغانانو یو ځل بیا په خپله خاوره کې د نړۍ د دریمې امپراتورۍ د ماتولو ویاړ تر لاسه کړ او یو ځل بې بیا ثابته کړه چې افغانان د هیڅ یرغلګر په وړاندې سرونه  نه ټیټوي بلکې د خپلې خاورې د خپلواکۍ لپاره د سرونو قرباني ورکوي. 

 

 

 

ماخذونه او په ښمر راغلې سرچینې 
کتاب                                لیکوال 

جهان ګشایي جویني                   عطاملک جویني  

تاریخ وصاف  فارسي                 وصاف الحضره 

جامع التواریخ  فارسي                رشیدالدین فضل الله همداني 

انترنیتي سرچینې 

ویکپیډا او ځینې نورې ویبپاڼې