ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ.
د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د خپلې معلمۍ په هکله یو څه معلومات وړاندې کړم.
زه د ۱۳۵۶ لمریز کال، د مرغومی په میاشت کې د انجینرۍ د پوهنځۍ، څخه عمومی اول نمره فارغ شوم.
په هغه وخت کې د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د برق، سېول، مېخانیک، او آرکېتکچر، په برخه کې د لېسانس تر کچې پورې، لوړې زده کړې سرته رسېدلې.
د یادولو وړ ده، چې د کابل د انجینرۍ د پوهنځۍ دغه پالیسی وه، چې هغه فارغین به په علمي کدر کې نیول کېدل، چې د هغوی د پنځو کالو د نمرو اوسط به تر نورو لوړ و.
زما هم الحمدلله، د پنځو کالو د نمرو اوسط، تر ټولو فارغینو ډېر لوړ و، او په همدغه دلیل زه، د ۱۳۵۶ لمریز کال، د مرغومی په میاشت کې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د معلم په حیث مقرر شوم.
هېره د نه وي، چې د سېول، مېخانیک، او آرکېتکچر، په شعبو کې هم، نوي استادان مقرر شول.
زه نیږدې ۶ کاله، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د برق په شعبه کې معلم وم. پدغه ۶ کلونو کې، ما په ډېره خاصه مینه او علاقه سره، خپله د معلمۍ دنده سرته رسوله. ما له خپلو شاګردانو سره، د زړه له کومي مینه لرله، او د دوی سره مې تر خپل توان پورې کمک هم کاوه. زما په زړه کې ډېر کارونه وو، چې ما غوښتل، زه ىٔې خپلو شاګردانو ته وکړم.
زما اصلي سرمایه، زما اولادونه، زما ملګري، او زما شاګردان دي، او زه په دوی ټولو باندې ډېر افتخار کوم. هرکله چې د ملګرو، او شاګردانو، له احوال نه خبر شم، نو ډېر خوشحاله کېږم. زما د ژوند یو ارمان دا و، چې زه به د خپلو شاګردانو په خدمت کې وم، او کېدای شي، خدای مکړه، دغه ارمان به زه خپل ګور ته راسره یوسم.
زما شاګردانو، ما ته ډېر احترام درلوده، او ما هم‌ دوی ته ډېر احترام درلوده. یوه ورځ، زه یوه شاګرد ته ډېر په قهر شوم، او ما هغو ته له ډېره قهره وویل، چې، ستا په سر ویښتان هم شنه کیږي، او ته بیا داسې خبره کوې!
ما ته‌ چې هر وخت دغه خپله خبره، را په یاد شي، نو بیا ماته تر اوسه پورې ډېره خندا راځي، چې ما څه ویلي دي!
زه هر وخت، د الله(ج) د دربار څخه، د خپلو شاګردانو، د سوکالۍ هیله لرم. دوی ټولو د زما غریب معلم‌ ډېر زیات قدر کړی دی، او الله(ج) د، د دوی قدر وکړي. آمین یارب العالمین.
د یادونې وړ ده، چې د ظاهرشاه، د داود خان، د خلقیانو، او پرچمیانو د حکومتونو په دورو کې، ډېرې کمې محصلینې به په حجاب کې د پوهنتون په انګړ کې تر سترګو کېدلې. د کابل د پوهنتون محصلینې به ډېرې عصري ګرزېدلې. د ډېر تعجب خبره خو داوه، چې دغه د حجاب نشتوالی، نه خلکو ته دومره بد معلومېده، او نه په خلکو دومره بد لګېده.
زه چې کله معلم مقررېدلم، نو پدغه کال، د برق د شعبې استادانو مخکې له مخکې دغه فیصله کړې وه، چې دوی سږکال نوي استاد ته ضرورت نلري.
د برق د شعبې آمر، بیا دغو استادانو ته ویلي وو، چې مونږه عبدالله، په هېڅ صورت کې له لاسه نه ورکوو، او که چېرې تاسې ضرورت نه وینئ، نو تاسې ټول به خپلې نمرې راوړئ، او د ټیټو نمرو استاد به لیرې کیږي، او عبدالله به مقرریږي. نو هغه و، چې بیا سمدلاسه ضرورت پیدا شو، او زه یې په کدر کې ونیولم.
کله چې درسي مسىٔولیتونه وېشل کېدل، نو هلته یوځل بیا جنجالونه را پیدا شول، او ځینو ډېرو لږو استادانو، په یوه بهانه، او بله بهانه، زما مخالفت کاوه. ځینو ویل، چې زه باید مستقلانه لکچر ورکړم، او ځینو نورو، بیا ویل چې زه باید مستقل لکچر ورنکړم، او د ځینو په شان، د یوه سینیر استاد، تر رهنماىٔۍ لاندې کار وکړم. دغه مجلس، ډېر اوږد، او جنجالي شو. باالاخره، داسې فیصله وشوه، چې زه باید مستقل لکچرونه پر مخ بوزم. ما د مجلس په وخت کې هرچا ته رډ رډ کتل، او څه مې نشو ویلای.
ما چې کله په اوله ورځ دغه جنجالونه ولیدل، نو زه ډېر خفه او مأیوسه شوم، او زه پدغه معلمۍ ډېر پښېمانه شوم، او زما زړه په اوله ورځ تور شو. ما هېڅ فکر نه کاوه، چې ځینو ځوانانو استادانو، له ما سره دغسې رویې ته کلکه ملا تړلې وه.
زما د معلمۍ څخه څلور میاشتې نه وې تېرې شوې، چې متأسفانه، د ثور کرغېړنه کودتا وشوه، او ټول شیان ىٔې ګډوډ کړل.
کله چې ما ټانکونه ولیدل، زما ډېر فکر خراب شو، او پدغه وخت کې یوه شعله ىٔي استاد په ما غږ وکړ، او ما ته یې د پېغور په توګه، په لوړ آواز وویل، چې اوس به د اخوانیانو کار وکړي! ما هغه ته وویل چې ته ډېر مه خوشحاله کېږه، کېدای شي، چې هغوی به د ستاسي کار هم وکړي.
هغه و، چې همدغه استاد، بیا همدغه خلقیانو او پرچمیانو، ژوندی ورک کړ.
دغه استاد، په اول کې ډېر ښه مسلمان و، او دغه استاد فکر کاوه، چې دی خو هم د چپي فکر خاوند دی، او خلقیان او پرچمیان به د دوی د ګوند غړي قبول کړي. زه اوس هم د هغه استاد په مړینه ډېر خفه یم. لېکن، هغه به په ډېر افتخار سره دغه خبره تکراروله، چې دی خو پخواه جاهل و، او نه پوهېده، او اوس هغه روشنفکر شو.
غواړم یوه د سترګو لیدلې کیسه درته وکړم.
یوه ورځ مونږه ټول استادان، د انجینرۍ د پوهنځۍ معاون، په ۱۱۷ اطاق کې سره راغونډ کړو، او استادانو ته ىٔې د سیاسي بېرو فیصله ولوستله. فیصله داسې وه، چې هر استاد به په نوبت سره پیره کوي. یوه استاد ګوته پورته کړه، او هغې په ډېر جرأت سره وویل، چې دا کار مونږه نشو کولای، او دا د اردو، او پولیسو وظیفه ده. دغه معاون، ددغه استاد ملګری و، او ددغه استاد، د رد په هکله ىٔې کوم عکس العمل ونشوده. پدغه وخت کې یوه بل استاد هم جرأت وکړ، او ددغه پېشنهاد، د رد ځواب ىٔې ورکړ. دلته دغه معاون، ددغه استاد خبره، را غبرګه کړه، او ورته وىٔې ویل، چې ته نو د سیاسي بېرو فیصله نه منې!؟
دغه استاد وچ منکر شو، او ویل ىٔې، چې نه، ما دا خبره نده کړې. په پای کې دغه معاون، ورته وویل، چې خبره خو د وکړه. لېکن، چې ته واىٔې، چې نه مې ده کړې، نو بیا قبوله ده. کله چې له اطاق نه بېرون وتلو، ما دغه استاد ته وویل، چې لومړی به د احتیاط کاوه، او سل آفرین د ستا په منکرېدلو!
همدارنګه، کله کله به زه، د لکچر په آخر کې، د یوه ملګري استاد، اطاق ته، د چای خوړلو دپاره ورتلم. هغه استاد بیا په جبهه کې شهید شو. الله(ج) د، د هغه شهادت قبول کړي. آمین یارب العالمین.
یوه ورځ چي دده اطاق ته ورغلم، چې ګورم، یو خلقی، او بل پرچمی، د کلاشنکوف او تفنګچې سره، دده سره ناست وو. دغه استاد، د الله(ج) وبښي، ډېر ټوکي و. ما چې دوی ولیدل، زه پخپل تګ ډېر پښېمانه شوم، او په زړه کې، دغه استاد ته ډېر په قهر وم.
دغه استاد ورته وایي، چې په پوهنځۍ کې څه حال دی!؟
دوی ورته وایي، چې یو استاد، د استاد عبدالله په نامه، ډېر کارونه شروع کړي دي، او مونږه به دده کار، پدغه نیږدې وختونو کې وکړو!
زه دغه خبرې پخپلو غوږو اروم، او په آخر کې دغه استاد ورته وایي، چې تاسې استاد عبدالله لیدلی! دوی وویل چې نه، مونږه یې یوازې نوم اورېدلی دی!
نو پدغه وخت کې، دغه استاد ورته وویل، چې همدغه پخپله، استاد عبدالله دی! پدغه وخت کې دواړه، زما په پښو کې راپرېوتل، او له ما څخه یې معذرت غوښتل شروع کړل. هغه یوه ډېره جالبه صحنه وه، چې هېڅکله به هم، زما له یاده ونوزي.
تعلیمي سویه، مهمه نه وه، او خلقیانو، او پرچمیانو، ټول تعلیمي نظام، ګډوډ کړ. دوی ته یوازې د قدرت ساتل مهم و، او بس.
د خلقیانو، او پرچمیانو، د ظلمونو، او وحشت په هکله، که هرڅومره ولیکل شي، بیا به هم کم وي.
روسانو، او د دوی ګوډاګیانو، د میدان په ډګر کې ماتې وخوړه، لېکن، فکري جګړه ىٔې تر اوسه، متأسفانه په افغانستان کې دوام لري. کېدای شي، دغه نویې فکري جګړه هم، د ډېر وخت لپاره، متأسفانه، په افغانستان کې دوام پیدا کړي.

د پام وړ ټکي:
یو استاد باید د خپل مسلک په هکله ښه علاقه، او ښه پوهه ولري، او هغه باید ډیر مهربانه، او د نرم زړه څښتن وي.
یو استاد باید ډېر باناموسه، عادل، او د اسلامی اخلاقو یوه ښایسته ټوټه وي. هغه باید د خپلو شاګردانو رازونه پټ وساتي، او د آزموینې پارچو ته په ډېر غور او دقت سره نمرې ورکړي، او باید بې له عذره غیرحاضري ونکړي.
هغه اسلامی ملکونه، ډېر نېک بخته دي، چې ښه تکړه مسلمان، او په وطن مین، استادان لري.
یوه خبره باید څرګنده وي، چې ما هېڅکله، له خپلو شاګردانو سره ټوکې او ټکالې ندي کړې. دا ددې معنا نه ورکوي، چې خدای مکړه، زه یو دېکتاتور، معلم وم. نه داسې نه وه.
ښه معلم، یوې ټولنې ته تغیر ورکولای شي. که یو معلم، ښه تکړه معلم، او هم ښه تکړه مسلمان وي، نو دغه بیا ډېر ښه خوند کوي.
که چېرې، زما استادان، زما ملګري، او زما شاګردان، دغه لیکنه لولي، نو له دوی ټولو، په ډېره درناوۍ، هیله کوم، چې له ما سره خپل تماس ونیسي.
په اوومه برخه کې به ان شاءالله، قدرمنو لوستونکوړ ته د خپل هجرت په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم.
الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامی پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، الله(ج) ته د دعا دپاره لاسونه بیا پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، دغه د کورونا، د وایرس ناورین، پخپل رحمت سره له نړۍ ورک کړي. آمین یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com