هغه شیبې هغه کلونه
(د ارواښاد اسحق ننګیال یوه خاطره)


ای ښکاری آشنا ! درته سلام کوم
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه
***
څو ورځې مخکې ښاغلی ورور احسان الله ارینزی د ننګیال یوه خاطره لیکلی وه، هغه مې ولوسته او هغه شیبې ، هغه کلونه مې کټ مټ سترګوته ودریدل: پخوانی خواږه خاطرات، د هغه وخت صمیمیت، متقابل درناوی او عزت، دهغو وختونو اخلاص، وطن او خلکوسره مینه، د نیتونو خلوص ، لنډه داچې هغه ورځې او هغه دوستان یو ځل بیا رایاد شول. د فرهنګ عالی سطح، ادبی خلاقیتونه او هنری ارزښتونه پالل،متقابل درناوی، اخلاص، د ځوانواستعدادونوهڅونه، دهیواد او ولس لپاره نیکې پیرزوېنې ، دمشرانو درناوی او نور ټول متعالی ارزښتونه، خو دجګړې ډیرې بدی ورځې، ستونزمن شرایط او دربدری، هر ورځ به چنار غوندې قامتونه پرځمکه پریوتل او میندی به بوری او خویندی به ورارې کیدلی. ننګیال له دغو ناخوالو ډیر کړید، په زړه یې دروند غم بار و. دلیکوالو ټولنه کې به یی په خوړین زړه د وطن غمونه یاودل او د سولې ارمانونه به یې ستایل.
هغه وخت دافغانستان دلیکوالو ټولنه زموږ دهیواد دایبانو، شاعرانو، قلموالو او فرهنګیانو ګډ کورو. اوس موږ ټول اعتراف کوو چې د لیکوالو ټولنه یوه نه تکرار کیدونکی پدیده وه. دهغه وخت چاپ شوی آثار اوس هم نشی پیدا کیدای. معتمد شینواری،اعظم رهنورد زریاب، داکتر اکرم عثمان، عارف خزان، جلال نورانی، حمیرا نګهت، صدیق روهې،، شبګیر فولادیان، ستانه میر زهیر، حافظ صیب، لطیف ناظمی، دوست شینواری، کاتب پاڅون، کرګر، انځور، ټکور،بهاند،صدیق کاوون، استادواصف باختری، ببرک ارغند،ز.هیوادمل ... د ټولو نومونه مې پر زړه لیک دی. هغوی چې وفات شوی، الله(ج) د جنتونه ورته نصیب کړی او څوک چی راسره دی، خدای دې اوږده عمرونه ورکړي. زړه سواند شینواری او خدمتګار بختانی دی خدای وبښي وروسته د لیکوالو د ټولنی له ړنګیدو هم تل ورسره په رابطه کی وم، یو دبل کور ته تلو- راتلو د لیکوالو دټولنی د ادبې ناستو، کرکتنوغونډې ، دملی او تاریخي او فرهنګی ورځو د لمانځولو او نورې خاطرې به مو یادولی. له ننګیال سره مې آن پېښور کی کتل بی بی سی کی یو څه موده بوخت و، له پښوره لغمان ته او له لغمان څخه پېښور ته یې ډیر تګ –راتګ و.
خپل کلی(بصرام) یې هیڅکله نه هیراو. خدای حاضر دی چې بصرام زما هم نه هیریږی. شنې ونې، ښایسته مازیګر، خټین کورونه او د مرغانو غږونه، سپیڅلی او میله پال کلیوال... لنډه دا چې ټول ښایستونه پکې وو. په لغمان کې دبصرام کلي کې ددوی کور و. بصرام کې ټول کلیوال تقریباً کم زمینه دی، خو زمکې یې اول درجه زراعتی زمکو کې راځې؛ پوره اوبه لری او خاوره یې ښیرازه ده. ډیره ښایسته هوا لری، ختیځ ته یی د الینګار سین بهیږی، د لغمان له ښاره چې د الینګار خواته ځی اول محبس راځي، ورپسی د داکتر ظاهر ځای دی، زمکه یی ده او د کلا اثار یی ډیر لږ پاتی دی( دا د دیرشو کالو مخکی خبره ده، اوس یې ممکن هغه لږ نښې هم نه وی پاتې)، ورپسې د آس د ګاډۍ په مزل شل دقیقی لاره( چې هغه وخت به موږ په ګاډیو کی تلو- راتلو اوس چې سړک جوړ شوی او ښار پراخه شوی، ممکن د موټر لس دقیقی لار وی)،وروسته بصرام رارسیږی، خاصتاً ددوی کلی ته په بصرام کی د اخندزادګانو کلی وایی.
غالباً د۱۳۶۵ش.کال د ژمی شپې-ورځې وې، چی د لیکوالو ټولنی یوشمیر لیکوال او شاعران ولایتونو ته د غوره ادبی سوژو د موندلو او هلته فرهنګی، نظامی ، تعلیمی او نورو مراکزو کی د شعر او ادبی لیکنو د لوستلو او د ملی روغې جوړې په رڼا کې د سولې د پیغامونو درسولو په موخه تلل(دا هغه مهال و چې د هغه وخت د حکومت له خوادملی روغې جوړې اعلان شوی و او افغانان دغه اعلان ته امیدواره شوی وو یوه نوې فضا رامنځته شوه چې تر هرچا مخکی فرهنګیان ورته ډیر خوشبین شول او داسې امید پیدا شو چې افغانان به بیرته د وروری لاسونه سره ورکړی او پخلا به شی). د لیکوالو او شاعرانو تلل کوم جبری کار نه و، بلکې د ټولنی هر غړی کولای شول ولاړ شی، یا هم ولاړ نشی.
د لیکوالو تولنې کندهار ته دتګ لپاره اوه تنه په پام کی نیولی وو: آرینزی، ننګیال، د دغی خاطرې لیکوال، استاد خ.رشید، فطرت صیب، شاه محمود حصین( یو تن لیکوال را څخه یا هیر دی، یا داچې په مکتوب کې یې نوم و، خو په سفر کې موږ سره نه و؟!).
مکتوب د خواجه رواش هوایی ډګر ته استول شو ی و موږ ته خبر راکړل شو چې ماښام الوتکه ځي. هغه وخت اکثریت پروازونه دشپې له خواوو، ځکه چې د ورځې الوتکو ته خطر و. موږ ماښام میدان ته ورسیدو. جناب فخری صیب هم د مخه ښې لپاره راغلی و، هلته د ننګیال ورور(ښاغلی عبدالمتین) هم زموږ مخې ته راووت. هغه د هواپیژندنې اداره کې دعسکری دوره تیروله، د چای او دمې لپاره یی راته وویل، خو موږ بیړه لرله، ځینی دسفرملګری لا وختی رسیدلی وو، نو ځکه مو متین خان سره د ناستې فرصت ندرلود. هغه دوستان چې د مخه ښې لپاره راسره راغلی وو، هغوی سره مو خدای پامانی وکړه او دهغې نظامی الوتکې خواته ورغلو چی کندهار ته روانه وه.
الوتکې ته وختلو، ترڅو مو ځانونه ځای پر ځای کول د الوتنې شیبې راورسیدې، خو لا هم الوتکه ولاړه وه، څه ناڅه ۱۰-۱۵دقیقې تیرې شوې، موږ ته سودا ولویده چې خدایه خیر کړې! کتل مو چې دا مهال د کندهار دوه تنه مخور چې اوس یې نومونه را څخه هیر دی، خدای وکړي د ارینزی په یاد وی، الوتکی ته راپورته شول. یو تن کندهاری چې زموږ د سیټ شاته څوکۍ باندې ناست و، دوی پیژندل. ده وویل چی دا دوه تنه پرون له کندهاره د عبدالرحیم هاتف لیدو ته راغلی وو. دغو دوو تنو څخه یو یې له اسلامی انقلاب وروسته لوی سړی و. ارواښاد هاتف د افغانستان یو نامتو عالم او ټولنیز- سیاسی لوی شخصیت و خدای دې جنتونه ورکړی. د دغو دوو تنو په رسیدو سره د عسکري الوتکی پیلوټ مخکی تر دې چی کابین ته ننوځي د الوتکی دننه ټولو سورلیو ته مخامخ تیارسئ ودرید یو عسکری تعظیم او سلامی یې وکړه. هغه یو اوچت دنګ ښایسته زلمی و، تور بریت او ګڼې وروځې یې وې، رتبه یې ډګرمن وه چی پلیټونه یې د الوتکی څراغ ته ښایسته او راڼه ځلیدل. فکر کوم مخکی یو څو تنه لوړ رتبه عسکری صاحبمنصبان وو. د پیلوټ عسکری سلام موږ ملکیانو ته عجب خوند راکړ او موږ د غرور احساس وکړ. دالوتکې انجن چالان شو، دننه څراغونه مړه وشول، خود الوتکی د وزرونو لاندی او مخامخ څراغ لا روښانه و، موږ د هوایی ډګر سړکونه، یو نیم اطفائیه او نور موټر لیدل چې ورو ورو د ځغاستی کرښتې ته برابره شوه، موږ ټولو دخیر دعا وکړه او د سترګو په رپ کی له خمکې اوچته او په تیاره کې هواته پورته شوه. سم له اوچتیدو سره یې د وزرونو لاندې څراعونه او نور ټول څراغونه مړه شول. د کابل د ښار پر سر یې یوه دوره وخوړه او مخ په لویدیځ، له ستورو د ډک آسمان په لمنه کی لکه سارایی بتکه سیده شوه. ښکته تر یو ځایه د ښار رڼا ګانې ښکاریدې، خو وروسته تر هغه د خمکې پر سر څه نه ښکاریدل، د الوتکې ټول څراغونه مړه وو، صرف کله به چې د کابین دروازه کله خلاصه شوه د پیلوټ مرستیال به وت ننوت نو کوچنی رنګه څراغونه ، اشاری به ښکاریدی. په دغو ورځو کې ډیرې بدې پېښې کیدی، څو الوتکې وویشتل شوې، خدای حاضر دی چې زه په خپل راتګ ډیر پښیمانه وم.
تقریباً یو نیم ساعت وروسته الوتکه شیوه شوه او د کندهار پر هوایی ډګر ورکوزیده چې موږ ټولو یوځل بیا دعا وکړه. کله یې چې ځان رنوې ته برابر کړ بیا یې دوزرونو لاندې او مخامخ څراغونه روښانه شول او موږ د خطر د پایته رسیدو احساس وکړ. خوشحاله شولو، زه د خپل راتګ په پښیمانی بیرته پښیمانه شوم. د ترمینل مخکی له الووتکی څخه کوز شولو. له ښار څخه ډیر موټر راغلی وو، موږ ته فخری صیب ویلی و چې تاسې به دکندهار قول اردو ته ځئ. دغه وخت د څراغونو رڼا کې یو سرتیری چې په دري ژبه یې خبرې کولې موږ وپیژندلو او وړاندی راغی سلامی یې وکړه ارواښاد حصین تر موږ مخکی و او تقریباً موږ ټولو کې مشر هم و، هغه څخه یې څه پوښتنه وکړه هغه ورته سر وخوځاو او د شا خواته یی موږ ته شاره وکړه چې راځئ. موږ ورپسې رهی شولو ، له ترمینل څخه ها خواووتو، دغه سرتیری یوه جیپ موټر ته رهنمایی کړو، وړاندی ورغلو او سپاره شولو، همدا سر تیری ددغه موټر ډریور و. د شپې نهه نیمی بجی د کندهار دقول اردو کلوپ ته دننه شولو. یو عسکری صاحب منصب زموږ هر کلی وکړ او یوه کوټه کی کیناستو. همدې کوټه کې یې ځای راته جوړ کړی و.
ارواښاد شاه محمود حصین او فطرت صیب زموږمشران و. حصین صیب یو د مطالعې خاوند او ډیر دانشمند شخص و. په تیره بیا په تاریخ کې یې ډیره پوهه لرله. فطرت صیب د دری ژبی یو نازکخیال او د ځانګړې تفکر او نوښتونو لرونکی شاعر و. آرنیزی صیب پوخ کیسه لیکوال و چې ډیر ښایسته نثر یې لیک، ننګیال هغه نوښتګر شاعر و چې موږ به دلیکوالو ټولنه کی دده هر نوی شعر ته غوږ غوږ وو. رشید صیب د ادبیاتو د پوهنځی استاد و. لنډه دا چې ډیر صمیمی او خواږه ملګری سره یو ځای شوی وو.
موږ ته یې ډودۍ راوړه، ډوډۍ مووخوړه، خو د چای چندان خونده نه وه. یوه روسی نکلی چایجوش کې یې سوړ شوی تور چای راوړ. پیالې هم چندان سمی نه وی، یو سرتیری یې موږ ته توظیف کړی و، هر شیبه به یې موږ ته حیران حیران کتل. هغه د کابل و، عسکری یې د کندهار قول اردو کی وه، هره شیبه به یې د کابل د وضعیت پوښتنې کولې او موږ به ورڅخه د امنیت پوښتنی کولی. دغه خوار عسکر په همدې لومړیو شیبو کی زموږ د بیرته تګ پوښتنه وکړه چې کله بیرته ځئ؟ موږ ورته وویل چی یوه اونۍ وروسته. په ډیرو عذرونو او زاریو یی راته وویل چی تاسې ته یو لیک درکوم چې زما کورنۍ ته یی ورسوئ. موږ ډاډ ورکړ. دغه سرتیری یو کال خپله کورنی نه وه لیدلی.
ډیر سخت شرایط و. ټولو د سولې دعا کوله او موږ پوهیدو چې زموږ د راتګ یوه موخه هم د سولې پیغام دی او بیرته چې ځو هم مطبوعاتو ته به په خپلو آثارو کې د جنګ ځپلو سیمو انځور او په جګړه کې د ښکیل کسانو د روحیاتو او ستومانیو حالات ترسیموو.
په هغه سبا بیا هم همدغه سرتیری چې موږ ته موظف و د سهار چای برابر کړ. لنډه داچې موږ هلته یوه هفته پاتې شو، بیلایل ځایونه مو وکتل د قول اردو د غونډو تالار کی مو سرتیرو او د اردو منسوبینو ته خپل شعرونه او کیسې ولوستی . ما د ښوونکی په نوم خپل یو داستان ولوست. ننګیال هم خپل شعرونه لوستل او فطرت صیب په دري ادبی ټوټې او یو څو حماسی شعرونه ولوستل. زموږ یې ډیر ښه هرکلی وکړ. ځینو نورو ځایونو ته هم تلو. د کندهار دارلمعلمین، د نساجی فابریکې او نور راڅخه هیر دی،. خو ډیر وخت په همدی قول اردو کی وو. د کندهار قول اردو لوی وربوی درلود چې لوړ ناجو ګان پکی ولاړ وو. هره خوا عسکری شوبلی، جیپ موټر، زغره وال ګاډي او ټانکونه وو.
دشپې تر ډودۍ وروسته به مو تر نیمی شپې په ادبیاتو او شعرونو بحثونه کول، کله به خبره فلسفی او تاریخ ته او ډیر ځله به سیاست ته ووته. حصین صیب ډیر سخت سیاسی بحثونه کول. چې له فلسفي،تاریخی ، ادبی بحثونو به ستومانه شولو نو اسحق ننګیال ته به مو مخ واړاو یو ښکلی شعر به یې راته ولوست، ننګیال ډیر ښه دکلماتور هم و. د هغه په شعرونوکې نوی انځورونه، هنری او ادبی تلازمات، سمبولونه او د دردونو څړیکی وی. شعر یی بی تکُلفه او روان هم و د معنا له پلوه بډای هم و. ده دا دوه سره متضاد صفتونه په مهارت سره ګډ کړی و. د ده نوښتګره شاعری تر یوه حده دده خپل استعداد، تر یو حده یې مطالعه او تر ډیره یې د استاد صدیق روهی د کره کتنو، بحثونو او په تیره (ادبي څیړنی) او د ظاهر افق ( ښکلا پیژندنه) کتابونه و او دې ته ورته آثار وو. موږ به هره اونۍ د ۴شنبې په ورځو دوه بجی د لیکوالو ټولنه کی په ادبی اثارو د کره کتنې غونډه لرله، په دغو غونډو کی درنو استادانو؛ واصف باختری، صدیق روهی، استاد عطایی، استاد الهام، استاد عبدالاحمد جاوید او استاد زیار خبری کولې او د ادبی نقد بحثونه به یې کول، ننګیال به په ټولو غونډو کې حاضر و.
په دغو ورځو کې چې موږ سره په سفر کې و، د ده د شعرونو دوهمه مجموعه په دولتی مطبعه کې تر چاپ لاندې وه. د دغې مجموعې له ټولو شعرونو موږ نه ووخبر، خینی یې ننګیال په ځینو غونډو کی راته اورولی و یا مو په ژوندون مجله کې لوستی وو، له نورو نه ووخبر. یوه شپه یې موږ ته دغه شعر واوراو:
...آسمان د لویو خړو وریځو او باروتو لوګي
ځمکه له وینو او د مړو له کوپړیو ډکه
انسان د ویر او د دردونو او مرګونو کوربه
کور مې د مړاوو بیګناهو امیدو هدیره
دنیا مو ټوله نړوونکو توپانونیولی
نو عقله !
نو عقله ای د توپانو د غلو په لاس، تښتول شوی بیړۍ :
وایه چې چېرته لاړ شم ؟
او پر دې ځان څه وکړم ؟
له ځمکې تر آسمانه
***
هو؛ دا و د ارواښاد اسحق ننګیال هغه غږ چې د زمانې له نادودو یې شکایت کړی. د ده شعر به پر موږ ډیر اغیز کاو.
خو یوه شپه یې خپل یو نوی شعر زړه نازړه موږ ته ولوست . دا شعر د ( ملت مې) شعر و چې وروسته بیا یو ډیر نامتو شعر شو او همدا اوس یی هم ډیرو ځایونو کې اورو او د مجلو او اخبارونو د ادبی پاڼو په سر کې یې لولو:
ونې ولې ژاړې؟
ښاخونه یې رانه غوڅ کړل
چا؟
ښاخ مې
ومې روزه ومې روزه
چې را لوی شو
تبر ته لاستی شو...
وطنه ته ؟
او دا دی زه هم ژاړم.
څوک دې ژړوي ؟
ملت می
ملت مې دوه برخې شو
قاتل او مقتول
درېمګړی نه لري.
***
په ريښتیا چې ملت مو په دوو برخو ویشل شوی، دریمګړی نه لري. په دې توګه د ده شعری انځورونه نوی او د ده د شاعرانه نبوغ استازي وو. یوه اونۍ وروسته بیرته کابل ته راغلو. په هغو ورځو کې زما یو کتاب هم مطبعه کې تر کار لاندې و، د ننګیال هم شعری مجموعه مطبعه کې وه. دهغه وخت د کتاب کمپوز کیدل یو زاره چاودې کار و. لینو ټایپ ماشینونه و، چې یو ټکی به غلط شو ټوله کرښه او ټوله پاڼه باید له سره جوړه شوی وای، ټول کار له ویلی شویوسرپو او تورو رنګونو سره و، په خواریو جوړه شوی فورمه به لیکوال کتله او اصلاح کوله به یی. په دې سخت کار کې یوه ورځ زه او ننګیال دواړه مطبعه کی مخامخ شولو، ما ایله دوه فورمې ولوستی د ننګیال د کتاب کار تقریباً خلاص و په زینګوګرافی کې یې په پوښ کار روان و، کله چی څلور بجی نږدی شوی، د مطبعی کارکوونکو کار بس کړ او بهر د عمله وو موټرو ته ووتل، زه او ننګیال هم را بهر شولو. راته کړه یې:
ځوانیمرګه؛ یو نوی شی مې لیکلی راځه چې درته ویې لولم. ده به تل ماته(ځوانیمرګ) ویل. اوس را نه هیر دی چی دا یې تکیه کلام و که یواخې ماته یې ویل؟ خو آرینزی ته به معلومه وی چې دا یې تکیه کلام و او ټولو ته یی ویل که څنګه؟
ده به دوستانو ته خپله لیکنه په دې نیامت نه اوروله چې څوک یې خامخا صفت وکړی، بلکې د ده هیله به دا وه چې نیمګړتیاوی او کمبود یې ورته وښودل شی. د لوستلو پر مهال به یې د یوه ځیرک روانشناس په توګه د اورویدونکی تندي او غبرګون ته کتل. دی د یو حساس شنونکی په توګه په دې پوهید چې لیکنه یی څومره د چا خوښه شوه یا خوښه نشوه. ما ورته وویل سمه ده، راځه دواړه ستړی یو یو ځای به کینو را ته ویی لوله. د مطبعی څخه لږ وړاندی چی اوس هلته یوه لویه لوړه پلازه جوړه شوی، د یوې ویالې غاړه وه دغه ویاله د دریمو مکرویانو له منځه همداسی پسې وړاندی تللی، اوس اوبه نه لری. هغه وخت د ویالې غاړی ته یو څو د ولی ونې او یو کوچنی شین چمن و، هلته کیناستو د ښکاری آشنا شعر یی راته ولوست . ځه موده ورسته دا یو نامتو شعر شو اوډیره ځله ننګیال په خپل غږ ډیرو ادبی غونډو کی ولوست او ډیرو ځایونو کی خپور شو چې تر اوسه ډیر مینه وال لري.
په یقین سره ویلای شم چې ټول دوستان ورڅخه ښه خاطرات لری او د ادب مینه وال یې اوس هم شعرونه په ډیره مینه لولی او ارمانونه یې ستایی. الله(ج) دې ورته فردوس جنت کې ځای ورکړی.
پایله :
• الله پاک دی د ننګیال روح ښاد لری او د ده ارمان دی خدای پاک پوره کړی چې سوله او د وطن ابادی وه،
• الله پاک دې ډیر ژر وطن ته سوله راولی، که ۳شنبه راځي، خدای دې دوشنبه راولی، که لس بجی راځي خدای دی نهه بجی راولی، چی یو ساعت.، یوه دقیقه او ثانیه مخکی هم راشی، سوله لوی نعمت دی،
• خدای دی زموږ پیاوړی او غیرتی ملت سره متحد او یومټی کړی چی د ننګیال لوی ازمان و،
• ننګیال زموږ په زړونو کې دی، نه هیریږی.