بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


پښتو باید سمه ولیکو

په ویبپاڼو کي مي کتل څو «وییني» مي تر سترګه سوي،چي داباید سمي ولیکو. ترمخ تردې چي «وییني» وګورو دپښتو ژبي یوڅوستایني دنامه سره ګورو. لکه: پراخه یوه ستاینه ده،دنامه سره راځي. پراخ ملک،پراخ هېواد، پراخ تندی ... خو پراخه مړینه، پراخ مېړه، پراخ سړي ناسمه لیکنه ده. ډېرمړه،ډېرسړي،ډېره مړینه،ښه مېړه ... ښکلې سندر غاړې او ښه آواز ئې، که و وایوچي ښه سندرغاړې ده؛خودښکلاستاینه نه کوو،بلکي د«آواز» یائې د ټولنیز حالت ښه یو.د«ستاینو»سم پکاروړل دنامه سره دایو ډېراوږدپښویزاوادبي بحث دی؛پردغه څوبولګو

23.03.2020 محمدسرور وکیلي

معرفی قاموس کبیر افغانستان

قاموس کبیر افغانستان یک گنجینه ی علمی و اکادمیک قاموس( Dictionary)، لغتنامه(Glossary)سالنامه های احصائیویStatistical yearbook))، دایره المعارفها( Encyclopedia) و کتب درسی پوهتونهاTextbook)) در هر کشور کُتب مرجع وماخذ های معتبر و دارایی معنوی(intellectual property) شمرده میشوند. این آثار گرانبها در جوامع پیشرفته، متمدن و دارای فرهنگ عالی دستاورد بزرګ نخبگان علمی (Elitism) بوده، در خدمت جامعه و مراکز علمی قرار میداشته باشند. ارزشدهی فوق العاده به چنین اثار در نظامهای نخبه سالار( Scientific

23.03.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

کرونا او زموږ پنځه زره کلن تاریخ

کرونا او زموږ پنځه زره کلن تاریخ بابا څنګه ده کرونا؟ هیڅ شی نشته دا د کافرو دسیسه ده په مسلمانانو تاثیر نه کوي. نو بیا د کعبی طواف ولی بند شو؟ په سعودی عرب، مصر او نور اسلامی هیوادونو کی مسجدونه ولی بند شول؟ په مسجد نبي کی ولی د لمونځ کوونکی شمېر کم شو؟ دا خو ټول مسلمانان دي. دا هم د کفار دسیسه ده تا تیره شپه په تلویزون کی ونه لیدل چی کوترو د کعبې طواف کاوه؟ د خدای د کور طواف هیڅوک نه شی بندولای. ماته د بابک (پخوانی ولسمشر) کیسه را په یاد شوه، چا ورته ویلی وو چی ښځه دی

23.03.2020 محمد اکبر پیمان

زمونږ کلي او بانډې

درویشتمه برخه ارواښاد مرزا جمعه ګل خان ساپي الحاج مرزا جمعه ګل خان ساپی د ملک محمد شریف خان ځوی د فتح محمد خان لمسی په کال ۱۲۸۱ ه ش د لغمان ولایت د عمرزیو د خیراباد په کلي کې په یوې منوره کورنۍ کې سترګې دنیا ته خلاصې کړې دي ۰ خصوصي زد ه کړې یې د دري ژبې په ادبیاتو ،فقه ، صرف نحوه او نور دیني علومو کې د لغمان او ننګرهار په ولایاتو کې د مشهورو علماوو څخه ترلاسه کړې او تر هغه وروسته بیا د کابل د سروبي په ولسوالۍ کې د مامور په توګه ولس ته د خدمت جوګه ګرځیدلی دی۰ مد

18.03.2020 سمیع الدین افغاني

سرې کرښې!

سرې کرښې! عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم ‌و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ! ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، د سرې کرښې ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو کې ډېر زیات یادیږي، او دغه سره کرښه هم، بیا یوه واحده کرښه نده، او هرڅوک خپلې هواىٔي سرې کرښې لري. د یادولو وړ ده، چې د یوه سره کرښه، کېدای شي، د بل چا سره کرښه نه وي. یا په بل عبارت، کرښه، تر کرښې، فرق کوي! ی

11.03.2020 عبدالله وردک

غبرګې لوړې؛ د معاملو ژورې!

سږنۍ ولسمشريز ټاکنې د کمي او کيفي دواړو اړخونو ډېرې ضعيفې وې، په کمي لحاظ د خلکو ګډونو خورا لږ و،په د ۳۶ ميليونی نفوس کې چې ښايي رای ورکولو وړ په کې د ۱۸ ميليونو شاوخوا وي، ايله يو نيم ميليون شاوخوا وګړو په کې خپله رايه وکاروله. په کيفي لحاظ ټاکنې ډېرې ناندريزې وې، پر درې لکو رايو تر پايه له ولسمشر غني پرته نور اکثره کانديدان معترض دي او وايي چې هغه مخکې او وروسته له وخته استعمال شوي او د بايو ميتريک ستونزې يې سرباري. په هر صورت په دغسې يوه شکمنه سيالۍ کې ګټونکی اعلان شو، دغه اعلان بي

10.03.2020 وحيدالله مصلح

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - پنځمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک پنځمه - برخه انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې تر آخره پورې، په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، زما د امریکې د تحصیلي بورس په هکله، ٔچې

05.03.2020 عبدالله - وردک

د غرض لاسونه

دا یو څرګند حقیقت دی په کومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وي طبعي ده چې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ او چرته چې یوالی او ورورګلوي وي هلته بریا او نیکمرغۍ خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کورنۍ نه راوخله بیا تر کلي کور،ولسونو،هیواد او د بشریت په کچه د منلو وړ خبره ده ٠ کله کله دځینو بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا زیان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي هیوادونو دخپلو خلکو په یووالي سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړي او دنور انسانانو حقوق غصب اودهغوی هستي او

03.03.2020 سمیع الدین افغاني

مینه، شعر، ښځه او سیاست

« هغه څه چې زما لپاره ارزښ لري شعر دی، او شعر پخپله زه و ته یو...» نزار قباني(۱۹۲۳ – ۱۹۹۸) د سوريې نامتو سیاستوال و ‌ډیپلومات او د معاصرې عربي نړۍ یو تر ټولو ستر مینه‌لیکونکی او ډېر لوستل سوی شاعر دی. «مینه او ښځه د هغه د شعرونو موضوعیت ده او د هغه مینه‌لیکنې د ښځې د ښکلاپیژندنې و روانپيژندنې د ذهني ظرافت و نرمیو د ټولو اړخونو غبرگونونه او د یوه شرقي نارینه لرلید په ښه توگه رانغاړي او څرگندوي. د هغه د شعر دوهمه موضوع سیاست دی. قباني په خپلو ټولو دوه ځلوېښت دفترونو کې له څرگندو تصویرونو او

27.02.2020 سلیم پاینده

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - څلورمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک څلورمه - برخه انګلستان - فبروری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې تر آخره پورې، په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. پدغه لیکنه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د کابل په پوهنتون کې، د خپلو

17.02.2020 عبدالله - وردک

سورخولۍ

دکوچنیانو له پاره لنډه کیسه  Von: Brüder Grimm   ژباړن: رڼا ګل اریوبزی یووخت یوه و ړه، خوږه، ښکلې جلۍ وه، دا به چې هرچا لیده، ورباندې ډیره ګرانیده، خو تر هر چا زیاته په خپلې نیاګرانه وه، نیایې تل په دې فکر کې وه چې، خپلې لمسۍ ته یو څه ډالۍ کړي. یو ځل يې یوه سره اوبدل شوې خولۍ ورته ډالۍ کړه، چې دسر سره يې ښه ناسته وه اوښکلې ښکاریده، نوځکه دې جلۍ بل څه نه په سر کول، تل له همدې خولۍ سره ګرترځيده، له همدې امله په سورخولۍ مشهوره شوه. یوه ورځ يې مور ور ته وویل

16.02.2020 رڼا ګل اریوبزی

په مکه کې د یوې نصرانۍ جنازه !؟

د غم او زغم په غوړیدلې لمن کې، د ګډ سوله ایز ژوند د سترې تابلو څو ګوتې په شمار خیرن او څه ځلیدلي انځورونه. کله چې د شوروي اتحاد دیکتاتور سټالین مړ شو نو خروشچوف او سیاسي پولیټ بیرو د تفاهم،‌ درناوي او ګډ سوله ایز ژوند د فلسفې نغاره وډنګوله، نو پراوډا ولیکل: د شوراګانو د هیواد ټول وګړي سم برابر او د خپل نظر مالکان دي. خو مازې څو میاشتې وروسته ولیدل شول چې په مسلمانې مرکزي آسیا کې په زرګونو انسانان، څوک ووژل شول او ځینې د سایبریا کمپونو ته واستول شول. د وال سټریټ جورنال، بي بي

08.02.2020 ولي الله ملکزی

ماکس ویبر او د هغه ژوند او آثار

(د نامتو ټولنپوه، اقتصاد پوه او څیړونکی ماکس ویبر د مړینی د سلم کال په مناسبت) په افغانستان کې له ۱۳۸۱ل. کال څځه وروسته نوې سیاسي پروسه پیل شوه. افغانان د خپل ژوند یوه نوی پړاو ته ډیر خوښ وو. نړیوالې ټولنې د ټولنې په ډیرو چارو او ټولو اداري او اقتصادی ډګرونو کې بیسارې مرستې پیل کړی. په دې کې یو هم مدیریتی مهارتونه لوړول او دملکی خدمتونو بیارغاونه وه چې ټولنې ته دعامه خدماتو د وړاندی کولو او دمشتریانو د رضایت توقع ورڅخه کیدله. دا یو لومړیتوب و چې باید ملکی خدمات او عامه اداره، په اداره ک

07.02.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

ګډه لیکنه که جلالیکنه!

په پښتو ژبښود کي ډېر ټوټکي ( Particle)یاادات سته،چي دیوه نامه یاکړني اویا وییني دپوهاوي لپاره راځي؛خوپخپله خپلواکه مانانه لري.خپلواکه ساده مورفېم (Morphem) دي. دلته ئې دوه ټوټکي یاني ادات څېړو. لکه: (په او له).بولګه: په کندهار کي باران اوري. له ننګرهاره راځم. (په او له) هغه مهال له ګړي سره ګډ لیکل کیږي،چي خپل ګرامري ستاینه ونه لري. (په او له) دواړه ټوټکي(prepositions)دي.دبڼي لمخه ساده خپلواکه مورفیم (Morphem)دي چي مورفیم یو( یوناني اولاتیني)ګړه یا وییکه ده. مورفي (Morphe)مانابڼه،ج

28.01.2020 محمدسرور وکیلي

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - درېیمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک درېیمه - برخه انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، خوشحاله او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې، تر آخره په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظر له ما سره شریک کړئ. غواړم، پدغه لیکنه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې ثانوي زده کړې په هکله، معلومات وړا

27.01.2020 عبدالله - وردک

د واک غوښتنه او ټولټاکنې د شریعت له نظره

د اسلامي شریعت له انده ولسمشرۍ، د ملي شورا غړیتوب او نور منصبونه حق او امتیاز نه دي، بلکې دولتي منصبونه یې مسؤولیت گڼلي دي. د اسلام له نظره واکمني داسې شی نه دی، چې خلک دې ورته ډېری هلې ځلې او کوښښونه وکړي او پر ټاکنیزو سیالیو دې ډېرې پېسې ولگوي. د نوماندۍ حق دې ته وايي چې هر وگړی د دولتي منصبونو د نیولو له پاره ځان چمتو او هغه د ځان له پاره وغواړي. د اسلامي شریعت د ځینو نصوصو له ظاهري بڼې داسې برېښي چې د ټولیزې قاعدې په توگه هر څوک د نوماندۍ حق نه لري. د بېلگې په ډول: حضرت عبدالرحمن بن

23.01.2020 محمد سرور نیاومن

د داووس ښار او د نړۍ اقتصادي مشرانو غونډې

د داووس « Davos » ښار د سویس هېواد د ګروبوندان ایالت د پرتیګو\ دوو په برخه کې د لاندواسر سیندپه غاړه او د آلپ د غرونو په منځ کې پروت دی . د داووس ښار د سمندر له سطحې 1560 متره جګه سطحه کې واقع دی چې د اروپا د وچې له بحر نه تر ټولو لوړ او د ښې هوا لرونکی ښار دی. نفوس یې په 2009 کال کې 11248 تنو ته رسېده. مساحت یې 283.99 کیلومتره دی. تر 1971 زېږدیز کال پورې د داووس ښار یواځې د سکي لوبو له امله مشهور وو خو په همدې کال کې « کلاوس شواب " Klaus Schwab " » یو آلما

21.01.2020 غلام حضرت صالحزوی

انسان د ځمکې مخلوق نه دی

انسان د ځمکې مخلوق نه دی (د امریکایي ساینسپوه نظریه) ژباړه او لنډیز: محمد سرور نیاومن د انسان د پیدایښت په اړه ګڼې نظریې شتون لري، چې له دې جملې څخه درې یې د یادونې وړ دي. لومړی د اسلام له نظره او دویم تر ټولو مشهور او عام شوې ساینسي نظریه د داروین د انسان د تکامل نظریه (evolution) ده. د تکامل نظریې د رد له پاره یوازې دوه درې پوښتنې بسنه کوي: ۱- که انسان د شادیانو له نسله وي او د شادیانو د تکامل څخه انسان رامنځته شوی وي، نو دا اوسني شادیان ولې انسانان شوي نه دي؟ باید د شادیا

21.01.2020 محمد سرور نیاومن

د عنعنوي جرګو څرنګوالی

افغانستان د جرګو اوږده مخینه لري چې د هېواد د بیلا بیلو سیاسي او ټولنیزو ستونزو په هوارولو کې یې مهم نقش لرلي که لومړي د جرګې معنی ته راشو، نو جرګه یوه لرغونې کلمه ده چې معنی یې روغې جوړې او سلا مشوري لپاره د څو کسانو یا ګڼو کسانو راغونډېدل، ناسته او یوځای کېدل دي. په ترکې ژبه کې هم دا کلیمه په همدې تلفظ او معنی سره استعمالیږي او بعضې څیړونکې د جرګې لغت ریښې له ترکې ژبې سره تړی خو په افغانستان کې جرګه د افغانانو هغه عنعنوي غونډ ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې، سیاس

20.01.2020 عبدالرحمن احمدزی

ښځه؛ د دريمې کرښې اړتيا!

په هرات کې د حجاب په اړه د مولوي مجيب الرحمن انصاري عامه پوهاوي پيغامونو د حجاب او ښځې په اړه ارزښتي بحثونه رامنځته کړي دي، حجاب او نقاب په جزياتو کې د اسلامي علماو تر منځ د اختلاف موردونه دي، او په دې اړه د ثقه علماو بحثونو او څېړنو ته رجوع په کار ده. هغه بحث چې په دې منځ کې ډېر جدي او د تمدني مدونو په تقابل کې مهم دى، هغه په کورنۍ او ټولنه کې د ښځې ارزښتي موقعيت دى.له بده مرغه زمونږ د وطن

18.01.2020 وحيدالله مصلح

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه - دویمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک دویمه - برخه انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، خوشحاله او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې، تر آخره په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظر له ما سره شریک کړئ. غواړم، پدغه لیکنه کې، د خپلو لومړنۍ او منځنۍ زده کړو په هکله، تاسې قدرمنو لوستونکو ت

10.01.2020 عبدالله - وردک

چونګښه شاهزاده

دیر پخوا کله چې ډیر آرمانونه پوره کېدل. پادشاه له شاهزادګۍ سره ژوند کاوو. شاهزادګۍ ډېره ښکلې او له مینې ډکه وه، نو ځکه پادشاه د هغې هر خواهش پوره کولو. شاهزادګۍ خپل پلار ته وویل زه د خپلو پخوانیو د لوبو له وسایلو څخه ستړې شوې یمه. زه یو نوی شی غواړم چې لوبې پرې وکړم. پلار یې ورته وویل د دې لپاره چې ته ماته ډېر ارزښت لرې نو زه به خپل با ارزښت ترین د لوبې شی چې ماته مې بابا په ماشومتوب کې راکړی وو، تاته درکړم. پادشاه د خپل د طلا صیف خلاص کړ او د طلا توپګی یې را واخیست. شاهزادګۍ ته یې وویل دا د

09.01.2020 مينا سيد

وزارت امور گیم (طنز)

پس از سپری شدن چند سال از حکومت بعد

04.01.2020 مصطفی عمرزی

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه - لومړۍ - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه! لومړۍ - برخه عبدالله وردک انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! لومړی د ستاسې ټولو سلامتی، او کامیابی د الله(ج) له لوی درباره څخه غواړم، او هیله کوم چه ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. وروسته، له ټولو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هيله کوم، چې زما دغه تعلیمی ليکنې ښه په غور او دقت سره تر آخره ولولي، په هغو کې ښه غور وکړي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او بيا قضاوت وکړي.

03.01.2020 عبدالله وردک

پینځه هغه کارونه چې د ۲۰۲۰ کال په پيل کې یې ترسره کړو

نوی کال د یوه نوي پیل لپاره ښه پلمه ده. نوی کال مونږ ته دا فرصت راکوي چې لکه یو کمپیوټر چې دوباره چالانوو او یا د “Refresh” تڼی یې کیکاږو، خپل ځان او خپل ژوند ته نوي او پیاوړي ساه ورکړو او ژوند ته له یوې نوي او تازه زاویې وګورو. لاندي پینځه چاري له مونږ سره کمک کوي ترڅو د خپل ژوند کنټرول یو ځل بیا په خپل لاس کې واخلو او د خپل شخصي او رسمي ژوند اهداف په یو څه آسانۍ سره ترلاسه کړو: ۱- مخکې لدې چې مخته ته وګورو، باید یو ځل خپل تېر وخت ته نظر واچوو تر څو پوه شو چې څومره پرمختګ م

01.01.2020 جاوید رفعت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more