آیا افغان ځوانان زده کړو ته ژمن دي؟
زموږ په هیواد کې د زده کړو څرنګوالی، د زده کړو چاپیریال، زده کړو ته د محصلانو پاملرنه، مسؤلیت پېژندنه او ژمنتیا په کوم حالت کې ده؟
آنلاین زده کړې له کومو ننګونو سره مخ دي؟
دا او دې ته ورته د نورو پوښتنو ځوابونه د یوې بهرنۍ، فرانسوۍ څېړونکي او افغانستان پېژندونکي، سارا هېرمن په هغه لیک کې موندلای شۍ، کوم چې نوموړي د فرانسوي ژبې افغان زده کوونکو ته استولی دی.
خو مخکې له دې چې د نوموړیې هغه لیک چې ماته یې را استولی دی او هغه لیک چې نوموړی خپلو محصلینو ته استولی دی، له تاسی سره کټ مټ شریک کړم، لومړی یو څو نورو ټکو ته ستاسی پام را اړوم:
کله چې څو کاله دمخه جمهوریت و پرزید او نوی رژیم رامنځ ته شو، نو د نورو ډیرو هیوادوالو په څېر یو زیات شمیر د پوهنتونو استادان هم له هیواده ووتل ، یا د بهرنیانو په مرسته وویستل شول او په ټوله نړۍ کې خواره واره شول.
له پوهنتونو د داډول علمي کادرونو تېښتې، چې ډیرو یې تازه په بهرنیو پرمختللو هیوادونو کې، په ډیرو اړینو څانګو کې دماسترۍ او پی اچ ډي زده کړی ترسره کړې وې، د افغانستان تحصیلي نظام له سخت زیان سره مخ کړ.
که له یوی خوا د خپلو هم مسلکانو په امن کیدلو او هوسا کیدلو خوشحاله شوم، نو له بلې خو د هیواد د ځوانانو راتلونکې او له خپل جګړه ځپلي هیواده، د مغزونو په دې ډله ییزې تېښتې هم ډیر خواشینې شوم.
دا دریم پړاو و چې، له افغانستانه ډیر نومیالي پوهان او متخصیصین ووتل. یو ځل د پخواني شوروي د یرغل په مهال، بیا د تنظیمي جګړو له ویرې او دا دریم ځل د جمهوریت له ړنګیدو وروسته له افغانستانه د ګڼ شمیر روڼ اندو او پوهانو کډې بار شوې.
ما چې د جمهوریت په مهال، د هیواد بیلابیلو پوهنتونو ته، د پوهنتون د استاد په توګه له بهره رسمي کاري لنډ مهاله سفرونه کړی و او یوه لنډه موده مې په لوړو زده کړو وزارت کې د سلاکار دنده هم لرله، نو د یو شمیر پوهنتونو له تدریسي حالته پوره خبر وم. له ګڼ شمیر مسؤلینو او استادانو سره مې پېژندګلوي لرله او له ځنو سره په اړیکه کې وم.
له همدې امله مې شاو خوا دوه کاله دمخه یوه هڅه پیل کړه، چې که ممکنه شي له دغو پوهانو یو شمیر سره آنلاین راټول شو او د دوی له پوهې په یو ډول نه یو ډول، د هیواد د پرمختګ او د ځوانانو د زده کړو لپاره، په وړیا او رضاکارانه توګه کار واخلو.
زما پیغام ته ډیرو درنو استادانو، څیړونکو او متخصیصینو هرکلې ووایه او موږ وتوانیدو چې د افغان آنلاین پوهنتون د تأسیس لپاره، د 2023 کال د مارچ په پنځمه د نړۍ له ډیرو هیوادونو د 55 تنو استادانو او څېړونکو، یوه آنلاین مؤسسه غونډه جوړه کړو.
په دی غونډه کې د افغانستان د زیاترو پوهنتونو یو شمیر استادانو، د پوهنتونو او پوهنځيو رئیسانو او ډیرو مخورو او مشهورو علمي شخصیتونو برخه لرله. که څه هم موږ د شاوخوا یو سلو پنځوسو تنو په شمیر استادانو او څېړونکو سره اړیکه نیولی وه، خو ځنې یی په همدغه لومړني موسس مجلس کې حاضر نه و، خو وروسته یې له موږ سره په ۹ کاري کمیټو کې فعاله برخه لرله.
زموږ موخه دا وه چې، لومړی دا استادان، ځانځانۍ ته پاته نه شي او له یو بل سره مسلکي او علمي مناسبات و پالي، تجربې شریکي کړي او له بلی خوا، وکولای شو، په آنلاین توګه د هیواد دننه ځوانانو ته د دوی پوهه ولیږدوو. همدارنګه د درسي موادو په برابرولو او نورو علمي څېړنو کې په منظمه او منسجمه توګه کار وکړو.
له نیکه مرغه موږ اوس د افغان آنلاین زده کړو په نوم یوه نړیواله رسمي اتحادیه لرو، چې د یو شمیر رضاکارو غړو په مالي بسپنه یې د رسمي توب حقوقي چارې سرته رسیدلې دي او د افغان أنلاین پوهنتون رسمي اعتبار ورکولو ته کار کوي.
دمګړۍ مو لنډ مهالي وړیا مرستندوی تحصیلي کورسونه پیل کړی دي او د علمي سیمینارونو لړۍ مو هم شروع کړی ده.
په پام کې لرو چې د هیواد اړتیاوو ته په کتو، په نړیوال معیار برابری اوږد مهالې زده کړی پیل کړو، علمي تحقیقات ترسره کړو، درسي کتابونه او مرستندوی درسي مواد برابر کړو، یو نړیوال معتبر رسمي ژورنال ولرو، تر څو د یوه پله په توګه بهر میشتي پوهان د افغانستان له تحصیلي نظام او ځوان نسل سره ونښلوو.
په همدی لړ کې مو د افغان رضاکارو استادانو تر څنګ، له یوی فرانسوۍ څېړونکي، افغانستان پېژندونکي او فرانسه کې کډوالو ته د فرانسوي ژبې د زده کړې استادې، اغلې هېر من چې پښتو ژبه یې پوره زده ده کړی ده، هم هیله وکړه، چې زموږ د آنلاین زده کړو له لیارې محصلینو ته د فرانسوي ژبې د زده کړی یو وړیا آنلاین کورس هم جوړ کړي.
نوموړی چې په فرانسه کې هم افغانانو او نورو کډوالو ته د فرانسوي ژبې تدریس مخ ته وړي، په پوره لیوالتیا زما وړاندیز ومانه او ژمنه یې وکړه چې کوښښ کوي له خپلې یوی بلې همکارې سره دا کورس پیل کړي.
له شلو تنو زیاتو محصلینو نوموړي کورس ته نوم لیکنه وکړه او دا کورس شاو خوا دوه میاشتې دمخه پیل شو.
دا چې نور څه پیښ شول، دادی په هغو لیکونو کې یې ولولئ چې میرمن هېرمن ماته او خپلو محصلینو ته استولي دي.
زما له نظره دا لیک د یوې بهرنۍ استادې او څېړونکې له نظره، داسی یوه هېنداره ده چې، موږ په کې د افغان زده کوونکو یوه ټولګي ته په کتو، تر یوه حده په زده کړو کې ستونزي، د محصلینو کرکترونه او سلوکي توپیرونه، د هغوی ژمنتیا او مسؤلیت پیژندنه موندلای شو.
همدارنګه په لویدیځ کې درسي اصولو ته د استادانو ټینګه پاملرنه او ارزښت ورکونه د تدریس اغیزمنې لارې چارې لټول، د لارښود او زده کوونکي ګډ کار او متقابل عمل او عکس العمل یا غبرګون درک کولای شو.
دا هم، ماته د هغې لیک چې کټ مټ او پرته له لاسوهنې یې لوستلای شئ :
" سلام ځواکمن صایب،
په دې هیله چې تاسو جوړ او روغ یاست.

د پرون د درس په ترڅ کې د زده‌کوونکو د بشپړې نه‌ حاضرۍ، او همداراز د دوامداره نه‌حاضریو او د زده‌کوونکو د ژمنتیا د نشتوالي له امله، ما او الیزابت پریکړه کړې چې د فرانسوي ژبې آنلاین کورس پای ته ورسوو.

لاندې هغه پیغام درسره شریکوم چې موږ زده‌کوونکو ته لېږلی، تر څو د دې پرېکړې وضاحت ورکړو.

زه درسره د هر ډول وضاحت یا خبرو اترو لپاره حاضره یم، که اړتیا وي.

د تصدیق‌نامو په اړه، موږ کولای شو ځینو زده‌کوونکو ته د ګډون تصدیق‌نامه ورکړو، چې د هغوی د فرانسوي ژبې د A1.1 کچې د ۲۰ ساعتونو په روزنیز پروګرام کې د هغوی د ګډون ثبوت ورکوي.
دا تصدیق‌نامه د ژبې د کچې نهایی تایید نه دی، بلکې یوازې د دوی د حضور او برخې اخیستنې تأیید دی.
که اړتیا وي، زه درته د یادو زده‌کوونکو لېست هم برابرولی شم.

په درنښت، "

دا هم هغه لیک چې سارا هېرمن د فرانسوي ژبې استادې، د خپل آنلاین ټولګي افغان محصلینو ته استولی دی او زه یې د هغې په اجازه، پرته له لاس وهنې دلته شریکوم :

" ګرانو ټولو ته،
له دې ښوونیز سفره راهیسې، ما او الیزابت خپل ټول زړه او هڅې دا ایښي چې تاسې ته د فرانسوي ژبې یو باکیفیته کورس وړاندی کړو — وړیا، بې له کومې تمې یا تاوان ته، یوازې د دې لپاره چې پوهه خپره شي او یو باانګېزې ګروپ پرمختګ وکړي.

موږ هره اونۍ څو ساعته وخت ورکړی، نږدې دوه ساعته هر یو، ترڅو درسونه خاص ستاسو د کچې سره سم عیار کړو. دا یو ساده کار نه دی: موږ باید مواد له سره جوړ کړو، تمرینونه بیا ولیکو، او فکر وکړو چې څنګه کولای شو تاسو ته تر ټولو ګټور ډول وړاندې کړو، سره له دې چې د حاضری، وختي ګډون او د زده کړې د سرعت له پلوه توپیرونه ډېر وو.

موږ همدارنګه ستاسې د ځانګړو غوښتنو پر وړاندې ډېر انعطاف ښودلی دی. کله چې تاسو وویل چې له زوم سره ستونزه لرئ، موږ ومنله او دوه اونۍ مو کورس په Google Meet باندې واړاوه. خو هغوي چې دا غوښتنه یې کړې وه، هېڅ هماغه ورځې ټولګی ته حاضر نه شول.

همدارنګه، ستاسې د غوښتنې له مخې، موږ د درسونو ثبتول پیل کړل، څو که څوک نه شي حاضرېدای یا انټرنټ ونه لري، بیا وروسته وکولای شي درسونه وګوري. دا ویډیوګانې مو منظم د واټساپ له لارې استولې، له لومړي درس څخه نیولې. خو تر ننه پورې یوه ویډیو هم نه ده کتلی شوې. تاسو دا حل لاره کلکه غوښتې وه، خو هېڅکله مو کار ترې وانخیست.

موږ هم د روژې له پیل مخکې له تاسو وپوښتل، چې آیا غواړئ درسونه دوام ومومي. تاسو په یو غږ وویل "هو". خو د روژې په لومړۍ اونۍ کې، یوازې څو دقیقې مخکې له درس څخه مو وویل چې نه شئ راتلای، حال دا چې موږ درس چمتو کړی و. تاسو څو ځله فرصت درلود چې دا موضوع مخکې له مخکې راسره شریکه کړئ، خو هېڅ مو ونه ویل.

موږ تل صبر وکړ، چوپ پاتې شو، هېڅکله مو له تاسو ګیله ونه کړه که حاضر نه وئ، تمرینونه مو نه و کړي، یا هېڅ ځواب مو نه ورکاوه. موږ سترګې پټې کړې چې ډېری یوازې د درس نیمایي ته راځي، یا کله هم خبرې نه کوي، یا درې اونۍ وروسته وايي: "زه نه وم، نه پوهیږم دا څه دی" — لکه چې دا عادي خبره وي چې څوک غایب وي او بیا هم نه پوهېږي او نه هم درس رااخلي.

موږ تمه لرله چې یوه ورځ به تاسو هم هڅه وکړئ. خو دا ورځ رانغله.

په ورته وخت کې، موږ وینو چې یو شمېر کسان د درس پر وخت واټساپ کې فعال وي، بې له دې چې حتی یو پیغام ولیږي او خبر راکړي چې حاضر نه شي. موږ ښه پوهېږو چې د افغانستان شرایط سخت دي، انټرنټ نه وي، مشکلات شته. خو دا یوازې نه شي توجیه کولای چې ولې تاسو غایب یئ، تمرینونه نه کوئ، یا هیڅ ځواب نه ورکوئ. دا هم نه شي توجیه کولای چې ولې هېڅ منظم هڅه نه شته.

رښتیا خبره دا ده: موږ ډېر ورکړل، خو ډېر لږ ترلاسه کړل. پرته له څو کسانو چې واقعاً هڅه وکړه، د ډیرو نورو چلند یو ډول بې پروایي وه، یا داسې انګیرنه چې هر څه باید لا له وړاندې چمتو وي، بې له دې چې دوی کوم زحمت وباسي.

ستاسې له خوا غوښتنې ډېرې وې، او موږ به تل حل لارې لټولې، خو له بلې خوا ستاسې عملونه هېڅکله د دې غوښتنو سره برابري نه درلوده. ښکاري چې دا کورس ستاسو لپاره لومړیتوب نه و، حال دا چې زموږ لپاره هره اونۍ یوه جدي ژمنه وه.

له همدې امله، په خواشینۍ سره، خو په پوره هوښیارۍ، موږ پریکړه وکړه چې دا کورس پای ته ورسوو. نور دا ممکن نه ده چې دومره انرژي او وخت داسې یو پروګرام ته ورکړو چې ژمنتیا پکې یوازې له یوې خوا وي.

هېله لرو چې دا ناکامي به د ځینو لپاره د بیدارۍ یو فرصت وي. زده کړه، لکه هره انساني اړیکه، متقابل درناوي او ژمنتیا ته اړتیا لري.

موږ تاسو ته له زړه نه د بریا هیله کوو."
دا و د استاد هېرمن لیک خپلو محصلینو ته.
استاد هېرمن ته ما په خپل ځوابیه لیک کې په وړیا توګه تر دی دمه د هغوی د تدریس او زیار کالنې ستاینه کړی، د هغو محصلینو پر ځای چې د ټولګي او درس اصول یې بابیزه ګڼلي او نه دی مراعت کړي بښنه غوښتې او له کومو محصلینو چې د زده کړو اصول او اخلاق یې مراعت کړی دي مننه کړی ده.
ما ته هم په دې لیک کې ډیر داسی څه ورته په نظر راغلل چې ما هم د هیواد دننه د خپلې استادۍ پر مهال په ټولګي کې احساسول او لیدل. نو ځکه مې وغوښتل چې دا لیک او خپله تبصره د زده کړو له مینوالو سره شریکه کړم.
له بده مرغه زموږ د هیواد د وروسته پاتې والي د لسګونو نورو بدمرغیو ترڅنګ یو هم د زده کړو ټیټ کیفیت، نه اغیزمنتیا، د اکاډیمکو اصولو، مقرراتو او معیارونو نه مراعت کول دي.
همدارنګه د ښوونځیو او پوهنتونو د امکاناتو نا انډولي، نا متوازنه پرمختیا او په ټول کې د کار او زده کړو لټ او بیغوره کلتوري چاپیریال، سطحي چلند، په اوبو کې لوټه ایښودل او ورباندې تېریدل د دی سبب شوی دي چې موږ په ډیرو برخو کې، کارا او ماهر مسلکي کارکوونکي کم ولرو. خدمتونه مو نیمګړي او د ټیټ کیفیت لرونکې وي.
هیله ده زموږ په هیواد کې متوازنه، ټول شموله او په معیار برابرې زده کړی دود شي. زده کوونکي او محصلین زده کړو ته ژمن او خپلې راتلونکي ته کلکه پاملرنه وکړي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۲۰-۴-۲۰۲۵