هر روز را رازیاست وهر سر را آوازی
درد امروز را درمانی وفردا را درمانی
دیګر امروز را نګران باشید وسخن از امروز رانید

دواکمنی بنسټو ته داسلامی نظام لنډانځور
څومره نا اشنا او په اټکل خبره ده په تېر اوراتلونکی کې له اسلام پرته داسلام دوړاندې کړی نظام ساری نه تر سترګو کیږی،ځکه چې دا یو داسې نظام دی چې که ددې عامه حقونوچې په کې څېړل کیږی او ټاکل کیږی یایې تعزیرات او حدود په مالی ،ملکی او دانتظامی قوانینوجوړښت یا دعدل او انصاف لارښوونې په پام کې ونیول شی او یایې په قانون کې دټولو خلکو برابرښت او دقانون له تطبیق څخه دیو چا له استثنا څخه انکار اودشخصی حکومت یاذاتی امتیاز یوشان له منځه وړلو ته وکتل شی نو په هېڅ یو نظام کې داسې کمال نشته لکه چې په اسلامی نظام کې شته دی.راځې وګورو او پاملر نه وکړو.
اوس تر ټولوغوره او په زړه پورې حکومت کوم یو کېدلای شی؟دې پوښتنې ته زموږ ددې وخت سیاستوال بل هېڅ ځواب نه لری خو یوازې د فرانسې ۱۷۸۹م انقلاب اود روسو ،جان لاک فلسفی بدلون چې په اتلسمه پېړۍ کې منځ ته راغلی دی چې تشه نقشه ټول د ژبې د سر یادکاغذ پرمخ ده لنډیز یی په لاندې ډول دی:
الف: حکومت (دولت) دعام ولس په واک کې دی دکوم شخص اوکورنۍ واک اواختیار کې نه دی.
ب: دهېواد ټول هستوګن په حقونو،او مدنی قانون کې سره برابر دی.
ج: دهېواد ولس مشر چې اسلام کې دخلیفه یا امام معادل کېدای شی چې ټاکنه یې په پراخه کچه دولس له خواکیږی دهېواد له نورو وګړو کوم امتیاز اوغوراوی نه لری اوعادی فرد ګنل کیږی.
د: دهېواد کورنی ،بهرنی سیاست،ملکی او انتظامی ،قانونی او مدنی لارې چارې به دهوښیارو ،ایماندارو مسلکی او تعلیم یافته اهل کاروپه مشوره تر سره کیږی سمت اولوری ،ژبه او قوم ،رنګ او بله پلمه او توپیر نه پيژنی.
ه: بیت المال یاخزانه دټولو هېوادوالو شریکه ګاڼه ده چې دې کې ولس مشر د ولس مشرۍ له مشورې پرته په کې نورهېڅ ډول لاسوهنه نشی کولای.
دادفرانسې دانقلاب یو څو مثاله دی چې عملی بېلګه یی لا تر اوسه نه ده تر سترګو شوې او نه یی وړاندې کولای شی اوس همدغه مادې داسلام په چوکاټ کې وګورۍ چې څومره دپام وړ او عملی شوی دی. د ژانژاک روسو او جان لاک علمی تحلیلی اوتفصیلی په اتلسمه پېړۍ کې راپېښ کیږی حال دا چې اسلام کې دڅواآړخیزو ابعادو له مخې دغه مطلب روښانه تفسیر لری خو په نامعلومه دیموکراسی یو شمېر مین د څوپېړیو تاریخ نه وینی یو دم اوسنیو پېړو ته ګام را اچوی ولې پوهاند صاحب مجروح وایی: موږحکومت څه ته وایو؟ خلک هم تبعه او رعایا دی او خلک هم حاکمه هئیت دی. ددی دواړو په منځ کې حکومت یو منځنی تشکیل دی، چې وظیفه یې د دواړو په منځ کې د متقابلو اړیکو ټینګول دي. د قوانینو تطبیق دی او د آزادۍ یا خپلواکی ساتل دي.
حکام د خلکو مامورین دي او د خلکو له خوا هغوی ته واک او اقتدار ورکړل شوی دی. او خلک کولای شي دا ورکړل شوی اقتدار څنګه چې یې وغواړي ، محدود کړي، تغییر ورکړي او یا یې بیرته واخلي.
الله (ج) فرمایی:
ولا تحسبن الذین قتلو ا فی سبیل الله اموتا بل احیاء عند ربهم یرزقون.
اسلامی دولت د ولس او خلکو په واک دی:
اې پیغمبره ! دجهاد ،دعوت او دولت په چاروکې له ولس سره مشوره وکړه په پورتنی ایه کې له امر څخه پورتنۍ درې واړه ماناوې اخیستل کېدای شی چې د دولت او خلافت مانا اخیستل په دې ځای کې غوره دی لکه په ډېرو احادیثو کې هم امر ددولت او خلافت په مانا سره راغلی دی. لکه:
من یصلح لهذالامر
لایصلح عندالامر
ان هذالامریتم او همدارنګه الله سبحان وتعالی فرمایی: وشاورهم فی الامر
داسلامی کومت بنسټ:
۱-داسلامی دولت لپاره عامه مشوره شرط ده.
۲-داسلامی دولت اضافت مسلمانانو ته کیږی چې له دې نه دا په ډاګه کیږی چې دولت جوړونه د ولس کار دی.
۳- داده چې پر دې خبرودمسلمانانو لومړیو پېړیو کې عمل کېده لکه داچې دقرآن کریم خپله ګواهی ده او په دې اړه دتاریخ مطالعې ته اړه نه شته خو د مخالف لوری دلید لپاره یو څو بېلګې په کاردی چې روښانه شی.
رسول اکرم (ص) او خلفای راشدینودځان پر ځای کوم خپلوان دامیر په توګه نه دی ټاکلی.
په ټولودولتی چارو کې نبی علیهالسلام،خلفای راشدینو،صحابه وو،انصارو او په ځانګړی ټولیز ډول په ټولو مسلمانانو مشورې کړی دی.
دخلفاووټاکنه عموما دعامې مشورې پر بنسټ شوې ده.
بیت المال د بیت المسلمین په نوم دعامو مسلمانانوحق وه شخصی او انحصاری لوبونه مصون وه.
اسلام دشخصی ،دروغجنې ، مکارې، یولوری لارې ولسواکی ملګر تیا نه کوی . بداخلاقی سره په هېڅ تو ګه لکه دیموکراسی سازش نشی کولی .فساد پاو ،چارک نه لری مسلمان ته شرم دی چې هم فساد کې له دو غوږو ډوب وی اوهم دروغ وایی.په اسلام کې مساوات (برابری) داسلام ستره بیلګه او ځانګړې ځانګو ده.
الله سبحان وتعالی فرمایی:ان اکرمکم عندالله اتقکم ان الله علیم خبیر. په دې مبارکه وینا کې درنښت هغه چاته ورکول شوی چې پرهېزکار وی. پرهیز د ډېرو شیانو په وړاندې اخلاقی مبارزه ده !
نور بیا .......