وایی یوه هوښیار سړی یوه پاچا ته وویل چې ستا ټول درباریان غله،دروغجن ،مکار ،جعل کار ، فاسد او په تېره بیا چاپلوسان اوخوش آ مدی کسان دی پاچا چې د ملت په ژبه کې کونډ وه او لږ شان ته مټکور طبعیته سړی وه په خپلو افکارو مین وه پا چا ووېل دا څنګه ومنم ؟ زما په لاره کې خو غټ طاقتونه ، ناتو و منتو ، ملګری ملتونه ، سفیران ، اروپایی اتحادیه او زموږ سل دالری معاش خواره خو له کلینر فسبوکی امیرولا تلخان زما په لاره کې سرورکوی قر بانی تا ونه ولیدل چې زه د تیلیفوون له لارې ور سره وګړیدم او تاسې نه ګورۍ چې د کابل ښار کې څومره بشبړه دیموکراسی چالانه ده ! که بشبړه نه ده نیمه خو ده.هوښیار سړی ورته وویل دیوه ساعت لپاره خپله اشپزخانه زما په اختیار کې راکړه پا چا ومنله فلسفی سړی ورغی اوبه یې جوش کړی او د چای په بدل کې یې تنباکو ورواچول او چای جوش یې هم له ځان سره واخیست او در بار ته لاړ پاچا ته یې وویل در باریان راو غواړه ، در باریان راغلل او ټولوته یې یوه یوه پیاله به لاس کې ورکړله اوخپله پیا له شونډو پورې یوسه او ووایه دا څومره اعلی خوند لری پاچا چې دا وویل:نو در باریانو په لاندې ډول تعریف پیل کړ:
یوه وویل آب حیات ده ،بل وویل د حوض کوثر اوبه دی،بل ویل د شاتو ویاله ده،یوبل وویل دا خو له شنه چای هم اخوادی او نور........پاچا چې دا ولیدل امر یې وکړ چې ټول طبېلې ته بوزۍ.نو دسیما سمر په څېردرباریان خوښ ول ښه شوچې څارنوالی ته یی معرفی نه کړلو .