د کندهار ولایت د افغانســتان په جنوب کې د 31.6289° N, 65.7372° E د شرقی طول البلد او شمالي عرض البلد درجو ترمنځ پروت دی. قَندَهار په سانسکریت کې گندهارا؛ په ریگ‌ویدا کې Gandhārīnām avikā؛ په زړه پارسی کې( Harauvatiš/هَرَووَتیش)، په لرغونې یونانی ژبه کې ( Ἀραχωσία/اَراخوزیا) او په لاتین کې Arachosia/یاد شوی دی. په اوسنۍ پښتوکې کندهاراو په دري/پارسي، بلوڅی او عربی ژبو کې قندهار لیکل او تلفظ کیږی. د افغانستان اوسني ملکی تشکیل (۱۴۰۲ل.)کې، د هیوا د ۳۴ولایتونو څخه یو مهم او لوی ولایت دی. اداري مرکز یې د کندهار ښار دی. د دغه ولایت جنوب ته بلوچستان ، لویدیځ ته یې هلمند، شمال لوري ته یې ارزگان اوختیځ ته یې زابل واقع دی. دنفوسو له پلوه د افغانستان درېیم ګڼ مېشته ولایت دی. دوه لوی سیندونه( ترنگ او ارغنداب) یې زمکې خړوبوي. دفرهنګی او تاریخی ځانګړنو له مخې له زابل، ارزګان او هلمند نیولی ترکوټې او لورلایی ته لوی کندهار ویل کیږي. هوا یې توده اووچه ده. کندهار نه یواځې دا چې د معاصر افغانستان لومړنۍ پلازمېنه وه، بلکې د لوى سکندر د راتګ له وخته یې نه يوازې د غرب تاريخپوهان په مطالعاتو بوخت شوي، بلکي د لرغوني يونان مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) هم د "اراکوزيا " په نوم دهغه یادونه کړې ده. کندهار پراخه دښتې او لوي غرونه لري. ښېرازو زمکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده. له طبیعی ښکلا او سیاسی اهمیت څخه برعلاوه؛ کندهار له پخوا څخه يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دی. په کندهار کې د افغانستان د ټولو قومونو ترڅنګ، ډیر زیات اهل هنود او سکهـ هم میشت وو. اوسیدونکي یې پښتانه، تاجک، هزاره، براهوی - بلوڅان، قزلباش، ازبکان او هندوان دي، خو هندوان اوس پکې بیخی کم شوي دي. خلک پکې په پښتو، دري/پارسی او بلوچی ژبو خبرې کوي. سنی او شیعه مسلمانان ډیر د اخوت او وحدت په فضا کې پکې ژوند کوي. د شیعه وروڼو شمیر تر بل هر ولایت دلته زیات دی. دخلکو عمده کاروبار کرنه، بڼوالي، مالداری، تجارت، کسبه کاري او رسمی دندې دي. یو دولتی پوهنتون (دکندهار پوهنتون)، د کرنې انستیتیوت چې اوس د پوهنتون تر حده اوچت شوی اود لوړو زده کړو څو خصوصی موسسې او د نجونو او هلکانو ښوونځي او لیسې لري. پخوا کلونو کې د کندهار دارالمعلمین ټول هیواد کې نوم درلود. میرویس روغتون یې عصری او مجهزه شفاخانه ده. د صحت او معارف ترڅنګ یې د مخابراتو او ترانسپورت سکتور هم پیاوړی او منظم دی. کندهار یو نړیوال هوایی ډګر هم لري چې د کابل تر هوایی ډګر هم پراخ او هم مجهز دی.

د ولسوالیو نومونه یې دا دي: میانشین، نیش، غورک، شاولیکوټ، خاکریز، ارغنداب، ژړۍ، میوند، ارغستان، معروف، سپین بولدک، ډنډ، تخته پل، دامان، پنجوایی، ریګستان او شورابک.
د کندهار وجه تسميه:
د کندهار د تسميې د لامل په اړه بېلابېل نظريات راغلي دي؛ ځينې يې منشا( الکزاندره) بولي، چي کله سکندر دغې سيمې ته راغى اودلته یې اسکندريه ښار ودان کړ، نو دا سیمه یې (الکزاندره) وبلله، چي وروسته د ډېرې مودې د تلفظاتو په تغییر سره (کندهار) ورڅخه جوړ شو. ځيني تاریخ لیکوال وایي، چې تر اليګزاندريه (سکندريه) دمخه لا د کندهار نوم د (ګدروسيا - کندهاروسيا) په نامه سره دلته موجود و او نور څیړونکي بيا په دې نظر دي، چي کله د ګندهارا اوسېدونکي دې ځمکې ته راغلل، نو يې دا نوم له ځان سره راوړ، چي بيا وروسته عربو (قندهار) ځيني جوړ کړ.
(هيرودوتس) د پکتيکا د څلورو قبيلو د نومونو د يادولو په ترڅ کې لومړنۍ قبيله (ګندهاري) ښودلې ده او وايي، چي دا د هغې تاريخي زمکې (ګندهارا) د اوسېدونکو نوم و، چي د تاريخ په ټولو دورو کې د ګندهاري يا کندهاري په نامه ياده شوې ده. دغه راز په اويستا کې د يو پهلوان نوم هم ګندهارا يا (ګندوفار) یاد شوی دى. دا د يوه خپلواک کهول پاچا و او د ارغنداب په حوزه کې يې يو ښار هم په خپل نوم يا دې ته ورته نژدې تلفظ سره اباد کړی و.
د تاریخ په اوږدو کې د کندهار او د هغه اړوند سیموبېلابېل نومونه:
د کندهار ډېر لرغونى نوم چې په تاريخي مدارکو کې ياد شوې، هغه (هره – هواى – تى) يا (هره ويتي) دی، چي هراهواتي (سراسواتي) د ارغنداب نوم و او اراخوسيا د ارغستان نوم و، چې مرکز يې اراخوتيس و او وروسته يونانيانو اراخُزيا، اراکوزيا، اراکوسيا ځني جوړ کړى دی. د ساسانيانو، کيداريانو او کابلشاهانو د زمانو په پېښو کې کندهار د (رخج، رخچ، رخذ) په نامه ياد شوى و. دا نوم د عربو له راتګ سره له اراخوسيا څخه الرخج او الرخذ شو، چې د پراختیا له مخې یې اوسني کندهار سره ډیر توپیر درلود .
څرنګه چې په سيمه کې مرکزي ښار رخج و او د غزنويانو په زمانه کې تکين آباد شو. دا وخت کندهار دغزني په پرتله یو نامشهور يا يو فرعي ښار وګرځېد، خو تر دغه وخت وروسته يې شهرت بیرته مخ په زياتېدو شو. همدا د غزنویانو وروستي کلونه وو چې دا ښار بیرته جوړ شو. کله چي ملک حسين علاالدين غوري د دریو وروڼو؛ ملک قطب الدين، سوري سيف الدين او سام بهاوالدين په انتقام کې د غزنوي ترکانو شهنشاهي ور ونړوله، نو يې د درېو وروڼو په انتقام کې د غزنويانو درې ښارونه (غزني ، تکين آباد او بست) ور کنډواله کړل. د اوسني کندهار سیمه روغه پاتې شوه، نو د رخج او تکين اباد تر نړېدلو وروسته د کندهار نوم په سيمه کې مشهور شو او سيفي يې په اوومه هجري پېړۍ کې د قندهار په معرب شکل سره په (تاريخنامۀ هرات) کي يادونه کړې ده.
د چنګیز او تیمور پرمهال د اوسني افغانستان جنوب او غرب هم لکه د مرکزی ولایاتو(پروان او کابل) او ترکستان په شان خاورو سره خاورې او ډیر قتلونه پکې وشول، نو د تیمور د اولادې پرمهال؛ خصوصاً کله چې سلطان حسين بايقرا ( له ١٤٣٨م. – ١٥٠٥م. پورې) پاچهۍ ته ورسېد، نو د کندهار نوم د لومړي ځل لپاره د يوې سکې پر مخ را ښکاره او بیرته ژوند پکې پیل شو.
دا هم باید ووایو چې دافغانستان د اوسنیو زابل، هلمند او کندهار سیمو کې، د اوسني کندهار ښار تر مخه درې نور ښارونه په مختلفو نومو، موجود ول چي یو له هغو څخه د مقدوني سکندر له خوا له نن څخه دوه زره و درې سوه کاله تر مخه ( له میلاد ۳۲۹کاله وړاندې) د (اراکوزي سکندريې) په نامه جوړ شوى و. د دې ښار اوس هيڅ نخښه پاته نه ده. ويل کېږي چي اراخوسيا (اراکوزيا) په پخوانيو وختونو کې د اوسني ارغنداو سيمې ته ويل کېده او کله چې اراخوسيانو خپل مرکز له ارغسان - ارغستان څخه و کدروسيا (کندهار) ته نقل کړ، نو د ارغند ناوه د اراخوسيا په نامه وبلل سوه. ارغنداو – ارغنداب اوس د کندهار لویه سیمه ده.
د تاریخی شواهدو له مخې، د لرغونی کندهار یوه د ډیر نفوس لرونکې سیمه د سرپوزې د غره ختيځي خوا ته پروته وه، دا سيمه اوس د زاړه ښار په نامه يادېږي، چي د ارګ مخروبه ودانۍ (نارنج ماڼۍ) يې اوس هم کنډواله پاته ده. د (زاړه کندهار) يادونه څه دپاسه زر کاله تر مخه، د غزنوي دربار شاعر منوچهري داسې کړې ده:
سيصد هزار شهر کنى، به زقيروان
سيصد هزار باغ کنى، به ز قندهار
په پورته بیت کې د کندهار ښکلو باغونو ته اشاره شوی ده. دا ښار د افشار نادر تر تاړاکه لا ودان و او کله چې نوموړي په ١١٥٠ هـ ق کې د هوتکو ملي حکومت ړنګ کړ، ورسره سم يې د کندهار زوړ ښار په بشپړه توګه وران کړ.
د اوسنی کندهار ساحه کې بل دوهم مشهور او د زیات نفوس لرونکی ښارنادرآباد نومېد. دلته د (نادرآباد) په نامه يوه نظامي کلا وه، چي په ١١٥٠ هـ ق. کې د نادر افشار له خوا جوړه شوې وه. د (تاريخ احمدشاهى) په استناد، افشار نادر د کندهار د زاړه ښار د کلابندۍ په دوران کې د اوسني کندهار جنوب ته د شيرسرخ زيارت په شاوخوا کې يو ښار جوړ کړ، چي په اول کې يوه محقره کږه وږه کلا وه او پراخوالى يې د پخواني ښار له څلورمې برخې سره برابر نه و. لوى احمدشاه بابا د خپلې تاجپوشۍ مراسم د همدې کلا تر څنګ د شير سرخ بابا په زيارت کې سر ته ورسول او د سلطنت تر لسم کال پورې یې په همدې ښار (کلا) کې اوسېد، چې بيا يې د نوي ښار د جوړېدو چارې پيل کړې او هغه د کندهار همدا اوسنی ښار دی.
د کندهار د اوسني ښار بنسټ ایښودل او انکشاف
لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختو څخه په دې فکر کې و، چې د افغانستان د پلازمینې او سیاسی مرکز په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کړي، ځکه د نادرآباد نظامي کلا له يوې خوا دونه پراخه نه وه، چې د يوې لويې امپراتورۍ د پايتخت لپاره دې مناسبه وي او له بلې خوا يې موقعيت هم پر يوه داسې سيمه و، چې ډېره نمناکه او زیم لرونکې وه. بل علت دا و چې د(نادرآباد) نوم افغانانو ته د نفرت وړ و. ځکه يې نو تر ډېرو سلا او مشورو او ليدنو- کتنو وروسته د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د تاداو ډبره کښېښودل شوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول شو او د درانۍ امپراتورۍ د پايتخت او مرکز حيثيت یې پيدا کړ. دغه ښار د تاريخ په اوږدو کې د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو او سياحانو په ليکنو او اثارو کې ذکر شوى او پر لرغونتوب، قدامت او معمارۍ يې ليکني شوي دي.
کندهار په لومړي سر کې پر څلورو ناحيو مشتمل و، چې په منځ کې يې يو پوښلى چارسو هم درلود، چي د کندهاري لرغوني معمارۍ استازيتوب يې کاو. په معاصر دور کې دغه ښار د ښاروالۍ د تشکيلاتو له مخې ډېر پراخ شوى او تقريباً مساحت يې لسګونو ناحيو ته رسېدلى دی .
دکندهارد پخواني ښاردروازې او نومونه :
۱.ښکاپردروازه
د ښکاپر بازار (عوام یې اوس شکارپور تلفظ کوی)پای یې ښکاپر دروازې ته رسیږي، چې د احمدشاهي کندهار جنوبي دروازه ده. پخوا به هندوستان ته تګ راتګ له همدې دروازې څخه کید. دا دروازه یو چوک لري چی جنوبي سړک یې د کرز، ذاکر، یخ کاریز، کوچني کارېزک او یو څو کوچنیو کلیو څخه تېر او بیا د ترنک رود ته رسېږي. پخوا به د دغه سړک په خوله کې یو شمیر بګۍ ولاړې وې، چې نوموړو کلیو ته یې خلګ رسول. د چوک غربي سړک هرات دروازې ته او شرقي سړک کابل دروازې ته وتلی و. د ښکاپر دروازې د شمالي مدخل پر راسته او چپه خوا دوه برجونه وه چې د پولیسو ماموریت به پکې و. دا لاره دهرات دروازې ته وتې وه. د ظاهرشاه په وخت کې دلته یوه لویه ليسه وه، ښکلې ودانۍ یې درلوده، چي د جهاد په جګړو کې ورانه شوه. د دغه سړک شمالی خواته کورونه او جنوبي لور ته یې شنې کروندې چی کندهاریان یې (مامتې) بولي، پرتې وې. دا عمومي سړک دنورزو تر شا برج پورې شرقاً- غرباً پروت دی. بیا ګرځېدلی او هرات دروازې ته رسیدلې دی.
د ښکاپر دروازې پر شرقي سړک چي کابل دروازې ته وتلی، شمال لاس ته یې کورونه او جنوبي لور ته یې مامتې دي. تر مامتو هاخوا د کندهار عمومي مسلخ او د هندوانو د مړو د سوځولو ځاي واقع دی. دا سړک د کاکړو تر شاه برج پورې شرق او غرب پروت دی، بیا شمال ته تاو سوی، چې د کابل دروازې سره نښتی دی. د کاکړو د شاه برج سره د سړک پر شرقي غاړه د څارویو د پلورولو ځای(نخاس) و. په ورستیو کلنو کې د کاکړو شاه برج ته نژدې د استوګنې ډیرې عصري ودانۍ اوکورونه جوړ شوي وو، چې له بده مرغه د څولېښتو کلونو په جګړو کې په کنډوالو بدل شول.

۲.کابل دروازه
د احمد شاهي کندهار شرقي ختیځ لوري ته د چارسو په اندازه یو چوک دی چې لویدیز لوري ته یې کابل بازار، شرقي خواته ئې د دارلمعلمین سړک، جنوبي لوري ته ئې هغه سړک دی، چې ښکارپور دروازې ته وتلی دی او شمالي خوا یې برې دروازې ته وتلې ده. همدا د ختیځ لوری سړک پیل ته کابل دورازه وايي. دا سړک پراخ او منظم دی او ده خوجې ته نژدې د کندهار عالي درالمعلمین د همدې سړک په غاړه جوړ شوی دی. د سړک د دواړو خواوو دوکانونه د کندهار د یوه لوی خذمتګار تاجر ارواښاد محمد افضل خان لودین له خوا په شخصي لګښت ودان شوي دي. د دې سړک په سر کې چوک ته نژدې د قصابانو، نانوایانو او بنجاره او نورو کسبه کارو دوکانونه دي. د کنندهار عالی دارالمعلمین په ۱۳۱۶ ل. کال د محمد داود خان د نائب الحکومګي په وخت کي جوړ شو. د ظاهر شاه د سلطنت په او اخرو کې نوي تعمیرونه پکښې جوړ شول. همدا سړک د منزل باغ د دوه لارې په برخه کې د کابل ـــ کندهار له لویې لارې سره ګډېږي، نو ځکه یې د پیل نقطی ته کابل دروازه وایي. دغه سړک او د دارالمعلمین ودانې د جنګونو پر مهال ډیره ویجاړه شوه.
۳.برودروازه
دا دروازه د احمد شاهي وېش له مخې د (برو درانو) داستوګني ځای و او د دوی په نامه نومول شوې وه ، عوام یې بره دوازه بولي. برو دروازه ته د جنوب له خوا د کابل دروازې سړک راغلی. شرق ته ئې د ګمرک بازاراو غرب ته ئې بروبازار پروت دئ.شمالي سړک ته ئې دوه ضلعي لري چي دواړه د حضرت جي بابا په سیمه کې د کابل- کندهار له لويې لارې سره ګډېږي. د عمومی سړک دوو غاړو ته لویې هټۍ دي، دلته یو تجارتي سرای (حاجي روف سرای )هم شته چی ډیر سوداګر پکی تجارت کوي. د کندهار دوړیو د اودولو فابریکه په همدغه ځای کې د کابل ــــ کندهار لويې لارې شمالي څنډې ته واقع وه. وايي چي پر کندهار باندې د مجاهدو د واکمنۍ په وخت کې دغه ځای د وسلو خرڅولو مارکیټ شو. په وروستیو وختو کې په همدې سیمه کې د محمود طرزي په نامه یو لوی ښوونځی تاسیس شوی و، چې د شاګردانو د شمیر له مخې د کندهار له لویو ښوونځیو څخه شمېرل کېد. دا ښوونځي د مجاهدینو تر کامیابي وروسته سقوط شو.
۴.هرات دروازه
له نوم څخه یې ښکاري چې له دې ځایه د هرات خواته لار تللې او همدا سیمه د کندهار د نوي ښار شروع ده . د دې دروازې بل نوم د شهیدانو چوک دئ، ځکه دلته د هغو شهیدانو هدیره واقع ده چې د افغان او انګریز د غزاګانو په دوهمه جګړه کې ئې د انګریزانو له مجهز لښکر سره په مقابله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. اوس د دوی په ویاړ یو تاریخي څلی او شنه ګومبته په کال۱۳۲۸ ش. جوړ شوې او د چوک په منځ کې ولاړه ده او د دوی د قبرونوشاوخوا پخه احاطه شته، د احاطې دننه هغه توپونه دي، چي د میوند په غزا کې (۲۷جولای- ۱۸۸ع.) له انګریزانو څخه په ولجه اخیستل شوي دي. د شهیدانو چوک شمال ته د توپخانې سړک، شرق ته ئې هرات بازار ، جنوب ته ئې د ښکارپر دروازې او هرات دروازې اتصالي سړک موقیعت لري،. د شهیدانو چوک جنوبي خوا هم دوې خولې لري، چي یوه ئې کارېز بازار ته او بله ئې ښکار پر دروازې ته وتلې ده. اوس په هرات دروازه کې د افغانستان بانک، ملي بانک اود خصوصی بانکونو شعبات هم فعاله شوي دي.

دکندهار مشهور پخواني بازارونه دا وو: کابل بازار، شاه بازار، هرات بازار، ښکاپر بازار، درنګریزانو کوڅه، ګمرک بازار، کارېز بازار، د سرپوزې بازار، چوڼۍ بازار او اوسنی نوی ښار دمرکزی برخو بازارونه چې د ښار د ګڼې – ګوڼې برخې دي. اوس ښار ډیر پراخه او بازارونه هم زیات شوي دي. آن دا چې د اصلی ښارشاوخوا نور ښارګوټي ودان شوي دي.
دکندهار لويي تاریخي جامع ګانې:
د کندهار خلک ډیر دیندار او اسلامی شعایرو ته پابند خلک دي. له ډیر پخوا څخه یې جوماتونو او مقدسه اماکنو ته پاملرنه کړی وه. خرقه مبارکه او دهغې تاریخ دا موضوع ثابتوي. ویل کیږی چې ډېر پخوا لاپه احمد شاهي کلا کې دننه د مسجدو او جامع ګانو شمېر ۲۷۴ ته رسېد. یو شمیر تاریخی لوی جوماتونه یې دا دي: د کهندل خان جامع، زړه جامع( دا جمع د لوی احمد شاه بابا د وزیر د اشرف الوزرأ شاولي خان بامیزي له خوا په ۱۱۷۲ هـ ق. کال کې ودانه شوې ده. د دغه جامع جومات د ودانېدلو او ان د احمد شاهي ښار تر جوړېدلو مخکې هم پر دغه ځای یو مسجد ودان و او دا مسجد د کندهار یو ډېر پخوانی مسجد و)، مدد خان جامع(چې د ښکاپر بازار په ختیځه راسته کې د مدد خان کوڅې په خوله کي واقع ده، د تېمورشاهي دعصر د مهم پوځي او دولتي شخصیت سردار مدد خان ساګزي په لاس ودانه سوې ده. اوس يې د عبدالرب اخند زاده جامع بولي)، میر هزار جامع(د سدوزیو د عصر په امراوو کې د مشهوری دورې دمشهور مشر میر هزار خان الکوزي په لاس ودانه شوې ده، شاه جامع (د لوی احمد شاه بابا په امر د ده کور ته څرمه ودانه شوې وه).
د خرقې شریفي جامع:
د دې جامع او د خرقې مبارکې د نوې ودانۍ تاداو د سدوزی تېمورشاه په پاچهي کې په کال ۱۱۸۶ هـ ق. کې کېښودل شو او د ۱۱۹۰هـ ق. د روژې د میاشتي په لومړۍ نېټه يې کار پشپړ او مبارقه خرقه يې ورته را نقل کړه. د علي محمد اخوندزاده جامع هم مشور جامع جومات دی.
نوي جامع ګاني:
د موسی خان جامع په هرات دروازه کې، د عطاجان جامع په هرات دروازه کې، د مولانا زمان جامع په هرات دروازه کې، د حاجي عبدالحي قادري جامع په هرات دروازه کې، د حاجي حبیب الله جامع په هرات درازه کې، سره جامع په نوي ښار کې، د حاجي ګل محمد خان جامع په نوي ښار کې، د صاحب اغا جامع په ده خواجه کې، د محمد افضل خان جامع په ده خواجه کې، د اختر محمد خان بارکزي جامع په هرات دروازه کې، د کاروان جامع په کاروان کې، د احمد علي اخوندزاده هوتک جامع په ښکارپر بازار کې، د توپخانې په دروازه کې. له دغو تاریخی جوماتونو برعلاوه، دې وروستیو کلونو کې نور لوی جوماتونه هم جوړ شوی چې شمېر یې خورا زیات دی. زموږ موخه یواځې تاریخي نومونه او ځایونه دي.

د کندهار لرغوني آبدات او تاریخي ځایونه:
منډيګک
دا تاریخي غونډۍ ٣١ متره لوړه ده. د غونډۍ دغه لوړوالى د هغو سر پر سر جوړو شویو ودانيو څخه را منځته شوې، چې د زمانې پېښو دزرګونو کلونو په بهیر کې نړولي او د غونډۍ شکل يې غوره کړى دی. د منډيګک د لومړنۍ ودانۍ چي عمر يې (٩٠٠٠) کاله کېږي د انسان د لاس ډېري لومړنۍ نخښي لکه، توږل شوي ډبرې او د څارويو تېره سوي هډوکي دي، خو لا هم نور څه نه دي ځني تر لاسه شوي. خو له دې لومړني پوړ څخه تر پنځلسم پوړ پورې د دې غونډۍ د پخوانیو اوسېدونکو د ژوند بشپړتيايي ګامونه را څرګندېږي، چي وروستى پوړ څخه يې له ژېړو څخه جوړ شوي لوښي هم موندل شوي دي.
د اشوکا ډبرلیک(کتيبه):
د هغو لرغونو آثارو څخه ده، چې د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر يوه لويه ډبره کېندل شوې او په ١٣٣٧ل. کال کې کشف شوې وه. د دې ډبرې اوږدوالى (٥٥) او سور يې (٤٥ – ٥٠) سانتي متره او لرغونتوب یې(٢٥٠) کاله تر ميلاد وړاندې دی. د ډبرليک ژبه يوناني او پخوانۍ پښتو (پرثوي) ده.
چهل زينه
د زاړه کندهار شمال ته د غره په ډډه کې يو عجیب حیرانوونکی دالان دی، چي دغره له بېخه زينې ور ختلي دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کې د اوسپنې په قلم کيندل شوي دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبرې دوه زمريان هم پراته وو، چي اوس نسته. د پوزې پر سر باندې څارغالى هم و، چې وروسته نور کار ورباندې شوى و. د دغه عجیب، ښکلي او حیرانووونکی دالان د ودانېدو کار په (٩٣٠ هـ ق) کي شروع او په (٩٥٣ هـ ق) کي پاى ته رسېدلى دی. د چهل زينو د دالان د نستعليق خط د نوشتې او تذهيب کار د ميرمعصوم کندهاري لخوا تر سره شوى دی. د زينو دوو خواوو ته کنګرې شاه امان الله خان ور جوړې کړې. دغه په حساب سره پوره دروڅلوېښت زينې دي.

ارګ
د ارګ غونډه ماڼۍ د احمدشاه بابا د زمانې ده او د ده اداري شاهي مرکز و، چې مخې ته يې څلور چمنونه(پارکونه)لرل. دا د زاړه(احمدشاهي) کندهار شمال ته پرته وه، چې د نونسمې ميلادي پېړۍ تر پايه پورې لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه، خو د ارګ اوسنۍ وداني د سراجي عصر له ودانيو څخه ده، چې د اميرحبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کې جوړه شوې ده. پخوا په دې ودانۍ کې د ولايت پر مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې واقع وې. د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته ودانۍ او په منځ کې يې پراخه غولى(وربوی) دی.
احمدشاهي کلا:
د کندهار احمدشاهي ښار د مستطيل په شکل و او پر شاوخوا باندې يې يوه کلا را تاوه شوې وه. دې کلا شپږ دروازې درلودې دغه هره دروازه له پنډو – پنډو تختو څخه جوړه شوې وه او ايربې ايښوول شوې وې.پر سل – سل متره باندې یې يو یو اوچت برج درلود، چې د کلا دباندې ساحه او د کلا بېخ ورڅخه څارل کېد. د هر برج پر سر باندې د توپ ويشتلو لپاره ځای و او د هرو دوو برجو تر منځ د باران د اوبو د وتلو لپاره پنځه – پنځه ناوې جوړې شوې وې. دا کلا وروسته تر ویجاړیدو چا بیرته جوړه نه کړه.
دکندهار تاریخی او سپېڅلي اماکن دا دي:د خرقې شريفي زيارت او جامع مسجد، د ميرويس نيکه مقبره، د نارنج ماڼۍ، بابا ولی، د لوی احمد شاه بابا مقبره او یو شمیر نور زیارتونه.
کندهار کې لوی قومونه میشت دی، لکه هوتک، کاکړ، اڅکزی، نورزایی او نور. په دې هره کورنۍ او قوم کې نامتو لیکوالان، شاعران او فرهنګی څیرې شته، لکه:
نازو انا، سیدحسن ابدال( باباولی کندهاری)،میرویس نیکه، شاه حسین هوتک، زینبه هوتکی، شاه محمود هوتک،ملا یار محمدهوتک،ملا محمد غلجي، ریدي خان( دمحمود نامې لیکوال)، محمد امین سرپریکړی، حافظ نور محمد ،محمدهوتک، داود هوتک، ملایار محمد هوتک (دمسایل ارکان خمسه لیکوال)، ملا محمد یونس توخي، ملا زعفران تره کي( دجامع فرایض ددینی مسایلو اثر اوګلدسته زعفران یې په طب اوحکمت کې لیکلي دي)، بابوجان بابی( دشهو او ګلاب دملی نکل لیکوال)، سیدال خان ناسر د ابدال خان زوی، شاه اشرف، پیرمحمد میاجي(نامتو دینی عالم او دافضل الطرایق په نامه د اخلاقو او عقایدو په بیان کې د کتاب ناظم او دالفرایض في ردالروافض د اثر مولف)، ملا نورمحمد غلجی ( دنافع المسلمین د کتاب مولف)، بهادرخان دشاه حسین دلښکرو لوی سالاراو شاعر، د دغه شاعر یو شعر د افغانستان د راډیو-تلویزیون نامتو هنرمند احمد ولی کمپوز او سندره کړی:
بیلتون دي زور دئ تر لیمو مي سهار نم څاڅي
لکه شبنم څاڅي
دا سره یا قوت مي په لمن کي ستا په غم څاڅي
په غم الم څاڅي
لنډه داچې د هوتکو دروان (۱۱۱۹ – ۱۱۵۰ هـ ق) دپښتو ادبیاتو او پښتو آثارو د ایجاد او ودې یوه ځلانده دروه وه.
د کلاسیکې دورې یو شمیر نور لیکوال او شاعران دا دي: ملاباز توخي، محمد ګل مسعود، د ارغستان اوسېدونکی د یار محمد پوپلزي زوی ملا محمدصدیق پوپلزی، ملا محمد عادل بړیڅ چې د ښوراوک اوسېدونکی و، محمد طاهرجمریاڼی دمحمد علي زوی، چي په کندهار زاړه ښارکې اوسېد او هزل ویونکی شاعر و،محمد عمر لوڼ دکندهار اوسېدونکی چې داهم ظریف شاعر یاد شوي دی. په کندهار کې اوسېدلی ملامحمد ایاز نیازي، دمحمد اکبربارکزي زوی ملا محمدحافظ بارکزی او د (سوی او اوښ) دفکاهي قصې ویونکی حافظ عبداللطیف اڅکزی چې په اصل کې دبوستان و، راز خان موسی زی، محي الدین، سعید خلیل او ډیر نور. په معاصر وخت کې د علامه حبو اخندزاده د اولادونو څخه یادونه کولای شو لکه علامه عبدالحی حبیبیی او محمود حبیبی، همدا رنګه عبدالروف بینوا، لوی استاد علامه عبدالشکور رشاد، پوهاند علی محمد زهما، شاعرعطایی(ملا)، جهانی، محمد ابراهیم عطایی، دوکتور بړیڅ، لطیف بابی، عبدالمجید بابی، ارواښادعبدالرزاق پالوال، ارواښادنوراحمد شاکر، ارواښاد نورزی او ډیر نور. کندهار د ادب له ډګر پرته د طب، سیاست او هنر برخه کې هم نامتو څیرې لری، لکه دوکتور محمد صادق فطرت، یارمحمد، عبیدالله جان کندهاری، ولی محمد، شاه محمد کندهاری، دډایرکت او فلم برخه کې داکترواحد نظری، احدژوند، صمدی، او د ډرام او تیاتر برخه کې جان محمد پلار، فضلی، محمد سلیم کندهاری، حاجی محمدکامران او ډیر نور. د هیواد لوی سوداګر او منجمین، خطاطان، دلاسی صنعت متشبثین او دطبیعی او اجتماعی علوموپوهان هم د کندهارولایت څخه وو.
کندهار د بڼوالي، مالداري، د طبي او صنعتی بوټو، معادنو او د روانو اوبو د سرچینو له پلوه بډای ولایت دی. په دې وروستیو کې دخصوصی سکتور له خوا د درمل جوړلو فابریکه پکې جوړه شوی وه، چې د غوره کیفیت درمل یې تولیدول. دغه ولایت د تازه میوو، لکه؛ انګورو، شلیل، انارو، انځر اووچو میوو، په تیره د میمزو د تولید ، همدا رنګه دیو شمیر حیوانی محصولاتو لکه کُرتو اووړیو دتولید فوق العاده استعداد لري. دسمنټو دکانونو په شمول یو شمیر نور معدنی پیداوار او د توریزم ښه جاذبه لري. د توپوګرافی له پلوه او داچې ایران او کوئټې(بلوچستان) ته نږدې موقعیت لري، نو له نظامی پلوه په هره دوره کې د افغانستان لپاره فوق العاده سوق الجیشی موقعیت او د سیاست او اقتصاد له پلوه ستراتیژیک اهمیت لري.