عنوان يا سرخط د موضوع اظهار يا عکاسي کوي ۔ د تحقيقي ليک (مقالې يا کتاب) سرخط داسې پکار وي چې ترې پته ولګي چې دا تحقيق دے نۀ چې يو رپورتاژ يا افسانه ۔ په تحقيق کښې عنوان په ډېر سوچ او عقلي بنيادونو باندې داسې ليکل پکار وي چې ترې د موضوع د حد بندۍ او تفصيلاتو پته اولګي ۔ د سرخط په انتخاب کښې د هر څه نه زياته توجه معنويت ته پکار ده ۔ د تحقيقي او تخليقي ليک په سرخط کښې فرق وي ۔ په تخليقي ليک کښې اکثر عنوان د ليک نه بعد ليکلے شي او يا که اول ليکلے شوے وي نو هم پکښې دومره لچک موجود وي چې بيا يې بدلولے هم شي ۔ د تخليقي ليک سرخط ليکوال د خپلو احساساتو، تخيل او ذوق مطابق منتخب کوي خو د تحقيقي ليک د سرخط منتخب کولو خبره د دې نه بدله ده ۔ په ازاد تحقيق کښې که څوک دا قسمه تخيلي سرخطونه منتخب کړي نو بيا يې هم چانس شته خو په سندي تحقيق کښې د دې خبرې د سره ګنجايش نشته ۔ د تحقيقي مقالې د سرخط د ليکلو په وخت کښې د لاندينو خبرو خيال ساتل پکار وي ۔
۱۔ بائد چې سرخط د موضوع سره نېغ په نېغه تعلق ولري ۔ سرخط داسې پکار دے چې د موضوع د مقاصدو سره سمون وخوري او د موضع حد بندي ترې هم په ډاګه شي ۔
۲۔ د تحقيقي مقالې سرخط د متعلقه ژبې د نحوي اصولو مطابق پکار دے ۔ سرخط په سواليه انداز کښې يا د يوې مشکلې جملې په شکل کښې نۀ دے پکار ۔
۳۔ د سرخط د ليکلو په وخت کښې د هغه لفظونو انتخاب پکار دے چې د موضوع په حواله بنيادي حيثيت لري ۔ د ذومعني، مشکلو او ابهام واله لفظونو استعمال نۀ دے پکار ۔ رومانوي، تخيلي او شاعرانه الفاظو او ترکيبونو نه ډډه کول پکار دي ۔ د سرخط په لفظونو کښې قطعيت، معنويت او علميت په نظر راتلل پکار دي ۔
۴۔ په سرخط کښې ډېر اوږدوالے هم ښۀ نه وي خو د دومره اختصار نه هم ځان ساتل پکار دي چې د ابهام ښکار شي ۔
۵۔ د مقالې په عنوان کښې د روايتي لفظونو لکه تحقيقي، تنقيدي او تقابلي قسمه لفظونو تکرار نۀ دے پکار ۔
۶۔ د مقالې سرخط چست پکار دے او د بې ضرورته الفاظو او حروفو لکه حروف ربط، جار او حروف اضافت نه هم ځان ساتل پکار دي ۔
۷۔ د تحقيقي مقالې سرخط شاعرانه هم نۀ دے پکار ۔ مطلب دا چې داسې عنوان نۀ وي چې شعر وي يا د شعر يوه مصرعه وي يا يې يوه حصه وي ۔ کله کله سکالران په سرخط کښې د جاذبيت يا نااشنا والي پېداکولو په خاطر داسې کوي چې سمه خبره نۀ ده ۔
۹۔ په سرخط کښې د اختصاراتو، او اصطلاحاتو استعمال هم په احتياط سره کول پکار دي ۔
۱۰۔ په سرخط کښې ډېر ژور او نا اشنا لفظونه استعمالول نۀ دي پکار ۔
۱۱۔ د مقالې د سرخط په شان د بابونو د سرخطونو هم دا اصول دي کوم چې وړاندې بيان شو۔
۱۲۔ د مختلفو بابونو د عنواناتو تعين د تحقيق په نوعيت انحصار کوي ۔ لکه سوانحي تحقيق، موضوعي تحقيق او متني تحقيق کښې د بابونو د سرخطونو د ليکلو خپله طريقه وي ۔
اخري خبره دا ده چې د مقالې سرخط ليکل يو سائنسي عمل دے دا د تخيل نه زيات د عقل، تجربې او مهارت سره تعلق لري ۔
په دې ليک کښې د لاندينو کتابونو نه استفاده شوې ده ۔
 • ډاکټر ګيان چند، تحقيق کا فن، اسلام اباد، مقتدره قومي زبان، ۲۰۰۷
 • ډاکټر اېم سلطانه بخش، اردو مي اصول تحقيق جلد اول، اسلام اباد، ورډويژن پبلشرز، ۱۹۹۵ 
 • ډاکټر جميل جالبي، ادبي تحقيق، لاهور، مجلس ترقي ادب، ۱۹۹۴
 • ډاکټر شفيق انجم، قواعد تحقيق و تدوين، اسلام اباد، پورب اکادمي، ۲۰۱۵