حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه چې په جدیت او غښتلې حوصله مندۍ پیژندل شوی وو ، یوه ورځ یې په مدینه منوره کې د خلکو لپاره د خوراک دسترخوانونه تیارول ، یو کس یې ولید چې په کیڼ لاس خوراک کوي ، د شاه له خوا پرې ورغی او غږ یې پرې وکړ : ای د الله بنده ! په ښي لاس یې وخوره !
هغه کس ورته ځواب ورکړ : ای د الله بنده ! هغه مصروفه دی .
عمر رضی الله عنه دوه ځلې خپله خبره تکراره کړه او هغه کس ورته هماغه یو ځواب ورکړ .
عمر رضی الله عنه ورته وویل : نو کار یې څه شی دی ؟
هغه کس ورته وویل : د مؤتې په غزا کې لګیدلی او له حرکته غورځیدلی دی .
حضرت عمر رضی الله عنه ورته کیناست ، په ژړا شو او په ژړا کې یې ترې پوښتنې کولې : اودس درته څوک کوي ؟ کالي درته څوک وینځي ؟ سر درته څوک وینځي ؟
او څوک ... ؟ څوک ... ؟ څوک ... ؟
له هرې پوښتنې سره به یې اوښکې روانې وې ، بیا یې امر وکړ چې هغه ته دې یو خدمتګار ، سپرلۍ او خوراک ورکړل شي ، له هغه څخه یې د بښنې غوښتنه وکړه چې په ناخبرۍ کې یې درد ورکړ او هغه څه یې ورپه یاد کړل چې د نوموړي پکې کوم قصور نه وو .
⭕ قوانین دغسې جوړیږي .
حضرت عمر رضی الله عنه به د شپې له لوري د ښار په کوڅو کې ګرزیده ، د جاسوسۍ لپاره نه بلکې د خلکو حال او احوال به یې معلوماوه ، یوه شپه یې ولیدل چې یوه بانډه چي (اعرابۍ) ښځه خپل مسافر میړه یادوي او د هغه په یاد کې شعر وايي :
لقد طال هذا الليل واسود جانبه :
وأرقني إذ لا حبيب ألاعبه :
فلولا الذي فوق السماوات عرشه :
لزعزع من هذا السرير جوانبه :
☜ دغه شپه څومره اوږده شوه او برخې یې تورې شوې
☜ بې خوبي ده او حبیب مې نشته چې ورسره لوبې وکړم
☜ که هغه نه وای چې د اسمانونو له پاسه یې عرش دی
☜ ددې کټ برخې به په لړزه راغلې وې .
امیر المومنین ورنژدي کیږي اوخبرو ته یې غوږ نیسي ، د دیوال له شاه څخه ترې پوښتنه کوي چې ، څه خبره ده خورې ؟
هغه اعرابۍ ښځه ورته ځواب ورکوي :
میاشتې کیږي چې میړه مې جهاد ته تللی دی او زه ورپسې ډیره خپه شوې یم .
امیر المومنین عمر رضی الله عنه د خپلې لور حفصه رضی الله عنها کور ته ځي او ورڅخه پوښتنه کوي :
💢 یوه ښځه څومره وخت خپل میړه پسې خپه کیږي ؟
لور یې حیا کوي ، شرمیږي او خپل سر ټیټوي ، عمر رضی الله عنه ورته فرمايي : الله ﷻ د حق خبرې له ویلو څخه حیا نه کوي ، که چیرې ما د رعیت د یوې مسالې په اړه د یو څه پلټنه نه کولای نو هیڅکله به مې درنه دا پوښتنه نه وای کړی .
لور یې ځواب ورکړ : څلور ، پنځه او یا شپږ میاشتې ...
امیر المومنین خپل کور ته ورځي او د عسکرو قومندانانو ته امر لیکي چې : ( له څلور میاشتو زیات عسکر مه ایساروئ . )
په همدې سره دغه امر قانون ګرزي او د ښځې تر ټولو مهم حق خوندي کوي .
د قانون مسیر ته وګورئ ، د دولت اجرایه قوې جوړ نه کړ بلکې ټولنې جوړ کړ ( اعرابۍ ښځه او حفصه رضی الله عنها ) ، د دولت اجرایه قوې تصویب کړ تر څو ټولنه پرې منظمه کړي .
✔ د ښځې قانون دغسې جوړیږي ...
↩ هماغه عمر فاروق رضی الله عنه خپل ماښامي ګرزیدو ته ادامه ورکوي تر څو د خپل رعیت حال او احوال معلوم کړي ، د یوه ماشوم غمجن غږ یې تر غوږ شو ، کور ته یې نږدې شو او پوښتنه یې وکړه : څه پرې شوي دي ؟
د ماشوم مور ځواب ورکړ : ای امیر المومنینه ! له شیدو مې بیل کړی دی .
طبیعي پیښه ده چې یو مور خپل ماشوم له شیدو بیلوي نو ځکه ژاړي خو حضرت عمر رضی الله عنه ترې په خپله لاره نه زي بلکې د ماشوم له مور سره خبرې اترې کوي او دا معلوموي چې دغې مور خپل ماشوم له وخته مخکې د پیسو د ضرورت لپاره له شیدو بیل کړی دی ، تر څو هغه سل درهمه ترلاسه کړي چې د مور د شیدو څخه هر بیلیدونکي ماشوم ته د بیت المال څخه ورکول کیږي .
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خپل کور ته زي او د ماشوم غمجن اواز یې خوب ته نه پریږدي ، امر صادروي چې :
👦 باید هر ماشوم ته له ولادت وروسته سمدستي سل درهمه ورکړل شي ، نه له شیدو بیلیدو وروسته .
دغه امر قانون ګرزي او د ماشومانو حقوق خوندي کوي ، او هغوی له وخته مخکې د شیدو بیلیدو له خطر څخه ژغوري .
✔ د ماشومانو قانون دغسې جوړیږي ...
↩ حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خپل ورور زید سره ډیره مینه وه ، زید د مرتدینو سره په جهاد کې شهید شو ، یوه ورځ د مدینې په ښار کې د زید له قاتل (أبو مريمَ السلوليُّ ) سره مخامخ کیږي ، نوموړي ایمان راوړی وو او د حضرت عمر رضی الله عنه یو رعیت ګرزیدلی وو .
عمر رضی الله عنه په قهر سره مخ ورواړوه ، ویې ویل :
په الله مې دې قسم وي که دا ځمکه له تویې شوې وینې سره مینه وکړي نو زه له تا سره مینه نه کوم .
هغه اعرابي قاتل ترې په ویره کې پوښتنه وکړه :
- ای امیر المومنینه ! ایا دا به زما حقوق راکم کړي ؟
امیر المومنین ورته اطمنان ورکوي چې نه .
هغه اعرابي ورته په ډیرې بې پروایۍ وویل :
نو هیڅ تاوان نشته ، ښځې پر خپلو مینو پښیمانه کیږي . معنی یې داده چې :
زما ستا له مینې سره څه کار دی ، زما او ستا تر منځ له حقوقو او واجباتو پرته نورهیڅ هم نشته !
امیرالمومنین په قهر نه شو او نه یې هغه بندي کړ ، بلکې د اعرابي د جرئت او بې پروایۍ پر وړاندې یې خپل قهر اوغوسه کنټرول کړه او خپل تګ ته یې ادامه ورکړه .
په داسې مهال یې خپله غوسه کنټرول کړه چې د واک او سلطې په راس کې وو ، او پر دې یې باور درلود چې دغه اعرابي د بیان د ازادۍ حق لري .
✔ ددغه اعرابي د جرئت او شجاعت په برکت په ټولنه کې د بیان د ازادۍ قانون جوړ شو .
↩ بیا یوه ښځه هغه وه چې یوه جمعه یې د حضرت عمر رضی الله عنه څخه د امیر المومنین لقب لرې کړ او ویې ویل : ای عمره ! سهوه دې وکړه !
دا د ښځې پر قانون یوه نیوکه وه ، چې د عامو خلکو څخه یوې ښځې د مهر په قانون باندې انتقاد وکړ ... امیرالمومنین غرور ونه کړ ، نه یې ښځه بندي کړه او نه یې په جلدو ووهله بلکې پر خپلې غلطۍ یې په صریحو ټکو اعتراف وکړ : ( اخطاء عمر و اصابت امراة ) ( عمر سهوه شو او ښځه په حقه ده ) .
✔ بیا یې خپل قانون بیرته واخیست او ټولنې ته یې د وس او توان پر اساس د مهر ټاکل پریښودل .
⭕ قوانین دغسې جوړیږي ، ... داسې چې د ټولنې اهدافو ، هیلو او کلتورونو ته په کتو سره د یادې ټولنې ژورې برخې ته رجوع وشي .
نو ټولنه د واک سرچینه نه بلکې د قوانینو سرچینه ده .
( تر هغې چې د الله ﷻ د کتاب او د پیغمبر ﷺ د سنتو مخالفت ونه کړي . )
✔ نه خلکو تغیر کړی او نه هم ژوند ...
بلکې په خلکو کې ... ( عمر ) نشته ... رضی الله تعالی عنه

ژباړن: عبدالله دانشیار