د یوه سلاکار ځینې ځانګړتیاوې!
عبدالله وردک.
انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، په رسنیو کې ډېر زیات سلاکاران ښکاره کیږي، او خبرې کوي، او دوی ټول شپه او ورځ کوښښ کوي، چې د خپلو آمرینو، او مشرانو، د ټولو کړنو څخه دفاع وکړي.
په اوسني افغانستان کې، د جنرالانو، او سلاکارانو تعداد باالکل بې حده زیات شوی دی. کېدای شي، ځینې په ډېره سپین سترګۍ سره، دغې ته هم، یوه لاسته راوړنه ووایي.
د یادولو وړ ده، چې الحمدلله، په افغانستان کې ځینې ډېر ښه سلاکاران، او جنرالان شته، چې هغوی په اسلام او وطن مین دي، او الله(ج) دې، د هغوی تعداد نور هم زیات کړي.
همدارنګه، هرڅوک یوه ښه مسلمان، وطنپال، هوشیار، ځیرک، حق ویونکي، زړور، او پوه، سلاکار ته ضرورت لري، او هېڅوک هم له خپله ځانه پوره ندي.
د ښه سلاکار لرل، د الله(ج) یو ستر نعمت، او د بد سلاکار لرل، د الله(ج) یو لوی غضب دی.
یو سلاکار، هېڅکله هم، باید یوه داسې مشوره خپل آمر یا مشر ته ورنکړي، چې په هغه کې اسلامي احکام تر پښو لاندې شوي وي.
یو سلاکار، باید اسلام او افغانستان ته وفادار وي. یعنې اسلامیت، او افغانیت، ورته ترټولو مهم او د اهمیت وړ وي. دغه دواړه ځانګړتیاوې، باید په هر سلاکار کې موجودې وي.
یو سلاکار، باید د ملک ملي ګټو ته ډېر ژمن وي. هېڅکله شخصي ګټو ته، د ملي ګټو په مقابل کې ترجیح ورنکړي.
همدارنګه، یو سلاکار، باید خپل آمر یا مشر ته حقیقت، د حقیقت په بڼه ووایي. یا په بل عبارت په مشوره ورکولو کې کوم شخصي غرض ګډ نکړي. داسې نه وي، چې خپل آمر یا مشر ته، هر وخت غلط معلومات وړاندې کړي. یعنې، دده وظیفه دا نه وي، چې یوازي د خپل آمر یا مشر، د خوشحالولو دپاره بې برېکه لګیا وي.
یو سلاکار، باید پخپل کار کې ښه پوهه، او معلومات ولري، او هم د ښه سالم قضاوت څښتن وي.
یو سلاکار، باید د قاطع تصمیم خاوند وي، ترڅو وکولای شي، په عاجل حالت کې، خپل آمر یا مشر ته ښه مشوره ورکړای شي، او د یوه سلاکار دپاره دغه ځانګړتیا لرل، ډېره مهمه او ضروري ده.
یو سلاکار، باید لومړی خپل ځان د ولس له اصلي ستونزو څخه ښه خبر کړي، او بیا په ډېر جرأت سره، هغه خپل آمر یا مشر ته، په پوره امانتدارۍ سره وړاندې کړي.
همدارنګه، یو سلاکار، باید چاپلوس نه وي. چاپلوس سلاکار، کولای شي، ډېره خرابي منځ ته راوړي. آمرینو او مشرانو ته لازمه ده، چې چاپلوس سلاکار ژر تر ژره وپېژني، او هغه بیا له ځانه لرې کړي.
د یادولو وړ ده، چې سلاکار هم باید سلاکار وي. د سلطان محمود غزنوي، د لټانو په شان نه وي، چې یوازې خپل امتیازات یې غنیمت ګڼلي وي، او له خپل آمر یا مشر سره، په میاشتو میاشتو نه ویني.

د پام وړ ټکي:
آمرین یا مشران، باید هغه خلک خپل سلاکاران وټاکي، چې هغوی له الله(ج) څخه ډاریږي، او هېڅکله یې په ټولنه کې، کوم ښکاره جرم نه وي کړی.
آمرینو یا مشرانو ته، هم لازمه ده، چې د خپلو سلاکارانو مشورې په خلاصه ټنډه واوري، او ددغه مشورو، ګټې او تاوان ښه وسنجوي، او بیا هغه په عمل کې پیاده کړي. که چېرې یو آمر یا مشر، د خپل سلاکار، ښو مشورو ته کوم اهمیت نه ورکوي، نو بیا کار پخپله پدغه آمر یا مشر کې دی، او پدغه حالتونو کې باید سلاکار سمدلاسه، خپله استعفاء وړاندې کړي.
هېره د نه وي، چې په ټوله نړۍ کې، جمهور رىٔیسان، لومړي وزیران، د کابینې غړي، او د ځینو مهمو لویو ریاستونو رىٔیسان، په هره برخه کې، ښه پوه مسلکي، سلاکاران لري. لېکن، په افغانستان کې دغه تعداد، باالکل زیات دی. په افغانستان کې متأسفانه، د سلاکار له اصلي دندې څخه ناوړه ګټه پورته کیږي، او په ښکاره توګه لیدل کیږي، چې پدغه کار سره، فقط خپل طرفداران خوشحاله ساتل کیږي، او د انتقاد کوونکو خولې پرې پټیږي.
همدارنګه، د امکان څخه بهر نده، چې کېدای شي، چې یو سلاکار هم، سلاکار ولري، چې دا به باالکل د تعجب خبره وي.
د دومره سلاکارانو کوم ضرورت نه لیدل کیږي، او د دوی له مصرفه، باید سمه ګټه واخستل شي، او په ملک کې، دغه پیسې په اصلي ضروریاتو ولګول شي.
آیا دا د تعجب خبره نده، چې په ټول افغانستان کې، د سرطان د پېژندنې، او تداوۍ دپاره یو روغتون وجود نلري، او ددغې ناروغۍ بې وسه مریضان، یوازې د خپل ژوند لحظې شمیري، او خپل مرګ ته انتظار کوي.
مځکه هغه سوځي، چې اور پرې بل وي، او ماړه د وږي، له حاله څه خبر دي. ځینې افغانان خو خپل مریضان، هرځای ته، چې د دوی زړه وغواړي، بېولای شي. خواره خواري، خو د غریب افغان په سر ده.
که چېرې، هغه دالري کمکونه، چې پدغه تېرو ۱۹ کلونو کې، له افغانستان سره، په یوه نامه او بل نامه وشول، د افغانستان د ځمکې پر مخ وپاشل شي، شاید څو ځلې دغه ټوله خاوره، پرې پټه شي.
الله(ج) دې، په افغانستان کې یو حقیقي اسلامي نظام قایم کړي، چې دغه ټولو ستونزو ته، د پای ټکی کیږدي. آمین یارب العٰلمین.
زه یو ځل بیا، په ډېره عاجزۍ، خپل دواړه لاسونه د دعا دپاره پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ، د حق فیصله وکړي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com