د پروفېسر داور خان داود ژوند او ادبي خدمات
ليک: ډاکټر محمد علي ديناخېل
نېټه: ۸م اپرېل ۲۰۲۰
په پښتو ادب او په خصوصي توګه په اولسي ادب کښې د پروفېسر داور خان داود د نوم نه هر څوک واقف دي ۔ داور خان يې خپل نوم او داود يې تخلص دے ۔ داور خان داود په ۱۴ فرورۍ ۱۹۴۰ کښې په پېښور کښې د عبدالمجيد په کور کښې پېدا شۀ ۔ د ګورنمنټ لوئر مډل سکول لنډي ارباب پېښور نه يې تر شپږم جماعته پورې سبق ووئېلو ۔ په کال ۱۹۴۵ کښې دوي په ګورنمنټ هائي سکول نمبر ۳ پېښور ښار کښې په ووم جماعت کښې داخله واخسته او په ۱۹۵۷ کښې يې هم د دے سکول نه لسم جماعت پاس کړۀ ۔ هم په دغه کال يعني ۱۹۵۷ کښې دوي په ګورنمنټ کالج پېښور کښې داخله واخسته او په يولسم دولسم کښې يې د انټر ارټس مضامين رياضي او اکنامکس ووئېلو ۔ د هغه د وېنا مطابق د هغه د رياضۍ سره ډېر شوق وۀ او دا يې غوښتل چې په رياضۍ کښې ماسټري وکړي خو الله پاک ته دا منظوره وه چې د هغه نه د ادب خدمت واخلي ۔
د دولسم نه وروستو هغوي په اکاونټنټ جنرل افس کښې د جونئر اډيټر په حېث ملازمت شروع کړۀ ۔ په دې دوران کښې يې په ۱۹۵۹ کښې د پښتو انرز امتحان هم پاس کړۀ ۔ په ۱۹۶۱ کښې هغوي په انګرېزۍ کښې پرائېوېټ ګريجويشن وکړۀ او هم په دغه کال يې په پښتو څانګه پېښور پوهنتون کښې په ماسټر کښې داخله واخسته ۔ دا د پښتو د ماسټرۍ اولنے کلاس وۀ او په دغه وخت کښې مولانا عبدالقادرد پښتو څانګې مشر وۀ ۔ پرېشان خټک، قاضي هدايت الله او مولوي اسرائيل په هغه وخت کښې د پښتو څانګې اعزازي پروفېسران وو ځکه چې په هغه وخت کښې د پښتو د اېم اے پاس استاذان نۀ وو ۔ مولانا عبدالقادر په هغه وخت کښې د پښتو اکېډمۍ له اړخه په پښتو ټپه او متل کار شروع کړے ؤ ۔ مولانا عبدالقادر د ټپو راجمع کولو د پاره خلقو ته دا هم وئېل چې په يو نوې ټپه به پينځه انې ورکولے شي ۔ داور خان داود صېب په کال ۱۹۶۳ کښې د پښتو څانګې نه په پښتو کښې د ماسټرۍ ډګري تر لاسه کړه ۔
 په کال ۱۹۶۴ کښې داور خان صېب وادۀ وکړۀ ۔ د تعليم سلسله يې لا هغه شان جاري وه او په کال ۱۹۶۶ او ۱۹۶۸ کښې يې په ترتيب سره په اردو او انګرېزئ کښې د ماسټرۍ سندونه تر لاسه کړل ۔ په هغه زمانه کښې به د انګرېزۍ شعبې طالب علمانو او استاذانو د کوټ پېنټ ډېر اهتمام کولو نو کله چې د داور خان داود واېوا (زباني امتحان) ؤ نو هغه په اشنغرۍ کښې د خپل يو دوست نه کوټ پېنټ قرض اخستي وو ۔ په انګرېزۍ کښې د ماسټرۍ کولو نه بعد په هغه وخت کښې په کالجونو کښې د انګرېزۍ د لېکچرارانو ووۀ پوسټونه راووتل او دوي شپږ کسان وو چې په انګرېزۍ کښې يې ماسټري لرله ۔ په کال ۱۹۶۹ کښې په صوابۍ کالج کښې د انګرېزۍ لېکچرار منتخب شۀ او هم په دغه کال کښې يې بدلي د نوښار کالج ته وشوه ۔ د داور خان داود د وېنا تر مخه په هغه وخت کښې د نوښار کالج کښې کو ايجوکېشن ؤ او د يولسم نه تر څوارلسم پورې به په کالج کښې هلکانو او جينکو يو ځائے سبق وئېلو خو بيا وروستو د څه وجوهاتو په وجه په يولسم دولسم کښې جينکو ته د داخلې اجازت نۀ ؤ البته په ډګري لېول کښې بيا هم کو ايجوکېشن ؤ ۔ په نوښار کالج کښې يې پينځه کاله نوکري وکړه او بيا په کال ۱۹۷۴ کښې د دره ادم خېل کالج ته يې بدلي وشوه ۔ 
دې دوران کښې دوي په ۱۹۷۹ کښې خپل وړومبے تاب "پښتو ټپه" وليکله ۔ د دې کتاب تحريک څنګه پېدا شۀ؟ دې باره کښې هغه دا ووئېل چې هغه وخت کښې محمد اسلام ارماني د "جمهوراسلام" ايډيتر ؤ او هغوي هغه ته د اخبار د پاره په ټپه د يو مضمون ليکلو وېنا کړې وه ۔ هغه چې کله په ټپه يو مضمون وليکلو نو پته ورته ولګېدله چې دا خو د ټپې په يو اړخ خبرې وشوې او دغه رنګ هغه د ټپې په مختلفو اړخونو دولس مضمونونه وليکل ۔ او دغه رنګ هغه ته احساس وشۀ چې يو کتاب چاپ کړي او بيا دغه کتاب چاپ شۀ ۔ هغه چې به کله دره ادم خېل کالج ته په بسونو کښې تللو نو په بسونو کښې به ټېپونه غږېدل او د هغوي نه يې هم ډېرې ټپې اورېدلے وې ۔ هغه به دا ټپې په ذهن ښې کښېنولې او کالج ته په رسېدلو به يې دا نوټ کولې او دغه شان دا ټولې ټپې د دغه اولني کتاب برخه جوړه شوه ۔ کله چې د داور خان داود يو ملګري دغه د ټپو د کتاب مسوده حمزه شينواري له يوړو نو هغه يې ډېره ستائېنه وکړه او مقدمه يې پرې وليکله ۔ د کال ۲۰۱۲ پورې د دې کتاب اتلس ايډيشنز چاپ شوي دي ۔
په کال ۱۹۶۹ کښې د دره ادم خېل کالج نه چارسدې کالج ته د دوي بدلي وشوه ۔ په هغه وخت کښې تقويم الحق کاکا خېل د چارسدې کالج پرنسپل ؤ ۔ په ۱۹۸۱ کښې د دوي بدلي سپيرئر سائنس کالج ته وشوه او دلته يې پينځه کاله تېر کړل ۔
د پښتو د نوې املا د کوششونو باره کښې د داور خان داود صېب د وېنا تر مخه په کال ۱۹۸۶ کښې پرائمري ټېکسټ بک پښتو ټرانسلېشن پراجېکټ شروع شۀ ۔ د دې پراجېکټ ډائريکټر تقويمالحق کاکا خېل ؤ ۔ دغه وخت کښې د پښتو ډکشنرۍ پروجېکټ هم شروع شۀ چې ډائريکټر يې قلندر مومند ؤ ۔ په دغه وخت کښې د تعليم د سيکرټري محمد اعظم خان د سيوري لاندې د پښتو په نوي رسم الخط غونډې کيدلې ۔ د غونډو د خوا نور توري ومنلي شول خو د ڼ د توري مسئله باقي وۀ او اخر دا هم حل شوه او دا تورے يې ومنلو ۔ په دې دواړو پراجېکټونو کښې دا خبره ضروري وه چې دا به په نوي رسم الخط کښې ليکلے کيږي ۔
لکه څنګه چې وړاندې ذکر شو په سپيرئر سائنس کالج کښې د پينځو کالو تېرولو نه پس دوي په کال ۱۹۸۶ کښې نوښار کالج ته بيا لاړل ۔ په دغه کال دوي د خواجه محمد سائل سره په پښتو ټرانسلېشن پراجېکټ کښې کار شروع کړۀ ۔ لس مياشتې چې کله دوي په دې پراجېکټ کښې کار وکړۀ نو بيا د دوي د اسسټنټ پروفېسر عهدې ته ترقي وشوه او دوي پراجېکټ پرېښودلو ۔ هم په دغه کال يعني ۱۹۸۶ کښې د دوي بيا د دره ادم خېل کالج ته بدلي وشوه ۔ دے دوران کښې دوي د پرائمرۍ د استاذانو رهنما (ګائېډ) وليکلو ۔ په کال ۱۹۸۷ کښې دوي پاک جرمن بېسېک ايجوکېشن نومې يو پراجېکټ ته په ډيپيوټېشن لاړ۔ په کال ۱۹۹۵ چې کله دوي ايسوسي ايټ پروفېسر شو نو دغه پراجېکټ يې پرېښودلو او په ګورنمنټ کالج تېمرګره(ضلع دير) کښې يې ملازمت شروع کړۀ ۔ په ۱۶ فرورۍ کال ۲۰۰۰ کښې دوي د شپېتو کالو په عمر کښې د سرکاري ملازمت نه ريټائرډ شو ۔ د ريټائرمنټ نه وروستو دوي د يو شمېر پرائېوېټ تعليمي ادارو نه علاوه په ټيکسټ بک بورډ پېښور او تعليمي بورډ پېښور کښې هم مختلف علمي او تحقيقي خدمات تر سره کړي دي ۔ په کال ۲۰۰۳ کښې د ريسرچ افسر په حېث په پښتو ادبي بورډ کښې د دوي انتخاب وشۀ ۔ يو کال بعد دا پروجېکټ ختم شۀ او په ۲۰۰۵ کښې دوباره په پښتو ادبي بورډ کښې د ريسرچ افسر په توګه ملازم شۀ او تر مرګه يعني د ۳م جون ۲۰۱۸ پورې يې هم دغلته تحقيقي هلې ځلې جاري ساتلې ۔ داور خان داود په خپل ژوندانه تول وولس کتابونه چاپ کړي دي او دغه وخت کښې يي درې کتابونه د چاپ په مختلفو مرحلو کښې وو ۔ د دوي د چاپ کتابونو تفصيل دا دے ۔
۱۔ پښتو ټپه (۱۹۶۹)، پاکستان رائټرز ګلډ انعام يافته
۲۔ رحمان بابا ژوند،تعليمات او شاعري (۱۹۸۳)، د دريو ادارو انعام يافته:اباسين ارټس کونسل، اکادمي ادبيات، فکروعمل مردان
۳۔ د پرائمرۍ د استاذانو رهنما (۱۹۸۹)
۴۔ پښتو ادب کښې متل (۱۹۹۰)، اباسين ارټس کونسل ګولډ ميډل
۵۔ ۔ حمزه شينواري اېک مطالعه (۱۹۹۶)
۶۔ پښتو فوکلور کښې اړ (۱۹۹۷)، چا چا کريم بخش ايوارډ
۷۔ څېړنه او کره کتنه (۲۰۰۳)، چا چا کريم بخش ايوارډ
۸۔ محمد عظيم الشان دے، سيرت ايوارډيافته
۹۔ د محمد رسول الله څهره ده (۲۰۰۴)، پاکستان رائټرز ګلډ انعام يافته
۱۰۔ خوشحال او فوکلور
۱۱۔ An English Translation of Some Selected Pashto Riddles
۱۲۔ د کابل سفرنامه از حمزه شنواري، مولف داور خان داود (۱۹۹۹)
۱۳۔ په پښتو ادب د فارسۍ اثرات
۱۴۔ ارباب هداېت الله شخصيت او فن
۱۵۔ د محاورې لغت
۱۶۔ سخنهائے ګفتني
۱۷۔ د خوشحال د فکر تنستې
د تحقيقي کتابونو نه علاوه هغه په مختلفو رسالو کښې تکلونه، افسانې، خاکې، سفرنامې او مضامين ليکلي دي ۔ په تکل کښې دوي د انګرېزۍ ژبې د مشهورو ليکوالانو چارلس لېمب او فرانسس بېکن نه متاثره دے ۔
داور خان داود په يو شمېر ملکي او نړيوال کانفرنسونو کښې خپلې مقالې اورولي دي ۔ د ملک په مختلفو يونيورسټيانو کښې د دوي کتابونه په نصاب کښې شامل دي ۔
هغه د کال ۱۹۷۱ نه د ريډيو پاکستان سره هم وابستګي لرله ۔ هغوي د ريډيو پاکستان نه په شپږ دېرشو کتابونو تبصرې کړي دي ۔ په پښتو نخوا ريډيو پېښور کښې يې هم درحمان بابا په حقله ډېر پروګرامونه کړي دي ۔ په اے وي ټي خېبر کښې يې هم مختلف ادبي پروګرامونه کړي دي ۔ په کال ۲۰۰۴ کښې د دوي د ادبي خدماتو په صله کښې د پاکستان د هغه وخت صدر پروېز مشرف دوي له صدارتي ايوارډ حسن کارکردګي هم ورکړے دے ۔ د قرطبې يونيورسټۍ د اردو شعبې يو سکالر شاهدد دوي پهادبي خدماتو د اېم فل مقاله او د پاکستان سټډي سنټر، پېښور پوهنتون نه عائشې بي بي په دوي د ماسټرۍ مقاله ليکلې ده ۔ داور خان داود د رحمان ادبي جرګې پېښور صدر وۀ او د پاکستان رائټرز ګلډ د مجلس عاملې ممبر هم ؤ ۔
هغوي د پاکستان د وفاقي حکومت له خوا د مختلفو ملکونو دورې هم کړي دي چې پکښې د چين دوره (۲۰۰۴) او د افغانستان دوره (۲۰۱۰) شاملې دي ۔ هغوي د حج بېت الله د پاره په ۲۰۰۹ کښې هم سفر کړے دے ۔
د داور خان داود د کار څلور اړخونه دي: څېړنکار، تخليق کار، مترجم او ماهر تعليم ۔ د هغه د خوښې موضوع پښتو فوکلور وه چې يې پکښې شپږ کتابونه ليکلي او چاپ کړي وو او يو کتاب د چاپ لاندې ؤ ۔
داور خان داود د اردو په مختلفو رسالو کښې ليکل کړي دي چې پکښې پېغام اشنا، ادبيات، پاکستاني لټرېچر وغېره شاملې دي ۔
هغه په ډېرو تحقيقي او تخليقي کتابونو ديباچې هم ليکلي دي چې هره ديباچه د يوې مقالې حيثيت لري ۔
د هغه په ناچاپه کتابونو کښې دا کتابونه شامل دي ۔
۱۔ پښتو پريمير د بهرنيانو د پاره (انګريزي)
۲۔ فوکلوري ناول
۳۔ څېړنه او کره کتنه دوېمه برخه 
داور خان داود د پښتو د درېو پوهانو، دوست محمد کامل نه په تحقيق، قلندر مومند نه په تنقيد او د حمزه شينواري نه په شاعرۍ کښې متاثره دے ۔ او دغه رنګ دا درې واړه خپل استاذان ګڼي ۔
داور خان داود په ۱۹۵۶ کښې په نهم جماعت کښې شاعري شروع کړې وه او په ګڼو مشاعرو کښې يې کلامونه اورولي دي ۔ په شاعرۍ کښې يې غزل، نظم او قطعه ليکلي دي ۔
د يو ماهر تعليم په حېث هغه په ټېکسټ بک بورډ کښې د درسي کتابونو د پاره يو شمېر مضامين ليکلي دي ۔
نوټ: د داور خان داود د ژوند او علمي او ادبي خدماتو په باره کښې دا ټول معلومات ما د هغه نه په۱۷ اکتوبر ۲۰۱۶ کښې په يوه انټرويو کښې تر لاسه کړي وو ۔ په دغه موقعه زما سره ډاکټر ظفرالله بخشالي هم وۀ ۔