حمزه دباز میر خان ملک زوی اودخیبر دتاریخی سیمې نومیالی ادیب ،غښتلی ،مهربان لیکوال،نقاد اوشاعر وه داسلامی تصوف په ابتدایی برخو کې د ژور ې اندېښنې او ځور فکر خاوند داصلاحی او انتقادی نظریو پلوی اوپه معاصر ادب کې دولس پېژندل شوی استاد وه نوموړی په کال ۱۹۰۷ م کال دشنوارو ،ننګرهار ولایت سیمه کې زېږېدلئ او لوی شوی دی په خپله وایی:
شک نه شته په دې کې مسلمان یمه زه
دلواړګی باشنده یمه ښه ځوان یمه زه
هرګز به فنا نه کړمه قامی امتیاز
ژوندون به مې په دې وی چې افغان یمه زه
لومړنۍ زده کړې یې په لواړګی کې تر سره کړی اوترلسم جمااعت پورې یې د پېښور په اسلا میه کالج کې زده کړې دی په همدې وخت کې د شاعری اود فطرت به کتنه لګیاشو. هغه لومړی په اردو ژبه کې لیکنې او شاعری کوله اوبیایې په کال ۱۹۳۳م دپښتو ژبې شاعری ته ملا وتړله دده تر تولو ړومبی غزل دادی:
رېږدی د مستی نه ساغر وجد پیمانه کوی
دا ساقی ګلرخ چې نظر دوی ته جانانه کوی
ددغه وخت نه وروسته د پېښورد لومړنۍ ادبی جرګې (دبزم ادب)غړی شواو د خپلوانواو ملګرو سره یېپه پښتو مشاعرو لاس پورې کړ او د پښتو پرمختګ او پياوړړتیا لپاره يې دغه بیغام استوه:
وایی اغیار چې ددوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره خم
ورپسې بیاد سید راحت زاخیلی نه وروسته ددغې ټولنې مشر وتاکل شوپه ۱۹۵۰ م کال چې په پېښور لومړنۍ ادبی جرګه جوړه شوه او بیا یې حمزه دلومړنی مشرپه توګه وټاکه په دغه وخت کې دبزم ادب(شعر اوشاعری) او مشاعرو چاپیریال ښه تود شوی وه.حمزه پخپل شعر کې نوې لاره وټاکله اود پښتو ادب دپرمختیا لپاره په تیره بیا غزل کې په خوند نوې تشبیهګانې ،استعارې را پیدا کړلی اود پښتو په معاصر ادب کې دغزل استاد وګڼل شو.ده په خپل تصوفی شعرکې پښتنی اصطلاحګانې راننویستلی دی لکه چې وایی:
عشقه ته خود بین یې زه پښتون یمه
مانه ده ښودلې ګدا سترګو ته
لنډا داچې ده خپلو اشعارو کې عشقی او تصوفی مسایل ځای کړی دی چې دغه مسایل دده بنیادی ټکی دی.
حمزه په ډېر مهارت سره په لومړی ځل په کال ۱۹۴۱ع دلیلی او مجنون یوه فلمی کیسه په پښتو ولیکله چې د رفیق غزنوی لخوا ورځنې فلم جوړ شو.داد پښتو ژبې لومړی فلم دی چې پښتانه یې دسینما په پردو کې په ننداره نه مړیږی.حمزه دډرامو په هنری نثر لیکنه کې دپوره لاس خاوند وه چې دپېښور په محلی رادیو کې په ترتیب خپرې شوې دی دده یو کتاب هم د« تجلیات محمدیه» ۱۹۳۷ع کال لیکلی اوچاپ شوی دی او په دې وخت کې د «رڼا» د مجلې مسول هم وه.دده اشعار له شل زره بیتونو اوړی.حمزه په نظم او نثر کې شاوخوا ۱۶ ډوله کتابونه او رسالې لری دهغه په زړه پورې نثر د«دجشن استقلال ۲۴اګست» دی او د شعر بیلګه یې« ځم»ده.
تل به په لاره د مېړنو سره ځم
یمه پښتون دپښتنو سره ځم
وایی اغیار چې ددوزخ ژبه ده
زه به جنت ته دپښتو سره ځم
نور..........
روح یې خوښ او جنتونه دې نصیب شی.