د هند د بالیووډ سینما وتلي ډایرکټر او کیسه لیکونکی د ٬٬ تور باز٬٬ فلم کې د افغانانو د روانۍ څلوېښت کلنې جنګ جګړو ژورو روانې ټپونو، ناتار او ناخولې ته په ځینو صحنو کې د هندي سینما په منطق، تخیل او له فنټزیو ډکو سترګیو کې له حقیقته ډیر لیرې کتلي شوي دي. د هند د بالیووډ فلمونو ډایرکټران د داسي خورا حساسو پیچلو، ټولنیزو او جګړیزو شخړو انځورولو ډیرې لږې منلي شوي نړیوالي تجربې او لاسته راوړنې لري.
دوی په خپل دې سوداګریزه هنري فلم کې په خپل توان سره یوه هڅه کړي ده، څو د افغاني ټولنې ژورو رواني تپونو او د بې ګناه ماشونانو څخه د ناوړه ګټه اخیستلو یو مکس یا ګډ انځور د کرېکټ سپورټ د خوښېو او خوشالیو له ځواک سره مل د سینما په پرده کې نندارچیانو ته د نندارې لپاره وړاندې کړي.
د افغانستان د اوسنیو جګړیزو حالاتو په اړه د بالیووډ سینما ٬٬ تور باز٬٬ فلم د ژمنې سره سم د دسمبر په یوولسمه نیټه د هند په سینماګانو کې د بندیزنو له کبله په انټرنیټ کې د نېټفلکیس له لارې په آنلاین بڼه کې خپور شو. د افغان سنجي ‌ډټ تور باز فلم به خامخا د فلم ډیرو مینوالو لیدلي او کتلي وي.
وسمهال د هند بالیووډ سینما د ٬٬ تور باز٬٬ په نومه هنري فلم د افغانستان د اوږدې جګړې او خونړې غمېږې په اړه یو نوی فلم نندارې ته وړاندې کړي. دا فلم څومره د کتونکو لخوا خوښ کړل شوي دی او څومره د افغان جګړه ځپلې پیچلې ټولنې یو ریښتېنې انځور د فلم په هنري ډیجیټالي ژبې کې نندارې ته وړاندې کړل شوي دی. آیا دا فلم ښه نه دی، که موږ د سنجي ډټ څخه ډیرې نورې لوړې هنرې سینمایې تمه لرو.
په دې نقد لیک کې د ٬٬ تور باز٬٬ فلم ته یوه کتنه شوي ده. که څه هم په دې فلم کې خپله سنجې ډټ بیا ځلې د یو افغان مسلمان کرکټر رول لوبوي. هغه دا هم ویلي دي، چې د ٬٬ تور باز٬٬ فلم د افغانانو د ژوند اصلي یو انځور دی. سنجی ډټ د خپل نوی فلم بریالیتوب ته هېله مندي هم ښودلې ده. دا فلم د افغانستان په هکله ډیر واقعتونه لري او د افغانانو یو حقیقي انځور خلکو ته وړاندې کوي.
د تور باز فلم د هندي بالیووډ سینما د نورو سوداګریزو کلاسیکو سینمایې فلمونو سره هیڅ نه پرتله کیږي. په دې فلم کې هیڅ فلمي سندرې او ګډاګانې نشته. د هند بالیووډ سينما نامتو لوبغاړی سنجي ډټ نوى فلم د افغانستان په تړاو یو بل ډول جوړ کړل شوى فلم دى. پرته له شکه په دې فلم کې په ډ‌یرو صحنو کې د افغاني ټولنې یو خواشینونکی انځور ښودل شوې دی. ٬٬ د تور باز ٬٬ په فلم کې دوه ټکې خوراهم مهم دي، هغه کرېکټ د ترهګري په وړاندې او په ځانمرګې بریدونو کې د بې ګناه معصومو ماشومانو کارول‌ باندې راڅرخیږي. سنجي ډټ د ځانمرګي بریدونو پر ځای کډوال ماشومان د کرېکت لوبې ته هڅوي.
د بالیووډ سینما نوی فلم په افغانستان کې د روانې جګړې روانې ناخوالۍ په اړه او په جګړه کې له افغان ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستلو یا ځانمرګې بریدونو کې د کارولو په هکله جوړ شوی دی.
نوموتی سنجي ډټ د تور باز په فلم کې د یوه پخواني پوځي ډاکټر په رول کې لوبیږي. هغه په دې باوري دی، چې ماشومان ترهګر نه دي، بلکې دوی د ترهګرۍ لومړني قربانیان دي. هغه هڅه کوي، څو د کرېکټ لوبې ځواک له لارې د افغان بې ګناه، بې برخلیکه او د ژوند به لومړنیو اسانتیاو څخه محرومه ماشومانو په ژوند کې موسکا، خوشالي او بدلون راولي.
په دې فلم کې د سنجي ډټ تر څنګ نرګس فخري او افغان هنرمند همايون شمس خان هم لوبیدلي دي. دا فلم د امنیتي لاملونو له امله د افغانستان څخه د یو څو ويډیو کلیپونو پرته نور ټول په هندوستان او قرغزستان کې ډک شوي دی. د تور باز فلم ډايرکټر ګيريش ملک دى. پروډيوسري چارې یې راجو چډا او راهول مټرا کړي دي. د فلم ثبتولو کار د ٢٠١٧ کال راهیسې پيل شوي دی.
له پاني پت فلم وروسته په تور باز فلم کې افغان فلمي لوبغاړی ببرک اکبري له سنجی ډټ سره بیا ځلې ګډ کار کړی دی.
د پاني پت په فلم کې هم سنجیي ډټ مرکزي رول لوبولي و. د پاني پت فلم هم د افغانانو له تشویشونو او غبرګونونو سره مل و. د پاني پت فلم یو کال مخکې نندارې ته وړاندې شو. د پاني پت فلم د محاصر افغانستان بنسټګر او دور د دورانو ستر ټولواک لوی احمدشاه بابا په اړه جوړ شوي دی. په دغه فلم کې ډیرو افغانانو هندي فلمي ډایرکټر د افغانانو له تاریخه ناخبره وبللي و، چې د یوه ستر افغان ټولواک په هکله یې یو ناسم انځور خپور کړي دی. له همدې امله دغه فلم له زیاتو نیوکې سره مخامخ شوې، چې تاریخي واقعاتو ته په سمه توګه نه دي کتلي، د پاني پت فلم کیسه او سوژه یوازې د هند مرهټو جنګیالیو په ګټه او د دوی میړنتوب په هکله لیکلي شوي وه، خو افغان جنګیالیو ته او افغاني تاریخي ویاړي واقعتونه او د هند له مسلمانانو سره د بهادورو افغانانو د مرستې په اړه په کې هیڅ پام نه وه شوي.
 
د تورباز فلم کیسه او سوژه 
د تور باز فلم په یوه خورا عجیبو غریب او تصادفي ډول پیلیږي. یو عقاب چې د ورغمې په لټه کې دی، څنګه په مستعار ډول د فلم په سرلیک کې کاروال کیږي. له دې ورسته فلم ورو ورو په لاره اچول کیږي.  تور باز فلم د يو داسې سړي کېسه ده، چې هغه د ژوند په مانا پسې کابل ته راځي. 
ناصیر خان (سنجی ډټ) د خپلې میرمنې او زوی له مرګه یو څو کاله ورسته زړه نا زړه د کابل په هوایې ‌ډګر کې د یوه پخوانی پوځی ډاکټر په توګه راستون کیږي. هغه ته د یوې پخواني ملګري لخوا بلنه ورکړل شوي وه او هغه د کابل په هوایې ډ‌ګر کې د ښه راغلاست لپاره ورته ولاړه وه.  ناصر خان د خپلې ملګري عایشه ( نرګیس فقیري) په بلنه راغوښتل شوي دی، څو هغه د یتیمو کډوالو لپاره یو بل روزنتون د ٬٬  سبا امید ٬٬ په نامه پرانیستغونډه کې برخه واخلي. د دې روزنتون او د کډوالو سره د بشري خیریه مرستو بنسټ د ناصر خان مرحومې میرمنې لخوا ایښودلي شوي وه. هغې په کابل کې د بې وزلو یتیمو ماشومانو لپاره یوه انجیو پرانیستلي وه. له همدې امله د ناصر خان ښځه او زوی د کابل ښار په یوه بازار کې د سودا اخیستلو پرمهال په یوه ځانمرګې بمې برید کې سمدستی د پیښې په سیمه کې وژلي شوي وو. د فلم اصلي لوبغاړی نصیر خان همدغه زړه بوګنونکی ناوړه پیښه تل تعقیبوي او له امله روحآ ډیر ناارامه دی او ورته ځوریږي. هغه د کډوالو پنډغالي په څنګ کې له همدې خیریه بنسټ سره کار کوي‌. 
ناصر خان یوه ورځ د یتیمانو روزنتون ته نږدې د کډ والو ماشومانو د پنډغالي څخه لیدنه کوي، ګوري چې تنکې ځوانان په خورا ماهرانه او مینه ناکه توګه د کرېکټ په لوبه کې بوخت دي. هغه پوهیږي، چې د ماشومانو دغه خورا بیسارۍ استعداد یا ټلینټ د دوی راتلونکې روښانولي شي. د لوبیدونکي ماشومانو څخه دغه لیدنه د نصیر خان په فکرونو او زړه کې ستر بدولون راولي. هغه له ځانه سره پریکړه کوي، چې دا یتیم ماشومان باید یوازې پرې نښودل شي، د دې پر ځای چې معصوم ماشومان د طالبانو تر کنټرول او اغېز لاندې ستر شي، غواړي ماشومانو ته د کرېکټ لوبه په ښه توګه ورپیژنې، هغه په دې هیله او تمه غواړي ماشومان یوه ښه غوره راتلونکی ته لیواله کړي، څو د ماشومانو په ژوند کې خوښې او خوشالی راولي. هغه په ډیره مینه سره ماشومان دې ته هڅوي، ناصر خان د کډوالو ماشومانو څخه د کرېکټ یو ټیم جوړوي. سنجی ډټ په خپله د افغان کډوالو په یو کمپ کې د ماشومانو سره د کرېکټ لوبې کوي.
ناصر خان د همدې ماشومانو د کرېکټ لوبډلې روزونکی کیږي‌. په لومړۍ سر کې هغه په ډیره لیوالتیا سره زر زر ماشومانو ته د کرېکټ بنسټېزه روزنه ورکوي. دې نوی لوبډلې ته یو هندی روزنکی هم نیسې او د لوبو د پیاوړتیا لپاره سپورتي تجهیزات چمتو کولو پیسې ګرځي. د فلم په پیل کې هغه په کمپ کې د کرېکټ یوه دوستانه لوبه هم ترسره کوي.
دا په داسي حال کې د ناصرخان فکر د ښه نیت او ټېنګې اراده څخه برخمن دی، خو په خواشینې سره هغه د یو شمېر نه اټکل کیدونکی جدي خنډونو او ستونزو سره مخامخ کیږي. 
د ناصر خان ستونزه یوازې دا نه ده، چې بې وزلو ماشومانو ته د کرېکټ لوبې ګران بیه سامانونه لکه بوټونه او هیلمټونه برابر کړي. د کرېکټ لوبه هسې هم د شتمنو ځوانانو لوبه ده. دلته ځینې ماشومان پښتانه دی، ځینې هزاره ګان دي او نور ځینې د پاکستان له کډوالیو ‍‍څخه تازه راستانه شوي دي. د پاکستان څخه په راغلو ډله باندې تور دی، چې تاسو ځان وژونکو بریدونو پړه پرغاړه لرئ. 
یتیم ماشوم باز د پاکستان د کډوالی څخه تازه راغلي دی، هغه د ځایې افغانانو سره په خبرو کې لږ څه ستونزې لري. 
تر ټول حیرانوکي، ناسمه او له حقیقته لیری صحنه همدا ده، چې په دغه فلم کې جګړه ځپلې معصوم بې ګناه ماشومان د لوبې په خوشالیو کې نه ښودل کیږي، له څنګه چې تمه کیدله، بلکې په فلم کې د باز په نوم یو پښتون ماشوم د طالب زوی په نامه ښودل کیږي، هغه د یوه هزاره ګی معصوم ماشوم سره د لوبې پر مهال په یوه لفظی شخړه کې ښکیل ښودل کیږي، دواړه یو بل ته په سترګو کې ښه سره نه ګوري. دا ډول نورمالو لفظې شخړو ته په داسي فلمونو کې باید توکمې رنګ ورنه کړل شي. ځکه نن په افغانستان کې ځوان هزاره افغان ماشوم د ځوان پښتون افغان ماشوم سره په ګډه پر ملي او نړیوال کچ د یو افغان په نوم د سیالیو لوبې ډګر ته ورځي. 
هممهاله عبدالقهار یا قازار (راهول دیو) د ترهګري ډلې مشر د پاکستان څخه د راغلو ماشومانو د موندلو په لته کې دی. د هغو کسانو په لټه کې دي، کوم چې د امریکایې پوځیانو د یوه بریده په ترڅ کې د پوځی تریڼیګ یا روزنې له کمپ څخه تښتیدلي دي. په دې ماشومانو کې څو تنه د طالبان تر څارنې لاندې دی، طالبان دغه ماشومان د ځانمرګې بریدونو ته روزې او چمتو کوي. د همدې تښتیدلو کسانو څخه یو همدا باز دی، دغه ماشوم د کډوالو د کرېکټ لوبډله کې په ډیره مینه لوبه کوي. ناصر خان د کډوالو پنډغالی ماشومانو لوبډله د سیالۍ یوې مهمې لوبې ته چمتو کوي‌. په ټیم کې اکثرأ هغه لوبغاړي شامل دي، کوم چې د پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کډوالو په کمپونو کې ژوند کړي دی.  
 ناصر خان هڅه کوي، څو خپله روزنکي لوبډله په کابل کې د کریکټ اکاډمۍ کې شامله کړي، خو د اکاډمۍ سرروزونکی مشر زړه نا زړه دی، هغه په دې اند دی، چې دا ماشومان به یوه نه یوه ورځ یوه چادونه ترسره کړي، چې په فلم کې همداسي وشول‌.
ناصیر خان د خپل ټیم په وړاندې د سیالې لپاره د کرېکټ اکاډمۍ د شپاړلس کلنو ځوانانو لوبډله یوې لوبې ته ورننګوي. د کرېکټ دا لوبه خو سمه په بریالیتوب سره کله ترسره کیږي، کله چې درې لوبغاړي ماشومان په ناڅاپه توګه ورک یا  ترېنه لاړ شي.
د تور باز فلم ډایرکټر په خپل فلم کې مهمو ټکو ته هم پام شوي دی، هغه په فلم کې د افغان د کرېکټ ملي لوبډلې تاریخ د کړېکت په نړیوالو جام کې د پاموړ یو ستر پیاوړي ځواکمن ټیم په توګه نوموي، هغه نړیوالو ته د افغان ملي لوبډله د یو ډیر پیاوړي او هڅوونکي ټیم په توګه ورپیژنې. دغه موضوع د فلم یوه مهمه سکالو ده. 
 
په ټولیزه توګه :
په دې کې هیڅ شک شوپیان نشته، چې د هند بالیووډ سینما د ٬٬ تور باز٬٬ فلم سکالو د یوه ستر فکر زیږنده او پایله ده. ترهګري په توله نړۍ کې خپلې ناوړه اغیزې شیندلي دی. د ترهګرو یو تکتیک دا دی، چې په هغه کې دوی په خلکو کې ډیره ویره خپروي او د ډیرو بې ګناه خلکو وینې تویېوي، هغه ځانمرګې بریدونه دي. دا هغه موضوع ده، چې د بالیوو‌‌ډ په فلمونو کې هیڅکله نه ده لیدلي شوي. په جنګ جګړو کې رالوی شوي ماشومان د نړۍ تر ټولو خوږمن ځوریدلي او کړیدلي انسانان دي. 
د تور باز فلم پرته له شکه په یو ښه نیت او ښه اراده کې جوړ شوي دی، په دې فلم کې داسي محسوس کیږي، چې په جګړو کې را لوی او ځوړول شويو ماشومانو ته پلارنۍ مینه ورکول کیږي، دا هغه ماشومان دي، چې پلارنۍ مېنې ته د درملنې په توګه سخته اړتیا لري، ايا په دې فلم کې دغه بې وزلې کډوال ماشومان د پلرنۍ مینې له درملنې سره مخ شول؟ یوه اړینه یادونه، چې د تور باز په فلم کې خپله لوبغاړی ماشومان تر ټولو ډیر ښه لوبیدلي دي.
لنډه دا چې په دغه فلم کې د افغانانو ژوند هغسې نه دی ښودل شوي او نه سم انځور شوي دی، لکه څنګه چې پکار وه.
د تور باز فلم په افغانستان کې د روانې جګړې او په دغه جګړه کې له ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستلو په اړه جوړ شوی دی.
 سنجی ډټ د افغان کډوالو په یو کمپ کې د ماشومانو سره خپله د کرېکټ لوبې کوي. هغه دا هڅه کوي، څو د کرېکټ له لارې افغان ماشومان د ترهګرۍ نه په ډاډمنه توګه وساتي او ماشومان سالمو سپورتي فعالیتونو ته وهڅوي.
په دغه فلم کې ولن راهول د یوې ترهګريزې ډلې مشر رول لوبوي، په یوه صحنه کې هڅه کوي، څو افغان ماشومان ځانمرګي بریدونو ته تشویق کړي. هغه په فلم کې بیا په دې باور دی، چې هغه ماشومان چې په دې ترهګریزه ډلې کې له دوئ سره دي، په ځانمرګو بریدونو کې ترېنه کار اخلي.
نرګس فخري هم په دې فلم کې د ښځینه رول اصلي لوبغاړي ده، هغه د یوې افغانې مېرمنې په توګه فلم کې لیدل کیږي او په دغه خیریه بنسټ دنده ترسره کوي‌، هغه د کډوالو ماشومانو پالنه کوي او د ښه ژوند په برابرولو کې ورسره مرستي کوي. نرګس فخري په فلم کې د یوې افغانې لوستې مېرمنې په توګه لوبیږي. په فلم کې د هغې رول د فلم وخت بې ځایه ضایعه شوي دی. سنجې ډټ ښه او ښه نه دی لوبیدلي. راهول میترا د ډګروال جنید رول لوبوي، خو د هغه فعالیت ښه نه دی. د ویکرم مونټروز میوزیک اصلا سم کار نه کوي. دا فلم پرته له سندرو د هند د بالیووډ سینما یو هنري فلم دی. 
کله چې ما دغه فلم لیدلو، نو ما داسی احساسکولو، چې زه د ټلویزیون په دیسکوري چیڼل کې کوم ډاکومنټري راپورټاژي فلم ګورم. د تور بار فلم اصلاً هنري فلم نه دی، دا د افغانانو د ژورو روحیې ټپونو، د جګړه ځپلې افغانستان د جګړې یو مستند فلم دی. څنګه کرېکټ د جګړه ځپلې افغانستان د ژغورلي لامل ګرځيدلي شي او څنګه طالبان د جهاد په نامه بی ګناه ماشومان او د دوی بې وزله کورنې په روزل شویو ځان وژونکو بریدګرو باندې بدلوي. ؟
په ټولیزه توګه د ګریش ملک او بهارتي جاکار د فلم کیسه ډیره کمزوری، بې کاره او بې خونده لیکلي شوي ده. ځکه د دې فلم ډیرې لږ صحنې پر کتونکو باندې اغیزمن اغیز پرېږدي. دغه دوه ساعته او دیرش دقیقي فلم ډير اوږد فلم دی. د فلم په ډیرو صحنو کې ډیالوګونه یا خبرې اترې څه ځانګړي ځانګړتیاوې نه لري. د فلم په داستان او په صحنو کې ناڅاپه خبرې او تورې بدلیږي، همدلته فلم په یوه مستند ټلویزیوني فلم باندې بدلیږي. خپله د کرېکټ لوبې صحنې په هیڅ ډول د شور، ولولو، شوق او د احساساتو اغیزمنتوب اغېز نه لري. فلم اخیستونکی هیروکسوانی ښکلې فلمبرداري کړي ده، هغه یوازې د قرغزستان ښکلې منظرې رانیولي دي، خو دا د یو ښه فلم لپاره کافیت نه کوي.
په لنده ټکو کې بیا لیکم، د تور باز فلم په یو ډیر ښه فکر باندې ولاړ دی، انګیږه لوړه ده او د نن ورځې یوه ډیره مهمه کیسه بیانوی، خو د تخنیکې او سوژې له اړخه په یوه ناسمه لار تللي فلم دی. د فلم تخنیک، د فلم سناریو، د فلم سوژه او لورۍ ډیر کمزوری، خراب، ستړې کوونکی او مایوسه کونکی جوړ شوي دی. دغه فلم له پېڼځو ستورو څخه ایله دوه ستوري اخیستلي شي. 
 
                                                                                                                                                                                                                    پای