بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
د یوې علمي مقالې لیکنه!
عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، د نړۍ د زیاتره پوهنتونو استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په مشهورو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. دغه د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت کې ډېر مهم رول لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د پوهنتون د بودیجې په زیاتوالي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي. د یادونې وړ ده، چې په بین المللي مجلو (Journa
داستغفار ارزښت (فضليت)
ليک فضل قادر انډيوال استغفار په پښتو بښنه غوښتل دي په ډيرواسلامي لارښودنو کې راغلي دي که څوک له الله څخه د خپلو گناهونو بښنه وغواړي نو الله به ورته بښنه وکړي خو دابښنه هم خپل وخت اوشرايط لري نو يو مسلمان ته ښايي چې دالله تعالى څخه تل بښنه وغواړيتوبه وباسيالله تعالى د قران کريم النساء سورت په ١٠٦ ايت کې واييوَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًاژباړه له الله څخه بښنه وغواړه بيشکه الله بښوونکى او لوروونکى (مهربانه) دىحضرت هود
د رخصتیو په ورځو کې دمحصلانو او استادانو بوخیتا
په افغانستان کې د لیندۍ د میاشتې له اتمې (نن) څخه وروسته پوهنتونونه بیا رخصت شول. محصلانو داسې انګیرله چې د تیرو کرونایی څلورو میاشتو رخصتې به جبران کړی، پوهنتونو هم تشدیدی تدریس ته ملا تړلې وه، خو د کرونا دوهمې څپې روان سمستر هم ځنډ او خنډ سره مخ کړ. آمده ره ردی نیست/ له پېښې تېښټه نسته ! مهمه دا ده چې له وخت څخه استفاده وشي. زه په دغه لیکنه کې دتیرې څلور میاشتنۍ رخصتی یوه شخصی تجربه لیکم؛ ممکن ډیر لوستونکی یی نه ولولی او نه یې خوښه کړي. تیرو رخصتیو کې مو ډیره هڅه وکړه چې تدریس په ان
تور باز د سنجي ډټ نوی فلم
د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په یوویشتمه نېټه د هند د بالیووډ سینما نوموتی ستوری سنجې ډټ پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د افغانستان په اړه د خپل نوی فلم ٬٬ تورباز٬٬ ټرېلر یا اعلان خپور کړو. د بالیووډ وتلی ستوری سنجې ډټ د پاڼې پټ تاریخي جګړې په فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبولو ورسته هغه یو ځلې بیا د افغانستان اوسنې غمېزې په هکله په یوه بل په زړه پوري هنری فلم کې د ٬٬ توربار ٬٬ په نامه لوبیدلي دی. د تورباز هنري سینمایې فلم به د سنجې ډټ مینوالو ډیر خوښ شي.په ۲۰۱۷ کال کې د دسمبر په میاشت کې سنجې ډ
د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت د خواخوږۍ پیغام
د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره نېټه: ۱/۹/۱۳۹۹ د ۱۳۹۹ لمریز هجري کال د قوس د میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ښار یو ځل بیا تر راکيټي بریدونو لاندې راغی. د سهار د اتو بجو او څلويښتو دقیقو په شاوخوا کې د سرلوڅې مازدا لارۍ له منځه ۲۳ ړانده راکټونه د ښار د اوسیدونکو په مختلفو سیمو شلیک شول چې د خلکو تر منځ د ویرې د پیداکولو او مالې زیانونه سربیره یې لس ښاریان شهیدان او ۳۳ نور زخمیان کړل. د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت دا ډول
تورن او د پوستې نیول، یوه لنډه کیسه
تورن چی ډیر په قهر وهء عسکرانو ته یی مخ واړوهء او په غضب یی ورته ووئیل “خدای مو وشرموه، داسی کار څوک کوي چی تاسو وکړ” احمد چی د لیکې په آخیره کی ولاړ وهء په خندا سره یی ووئیل “قوماندان صیب، څه مو کړي وایی ” “جکړه به مو کړی وه” “جګړه مو کوله خو زموږ ارتباط هم قطع شو او هم مو مرمی نوري خلاصي شوي وي، نو له شاتګ پرته مو نور هیڅ چاره نه درلوده. ” “ولي داسي وایی... هر میاشت خو درته په صندوقونو مرمي لیږل کیږي نو ولی شکایت کوئ” “موږ ته چی مرمی لیږلي کیدي ، د یوې اونې مرمو
يتيم
يتيم لوی خدای جل جلاله فرمايي: ( فاما التيم فلا تقهر) ترجمه: يتيم ته مه په غوسه کېږئ. سورة الضحی/ آيت ۹ چاوديدلی پلاستيکي دسترخوان چې د رف د پاسه اېښی و، را ښکته کړ او د سړی ډوډۍ يوه ټوټه چې پکې وه هغه يې ترې را وويسته. خپله برخه يې را واخيسته او د مور برخه يې بيرته په دسترخوان کې تاو کړه او پخپل ځای کې کېښود. د مور څنګ ته ورغی او ور غږ يې کړ: مورې! مورې پورته شه! چې زه ډارېږم. مګر مور يې ځواب ورنکړ. خپل سر يې د مور په سينه کېښود. سينه يې ګرمه وه، بېخي ډېره ګرمه، د تبې او
په هالینډ کې د ارواښاد استاد حضرت ګل بارګامي د فاتحې خبرتیا
د فاتحې خبرتیا او قران کريم ختم بسم الله الرحمن الرحیم سنباد عمران بارګامی، حامد بارګامی، انجنیر سهراب بارګامی او مرحوم خالد بارګامی زامن. حضرت ولي پیوند او مرحوم محمد ابراهیم (تورا) ورونه. آزاد ولي بارګامی، فولاد بارګامی، حاجي آلماس بارګامی او هجرت الله بارګامی وریرونه. شینواری او حرمت الله پیوند خورییونه. د کابل پوهنتون د ساینسي علومو پخوانی استاد عصمت الله بارګامی ، ډګروال الحاج ولي محمد او اتریش میشت انجنیر صالح محمد پیوند د کاکا زامن او د میرمنې ورونه. فدا
اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره
• سریزه • اسلام کې داقتصاد اهمیت او ارزښت: • شک نشته چې ټولنیزمعشیت کې اقتصاد دستون فقرات حثیت لري اوکومه ټولنه ،کورنۍ او وګړې چې اقتصادي ژوندباندې باوري وي، هغه به دفقراو بي وسۍ سره هیڅکله لاس وګریوان نشي ،همداسې چې کوم هیوادکې اقتصادي پرینسیپونه په پام ونیول شي ،هغه ملک به یو بډایه اوپه پښو ولاړ شتمن هیوادوي . • اسلام هم اقتصادي ژوند ته ترتبذیري او تقتیري ژوند ترجیح ورکوي، لکه لاندې الهي لارښوونې ددې ښه ثبوت دی . • داقتصاد په تشریع او تقنین باندې ترټولو ښه دلیل دقران کریم(ال
درسول اکرم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دمیلاد کالیزه
نن د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د نېکمرغه میلاد ورځ ده. افغان مومن پر دین مین ولس دا ورځ په داسې یو تاریخی فرصت کې لمانځي چې د سولې لپاره ډیره مناسبه زمینه برابره شوی ده. موږ افغا نان دیوه ژمن ملت په توګه په اوسني خورا حساس ځورېدلی او کړکېچن حالت کې تر هرڅه ډېر د رسول کریم (ص) لارښوونو،ارشا داتو، تاریخی رسا لت او اصالت ته اړتیا لرو. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د بشریت ،سولې ، مساوات اوعدالت ستر لارښود دی، د لوی الله(ج) ډېر نازولی پیغمبر دی، د نوي اسلامي تمدن نوښتګر او بن
داسلام تشریعی اساسات-- يوولسمه برخه
داسلامي تشریع اساسات (۱۱برخه) دتقلید تحقیقي څېړنه لیکوال :مفتي فضل هادی (سالک) دمفتیانوتعدد اوددوئ داختلاف په صورت کې دمقلد ترجیحي کړنلاره! کله چې په کومه سیمه کې یوازې یو مفتي یا عالم وي ،نو پرمقلد واجب ده، چې همده ته دمسایلو په حل کې مراجعه وکړي ،اودده په فتوای باندې په هغه مسئله کې عمل وکړي ،چې ده ته نده معلومه ،خو که بیا چیرته پدې سیمه یا ښار کې نورګڼ مفتیان وواو ټولو کې دفتوی اهلیت وو،نو دې صورت کې مقلد مختار دی، چې دهر مفتي نه استفتاء او دمسئلې پوښتنه وکړي ،په (الموس
ته د رحمت سمبول او د انسانیت معراج یې
د سپیرو غرونو، شګلنو دښتو او وچو ناوونو په متن کې، د تهذیب او اخلاقي معیارونو په نوم هیڅ هم نه وو. کیږدۍ په کیږدۍ د میکدو، ساقي او کړنګیدلو جامونو راج وو. د بدلمنو ښځو په جونګړو به سرې جنډې رپیدې، خاوندانو به خپلې ښځې له یارانو سره د یوې اونۍ او حتی یوې شپې لپاره یو بل ته لیږلې را لیږلې. د عربي ټاپو وزمې په ختیز کې فارس او په شمال کې د روم امپراطورۍ وې، او په لویدیز کې د حبشو ټولواک واکمن وو، خو عربان د جاهلیت او ځان ځانۍ تورې بلا پخپلې غیږې کې ټینګ نیولی وو. د خلیل په سپینه ږیزه او د ذبیح پ
زلزله عذاب دی که رحمت؟ دويمه برخه
زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟! (مفتي فضل هادي سالک ) (۲برخه) دزلزلې حقیقت زلزله کوه طبعی پیښه نده ،نه کومه داسې فطري اومعمولي حادثه ده ،چې په خپله مینځته راغلې، یا لکه دځینوساینسپوهانوپه نظرچې ځمکه کې بخار جمعه شي او دوتلو لاره یې نه وي، نوهغه یوه چاودنه وکړي، نودهغې په پایله کې زلزله رامینځته شي ،بلکې دایو آفت او عذاب یا رحمت دی ،الله تعالی چې یې وغواړې هغه ځای کې صورت نیسي ،چیرته چې ګناهونه ډیر شي داسې الهي حوادث مینځته راخي . لکه ددې وروستنې حدیث شریف نه چې معلومیږې، ددې ټول
د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای!
د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای! عبدالله وردک. انګلستان - آکتوبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! د محصلینو لپاره د امتحانو وخت ډېر مهم دی. دا ځکه چې د دوی د یوه کال د خواریو او زحمتونو نتیجه، به همدغه امتحان تعینوي. غواړم، د زده کړې په ټولو مرحلو کې د یوه شاګرد په حیث، او همدارنګه، په افغانستان او انګلستان کې د یوه معلم په حیث، دغه لاندې ټکي قدرمنو محصلینو ته وړاندې کړم: د امتحانو په وخت کې محصلین، د درس ویلو او تیارۍ نیولو لپار
زلزله رحمت دی که عذاب؟
زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟! (مفتي فضل هادي سالک ) دې کې شک نشته ،چې زلزله دالله جل جلاله دقدرت له آیاتونو څخه هغه آیت دی، چې کله په یو قوم کې سرکشۍ ډیرې شي ،نو څښتن تعالی پرې دا قوم وویروي او خپلو کړنو ته یې متوجه کړي ، کله چې بیا اصلاحات پکې رانشي ،نو دهلاکت تر سرحده یې ورسوي . ،دا داسې یوه غیبي قوه ده، چې دنړۍ بشر یې له کنترولو څخه عاجز دی . ډیرو خلکو سره داسې پوښتنې پیدا کیږي چې دا زلزله ولې کیږي ؟ څه وجوهات لري ؟ دا زلزله رحمت دی که عذاب دی؟ ددې زلزلې حقیقت څه شئ دی
مرز و بوم (معرفی کتاب)
تصور انسان از زنده گی به دو معنی گذشته و حال، او را در فضای میان آن ها اگر در تامل آینده امیدوار می سازد، عقبه ی آن، به ماضی ای نیز وصل است که وقتی تداعی می شود، در جا هایی که خوش باشد، عزت نفس می بخشد. یکی معنی معمول مرز و بوم، جای آرامش های آدمی ست. در ضرورت القای فرهنگ سازی های آن، گذشته های خوش مردم در مرز و بوم بزرگان و حیاطی که در فرصت های آن اندیشیده اند، این محدوده را نوعیت و ماهیت نیز می بخشد. در چند سده ی پسین، هرچند تعدی و هرج و مرج در سایه ی تنازع بیرونی در این م
لنډه کیسه : بیړنی خبر
د سهار اته نیمې بجې دي ، دفتر ته همدا اوس ورسیدم ، ډیر تلوار لرم ، دکار لپاره نه ، بلکې ویریږم چې غیر حاضر نشم ، ځکه په دولتي ادارو کې یواځې د حاضري غم وي کار هسې هم درک نه لري ،او نه یې هم چا سره غم وي . اوس مې حاضري لاسلیک کړه او په بیغمه زړه خپلې شعبې ته ننوتم . د معمول په څیر تر ستړې مشې وروسته مې د چایو ترموز را واخست ، تر څو خپل ګیلاس ډک کړم او په وږي نس یو ګیلاس شین چای نوش جان کړم . دغه وخت کې مدیرصیب چې د تلویزیون ریموټ یې په لاس کې او تلویزیوني چینلونه یې یو او بل پسې اړول ، یو
پوهنه او عدم تشدد
یوه ټولنه په خپل فرهنګ باندې ودا نه ده او فرهنګ دی چې دټولنې معیارونه ټاکی پوهنه دټولنې په ټولو برخو رڼا اچوی او د ټولنزو نیمګړتیاوو سره مرسته کوی څلور لسیزې ډېر وخت دی مانا یو ماشو م د څلوېښت کلنۍ عمر ته رسیږی ما له ټول افغان سره دا یادونه کړې وه چې زه به په وار سره یو شمیر هغه واقعیتونه راوسپړم کوم چې ما په سترګو لیدلی او له نږدې څخه مې څېړلې دی زما هدف له لیکنې تور لګول ،بدویل ،کرکه او نفرت فرهنګ نه دی اونه دانسان عظمت او اهمیت توهین کول دی . ما هروخت کې د نیوکې اخلاق په نظر کې نیولی او په
د ځینو مهمو ټکو سم لیکل !
د ځینو مهمو ټکو سم لیکل ! عبدالله وردک انګلستان - آکتوبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، ځینې وروڼه او خویندې ډېرې ښې لیکنې کوي، چې الحمدلله، دا یو ډېر ښه کار دی، او باید ټول وروڼه او خویندې، باید خپلو ښو لیکنو ته ادامه ورکړي. د یادولو وړ ده، چې ځینې ټکي، باید په سمه توګه ولیکل شي. د مثال په توګه: ۱- الحمدلله (✅). الحمدلله، یو عربی ټکی دی، چې د هغې سم لیکل، باید په قرآن شریف، کې ولټول شي، او هغه د قرآن شریف په ډېر
اسلام کې دصحافت( ژورنالیزم) منزلت/۳برخه
دصحافت او ژورنالیزم فن داسلام ددعوت او اشاعت پیاوړې او یوه داسې غښتلې ذریعه ده، چې ددنیا هرکونج وکنار ته داسلام دعوت په ډیره اسانۍ سره رسولای شي او دشرق او غرب ستړې انسان ته، هغه چې دمنبر او محراب څخه یا لیرې یا دظالمو واکمنوله امله محروم او داسلام داعیان نشي ورسیدلای ،نو دامیډیا او صحافت یې ورته دسترګو په رپ کې ورسولای شي ! همداسې دصحافت فن ، اخبار ،مجله ،راډیو ،انټرنیټ ،فیسبوک او دټویټر او نورو وسایلو له لارې دوخت حکومتونو ته دمسلمانانوداموراتو اواسلامي احکاموپه باب وخت په وخت مشورې ورک
لس ستر نړیوال شرکتونه (وروستۍ برخه)
په تیرو دوو برخو کې مو له لسو سترو نړیوالو شرکتونه اوه شرکتونه در وپېژندل. موږ په ترتیب سره د کلنیو عوایدو پربنسټ له اخره، لسمه درجه، نهمه، اتمه، اومه، شپږمه، پنځمه او څلورمه درجه شرکتونه معرفي کړي وو. دادی اوس په دی لیکنه کې له پاته دریو شرکتونو سره اشنا کیږۍ چې تر ټولو د زیاتو شتمنیو لرونکي دي : ۳- رویل دچ( هالنډي) شیل Royal Dutch Shell (396 ملیارده ډالره) رویل هالنډي شیل شرکت زیاتره په شیل Shell مشهور دی. نوموړی شرکت له 1970 کال راهيسې د هالنډ- انګلیس څو ملیتی م
اسلام کې دصحافت( ژورنالیزم) منزلت (دویمه برخه)
دژورنالیزم یا صحافت مقصد: دغربي ژورنالیزم یا صحافت دڅانګې کارپوهانو، دژورنالیزم او صحافت په باب یې ځینو داسې لیکلي دي : دژورنالیزم مقصد دورځنیو او تازه خبرونوڅخه دخلکو خبرول ،دننۍ پیښې شرح اودراتلونکې روښانه کول دي ،دا ددې لپاره چې خلکوته دهڅو لاره خلاصه شي . ډاکتر مسکین علی حجازی لیکي : دصحافت اوصحافي(ژورنالسیت )بنسټیزمقصدخلکوته دمعلوماتو پیداکول ،هغوئ ته روزنه ورکول ،هغوئ ته لارښوونه اوهغوئ ته تفریح پیدا کول دي . ډاکتر عبدالسلام خورشید،په (فن صحافت) کتاب کې لیکي :صحافت دخلکو دکړ
اسلامي صحافت( ژورناليزم)
دیوه جامع ،بشپړ اوافاقي دین په حیث اسلام، دصحافت او ژورنالیزم غوندې ټولوهغو فنونو او علوموته دلوړمنزلت اوارزښت په سترګه ګوري، چې له برکته یې انساني ټولنه پرمختګ کوي او دنویو اختراعاتواو ابتکاراتولامل ګرځي ،داسلام مبارک دین چې څنګه له روحانیت ،تعبدي اموراتو او دټولنې، بلکې دانساني جامعي له همګي اصلاح سره سروکار لري، همداسې له سیاست ،ادب ،معاشرې اوټولوهغو معنوي علومواوفنونوته درشد او پراختیا هڅونه کوي ،چې پایله کې یې ټولنه دهوسایي او سوکالۍخواته درومي اودتمدن پرمختګ لاره طی کوي . ژورنالیزم
که غريب وې منتظر اوسه
له نن څخه کابو دوه کاله مخکې په کابل کې د برېښنایي پېژند پاڼو وېش پیل شوی دی. دا چې تر ننه دا پروسه په یوه او بله بهانه په حکومت کې د ځینو خایېنو چارواکو لخوا او یا هم د زموږ د ګاونډیو هېوادونو لخو خنډونه ورته جوړېږي او هغوی نه غواړي چې په افغانستان کې داسې تذکرې په خلکو و وېشل شي چې نه یوازې دا چې نفوس مالوم شي، بلکې د هغې له لارې د جرایمو په را ټیټولو کې، د مجرم په پېژندلو او همدارنګه د رایې په کارولو کې خورا زیاسته مرسته وکړي ، هغه بېل بحث دی، زه غواړم دلته د کره شواهدو سره ـ سره په دې بحث
داسلام تشریعی اساسات-- لسمه برخه
دتقليدتحقیقي ځېرنه دتقلید کولو شرطونه : په مخکینو بحثونو کې مو دا ثابته کړه ،چې کله چا کې داجتهاد شرطونه پوره نوي، دبل کوم منل شوي مجتهدعالم تقلیدورته جایز دی او دامي(عامي) شخص لپاره نه یوازې جایز، بلکې په ضروري مسایلو کې علماء آن واجب هم بولي ،اوس به دا وشنو، چې څوک کله دکوم عالم یا امام تقلید کوي،دهغه څخه استفتاء کوي او کومه مسئله کې ترې پوښتنه کوي ، داسې تقلید کوم کوم شرطونه غواړي او په کومو صورتونو کې دده تقلید شرعي تقلید ګرځي، ترڅو دا خبره ښه سپینه شي، چې دا تقلید کوم داسې حک