زلزله يا ريږدله د طبيعت د فجېح ترينو آفتونو څخه ده چې په نړۍ كې هر کال په لسګونو زره انسانان وژني او په لكونو نور بې كوره كوي . د ډېر پخوا وخت خلكو باور درلود چې تر مځكې لاندې ديبان بيده دي او كله چې دوى د يوه اړخه پر دا بل اړخ را واوړي نو د مځكې پر سر زلزله ايجادوي. لرغوني يونانيانو عقيده درلودل چې د اوبو خداى ”پوسايدون” ته چې درد (قهر) ورشي نو مځكه كلكه په سوټي وهي او د دې گوزار له تاوه مځكه رېږدي. د ختيځې افريكې خلكو ويل چې نړۍ د غوايي پر ښكر ولاړه ده، كله چې د غوايى يو ښكر ستړى شي، نو نړۍ و دا بل ښكر ته را اړوي چې دغه د زلزلې سبب گرځي. همدا نن گڼ شمير خلك په دې معتقد دي چي هر چيرې چې موسيقي، د ښځو بربنډتيا او نامشروع جنسي طعلقات ډېر شي، خداى د عذاب په صفت زلزله پر نازلوي.

د تاريخ په اوږدو كې هر ډول خلكو او كلچرونو د زلزلې په باب بېل بېل خرافات، عقايد او افسانې درلودلې دي خو په دې لړ کې علمي څيړنې د لرغوني یونان د تمدن څخه پیل کېږي. څه د پاسه ٢٣٠٠ كاله مخكې يوناني فيلسوف ارسطو نظريه وركړه چې زلزله تر مځكې لاندې د متحركو گازونو په واسطه ايجاديږي. تر اتلسمې پيړۍ پوري د لوېديځ ساينسپوهان د اسحق نيوټن په شمول معتقد وو چې زلزله د مځكې په عمق كې د سوځېدونكو موادو د چاودنو څخه مينځ ته راځي. د شلمې پېړۍ په اوايلو كې جرمني ساينسپوه الفريډ ويگنر د سترې وچې د جلاكيدلو Kontinentalverschiebung نظريه وركړه چي پکې ويل كېده چې د نړۍ براعظمونه (لكه آسيا، اروپا، افريكا، امريكا) دوه سوه مېليونه كاله مخكې ټول سره يو ځاى او يوه ستره وچه وه او د وخت په تېريدلو سره د طبيعي اوښتونو له كبله سره جلا شوي دي. د هغه وخت ساينسپوهانو د ويگنر تيوري د ثبوت د لږوالي له كبله جدي و نه نيوله. خو نن ورځ دغه تيوري د مځكې پيژندنې يا جيالوژي د علم د نامتو او منل شوي تيوري يعني د پليټ ټيكټونيك Plate Tectonics يا ټيكټونيكي دړې (ټوټې) د تيورۍ د مور په صفت پيژندل كيږي.

د ټيكټونيكو دړو په تيورۍ كې د مځكې كره لكه مڼه پر څو لايو وېشل شوې ده، لكه: پوست (قشر)، نس (گيډه‌‌‌‌/بدنه) او مغز (هسته). د مځکې پوست چې تر سل كيلومتره پورې ژورتيا لري په سترو براعظم سايزه پليټونو يا دړو باندې درز شوى دى چې دغه دړې مدام مگر ډير كرار، د كال د صفر څخه تر پينځو سانتي مترو په واټن حركت سره كوي. د مځكې تر پوست لاندې يې نس دى چې تقريبا درې زره كيلومتره ژورتيا لري او د ډيرو سرو (سوځيدونكي) مگماتيكي موادو يا ويلي شوو ډبرو ډك دى چې د دری زره سانتي گريدو د حرارت په شاوخوا كې په جوش او خروښ كې دي. دغه عظيم حرارت د سختې ډيرې انرژۍ سبب گرځي او سربېره دړې په حركت سره راولي چي د مځكې په پوست يا ليتوسفير كې د لاندنيو درو ډولو تحولاتو سبب گرځي:

١. نژدې كېدونكي درزونه (Convergent Boundaries): دوې دړې يو او بل ته سره نژدې كېږي. كه يې په مينځ كې په كافي اندازه د ضخامت توپير وي نو نازكه دانه يې تر پنډې لاندې ځي او په نتيجه كې د مځكې د نس سره مواد (مگما) د درزه څخه د باندې را الوځي او اورغورځونكی غر (آتشفشان) تشکيلوي چې بېلگه يې د ارام سمندر پر شاوخوا ‌‌‌‌‌‌د اور د حلقې په نامه یوه ډېره ستره آتشفشاني سيمه ده. که تر اوبو لاندي دا کار وشي نو بیا سونامي سېلونه را مینځ ته کېږي لکه د ٢٠٠٤ کال د هند د سمندر سونامي چي شپاړس هیوادونه پکي متاثره شول. كله كله دوې نژدې كېدونكي دړي دواړه د پورته و خوا ته زور كوي چي د هغې په نتيجه كې بيا د غرونو سلسلې مينځ ته راځي چې ډېر ښه مثال يې د هيماليا د غرونو سلسله ده چې لوړه ترينه نقطه يې ماونټ ايوريسټ نوميږي د كال دری سانتي مېتره لوړېږي. البته د غرونو مينځ ته راتلل په زرونو كلونه په بر كې نيسي خو د دې پروسي جانبي اثرات مدام د زلزلې په شكل د مځكې پر سر حسېږي. غرونه مېخونه ندي چې له پاس په ځمکه کې وهل شوي وي لکه څنګه چې ځينو ديني کتابو کې ليکل شوي .

٢. سره موږونكي درزونه (Transform boundaries): دوې دړې اړخ پر اړخ پر مخالف جهت حركت سره كوي لکه دوې لارۍ چې تنګه لار کې يو له بل تېرېږي او سره ونښلي خو حرکت کوي او يو او بل سره موږي چي په نتيجه كي يې تر مځكي لاندي ډير سخت فشار توليديږي او د سايزميكو (رېږدونكي) څپو په شكل د مځكې پر سر خوشي كېږي. په بل عبارت شې زلزلې مينځ ته راځي. په امريكه كې د سان اندرياس درز يې يو ښه مثال دى چي د نړۍ د متزلزل ترينو ساحو څخه ده او د بشر د تاريخ شديدترينه ثبت شوي زلزلې پكې شوي دي: لكه د ١٩٦٠ كال د چيلي ستره زلزله يا په ١٩٠٦ كې د متحده ايالاتو د سان فرانسيسكو د ښار ويجاړونكې زلزله چې ٨٠ فيصده ښار پكې د مينځه ولاړ.

٣. ليرې كيدونكي درزونه (Divergent Boundaries): دوې دړې يو د بله سره لرې كېږي. دا كار اكثرا تر اوبو لاندې د سمندرونو په تل كې كېږي او په اوبو كې د مگماتيكي موادو د گډيدلو سبب گرځي. ډير اوږدمهاله تاثير يې دا دى چي براعظمونه مينځ ته راولي.

راټولونه او ترجمه: ن. ا. ر. پسرلی
اېدېت او اضافه معلومات ور ډېرول عبيدالله وردګ

د نوري زده كړي له پاره لاندي مطالب وگورئ
https://www.youtube.com/watch?v=SiUtml2qZkU د پليټ ټيكټونيك په اړه تجربه
https://www.youtube.com/watch?v=FIgksa3x11w د زلزلې په اړه تجربه
https://www.youtube.com/watch?v=e7ho6z32yyo د نيشنل جيوگرافيك معلوماتي ويډيو

ماخذونه:
https://www.bgs.ac.uk/discoveringGeology/hazards/earthquakes/whatIs.html
https://en.wikipedia.org/wiki/Plate_tectonics
https://en.wikipedia.org/wiki/1906_San_Francisco_ea