ما نه غوښتل چې په سياسي او يا نظامي برخو کې مداخله وکړم او يا څه پرې وليکم، مګر د اوکراين د ولسمشر ولاديمير زېلينسکي کړو وړو او يو شمېر څرګندونو او له دونالډ ټرمپ سره يې ښکر په ښکر کېدلو په خوالو رسنيو کې ګڼشمېر غبرګونونه راوپارول، چا له ښاغلي ولاديمير زېلينسکي څخه اتل، بل د شخړو قرباني او چا هم بې تجربې هسې سياسي ډم ترې جوړ کړ، چې په سياسي، ديپلوماسي اونظامي لحاظ يو نا پوه شخص دی. يو څو کاله مخکې د روسيې ولسمشر ښاغلي ولاديمير پوتين هم ورته ياده کړې وه، چې ښه به وی، چې خپلې هنري هڅې يې پر ستېژ کولی! نه دا چې په سياست ورګډ شو! يو شمېر خواخوږو يې خپل شعرونه هم ورډالۍ کړل، يو شمېر تر نيوکو لاندې کړی دی او نورو بيا پر ليکنو نازولی دی، نو دغو پېښو او غبرګونونو زه دې ته وهڅولم چې په دې اړه څو کرښې تورې کړم.
مخکې له دې چې د اوکراين اخوډب ته نغوته وکړم، بايد ياده کړم، چې افغانستان هم نيمه پېړۍ د زبرځواکونو د لوبو ډګر وو او نن هم دی، چې لومړی امريکا په خپلو مرستو او د مجاهدينو په پارولو د خلقي-پرچمي واکمني ته د پای ټکی کېښود او تېر شوروي اتحاد يې دړې وړې کړ، مګر هغه مهال په مجاهدينو کې ډېرې نيوکې پر ګُلبدين حکمتيار کېدلې، چې ګواکې سخت دريځه دی او بينالافغاني سولې ته غاړه نږدي. روسان په ۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري په ۱۵ له افغانستانه پښې سپکې کړې او ټول راووتل، خو مخکې له وتو يې له برهان الدين رباني سره پروتوکولونه هم وکړل، چې له روسانو سره يې د نويو اړيکو مزي وغزول او جمعيتيان د رباني په مشري له جنګي غرايمو روسانو ته تېر شول، مګر حکمتيار د ۲ تريليونو ډالرو په ارزښت له روسانو (د شوروي اتحاد ميراث خوارو يې) د غرايمو غوښتنه کوله، خو رباني د مجاهدينو واکمن او حکمتيار د جګړو ګرم شو، مګر روسانو په شمال کې د دوستم حکمروايي او د نظار شورا يې د احمد شاه مسعود په مشري جوړ کړل او کشتمند د روسانو په نغوته د وطن يا پرچم له ګونده ووت او د وحدتيانو په جوړولو کې يې اساسي رول ولوبولو او باميان ته کډه شوو، چې وروسته دغه درېواړه ډلې يو ځای شوې او د پښتنو ۳۰۰ کلنې واکمني ته يې د مجددي او بيا د رباني په مشرۍ د پای ټکی کېښود، چې د ډاکتر نجيب له نسکورېدو سره د کمونيستي غوبل پر ځای د مجاهدينو غوبل په ټول افغانستان کې پيل شو او د تجزيې ملکلطوايفۍ رامنځ ته شوې. له ۲۰۰۱ ميلادي کاله امريکايان هم په افغانستان کې تر ۲۰۲۱ ميلادي کاله ښکېل پاتې شول، چې تورمخي له افغانستان ووتل او روسانو هم د تېرې افغاني جګړې غچ ورڅخه واخيست، خو د لوېديز په چل ول روسان له اوکراين سره په جګړو بوخت شول، چې د جګړې اصلي هدف د روسانو د واکمني کاوړي کول او د روسيې تجزيه کول دي.
د اوکراين نننۍ جګړه د ۲۰۲۲ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې پیل شوې ده، چې مخکې له دې روسانو وکولی شوی، چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال د کريم ټاپو خپل کړي. اوکرايني نظامي ځواکونه له کريمه وايستل شول او د سيمې ټولې چاري او اداره روسانو خپله کړه. روسانو د ولاديمير پوتين په مشرۍ دونيا ته وښودله، چې دلته په سيمه کې څوک لومړۍ خبره کوي! خو د کريم په بایللو اوکراينيان داغداره شول، چې د دغه ناکامي زغمل ورته نا شونې شول او په اوکراين-مېشتو روسانو يې ظلمونه پياوړي کړل.
له بده مرغه د روسانو او اوکراينيانو ستونزه ډېرې ژورې او زړې جرړې لري، چې په دې پاڼو کې به هڅه وشي، چې هغه را وسپړي او لوستونکو ته يې وړاندې کړي. په نسکور شوي شوروي او يا روسيه کې د زده کړو په ترڅ کې د شوروي ټولنې تاريخ هم لوستل کېږي، چې د هغه مهال د شوروي اتحاد د متحدو جمهوريتونو تر څنګ د شوروي اتحاد د دولتداري او د حزب تراز نوين يا د بلشويکانو د ګوند او د لېنن د سياسي ژوند په اړه هم معلومات پکې خوندي شوي ول.
د اوکراين په اړه ويل کېږي، چې ګواکې ۱۰۰۰ کاله مخکې د اوسني اوکراين په سيمه کې د سلاويانو يو شمېر قبېلې راټولې شوې وې او خپلې ملکلطوايفۍ ېې درلودلې، چې د لومړي ځل لپاره دغه سيمې ته د کيوف روسيه «Kivskaya Russia» اصطلاح وکارول شوه، چې وروسته د خارکوف منطقه او يو شمېر نورې سيمې سره يو ځای شوې او د وړې روسيې (Malaya Russia) اصطلاح ورته وکارول شوه، نو داسې ښکاري، چې د مسکو يا شمالي سيمو ننني روسان هم له دغو سيمو د شمال خواته خپلې واکمنۍ غزولې وي، خو داسې تاريخي شواهدو ته نغوته کېږي، چې ګواکې د سلاويانو ټبرونه له سکانديناويايي سيمو راکوټېدلي دي او په نننۍ لويدېزه اروپا کې مېشت شوي دي، چې ننني د سلويانو واکمنۍ يې استازيتوب کوي.
د شوروي اتحاد له ۱۵ جمهوريتونو جوړ شوی وو، چې يو شمېر جمهوريتونو بيا خپلواکې خودمختارۍ او خپلواکې سيمې درلودلې، چې روسيې هم تر ۳۶ زيات داسي خودمختار جمهوريتونه او خپلواکې سيمې درلودلې، چې بېلګه يې د چېچن، داغستان، کازان او يو شمېر نورو خودمختار جمهوريتونه او يو شمېر خپلواکې سيمې دي. له ۱۵ متحدو جمهوريتونو يوازې دريو جمهوريتونو لکه د روسيې فدراتيف جمهوريت، د اوکراين جمهوريت او د بېلاروس جمهوريت په ملګرو ملتونو کې له ۱۹۴۵ ميلادي کاله، وروسته له دويمې نړېوالې جګړې، غړيتوب درلود، چې د يوسف ويستريونويچ جګاشويلي «ستالين» د فرمان پر اساس يې د ملل متحد غړيتوب تر لاسه کړی وو. په زړه پورې خبره ده، چې د منځنۍ آسیا او د بالتيک جمهوريتونو په ملل متحد کې غړيتوب نه درلود، ځکه دوی د سلاويانو په قومي ډله کې نه شمېرل کېدل، يعنې له بل نژاد او يا نسله ول. د اتحاد جماهير شوروي د جمهوريتونو يو له اصولو دا وو، چې له يو بهرني مملکت سره پوله يا سرحد ولري، چې د دغو اصلاحاتو پر بنسټ يې د بخارا، فرغانې او نورې سيمې يې د اوزبکستان په تشکيل کې ورګډې کړې، يعنې اوزبکو ته يې ورکړې او د اوزبکو يوه سيمه چې د لېنن آباد (کولاب) په نامه يې نومولې وه په تاجکستان پورې ونښلوله، چې په دې ډول اوزبکستان له افغانستان سره هم سرحد شو، چې د تاجکو او اوزبکو سيميز اور پرې بل شو، چې تر ننه يې لمبې پورته کېږي، دا ډول سرحدي ستونزه تاجکستان له قرغزستان سره هم لري.
راځو د اوکراين سيمې ته. څنګه چې مخکې ياده شوه، چې د اوکراين په سيمه کې لومړی د سلاويانو څو قبيلې د کيوف روسيې تر نامه لاندې راټول شول او بيا د خارکوف سيمه د «وړې روسيې» په نامه ونومول شوه، چې بيا وروسته د مسکو روسيه رامنځ ته شوه، خو د روسانو او اوکراينيانو کرکه هم له دغو هجرتونو سره غبرګه پيل شوې ده، په دې ډول به روسانو د اوکراين خلکو د «خَخول يا خُخول» په نامه يادول، ځکه چې اوکراينيانو به پر سر د وېښتو يوه لکې پرېښودله، يعنې روسانو به ورته «دومدار» ويل. اوکراينوالو به د مسکو روسانو ته د «مَسکل، موسکل يا موسکلي يا مَسکلي» اصطلاحګانې د تحقير او توهين لپاره کارولې، چې دغه اصطلاحګانې په ورځني ژوند کې د دوی تر منځ ډېرې تبادله کېدلې، چې د بهرنيو محصلينو پام يې هم د دوی خپلمنځيو شخړو ته اړولی وو. د اوکراين کلمه د روسي ژبې د «Krai» يعنې څنډې، ژۍ، سرحد، بريده يا پولې او یا هم اطرافه اخيستل شوې، چې لر او يا بر معنی هم ورکوي، ځکه هغه مهال به د سيموواکمنيو ته د بر کلي واکمن او یا د لر او يا بر پاچاهي ويل کېدل، ځکه د اوکراين سلاويانو هم خپلې سيمې ته د اوکراين نوم غوره کړ، ځکه د «پر ژۍ يا څنډه پرته او يا لره سيمه» معنی لري. په کندهار کې هم د ښاري او اطرافي اصطلاحات ډېر مروج دي، يعنې د کابلي او اطرافي نومونې ته هم ورته والی لري.
د کيوف روسيه يا د هغه مهال اوکراين د ۱۳ پېړۍ په ترڅ کې د چنګېز خان د ځواکونو له يرغلونو سره دړې وړې شوه، چې کله به روسانو، کله به پولنديانو، کله به د هنګري واکمنو او کله به د رومانيا زورواکانو پر اوکراين راج چلولو او دوی به يې لاندې کول. د اوکراين ۹۴ سلنه لکه روسان اورتودوکس عيسويان دي او صرف ۵ سلنه يې کوتوليک مذهبه دي. په شمالي سيمو کې يې روسي ژبه پياوړې ده او په غربي سيمو کې يې بيا اوکرايني ويل کېږي، چې بېله سلاوياني لهجه ده، چې روسي او بېلاروسي او حتی پولنډي ته ډېره ورته ده، خو د اوکراين تر ۴۸ سلنه زيات وګړي ځانونه روسي ژبي بولي او ټول اوکراينيان د اوکرايني تر څنګ په روسي هم پوهېږي.
روسانو به د اوکراين خلک خَخول يا خَخلۍ بلل او په اوکراينيانو پورې به يې ټوکې هم کولې، چې يوه ټوکه يې په دې ډول وه: وايي چې کوم اوکرايني د ماهيګيري په ترڅ کې يو طلايي کب يا (د سرو زرو ماهي) نيولی وو. په روسانو کې داسې يادېږي، چې ګواکې که څوک طلايي ماهي ونيسي، نو ماهي د هغه درې غوښتنې حتمي پوره کوي! نو طلايي ماهي اوکرايني ته وويل، چې مه مې وژنه! زه ستا درې غوښتنې پوره کوم، نو اوکراينی خوشاله شوو او ورته يې وويل، چې د مغولو عسکرو ته ووايه چې سويډن ونیسي! ماهي د اوکرايني دغه لومړۍ غوښتنه پوره کړه، او مغول پر روسیه راتېر شول او تر سويډنه ورسېدل، نو د دويمې غوښتنې منتظر وو، چې اوکرايني ورنه څه غواړي! نو ماهي ته يې کړل، چې اوس دې د مغولو سپاهيان بيرته مغولستان ته ستانه شي. ماهي د اوکرايني دا خبره هم ومنله او د مغولو سپاهيانو ته يې وويل، چې بيرته خپل ملک ته ستانه شي. ماهي د دريمې غوښتنې پوښتنه وکړه، چې څه وکړي، نو اوکرايني بيا ورته وويل، چې د مغولو عسکر دې بيا سويډن ونيسي! ماهي هک پک اوکرايني ته وکتل او ورنه يي وپوښټل، چې په دې لشکرکشيو او د سپاهيانو تګ او بيرته تګ کې ستا څه ګټه ده؟ نو اوکرايني ورته وویل، چې د مغول ځواکونه پر روسيه تېرېږي او د روسانو شته، کروندې او ځمکې پايمالوي! که دې ټوکې ته سم پام وکړی، نو د يو شمېر افغانانو يوې ښېرې ته ورته ده، چې وايي: زما دې کور ړنګ شي، خو چې د پلاني غوا سټه شي!
څنګه چې ليدل کېږي، د اوکراين په نامه کوم مملکت يا خودمختاره دولتداري د اوکتوبر تر انقلابه مخکې نه وه. په ۱۹۱۷ ميلادي کال په روسيه کې د کمونيستانو ګوند د نظامي کودتا په ترڅ کې د تزار روسيې واکمن شول، چې وروسته د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهير کې د ننني اوکراين يو شمېر سيمې روسانو لاندې کړې وې او نوم يې ورته «د اوکراين د خلکو جمهوريت» کېښود، بيا يې دغه سيمې په ۱۹۱۹ مېلادي کال «د شوروي اتحاد د اوکراين سوسياليستي جموريت» ونومولې، چې تر ۱۹۹۱ د فبروري مياشتې تر ۲۲ نېتې په همدغه نامه د شوروي په اډانه کې پاتې شو او د شوروي اتحاد له منحلېدو نه وروسته اوکراين لکه يو خپلواک مملکت سر راپورته کړ، چې تر ننه له ډېرو سياسي، اقتصادي او جنګي ستونزو سره مخامخ شوی دی، چې نن يې هم خلک له روسانو سره په جګړه کې خپل شیرين ځانونه له لاسه ورکوي.
د روسانو او د اوکراين د خلکو شخړې ډېره مخينه لري. د لومړي نړيوالې جګړې په ترڅ کې روسان اړ ول، چې د اوکراين غربي سيمې له لاسه ورکړي، ځکه اوکراينیانو د روسانو له دوښمنو سره غبرګ د روسانو په مقابل کې جنګېدل. وروسته د اوکتوبر له اوښتونه هم روسان په کمونیستانو «سرو»، خو په لويديز سيمو او په اوکراين کې د «سپينو» لښکرو، چې په اوکراين کې يې د «بِندرۍ» ډلې هم ورسره ملې وې د شوروي د سرو لښکرو سره جنګېدل، په دې ډول د روسانو او اوکرينیانو پرهارونه نور هم ژورېدل، چې په دویمه نړېواله جګړه کې هم د اوکراين د غربي سيمو وګړي د هېټلر يا جرمني فاشيستانو له قواوو سره يو ځای شول او د روسانو په مقابل کې جنګېدل. وروسته له دويمې نړېوالې جګړې په واکمن کمونيست ګوند کې دا پوښتنه راپورته شوه، چې د اوکراين موجوديت ته د پای ټکی کېږدي او هغه نظامي ډلې چې له هېټلر سره ګډ د روسانو سره جنګېدل تری تام کړي او د سيمې ټول خلک د شوروي اتحاد نورو برخو ته وکوټوي، مګر ستالين دغو غوښتنو ته غاړه کې نه ښودله او د اوکراين جمهوريت يې د شوروي اتحاد په اډانه کې د ملل متحد غړی کړ.
وروسته له ستالينه د شوروي واکمني «نيکيته خُروسچوف» ته د شوروي اتحاد د واکمن کمونيستي ګوند لخوا ورکړل شوه، چې هغه هم د ستالين پر ضد خپل سياست روښانه کړ او د اکتوبر د انقلاب او د دويمې نړيوالې جګړې د قربانيو پړه او د سياسي وژنو ملامتيا يې پر ستالين ختمه کړه. خُروسچوف په خټه اوکراينی وو او په شوروي اتحاد کې د «خَخول» په نامه يادېده. خُروسچوف په ۱۹۵۴ ميلادي کال کې د نېشې په حالت کې د کريم ټاټوبی له روسانو مُلغا او اوکراين پورې ونښلولو، چې وروسته يې د خاص فرمان په ترڅ کې له اوکراين سره ګډ کړ، چې بيا په ۲۰۱۴ ميلادي کال د روسيې ننني مشر ولاديمير پوتين خپل ځواکونه په کريم کې پلي کړل او دغه سيمه يې بیرته خپله کړه او له روسيې سره يې بيرته ګډه کړه او خلکو يې په ټولپوښت کې د روسانو پلوي وکړه.
ما د اوکراين ګڼو سيمو ته سفر کړی دی. په اودېسه کې زما بابا د ظاهر شاه په موده کې د ارکانحربي تر کچې د راکټو په انجينيري کې خپل تحصيلات کړي وو او د ثور کودتا په ترڅ کې په روغتون کې بستر وو او د ثور له کودتا یوه ورځ وروسته د ډګروال قادر لخوا تقاعد شوو، چې مخکنۍ دنده يې د راکټو د ۹۹ لېوا د ارکانو رياست وو، نو د اوکرين او روسانو په اړه به يې ډېر ناوېلې څرګندونې کولې، چې د روسانو او اوکراينيانو په منځ کې د بېلتون ستره چاوده موجوده ده.
د اوکراين د اودېسې، خارکوف، لوګانسک، دونسک، خميلنيڅک، وينيڅه او يو شمېر نورو سيمو ته زه پخپله هم تللی يم. د دغو سيمو سمييزه ژبه روسي وه او ده. وروسته له دې چې شوروي اتحاد له منځه لاړ، نو په ۱۹۹۲ ميلادي کال زه خميلنيڅک ښار ته تللی وم، د شپې لخوا د محصلينو ليليې ته پوليس راغلل، چې زموږ د ناستې کوټې ته هم راننوتل، زما يې اسناد وغوښتل، ما هم خپل پاسپورت له ويزې سره ورکړ، مګر پوليس زما نه وپوښتل، چې ولې روسي خبرې کوم! زه په اوکراين کې يم بايد اوکرايني وغږېږم! ما ورته وخندل، چې دلته دوې ورځې مېلمه يم سبا يا بله ورځ بيرته له اوکراينه وځم! خو په اوکراين کې د روسي او اوکرايني د ژبو سيالي خپل نهايت ته رسېدله وه.
د ۱۹۹۱ ميلادي کال په اوګوست مياشت کې يو شمېر د کمونيستي ګوند غړيو د ګورباچُف پر ضد يوه ناکامه کودتا وکړه، چې ګورباچُف سلامت بيرته مسکو ته راغی، مګر د فدراتيف روسيې مشر بوريس يلسن د شوروي اتحاد د منحلېدلو پلان پوخ کړ او د ۱۹۹۱ ميلادي کال د دسامبر په ۸ نېټه د بېلاويژ له پروتوکول سره سم، چې د روسيې بوريس يلسن، د اوکراين کراوچوک او د بېلاروسيې د شوشکېويچ لخوا لاسليک شو، شوروي اتحاد منحل شوو او د ۱۹۲۲ ميلادي کال د شوروي اتحاد د جوړېدو قرداد مُلغا شوو، چې ګوربچُف هم د شوروي اتحاد د ختمېدو پايله د ۱۹۹۱ کال د ديسامبر په ۲۶ نېټه خلکو ته د لروينون (تلويزيون) پر څپو ابلاغ کړه.

وروسته له بېلتونه د روسانو او د شوروي اتحاد د مخکنيو جمهوريتونو تر منځ سرحدې پولې وتړل شوې، د ويزې اخيستل حتمي شول، نور نو هغه سابقه سوسیالیستي انترناسیوناليزم نه وو. په مسکو که به يې د منځنۍ آسیا او بهرنيو ته د چورنژوپي (تورکوني)، چورکه (تورژڼي)، چرنه مورده (تورمخي) او داسې نور اصطلاحات کارېدل، چې له بده مرغه په تروږميو کې بهرنيو محصلينو مصؤنيت هم نه درلود او له امنيتي ګواښونو سره مخامخ ول، چې ګڼشمېر بهرني محصلين د شوروي اتحاد په بېلابېلو سيمو کې وروسته له بېلتونه ووژل شول او ګڼشمېر محصلين له تحصيله محروم شول، ځکه د شوروي اتحاد دولت له منځه لاړ او نورو جمهوريتونو د شوروي اتحاد ژمنې خپلې نه ګنړې. د مافيايي سيستم تر څنګ د چور، چپاول او اختناق شپې ورځې هم شروع شوې، نور نو د وجدان په نامه څه په پوستسوېت سيمه کې نه وو پاتي.
ټولنيزه انارشي په پوستسوېت سيمه کې دومره پياوړې وه، چې د ملکونو اداره کې د مافيا څرک ډېر پياوړی وو. افغان سواداګر هم د شوروي اتحاد په پاتېشونو سيمو کې ډېر توکي انحصار کړل، یو شمېر سوداګرو په غير قانوني کړو هم لاس پورې کړ. يو شمېر افغان تورکمنو د منځنۍ آسیا د ملکونو الکترونيکي توکې لکه ويدیو، ټيپ، راديو، تلويزیون او داسې نور انحصار کړل او بل يې د غوړو تجارت پيل کړ. له جاپانه نيولې تر امريکا پورې ټولو دا هڅې کولې، چې د شوروي اتحتد د پاتوشونيو اقتصادي بنسټ وروران کړي او خپلو توليداتو ته زمينه برابره کړي.
جاپان ارزانه موټر روسيې ته واستول، چې د روسې د موټر جوړولو صنعت يې بحراني کړ. موټر له جرمني، ايټاليا او فرانسې هم روسيې ته راوړل کېدل. د دې تر څنګ د روسيې او نورو پوستسوېت سيمو د غذايي سيستم بنسټونه هم له منځه یووړل شول، چې روسيه، اوکراين، بېلاروسيه او نور پوستسوېت جمهوريتونه نور له اقتصادي پلوه خپلواک نه ول او هر څه له نورو ملکونو راوړل کېدل او د روسيې د اقتصادي سیستم بحران ورځ تر بلې له منځه تللو.
په فدراتيف روسيه کې هم د بېلنتوب ناندره پورته شوه. په چيچن، داغستان او يو شمېر نورو سيمو کې جګړه پیل شوه. په چيچېن کې د جهار دودايف په مشري د ايچکري جمهوريت اعلان شو، چې د يلسن په موده کې يې له روسانو سره څو جګړې هم وکړې. په ټوله پوستسوېت سيمه کې مافيايي دولتي سیستم رامنځ ته شو. له بده مرغه د پوښتنې څوک نه ول. د چېچين او بیا د ګورجستان په جګړو کې د اوکراين پټه او څرګنده لاسوهنه هم تر سترګو کېدله. غربي نړۍ او ناټو هم لا ترزنې نه ول ناست. غربيانو هم د روسيې له بې وسي سؤ استفاده وکړه. په ګورجستان کې يې د روسيې پلويان وځپل او د سوکوشويلي په نامه يې يو اقتصادپوه له امرېکې راوست او په تبليس کې يې واکمن کړ، چې مېرمنه يې د هالنډ وه، نو په ګورجستان کې هم روسي ضد سياست پلی شوو او خپله لمنه يې په ټوله سيمه کې خپره کړه. د سابقه شوروي اتحاد پر ځای د واکمني او دولتداري يوه خاليګا يا تشه رامنځ ته شوه، چې هر څه د مافيا په لاس کې ول. په پوستسوېت-سيمو کې د روسانو پر ضد هم فعاليتونه پيل شول. له تاجکستانه، اوزبکستانه، کزاکستان، قرغزستانه او نورو سيمو څخه مېشت روسان دې ته اړ شول، چې بيرته روسيې ته ولاړ شي. په ګورجستان کې روسي ضد دريځ د دې سبب شو، چې په ۲۰۰۸ ميلادي کال روسيه پر ګورجستان بريد وکړي او د ګورجستان له خاورې د ابخازياو او اوسېتيا سيمې ونيسي او خودمختاره يې کړي او بيا يې د فدراتيف روسيې برخه وګرځولې.
په ۱۹۹۴ ميلادي کال د بېلاروسيې نوی جمهور رئيس الکساندر لوکَشېنکو چې د شوروي اتحاد د بيا احيا سخت پلوی وو، په بېلاروسيه کې واکمن شو. په اوکراين کې هم روسپلوه ليونيد کوچمه واک ته ورسېد. په ۱۹۹۷ ميلادي کال زه هم ناڅاپي له يو روسي سره د اَلکساندر په نامه په رېلګاډي کې مخامخ شوم، چې ځان يې په افغانستان کې د ۴۰ فرقې د نظامي څارنوالي مسؤل را ته معرفي کړ. د سفر په بهير کې مو د افغانستان او سابقه شوروي اتحاد په بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې، خو د روسيې د ګډوډي او نا امني په اړه يې اندېښنه ښکاره کړه او د خبرو په ترڅ کې يې دا ياده کړه، چې ګواکې په نېږدې کلونو که به په روسيه او سيمه کې د پانسلويانيزم څپه خپره شي، د ستالين نوم به بيرته خپل مثبت تاريخي ځای ونيسي او په روسيه او نورو جمهوريتونو کې به نوې روسپلوه واکمنۍ رامنځ ته شي.
وروسته له ۳ کلونو په ۲۰۰۰ ميلادي کال د می پر ۷ نېټه په روسيه کې یلسن د يوې سړې کودتا په ترڅ کې، له واکمني لرې شو او پر ځای يې ولاديمير پوتين واکمن شو. په اوکراين کې هم د کوچمه پر ضد د يو ژورناليست ګيورګي ګونګازو او نورو پټو وژنو په اړوند لاريونونه پيل شول او د کسټونو د فايلونو په نامه ورته دوسيه جوړه شوه او له واکه لرې شو. وروسته له دغو پېشو بيا يو روسپلوه اوکراينی (وېکتور ينوکويچ) لومړی څو کاله د اوکراين لومړی وزير او بيا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴ پورې د اوکراين ولسمشر شو، چې د غربيانو له لاسوهنو سره سم يې واکمني په ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته د مېدان د نارنجي انقلابه، پرېښوده او د روسيې په مرسته له اوکراينه لومړی روسيې او بيا د بېلاروسيې د مينسک ښار ته منتقل شو. له دغه مودې وروسته يعنې له ۲۰۱۴ کاله د اوکراين ولسمشر يو لوېديزپاله اوکراينی (ويکتور يوشينکو) شو، چې د دغه ولسمشر مېرمن د امريکا په شيکاګو کې زېږېدلې اوکراينۍ وه، چې د امريکا لاس يې به اوکراين کې اوږد کړی وو. له بده مرغه د يوشينکو په واکمني کې د اوکراين په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخه کې کوم پرمختګ و نه شوو او له واکه لرې شو. له يوشينکو وروسته هم نورو اوکرايني ولسمشرانو د روسيې ضد سياست خپل کړ او له روسانو سره يې کړکېچ نور هم ژور او پياوړی کړ. په دغه موده کې د دونباس، لوګانسک او دونسک سيمې د روس مېشتو لخوا اداره کېدلې. د سولې پروسه کې د اوکراين تېر ولسمشر ليږنيد کوچمه د مشاوريت دنده د روسانو او اوکراينيانو تر منځ درولوده.
په اوکراين کې د روسانو زورول، تحقير، توهين او د سياسي اشخاصو وژنه د اوکراين ورځنۍ پېښې وې. د دونسک، دونباس، لوګانسک سيمې ليا له ۱۹۹۱ کاله خپله خودمختاري ساتلې وه، خو وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي کاله روسانو کريم بيرته خپل کړ. د اوکراين مرکزي واکمني له لوېديزوالو سره اوږه ورکړه، چې د لوګانسک، دونسک او نورو سيمو خپله بشپړه خپلواکي اعلان کړه، چې په سيمه کې يې د مېشتو روسانو او اوکراينيانو تر منځ د بېلتونونو شخړې او جګړې نورې هم ترينګړې کړي.
د غربي واکمن او د ناټو له لاسوهنو سره سم اوکرايني چارواکو په ناټو او اورپا کې د اوکراين غړيتوب ته ملا وتړله، چې په دې اړوند د ۲۰۲۲ ميلادي کال له فبروري څخه تر ننه پورې د روسيې او اوکراين جګړه روانه ده او د غربیانو له مرستو سره نوره هم پسې پياوړې شوې ده او نوره هم پسې غزول کېږي، چې عاقبت يې د اوکراينيانو او سيمې لپاره مرګونې پایلې لري.
د اوکراين نفوس مخکې له جګړې تر ۴۷ ميليونه آټکل شوی وو، چې د ملل متحد له اسنادو سره سم نن سبا تر ۱۰ ميليونه زيات اوکراينيان مهاجرت ته اړ شوي دي او له اوکراينه بهر ژوند کوي. داسې ګنګوسې هم شته، چې د اوکراينيانو د بې ځايه شويو شمېر له اوکراينه بهر تر ۱۵ ميليونو اوښتی او پاتې لس ميليونه پخپله اوکراين کې بې ځایه شوي دي، نو دغو شمېرو ته چې ګورو نو يو متل ته مې پام شو، چې وايي زور ته پوله نه شته ده! آیا د اوکراين نننيو واکمنو دغه پېښو ته پام نه وو او که له روسانو سره ښکر پر ښکر کېدل ورته ټوکې ښکارېدې!
آيا ولاديمير زيلينسکي له روسانو سره د جګړې اتل دی، قرباني دی او که عامل يې دی؟ زما په ګومان د يو سياستمدار وظيفه ده، چې خپل مملکت د جګړو، لوږې او وېشلو له ګواښونو وساتي، مګر د اوکراين زياتره ولسمشرانو د تقابل سياست خپل کړی وو، چې دغه نننی جنګ هم پر زېلينسکي وروتپل شو او د حللاره يې ورته ونه موندله، خو د لوېديز او امريکا په لمسون يې له روسانو سره د جنګ زمينه برابره کړه، چې نن سبا يې موږ پايله وينو، خو قرباني اوکراينيان او روسان ورکوي.
اوسمهال روسيه خپل نوي متحدين لري. روسيې د خپل اقتصاد د چارو جرړې ليا دوې لسيېزې مخکې پياوړې کړې وې. د غربيانو بنديزونو د روسيې اقتصاد له بحران او مخاطره سره مخ نه کړ، مګر د غربي اروپا اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی، چې يوازې په جرمني کې تر ۲۰ سلنه خلک له بېوزلي سره لاس او ګرېوان دي، چې تېره اونۍ د مارچ په دويمه اونۍ کې د بېوزلو وګړو د روغتياپالنې کنګره دايره شوې وه، چې د دغه ۲۰ سلنه خلکو غذايي تضمين رامنځ ته شي او د روغتياپالنې چارې يې وسنجول شي.
په ۱۹۹۴ ميلادي کال په بېلاروسيه کې د لوکوشينکو او په ۲۰۰۰ کال په روسيه کې د ولاديمير پوتين له واکمنېدو سره د مافيايي سيستم کړۍ تنګه شوه، ګڼشمېر مافيايي کړۍ له منځه ولاړې. په چيچن کې د بېلنتوب جګړې ته د پای ټکی کېښودل شو. په ۲۰۰۱ ميلادي کال امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ، خو د روسيې واکمنو د پوتين په مشري د روسيې د اقتصادي ودې او د نظامي ځواکونو د تقويې لپاره کار پيل کړ، ځکه نو نن روسيه د نړۍ په کچه بيا ځان مطرح کړی دی. بايد ياده شی، چې د روسيې، چين او يا هند له منځه تلل د نړۍ لپاره د نابودي پېلامه ده، ځکه لويديزوال د «يک بام او دو هوا سياست کوي» او په يکه تازي کې بيا د لويديز ظلم انتها نه لري! لومړۍ نړيواله جګړه، دويمه نړيواله جګړه، په يوريشما او نيګوساکي د اتوم بم اچول له هېره مه باسی. د اسرائيل ظلم پر فلسطين او د يو بې وزله مملکت لکه یمن بمباري د امريکا لخوا او داسې نور د غربي نړۍ ظلمونو ته نغوته کوي، ښه ويل شوي «مشت نمونه خروار!».
له بده مرغه د اوکراين ننني ولسمشر ښاغلي زيلينسکي خپل وګړي له پورته يادشويو مخاطرو سره مخ کړي او نړۍ يې د درييمې جګړې له ګواښ سره مخامخ کړې ده، چې له ميلیوناوو مهاجرتونو سره يې د لکهاوو انسانانو د مړينې زمينه رامنځ ته کړې، چې په دغه جګړه کې ځوانان، ماشومان، ښځې او زاړه ټول وژل کېږي او ګڼشمېر معيوبين او معلولين ټولنې ته وردغاړې شوي دي او نور به وردغاړې کېږي، ځکه نو د اوکراين او روسيې دغه جګړې ته بايد په هره بيه چې وي، د پای ټکی کېښودل شي او په نورو سيمو کې د جګړو مخنيوی وشي. د زيلينسکي پړسول، لمسول او يا يې اتل يادول د اوکراين او اروپا درد نه دوا کوي!
و من الله التوفيق