ګوګلي ډاکتران !
عبدالله - وردک
انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، د کورونا د وایرس په هکله، ټولې مجازي پاڼې ډکې دي، او هرڅوک چې هرځای، یو معلومات پیدا کړي، نو هغه سمدلاسه، نورو پاڼو ته لیږي.
راځئ! هغه خبره چې هر وخت، ټول خلک، ټول مسلمانان، او په خاصه توګه، ټول افغانان، د هغو د عملي کولو ډېر ارمانجن دي، هغه عملي کړو. یا په بل عبارت، داسې څه ونه وایو، چې د هغو، د عملي کولو نیت بیا نلرو.
خبره خو داده، چې هر افغان هر وخت نارې وهي، چې کار باید اهل د کار ته وسپارل شي. نو راځئ، د کورونا په هکله مشورې هم، طبي ډاکترانو ته پرېږدو، او د دوی په کارونو کې ګوتې ونه وهو.
هېره د نه وي، چې ډاکتر خو هم، ډاکتر وي!؟.
دا پدې معنا، چې نن سبا، هرچا، له خپلو ځانونو، ډاکتران جوړ کړیدي، او په مجازي پاڼو کې، مجاني نسخې ورکوي، او بیا دا هم واىٔي، چې دغه نسخه، د ثواب په خاطر، له نورو سره شریکه کړئ!
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
هغه د پښتو متل، چې اوبو وړی، هر بوټي ته لاس اچوي، باالکل، په ګران وطن کې، د تطبیق وړ دی. د ګران وطن په ځینو برخو کې، سم طبي وسایل نشته، نو د هغو منطقو عاجز افغانان، د هر معلومات تږي دي، او چې هر معلومات په فسبوک، او یا په واټس اپ کې پیدا کړي، نو امکان لري، چې هغه ومني، او هغه غلط معلومات په عمل کې پیاده کړي.
کېدای شي، چې د ګران وطن په ډېرو برخو کې به، پوره طبي وسایل شتون ونلري، لېکن، دا بیا له امکان څخه لرې هم نده، چې فسبوک، او واټس اپ به، بیا د وطن په هره ګوښه کې موجود وي. یعنې ټول افغانان ىٔې، په فسبوکونو کې، ډېر مصروف ساتلي دي.
له قدرمنو لوستونکو څخه هیله کوم، چې زما خبره، په چا بده ونلګي، او زه هم د ستاسو په شان، یو له درده ډک، افغان یم.
د مثال په توګه، یوه انجینر ته څه لازمه ده، چې هغه له خپله ځانه، ډاکتر جوړ کړي، او د ډاکترانو په کارونو کې بیا ګوتې وهي. همدارنګه، د یوه ډاکتر دپاره څه لازمه ده، چې د انجینرانو په کارونو کې بیا ګوتې وهي. یا په بل عبارت، چې نه کار، هلته څه کار!
هرچا ته، لازمه ده، چې د خپلو ملکونو مسىٔولینو ته، ښه غوږ ونیسي، او د هغوی په لارښوونو، ښه ځان پوه، او بیا هغه لارښوونې په سمه توګه، په عمل کې پیاده کړي.
هېره د نه وي، چې اسلامي لارښوونې، او مسنونه دعاګانې، هېڅکله هم، له یاده ونه ایستل شي.

د پام وړ ټکي:
دغه ټکی، باید ټولو لوستونکو ته، د لمر په شان واضح شي، چې مونږه افغانان، باید د اسلام د مبارک دین ټولې لارښوونې، د زړه له کومي، په عمل کې پیاده کړو، او ټولې مسنونه دعاګانې، هر وخت ووایو. همدارنګه، ټولې سمې طبي مشورې هم په عمل کې پیاده کړو. یا په بل عبارت، لومړی خپل اوښان کلک وتړو، او نور، خپل ځانونه په الله(ج) وسپارو.
راځئ! له خپلو ځانونو سره یو ځل بیا دغه تعهد وکړو، چې کار به، اهل د کار ته پرېږدو، او ناسم معلومات به په مجازي صفحو کې، لدې وروسته، نه اچوو!
د یادونې وړ ده، چې پدغه کورونا کې به هم، د الله(ج) یو حکمت پټ وي، او دا چې، مونږه پرې نه پوهېږو، نو هغه خو بیا بله خبره ده، او مونږه به یې هرکله خیر غواړو، او بس.
مونږه افغانانو ته لازمه ده، چې خپلو کړنو، او خبرو ته، یو ځل بیا له سره کتنه وکړو، او خپل ځانونه اصلاح کړو. له بې مسىٔولیته لیکنو، نظرونو، او خبرو، څخه ډه ډه وکړو، او حق ته، حق، او باطل ته، باطل ووایو.
د افغانانو، دغه خبره، د ځینو افغانانو په هکله، باالکل سمه ده، چې افغان، په هرځای کې افغان دی. دا پدې معنا، چې ځینو افغانانو، ځینې بد عادتونه، له خپلو ځانونو سره، هرځای ته ورسره وړي دي، او هغه بد عادتونه به هېڅکله هم پرې نږدي.
وګورئ! چې ډېرې نیږدې کورنۍ پخپلو منځو کې، لیده او کاته، سره نشي کولای، او هر څوک پخپل غم کې دي، او هېڅوک هم یو له بله سره، څه نشي کولای.
ډېره د خفګان خبره خو داده، چې په ګران افغانستان کې، به ډېر افغانان، د لوږې له کبله، په. کورونو کې نشي پاته کېدلای، او دوی مجبور دي، چې د کار دپاره بیرون بازار ته ولاړ شي، او کار وکړي.
الله(ج) د، د ټولو شرعي نیمګړتیاوې پوره کړي، او الله(ج) د، هغوی له دغه ناورین څخه پاک‌ وساتي. آمین یارب العالمین.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، ټول بشریت، د کورونا، او نورو آفتونو، څخه خلاص کړي. آمين یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com