اسلام آباد په یوه سترګه هرڅه خپله کوزه کې ګوری ځکه د اقتصادی بحران په اخره مرحله کې نښتی دی ، بې شمېره انتحاریانې او خشونت ، کرکه او تعصبات له بلې خوا نفوس په دې برخه کې یوه بله ستره معضله جوړوی . آباد خو هیڅ وخت دمهاجرو په هکله کوم مثبت او اباد ګام نه دې پورته کړی . همدې پاکستان مهاجر په اوو اصلی ډلو ووېشل او محلی ، کوڅه ډلې خو بی حسابه وی . پاکستان ته افغانستان تل دلنګې غواحیثیت درلود او لاهم یې لری . ساده ملا حسن اخوند په څیر ارګ میشتی له خپلو پښو خبر نه دی نو دافغانستان برخلیک او زعامت خو په دې ډول اخوند یوځای ته رسېدلی نشی!اسحق ډار ده او که ویره یودروغجن پاکستانی دی . دده دشیطانت او منافقت ترانسکرېپت په ګوګل کې پروت دی چې دی دوسلو په هکله امریکا ته څه وایی،دپاکستان په ټولو ښارونو کې افغانان دی هغوی له ډیر بد بشری ، انسانی ، حقوقی ستونزو سره مخ دی چې په هیڅ آیین اوعقیده کې ځای نه لری که پاکستان واقعا یو مسلمان هېواد وی ايا دغه ستونزې په اسلام کې ځای لری او که دا اسلام آباد نه بلکې داسلام وران معاملې دی ؟نوبیا مسئله روښانه ده .کابل[افغانستان] ددوه مخیتوب ،ستونزو ، کرکو، انحصار ،ظلم او بربریت سالم ترمیم غواړی نه اوږدې پروژې.پاکستان خپله ډوډۍ نه لری نو په څه شی پروژې تمویلوی او که داخبره هسې باټ هوګا! نو بیا بله خبره ده .
آباد دبل ډول، تګلاری او چمونو په لټه کې دی هغه دا چې په سیمه کې خپلې ګټې خوندی کول په افغانستان کې کمزوری ، مزدور ، بی کفایت ددوی په مشورو پورې ځوړند اداره غواړی . دغه ډول خلک اوس هم لری او ای اس ای په کلونو دافغان ولس باندې کار کړی . داسلام آباد دغه پروسه دافغانانو منځ که جهاد له وخت علنی ښکاری اوکتابونه ور باندې لیکل شوی .
پاکستان ددوحې شرمنده ، محدوده، انحصاری، کاسه اوکپړیو تور لښکر پرېکړې تر شا ولاړ وه.
داپټه خبره نه ده . دقطر ددهلیزونو نابلد غړی ډیر احساساتی په دې ناوړه واده کې تاو راتاوېده یو چا چې خپل عمر دیوه چرګ اداره کړې نه وی هغه څنګه دیوه مجاهد ولس استازیتوب کولی شی. دې انډیوالانو له همغه وخت اسلام آباد ته منډې وهلې. دا دیوې سوړې ماران دی لوبه یوه ده اولوبغاړی یې هم عین شی .
ډار دې شیشه کې خپل ځان ته سم وګوری چې دی څوک وینی خپل ځان وینی او که جهان؟ زه فکر کوم دمرستو او دالرو وخت نور تللی او دپاکستان اداره ورځ تر بلې ترینګلی کیږی او دتجزیې لورته درومی.
اسحق ډار په دوه مخیتوب کې دکابل ادارې ته ستون شو امنیت ؟ پروژې،
اوسوداګری دا درې واړه جلا محور او فاکتورونه لری هر یو وسایل او ابزار غواړی . ټول سره ګډول اویا په ټولو اکتفا کول او په عین وخت اداره او منجمنت یوه ستره معضله جوړوی. چې دطالبانو له توانایی او درایت اوچت کار دی.
پاکستان یوسوله ایز ، اګاه او نر حکومت نه غواړی ځکه پاکستان دسولی او صفا پر مبنا جوړ شوی نه دی او دتاریخ خاوند دی. پاکستان که په سوله باور درلودای زموږ کړکېچ ډیر ژر پای ته رسېد . موږ دغه زمینه څوځلی له لاسه ورکړی ده.