سیاسي کنځلې !

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
کېدای شي، چې په اوسني وخت کې ځینې افغانان په مجاني سوشیل مېدیا، لکه فسبوک، واټس اَپ، ټوېټر، انستګرام، او داسې نورو کې د نړۍ تر ټولو وګړو ډېر مشغول وي.
د ”مجاني“ ټکي ته پدې خاطر اشاره شوېده، چې ځینې افغانان مجاني شیان ډېر زیات خوښوي. یا په بل عبارت، که د دغه سوشیل مېدیا کارول مجاني نه وای، نو بیا به شاید ډېرو کمو افغانانو برخه پکې اخستې وای!
ډېره د خفګان خبره خو بیا دا ده، چې ځینې افغانان بیا د کنځلو څخه پرته، دغه سوشیل مېدیا ته بل هېڅ ګټور څیز نشي وړاندې کولی!
دا باید ټولو ته ښه معلومه وي، چې یوه کنځله، د بلې کنځلې دپاره زمینه برابروي. یعنې که ته یوه چا ته یوه کنځله وکړې، نو کېدای شي هغه تاته دوه کنځلې وکړي!
که څوک په ریښتیا سره غواړي، چې د ده مور او پلار ته څوک کنځلې ونکړي، نو هغوی هم باید د بل چا پلار او مور ته کنځلې ونکړي.
ښه مثال یې دا دی، چې که د چا زوی له خپلې مېرمنې څخه غواړي، چې د ده خپلوانو ته د قدر په سترګه وګوري؛ نو بیا دغه زوی ته هم لازمه ده، چې د خپلې مېرمنې خپلوانو ته هم د قدر په سترګه وګوري!
کنځلې، بد او رد ویل، د یوې مسىٔلې د حل لاره نده، او هغه خلک کنځلې کوي، چې د خلکو د پوښتنو په وړاندې قانع ځوابونه نشي وړاندې کولای؛ او غواړي چې د کنځلو له لارې، د ښه بحث فضاء ګډه وډه کړي.
لازمه خو دا ده، چې لومړی په پوښتنه خپل ځانونه ښه پوه کړل شي، او بیا دغو پوښتنو ته، ښه د قناعت وړ ځوابونه، په ښه توګه ورکړل شي.
ښه خبره په هرچا ښه تأثیر کولای شي، خو پدې شرط چې دغه ښه خبره هم، په ښه توګه وړاندې شي.
که چېرې یو څوک یوه ښه خبره، په قهرجنه بڼه وړاندې کړي، نو لیدونکي، او اورېدونکي بیا پدغه حالت کې، پخپله ویونکي ته ډېره توجه کوي، چې په نتیجه کې د اصلي خبرې ماهیت ته زیاته صدمه رسیږي.
ښه خو به دا وي، چې د کنځلو پرځای خپلې لاسته راوړنې او ښېګنې، په ښه مناسبه بڼه، خلکو ته وړاندې شي؛ تر څو خلک پخپله قضاوت وکولای شي.
همدارنګه، د ستونزو د حل په هکله وړاندیز وشي، او د هغه ګټې او نیمګړتیاوې په ښه توګه خلکو ته وړاندې شي.
د یادولو وړ ده، چې دغه د قهرمان، خاین، غلام، مزدور، وطنفروش، او وطندوست ټکي به هم، نور له ځینو افغانانو څخه ډېر په عذاب شوي وي.
د دغو ټکو پکارول یو او بل ته کومه ګټه نه رسوي، او کېدای شي آرامه فضاء په غالمغال بدله شي، او اصلي موضوع پکې بیخي ورکه شي.
که چېرې هغه شانته خبرې کولای شو، چې د اوسني حالت دپاره ګټورې وي، نو ډېر ښه، او کنه، له بې معنا خبرو او کنځلو څخه خو، پټه خوله ډېره ښه ده.
دغه وضاحت هم باید وشي، چې د دغه لیکنې اصلي هدف دا ندی چې خدای مکړه، یو څوک د باطل په وړاندې چُپ پاته شي. نه داسې نده. دلته اصلي هدف دا دی، چې د باطل ځواب هم باید په ښه ډول ورکړل شي، او هروخت له کنځلو څخه ځان وساتل شي.
کېدای شي، چې ځینې مغرض او فسادګر کسان به له وړاندې دا پلان لري، او کوښښ به کوي، چې یو ډېر باعزته سړی، قصداً دېته مجبور کړي، چې هغه ته کنځلې وکړي. نه، داسې ونشي، او خپله ژبه باید هر وخت تر کنترول لاندې وساتل شي.
هیله ده، چې قدرمن لوستونکي، حقیقت ویل، له کنځلو څخه فرق کړای شي. یعنې، داسې ونشي، چې د یوه چا حقیقت ویلو ته، د کنځلو نسبت وشي. نه حقیقت، حقیقت دی، او باید هر وخت په سمه توګه وویل شي. لېکن، کنځلې، کنځلې دي، چې هېڅکله باید ونکړای شي.
که چېرې غواړئ، چې یو څوک د ستاسې قدرمنو مشرانو ته کنځاوې ونکړي، نو تاسې هم کوښښ وکړئ، چې د هغوی مشرانو ته سپکه ژبه ونه کاروئ!
که غواړئ، چې یوه چاته، د هغه د مشر بدې کړنې، او نیمګړتیاوې ورپه ګوته کړئ، نو ددې کار د کولو دپاره ښه مناسب ټکي وکاروئ، ترڅو مقابل نفر د ستا خبرې ته په دقت غوږ ونیسي.
د بیلګې په توګه، ددې پرځای چې چاته ووایئ، چې تاسې دروغ وایئ! نو دا به ښه وي، چې ورته وویل شي، چې کوښښ وکړئ، چې ریښتیا ووایئ! او یا ددې پرځای چې ورته وویل شي، چې دروغ دې وویل! که ورته وویل شي چې حقیقت د ونه ویل!
دلته، هدف یو، لېکن د بیانولو لهجې یې یو له بله سره ښکاره توپیر لري.
هېره د نه وي، چې خبرې کول ډېر آسانه، او د هغه عملي کول بیا یو ډېر سخت کار دی. هیله ده، چې د خبرو او عمل ترمنځ واټن ډېر کم وي.

د پام وړ ټکي!
هیله ده، چې زما په شمول ټول افغانان، هروخت خپلو خبرو او کړنو ته ډېره پاملرنه وکړي، او کوښښ وکړي، چې د کنځلو څخه خپل ځانونه وساتي.
په کنځلو، د یوه سړي شخصیت ډېر ټیټ معلومیږي، او پخپله سړی هم ډېر سپک ښکاري. نو لدې کبله، له کنځلو څخه ساتل یو ډېر ښه کار دی.
ځینو افغانانو ته د خدای انصاف ورکړي، چې کله کله د دوی خبرې بیا ښه باعزته افغانان هم دېته مجبوروي، چې هغوی یوه بده خبره وکړي. خو کوښښ باید وشي، چې په هېڅ صورت کې کنځلې ونشي، او که دا امکان نه وي، نو بیا به له سلام وړاندې کولو وروسته چُپ پاته کېدل، تر کنځلو، ډېر ښه وي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې فسبوکي ځوانان هم پدغه بد مرض اخته دي، او دوی بیا تر ټولو زیات، سیاسي کنځلې کوي.
هیله ده، چې ځینې افغانان له دغو سیاسي کنځلو څخه ستړي شوي وي، او د کنځلو پرځای، د خپل وطن د آبادولو په هکله ښه ښه پېشنهادونه وړاندې کړي.
په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو په مابین کې هغه فیصله وکړي، چې هغه د اسلام، او ټولو افغانانو د دین او دنیا په خیر وي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com