چین د فاشیزم ماتوونکی او د نړېوال نظم د جوړښت سر لاری هېواد

لیکوال : د ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکي اندیښمن ځاځی 

سریزه 

چین چې اوس مهال په نړۍ کې دوهم لوی اقتصادي هېواد بلل کې د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال د فاشیزم پر ضد جګړه کې یو مهم او نه هیریدونکی رول لوبولی، چې د دویمې نړیوالې جګړې په بریا کې یې حیاتي ونډه درلوده. پر چین ۱۹۳۷ کال د جولای په ۷مه د جاپان لخوا  پراخ پوځي یرغل وشو ، چې د چین ملت یې په وړاندې  په ډېره زړورتیا او میړانه نه هېریدونکي مقاومت وکړ او  دغه مقاومت نه یوازې د آسیا په ختیځ کې د فاشیستي ځواکونو مخه ونیوله، بلکې د متحدینو لپاره یې ستراتیژیک ملاتړ هم برابر کړ، چې د اروپا او پسیفیک په جبهاتو کې د بریا زمینه برابره شوه.د جاپاني تېردونکو ضد د چینایانوجګړه چې ۱۴ کاله یې دوام وکړ د چین د خلکو له سختو قربانیو او سرښیندنو وروسته د چین په بریا او د جاپان په ماتې پای ته ورسېده. په دغه لیکنه کې به د جاپاني یرغل او د فاشیزم په ضد جګړه کې د چین رول او مقاومت او همدا راز له جګړې وروسته د نړیوال نظم په جوړشت کې د چین رول او پرمختګونو بېلابېلو اړخونو ته لنډه کتنه وکړو .

د چین لخوا د فاشیزم په ضد د جګړې پیل او د چین مقاومت

د ۱۹۳۱ کال وو چې جاپان د چین پر شمال یرغل راوړ او دا یرغل د چین ملت د یووالي او د خپل هېواد سره د بې ساري مینې پر بنست د یرغل په وړاندې د خلکو  د مقاومت پیل او سبب وګرځېد. د چین خلکو  د جاپانې یرغل په وړاندې د خپلې خاورې نه د دفاع لپاره د جګړې ډګر ته را ووتل او په ډېره زړورتیا یې د خپلې خاورې او هېواد نه د دفاع لپاره قربانۍ ورکړې. په ۱۹۳۷ کال د جولای په ۷مه نېټه د لوګوچیاو له پېښې وروسته چې د مارکو پولو پل د پېښې په نوم هم پېژندل کېږي، د چین د بیجینګ ښار سوېل لوېدیځ ته د وانپینګ ښارګوټي ترڅنګ رامنځته شوه.دا پېښه د چین د ملي انقلابي اردو او د جاپان د امپراتورۍ اردو ترمنځ د شخړې پیل و، چې د دویمې چین-جاپان جګړې لامل شوه. د ۱۹۳۷ کال د جولای په ۷مه، د مارکو پولو پل تر څنګ د پوځي تمریناتو پر محال یو جاپاني سرتیری ورک شو چې وروسته جاپاني قوماندانانو د وانپینګ ښارګوټي ته د ننوتلو او د سرتېري د لټون غوښتنه وکړه. چینايي ځواکونو لخوا د دغې غوښتنې په ردېدو سره د چین او جاپان تر منځ جګړه پیل شوه،چینایانو د جاپاني یرغلګرو پر وړاندې سخته جګړه وکړه،دا جګړه چې ۱۴ کاله یې دوام وکړ دویمې نړیوالې جګړې د ختیځې جبهې اصلي برخه وګرځېده.

د چین د مقاومت ستراتیژیک ارزښت او د متحدینو ملاتړ

د چین د ملي انقلابي اردو او د جاپاني ځواکونو جګړه بېلابیل ستراتیژیک ارزښتونه لري یو ارزښت یې دا دی ،چې د چین خلک د خپلې خاورې د ساتنې لپاره سره یو موټي شول او د جاپاني یرغل په وړاندې د چین ملي انقلابي اردو تشکیل شوه او دویم ارزښت یې دا وو، چې چین د چاباني امپراتورۍ د ځواکونو د ستراتیژیکو پلانونو مخه ونیوله. جاپان ونه توانېد ، چې د شمال له لارې پرپخواني شوروي اتحاد برید وکړي. دا کار پخواني شوروي ته دا فرصت ورکړ ،څو خپل ځواکونه د لویدیځ جبهې ته واستوي او د نازي آلمان پر وړاندې مقاومت وکړي. همداراز، چین د متحدینو لپاره د هوايي اډو، استخباراتو او موادو په برابرولو کې مهم رول ولوباوه، چې د پسیفیک په جبهه کې د بریا لپاره حیاتي رول بلل کېدای شي. 

د چینایانو قربانۍ او بریاوې

جګړه په هر حال کې خپل زیانونه لري هم د جګړې بایلونکي زیان ويني او هم  د جګړې ګټوونکی له دغوزیانونو په امان کې نه پاتې کیږي. د چین او جاپان جګړه هم همداسې یوه جګړه وه ،چې د چین او جاپان له خلکو یې قرباني واخیسته. د جګړې پر مهال جاپاني ځواکونو د چین لویه برخه اشغال کړې وه، او په دې جګړه کې د جاپاني پوځ اویا سلنه ځواکونه په چین کې په جګړه بوخت وو . د چین د ملي مقاومت په پایله کې د جاپان اوردو له منځه لاړه او جګړه د چین په بریا پای ته ورسېده.له هغې ورځې شاوخوا ۸۰ کاله تیريږي. د چین خلک او حکومت  هر کال په بیلابیلو مراسمو د دغې ورځې لمانځنه کوي. 

د چین په پلازمینه بېجینګ او نورو ښارونو کې د دغې ورځې په مناسبت یادګاري غونډې او سیمینارونه جوړېږي، چې د جګړې د قربانیانو یادونه کوي او د سولې او یووالي پیغام ورکوي. د جګړې د تاریخي اهمیت په باب پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه هنري نندارې ،فلمونه او فرهنګ پروګرامونه هم جوړیږي او نندارې ته وړاندې کیږي څو د نوي نسل په ذهنونو کې د چین تاریخ او قربانۍ ژوندۍ وساتي او دوی ته د وطن پالنې روحیه ورکړي. 

په جګړه کې تر بریا وروسته د نړیوال نظم په جوړښت کې د چین ونډه

لکه وړاندې چې مو وویل چین له جاپاني تېرونکو سره له ۱۴ کلنې سختې جګړې پراخو قربانیو ورکولو وروسته جاپان ته ماتې ورکړه او په جګړه کې بریالی شو. په یاده جګړه د چین بریا د دې لامل شوه چې په نړۍ کې د فاشیزم په وړاندې پيل شوې جګړه هم بریالي شي او فاشستي ځواکونه سخته ماتې وخوري. دا هغه وخت وو چې تر دویمې نړېوالې جګړې وروسته نړۍ له نړېوال نظم بې برخې وه او د نړیوال نظم جوړښت ته اړتیا لیدل کېده. چین د متحدینو د یو مهم غړي په توګه، د نړېوال نظم په جوړښت کې د پام وړ مهم رول تر سره کړی دی. چین په ۱۹۴۳ کال کې د قاهرې اعلامیې او په ۱۹۴۵ کال کې د پوتسدام اعلامیې لاسلیک کوونکی هېواد و ، چې د جاپان د بې قید و شرط تسلیمۍ غوښتنه یې وکړه. همداراز، په ۱۹۴۵ کال کې، چین د ملګرو ملتونو د بنسټ ایښودونکو غړی هېواد و ، چې د جګړې وروسته د نړیوال نظم په جوړښت کې یې مهم رول درلود. چین همدا راز د امنیت شورا دایمي غړیتوب تر لاسه کړ،چې د نړیوالو امنیتي مسایلو په حل کې فعاله ونډه ولري.له جګړې وروسته چین په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د تینګښت لپاره ګټورې هڅې پیل کړې. چین پر خپلو اقصادي پرمختګونو تمرکز وکړ او له همدې لارې یې نړۍ د ګډو پرمختګونو لور ته وهڅوله. چین همدا راز د نړېوال نظم د اصلاح لپاره هم بې سارې هڅې کړي دي او د پرمختللو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره یې نوې لارې چارې وړاندې کړې دي. چین  د نړېوال نظم د اصولو ملاتړ کوونکی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د هېوادونو د حاکمیت، د ارضي تمامیت، او د نه مداخلې اصولو ته درناوی لري او هڅه کوي د نړېوال نظم د اصولو پر بنسټ، یو عادلانه او متوازن نړیوال نظم رامنځته ، د زیربناوو پراختیا، سوداګریزې اړیکو ، او کلتوري تبادلو ته وده ورکړي.

پایله

د فاشیزم پر ضد جګړه کې د چین رول نه یوازې د آسیا د آزادۍ لپاره حیاتي وو، بلکې د نړیوال فاشیزم پر ضد پیل شوې جګړې د بریا لپاره هم اړین وو. د چین د خلکو قربانۍ، مقاومت او ستراتیژیک ملاتړ د دویمې نړیوالې جګړې په بریا کې نه هیریدونکی رول لوبولی، چې باید د تاریخ په پاڼو کې تلپاتې شي.