دالله خوښی په سوله او یووالی کې دی.
الف-په قرآن کریم کې له سلو زیات ایې په سوله ایزه ژوند باندې تاکید کوی.
ب-ټول فلاسفه اومتفکرین په سوله باورمن دی نه خشونت او جګړې.
ج -دقرآن کریم له مخی سوله په خپله ارزښت او هدف دی.
* رسول اکرم ص بهترین دېپلو ماتیک، متقابل احترام، حسن نیت، صداقت او داصولو رعایت هغه وخت کې په مذاکراتو کې عملی بڼه درلوده.
* درسول اکرم ص جهان بینی داصولو او روابطو په وړاندې واقع بینانه وه.
* ټول [بشر] افراد دالهی دبلنې په ارشاد یوشی دی.
* په سورت اعراف [۱۵۸] ایت کې داسې فرمایی:”خلکو ته ووایه چې ،زه ستاسو ټولو لپاره دالهی رسول یم”.
* سورت نحل [۹۱]آیت کی الله فرمایی:هروخت چې تاسې یو پیمان منعقد کړ داسې فکر وکړې چه له الله ج سره مو ژمنه وکړه په ژمنه مو وفا وکړۍ او خپله ژمنه مه ماتوی.
* دحجرات په سورت کې مسلمانان یو دبل ورونه دی ! نو بیا ولې بی ګناه وژنی؟ اسلام مسالمت امیزه او له نورو سره دترغیب غوښتته کوی.
* اسلام له دښمن سره په سوله بېړه کوی.
* اوهمدارنګه دانفال په سورت کې ۶۱ ایت وګوری.
* داسلان تر نوم لاندې هرډول سوء استفاده کول خیانت دی خپه کېږی او که خوشالیږۍ !
هر څوک سوله غواړی. خو دهرچا غوښتنه توپیر کوی . هرڅوک هیله لری خوهیله یې ابعاد لری ، عوامل لری ابزار او وسایل. دغه غوښتنه ځینو ته احساساتی ، هوسی، دزر اوزور ، ځینو ته دپړانګ ا و پاڼ محراق لری. سوله سیالی او مسابقه نه ده . طبیعی حق او ارزښت دی ، آبادی او ترقی ده ، سکون اوسوکالی ده ، اعتماد او اعتبار دی ، عدالت او مساوات ، لورون اوسالم نیت دی .درناوی او بشری کرامت دی سوله هیڅ ډول ناوړین سره سازش نشی کولی. سوله په عدم تشدد باندې ولاړه دهر اجتماعی ژوی دژوندانه لومړیتوب رامنځ ته کوی. انسان دسولې په وړاندې مسئول دی.
سوله دهېواد په ټولو برخو کې پراګماتیک، علمی اومنطقی اړخونه لری. سوله جمعی او دخلکو ترمنځ دهمغږی او همکاری پروسې لری.
سوله عامه پوهاوې ته اړه لری دغه اړه د غونډو ، جوماتونو، سیمینارو ، کنفرانسو نو ، اکاډمیکو کدرونو ، تعلیمی او اکاډیمیک مؤسساتو لخوا دیوه داینامیک محور په توګه مخ ته تلای شی نه بخیلی ، بندیز ، او انحصار !
مثبتو افکارو ته دمثبتو شخصیتونو له لارې سولې ته خدمت کول دژبی اوعامه پو هاوی ترمیم کیدای شی.
سوله دعفوې ، تفاهم ، تعامل ، په لوړه کچه دېپلوماسی، ڼړیوالو نورمونو ، اصولو او اخلاقو ته لارې څېړل او دمفاهمې دريځونه یو بنسټیزه ګام ګڼل کیږی .
دمسئولیت مکانیزم او اهلیت دسولی فضا ته زمینه برابروی.
سولی سره ډیر شیان سمیږی . غچ ، ګواښ ، شهرت، وچ سیاست ، خود خواهی او نمرودی حالت محکومیت لوری ته ټیل وهی . سوله درحمن اورحیم لخوا ښایسته او په زړه پورې پیامونه لری.سوله فزیکالی مرغان ، سارایی او کورنی حیوانات احساسوی او غاړه ورته ږدی. آسمان او زمکه دسولې په ابتکار ۲۴ ساعته، یوه اوونۍ، یو ه میاشت یوکا ل، لسیزه اوپېړی رامنځ ته کوی .
له سولې هیچا تر اوسه ضرر نه دی لیدلی.
دخ.خ.بنسټ دسولې بیغام نه یوازې دې سیمې ته راوستلی شی بلکې ددې توان لری چې دهېواد په کچه کوتلی ګامونه واخلی . زموږ ځوان نسل داتمه کوی چې سوله زموو لومړیتوب دی او موږ ور باندې باور لرو .
« الیوم، یوم الملحمه» به « الیوم، یوم مرحمه » باندې بدل شو .
دالله درود په رحمت اللعلمین باندې .