دا چې عشق يو نه يو اړخ د افراطي مينې سره لګوي او د خلکو په اند د مينې له درجو څخه ده، او الله تعالی او محمد صلی الله علیه وسلم سره مينه عبادت دی او اصطلاح شرعي ده نو ټول اړ دي تر څو الله تعالی او رسول سره د ميني لپاره په شرعي نصوصو (قران او حديث) اکتفا وکړي، په قران او حديث هر ځای کې د محبت لفظ راغلی ( والذين ءامنو اشد حبا لله ) البقره ۱۶۵۵ همدا شان د بخاري او مسلم په رواياتو کې هم ټول د محبت الفاظ استعمال شوي، همدا راز ابن القيم رحمه الله هم په اغاثة اللهفان کتاب کې ذکر کړي چې د عشق لفظ د الله او رسول لپاره نشي استعمالېدلای، دا هم غلطه ده چې عشق د عربي ژبې لفظ نه دی بلکه عشق بلکل په عربي ژبه کې شته دی.
مهم اسباب چې الله او رسول صلی الله عليه وسلم لپاره د عشق لفظ شرعا نه شي استعمالېدلای.
1. سره ددې چې د عربي ژبې لفظ دی خو بیا هم په هېڅ ايت او حديث کې نه دی ذکر شوی.
2. د عشق په لفظ کې افراط دی چې شهواني اړخ لري، او د انسانانو تر منځ استعمالېدلای شي بالخصوص د نر او ښځې تر منځ.
3. مشهور علماء هم چپ نه دي پاتې شوي لکه شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله چې دغه لفظ يې ناروا بللی، همدا شان ابن القيم رحمه الله په طريق الهجرتين کتاب کې هم د عشق لفظ الله او رسول لپاره ناروا بللی.
4. د خالق او مخلوق تر منځ چې کومه اړيکه ثابتېږي نو بايد په شرعي نصوصو بناء وي.