وارخطا وو ، سړه ډوډۍ یې په تلوار له تریخ چای سره خوړله ، ماشومان یې لا ویده ول ، میرمنه یې څنګ ته ناسته وه ، په آرامه یې ورته وویل ، سړیه ! غوړي خلاص دي ، اوړه هم ایله د یو دوه ورځو شي ، د مذدوري پیسې د څه وخت درکوي ؟ چې کورته سودا راوړې ؟ په آرامۍ یې ورته وویل ، راکوي یې ، راکوي یې ، او ښځې لږ صبر کوه ، هرڅه به سم شي ټول عمر به دا غریبی نه وي ، پورته شو خیرنه او شکیدلې کورتۍ یې واغوستله ، خپل کوچني زوی ته یې وکتل له یخنۍ نه یې کمپله کې ځان را غونډ کړی وو څو شیبې ورته ځیر شو ، خدای خبر په زړه کې یې څه تیریدل ، له کوره ووت .....
نیم ساعت وروسته شمس د مجیدخان کور ته ورسید ، دروازه یې ټک ټک کړه ، کوم څوک راغی ، لنډې خبرې وکړې او دواړه کور ته لاړل ، مجیدخان په خپل میلمستون کې ناست وو مخې ته یې په دسترخوان ډول ‌ډول خواړه ایښې وو ، شمس ته یې هم د چای څښلو ست وکه ، خو هغه نه وویل او زیاته کړه چې ما چای څښلې ........ خان د شیدو ګیلاس خولې ته کړ ، او بیایې زیاته کړه ، ګوره که ما سره کار وکړې نو ژوند به د جوړ شي ، د خلکو له مذدوریو به خلاص شې ، نوم او نښان به لرې ، او په ډیر عزت به ژوند کوې ... شمس یواځې ورته رډ رډ کتل ، خان جیب ته لاس کړ ، هه واخله دا لس زره دي ، کله چې خپلې موخې ته ورسیدې بیا راشه چې نورې پیسې د هم درکم ، هو رښتیا د توفانچې په کارولو خو پوهیږې ، دا هم واخله ... هو په توفانچه پوهیږم یو دوه ځلې مې ورباندې ډزې هم کړي آفرین زمریه دغسې غیرت پیدا که آخر نر یې .........
څو شیبې وروسته شمس پوز تړلی د کلي د پله سره په ځنګله کې پټ وو ، او یواځې لارې ته یې کتل ، خلک تلل او راتلل ، چې سترګې یې د حاجي بادام په زوی ولګیدې ، ځان یې تیار کړه ، ګوته په ماشه کرار کرار د لارې خواته روان شو ، د زړه درزا یې ډیره شوه آن خپله یې هم آوریده ، لومړی ځل یې وو چې په یوه انسان ډزې کوي ، شاوخوا یې وکتل څوک ورته ښکاره نشول ، لارې ته نږدې شو، د حاجي بادام ځوان زوی له هرڅه بیخبره د مرمۍ له ډز سره لکه د ونې ماته شوې څانګه په ځمکه را پریوت ، شمس ورمنډه ، د هغه مخ ته یې وکتل سترګې خلاصې وې ، توفانچه یې د هغه سر ته ونیوله ، لاس یې لړزیده ، سترګې پټې کړې او د ځوان په مخ او سر یې شپږ مرمۍ نورې هم ورخوشې کړې ، او په منډه له دغې سیمې لاړ ........
قضا مازدیګر شمس له څو خلتو سودا سره کورته راغی ، له ډیرې مودې وروسته یې کورته غوښه راوړې وه ، ماشومان او میرمنه یې خوشحاله شول ، خو شمس تر نورو ورځو هم غمجن ښکاریده ، ښځې یې ورته وویل سړیه ! ښه شو چې د مذدوري پیسې درکړې ، سبا لخیره یوه بوجۍ اوړه هم راوړه ، خو ولې داسې چرتي ښکارې ؟ شمس په وارخطایی ځواب ورکه نه داسې کومه خبره نشته ، هسې لږ سر مې خوږیږي ........
د شپې دسترخوان هوار شو ، د شمس مخې د غوښو غورۍ کیښودل شو ، په بسم الله سره یې د غوښې یو ټوټه را وچته کړه ، کله چې ورته وکتل ، نو لړزې ونیوه ، غوښه ورته د هماغه ځوان سترګه ښکاریده چې وژلی یې وو ، غوري ته وکتل ، ټول غوری له سرو وینو ډک وو ، ژر یې را پورته کړې غوښه بیرته غوري ته واچوله ، او په ژړه غوني غږ یې وویل تاسو ډوډۍ وخورئ ، زه یې نشم خوړلی ، زړه ته مې نه کیږي ، اودس تازه کووم او بیرته راځم ... توبه خدایه توبه ، په دغو جملو ویلو که کوټې ووت ..........