سادات د نړی په ټولوڅلوروپنځوسو اسلامی هیوادونو کی موجود دی دقیق خود ساداتو شمیره معلومه نه ده خوتخمین په ټولو هیوادو کی شپیته میلونه ته رسیږی د) سیدانو(لوی تعداد په اسیا له جمله افغانستا ن ،ایران ،پاکستان ،هندوستان اوکشمیرکی ژوند کوی همدارنګه په عربی هیوادونوکی لکه عراق ،سوریه،لبنان ، مصراو تقریبا په ټول عربستان کی په اندونیزیا،مالیزیا ،یمن ،الجزیره ، اوپه ټولواسلامی هیوادونو کی شتون لری.)سید( چی جمع یی سادات دی د عربی لغاتو څخه دی چی په اصل کی)سیود( دی په معني د اقا، مالک ،شریف ، فاضل ،کریم ،حلیم ، بردبار،رئیس او سرور او په اصطلاح هغه کسانو ته ویل کیږی چې پخوا د رسول اکرم ﷺ اولادوته : (ال محمد )،( اهل البیت )،(ذریه ) ،(عترت النبی )،(ال طه)، ( اولاد الرسول ) او(اقربا ) په نومویادیدل چې وروسته په شپږم هجری قمری کال کی د ساداتو په نوم یاد شول چی د پلار له سټی د« هاشم » د رسول اکرم ﷺ غورنیکه دی وی یعنی د بنی هاشم د قبیلی پوری مربوط وی یعنی ټول کسان چې د پلارله خوا)هاشم (ته منتسب شی کیدای شی هغوی ته( سید) ووایو.د سید کلمه په قرانکریم کې صرف یوځل راغلی) ال عمران ۳۹ایه) کې . د سید دلغوی معنی په اساس هغه کس باندی اطلاق کیږی چې د خلق الله د امورو متولی وی او د ژوند په امورو کی د هغه پالنه وکړی خود استعمال له نظره د قوم مشرباندی اطلاق کیږی.
نوم: محمــــــــد رسول اللهﷺ
کورنی نوم : هاشمي
پلارنوم : عبدالله بن عبدالمطلب
مورنوم : آمنه بنت وهب
دنیکه نوم : عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف
سادات الهاشمی : سیادت( سادات ) د حضرت محمد ﷺ الهاشمی له اولادو څخه یواځی د بی بی فاطمة الزهرا " عليه السلام "( د حضرت محمد ﷺ او بی بی خدیجة الکبرا لوراو د حضرت علی " كرم الله وجهه " ښځه )او حضرت علی " كرم الله وجهه " بن ابوطالب اولاد ته ویل کیږی د رسول اکرم ﷺ د نورو لورگانو اولاد په دی لړی کی نه راځی او سادات الهاشمی نه دی .
نوم : حضرت علی " كرم الله وجهه "
پلار نوم : ابو طالب بن عبدالمطلب
نیکه نوم : عبد المطلب بن هاشم بن عبدالمناف
د بی بی فاطمة الزهرا " عليه السلام "یواځنی ځامن هریوحسن" عليه السلام "اوحسین" عليه السلام " اولادی ته سادات الهاشمی ویل کیږی دحسن" عليه السلام " اولادوته حسنی اود حسین" عليه السلام اولادوته حسینی وایی .
د بی بی فاطمة الزهرعلیه السلام اوحضرت علی " كرم الله وجهه " د لورګانواولادونه (سیدان) نه دی همدارنګه د حضرت علی " كرم الله وجهه " د نوروځامنو اولادونه سادات الهاشمی نه دی هغه کسان چی د بنی هاشم له قبیلی اودامام حسن" عليه السلام "اوامام حسین" عليه السلام "اولاده نه وی اود بی بی فاطمه الزهرا عليه السلام له طریقه د اسلام سردار حضرت محمد مصطفی ﷺ ته ونه رسیږی باید خپل تخلص هم هاشمی یاد نه کړی ځکه دا تخلص یو مشخص خاص قومی تخلص دی د رسول الله ﷺ د نورو لورګانو اولادونه چی د پلارله نسبه بنی هاشم نه دی نوهغوی ته سادات الهاشمی هم نه ویل کیږی. بنده له سادات الهاشمي څخه سیدالسادات الحسینی (الحاج دیپلوم انجنیرسید رقیب شاه" هاشمی" بن میرزا سید غفورشاه "هاشمی" بن میرزا سید هاشم "هاشمی "بن سیداحمدشاه "هاشمی " بن میرعباس بن میرسیدهاشم بن میرحسین شاه بن میربرخوردارشاه بن میرعبدالله شاه بن میرهاشم بن سیدشاه علم -صاحبان ) یم .
د احمد حنبل په کتاب مسند شافعی څخه را نقل شویده : یوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه بن خطاب او حضرت علی " كرم الله وجهه " ترمنځ د نسب خبره راغله چی کوم کسان د پیغمبر ﷺ له اولادوڅخه محسوب کیږی
عمر رضي الله عنه وویل: ما د پیغمبر ﷺ څخه اوریدلی دی ! په اخرت کی به هرنسب قطع کیږی خو یواځی د بی بی فاطمه الزهرا علیه السلام اولاد چی زه یی پلار یم په خپل نوم باقی پاتی کیږی
هغه احترامی القاب چی په مختلفو وختوکی ساداتو ته په کاروړل شویدی لکه :نقیب ،پیر،شاه،شاهزاده ، امیر،سید، شریف، میر، میرزا،پاچا، اغا اوپه شمالی ولایاتو کی ایشان یادولی شم .دا القاب البته تقریبا منحصرد یوی خاص دوری دی چې د ساداتودخدماتواوټولنیزوکړنو د حقیقت بیانول دی
د میرزا اوشریف لقب : معمولا په ساداتو کی رسم ګرځیدلی دی هغه کسان چی د موراوپلاره سادات وی د شریف یا میرزا اصطلاحی،لقب استعمالوی .
دمیر لقب :د میرلقب په ساداتوپه نومونوکې معمول دی په پښتنو سیمو په ډیروځآیونو کی دسیدانوکلی ته دمیرانوکلی اوسید ته میراوپاچا هم وایی.
سادات په ټولو اسلامی مذاهبوکی د خاص احترام څخه برخورداره دی دا احترام د قرانی سفارشاتو له امله دی لکه: سورة الکوثراول ایه ،سورة شورا ۲۳ ایه ، د اسرا سورة ۲۶ایه ، سورة انفال ۴۱ ایه ، چې دټولو اسلامی مذاهیبود قبول وړدی ،امام فخررازی په تفسیر(التفسیرالکبیر) ۳۲جلد په صفحه ۱۲۴کې د تاریخ په اوږدو کې د پیغمبر ﷺ د زیاتو وژل شوواولادی په اړه لیکلی دی .
د نړی په ګوډ ګوډ کی اکثرا په سازمانی اجتماعی ،فرهنګی ،سیاسی او مذهبی تشکیلات شته چې د هغو په سرکې یو( سید) قرار لری .
د څلورګونواهل سنت مذاهبوله نظرسادات قابل داحترام ګڼل کیږی اود خاصوادابوله مخی د هرقوم خلک د ساداتو په منځګړیتوب سره پخلاکیږی او زړی دښمنۍ اوبدبینی پریږدی د ساداتو دعاګانی اخلی دستور و نه یی منی په واقع کی هماغه (د پیراومریدی) سنت چی په شیعه ګانوکی شته په اهل سنت والجماعت کی هم کماکان شتون لری .
علوی سادات : د علي" عليه السلام " اولاده د هغه د دريو زامنو په وسيله: محمد حنفيه اود قيس لور خوله، عباس بن علي له ام البنين - او عمر بن علي له صهباءِ ثعلبیه ؛ دوی دا علوي سادات بولي.
په اسمعیله مذهب کی : د ساداتو امامت نسل په نسل نهه څلویښتم امام ته رسیدلی دی ددوی مشریو(سید) په نامه د مولانا شاه کریم الحسینی دی چی د هندوستان د بمبی په ښار کی ژوند کوی دوی معتقد دی چې د حاضرنسل د(علوی سادات )څخه مشرنیسی ،د مالی امورومسئول یی صدرالدین اقاخان دی .
مشایخ :
د طریقت د سلسله مشایخ هم اکثرا د ساداتو څخه دی باید ووایم تصوف یاعرفان(صوفیان او ملنګي) د ټولی اسلامی نړی د ډیرو ښو طریقوڅخه شمیرل کیږی. صوفیان هغه کسان دی چی په خپل خاصو رویواوطریقو سره غواړی چی دهستې مالک الله ﷻ ته ځان نږدی کړی او په دې اند دي چی ټول موجودات یو واحد حقيقت لری د دې موضوع د درک لپاره مختلف مراحل او باطنی سلوک قدم په قدم وهی ترڅوخپل ځان فانې وګڼی اود لقاء مرحله ته ورسیږی.د تصوف ډیری طریقی دي بیلګی په توګه :
• قادریه : دا سلسه منصوب ده د شیخ عبدالقادر ګیلانی یا جیلانی۴۷۱-۵۶۱ هق ته چی دا د حسنی ساداتو څخه دی په افغانستان ، هند ،عراق او افریقا کی پیروان لری .
• نعمت اللهيه: داسلسه منصوب ده په شاه نعمت الله ولي دهلوی رحمه الله د وفات کال (۸۳۵) هـ ق چی دا حسینی سادات څخه دی . په هند او ایران کی
• بدویه : دا سلسله منصوب ده د سید احمد بن علی ابوالعباس بدوی حسینی ۵۹۶-۸۷۵ هق په مصر سودان او افریقا کی سادات دی .
• رفاعیه : دا سلسله منصوب ده د سیداحمد بن علی رفاعی ۵۱۲- ۵۷۸ هق حسینی سادات دی په عراق ، مصر او افریقا کی حسینی سادات دی
• شعرانیه : دا سلسله منصوب ده د سیداحمد بن علی الحنفی مصری ۸۹۸-۹۷۳ هق حنفی مذهبی دی ډیرښه تالیفات هم لری سادات دی .
• خلوتیه : دا سلسه منصوب ده د سید محمد عثمان میرغنی مالکی د تاج التفاسیر لیکوال دی په سودان کی
• تیجانیه : دا سلسله منصوب ده د احمد بن محمد المختار بن احمد الشریف التجانی ۱۱۵۰-۱۲۳۰هق په المغرب کی دا هم سادات دی
• نقشبنديه:داسلسله منسوب دی په خواجه بهاءالدين محمد نقشبند د وفات کال (۷۹۲) هـ ق.په هند کی چی سادات نه دی
• چشتيه: داسلسله منسوب دی په معين الدين چشتي (۶۳۳) هـ ق په هند ،پاکستان کی سادات نه دی
• مولويه:داسلسله منسوب دی په جلال الدين محمد بلخي رومي معروف په مولوي (متوفي۶۷۲ هق ) د مولانا صاحب په عرفاني اصولو کی چې په مثنوی کې کښل شوی ځان پیژندنه( خود شناسی ) ده. په ترکیه او افغانستان کی چی سادات نه دی .
• د صوفیان یو ځای هم خانقاه دي
سنایی صاحب د خانقاه په آړه داسی کښلی دی :
خانقاه اشیان مرغان صفا است
گلشن عیش و بوستان وفا است
صوفیان خاصگی درگاه هنــــ‏‏د
خـرقـه پوشـان صبغت الله انـد
خرده دانان وتیز بینــــــــــــ‏انند
بی نـشـانـان و هـمنشــیـنـــانــند
کار ایشان ریـاضت و تجریـــ‏‏‏د
پیشه انصاف وعـزلت و تـفـرید
دصوفیانو او عارفانوپه نظر عشق ډیر لوړ مفهوم لری او ستر الهي امانت يې ګڼی او په دی اعتقاد لری چی الله ﷻ انسان له عشقه پیدا کړی .صوفیان او عارفان د کائیناتو خالق (الله ﷻ) په دی صفاتو چې مونږ یې پیژنو نه ګڼی بلکې له دې څخه يې هم لوي او لوړ ګڼی .
رسول الله ﷺ فرمایی :وعن أبي هريرة - رضي الله عنه : قال رسول الله ﷺ لا ترغبوا عن آبائكم ، فمن رغب عن أبيه فقد كفر . متفق علیه
ژباړه : له ابو هریره رضي الله عنه روایت دی چی رسول الله ﷺ وفرمایل : له خپلوپلرونو مخ مه ګرځوی ، څوک چی له خپل پلاره مخ ګرځوی ، په حقیقت کی دا کاریی کفرحسابیږی .
ریاض الصالین ۱۸۰۳ حدیث مخ ۹۲۸
رسول الله ﷺ بل ځای کي فرمایی :
" من ادعی إلی غیر أبیه وهو یعلم فالجنة علیه حرام " (روایت احمد، بخاری ومسلم)،
ژباړه : له سعد بن ابی وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی : چی رسول الله ﷺ فرمایلی دی( څوک چی غیر له خپل پلاره بل چا ته خپل نسبت وکړی اودا پوهیږی چی هغه یی پلار نه دی جنت پر دی شخص حرام دی . متفق علیه، ریاض الصالحین۱۸۰۲ حدیث مخ ۹۲۷ الله ﷻ مو دی په صالحینو کې حساب کړي او له کفر څخه و ساتی او د سمو کړو او ګفتاره سره مو دی الله ﷻ د جنت لایق و ګرځوی . امین یا رب العالمین
اخیستنی :
• د ساداتو د قلمی شجری څخه
• حسینی ،سیدجعفرعادلی ،کوثرالنبی ۱۳۴۹هش
• امام فخررازی، تفسیر(التفسیرالکبیر)، ۳۲جلد ،صفحه ۱۲۴
• امام نودی دمشقی ۶۳۱-۶۷۶ هق، ریاض الصالحین ، باترجمه عبدالله خاموش ۱۳۷۲
• هاشمی ،سیدرقیب شاه ، حوره ۱۳۹۶هش