داسلام سپيڅلى دين تل خپلو پيروانو ته لارښودنه کوي چې خپلې د غم او ښادۍ ورځې په ګډه سره ونمانځي ځکه چې اسلام ديووالي دين دى نو ښايي چې دروژې او اختر ورځې هم ټول مسلمانان سره په ګډه ونمانځي په دې سره دمسلمانانو ترمينځه چې دنړۍ په هر ګوټ کې وي ديووالى بنسټيزه  جذبه پيدا کيږي او دغه کار پر  ډيرو مسلمانانو باندې ښه اغيزه کولاى  شي خو په دې شرط چې ورته عملي جامه واغوستل شي .
روژه داسلام دارکانو څخه يو اهم او ارزښتناک رکن دى او دنړۍ ټول مسلمانان يې پر ځاى کوي خو يوه خبره چې ديو څو کلونو راپه دې خوا په مسلمانانو کې داختلاف په ډول راپورته شوې هغه دروژې او اختر په منځ کې يوې  يا ددوه ورځو اختلاف دى دمثال په ډول عربستان ، افغانستان او دنړۍ په ډيرو هېوادونو کې په يوه ورځ اختر او روژه وي اوپه نورو هېوادونو لکه پاکستان ، ايران کې به بله ورځ ؟ چې په دې اختلاف سره دنړۍ مسلمانانو وحدت او يووالي ته سخته صدمه رسيږي او ددې مسئلې دحل کولو لپاره اړينې  اوغوره لارې چارې په کار دي نو اوس داسلامي هېوادونو ټولو علماء کرامو ته ښايي چې په دې مسئله باندې څيړنه او بحث وکړي او دحل يوه لاره ورته راوباسي چې دمسلمانانو روژه او اختر يو شي خو زه په دې مسئلې باندې لږه رڼا اچوم .
دروژې او اختر اختلاف په دوو خبرو ولاړ دى لومړى دکومو سيمو په منځ کې چې فاصله زياته وي نو په يوې سيمې کې دمياشتې دليدو شاهدي او حکم يې په بلې سيمې کې دمنلو وړ دى او که نه ؟
دويم : دراديو تيليفون ، ټيلگراف ، فيکس او داسې نورو وسيلو  له لارې دمياشتې دليدو په خبره باور کول څنگه دي ؟ په دې خبرو باندې دلته پوره څيړنه او بحث کول دامکان څخه لرې خبره بريښي خو په لنډ ډول دومره ويل کيږي چې جمهور احناف ، موالک ، حنابيله درې واړه مطالعو ته اعتبار او باور نه ورکوي او داخبره هم په ښکاره ډول بيانوي چې دراديو ، تيليفون ، ټيلګراف باندې دمياشتې ليدو خبر ټولو مسلمانانو ته دمنلو وړ دى البته شوافع مطالع ته اعتبار او باور ورکوي .
علامه دوکتورو هبته الزخيلي په خپل کتاب الفقه الاسلامي وادلته دوهم جلد صفحه ٦٠٥/٦١٠ ا و علامه مفتي رشيد احمد په خپل کتاب احسن الفتاوى په جلد څلورم صفحه ٤٩٩ په دې مسئله ښه څيړنه او بحث کړيدى دوي ليکلي دي چې د جمهورو احنافو ، حنابيله او موالکو په نيز دمطالع لخوا اختلاف ته اعتبار نشته او دغه قول باندې فتوى ده نو په دې قول سره عمل ټولو اسلامي هېوادونو ته ښايي چې په يوه ورځ روژه او اختر وکړ ى دچا په نيز چې مطالعو ته اعتبار نشته نو په هغه باندې عمل کولو سره په گرده اسلامى نړۍ کې په يوه ورځ اختر او روژه نيول کيږي د چا په نيز چې مطالعو ته اعتبار شته نو په هغه باندې عمل کولو سره په روژه او اختر کې اختلاف راځي او په يوه ورځ روژه او اختر نه کيږي  .
دجمهور علماو په نيز چې د احناف موالک  او حنابيله پکې شامل دي دنړۍ په هر ګوټ کې مياشت وليدل شي او د شاهدى يې  باوري شي صحيح (سمه )  ده چې په هغه سره روژه نيول يا اختر کول مناسب کار دى ځکه چې په دې قول باندې فتوى ده او غوره هم دى او په دې اعتبار مطالعو ته باور نه ورکول  کيږي او که ددې خبره لپاره تيليفون ، راديو يا کومه بله  دخبر ورکولو وسيله په کار واچول شي او دا هم درست دى .
 دپورتنيو خبرو په اساس ټولو اسلامي هېوادونو ته ښايي چې دمسلمانانو شاهدۍ په صورت کې نورو اسلامي هېوادونو ته دخبرې سرچينو له لارې خبر ورکول شي نو په دې کار سره په داسلامي هېوادونو ترمينځه دهمدردۍ او يووالي بنسټ کيښودل شي او په دې خبرې کې دفقې دعلماو له نظره څه شک نشته او په دې سره به عام مسلمانان دروژې او اختر په باره کې د ډول ډول اندېښنو څخه هم وژغورل شي .
په اسلامي هېوادونو کې په يوه ورځ روژه او اختر نه کولو سره يو لړ شکونه او شبهات را پيدا کيږي چې جدي پاملرنې وړ دى ، دوژرې ، اختر ، او عرفې مبارکې او سپيڅلې  ورځ يوه يوه ده ددغو په يو والى نه کولو سره عام مسلمانان ددغو ورځو دښيگڼې او سپيڅلتيا څخه بې برخې کيږي  .
په دنيا کې دليلة القدر شپه يوه ده او په حديث کې راغلى دى چې دليلة القدر شپه تاسو ته  درمضان په طاقو شپو کې لټول پکار دى مثلاً ٢٧،٢٥،٢٣،٢١ او ٢٩ نو کله چې روژه په يوه ورځ نشي نو بيا څوک پريکړه کولى شي چې دليلة القدر شپه دپاکستان ، ايران په حساب ده او که دعربستان په حساب که مونږ چيرې فاصلې او واټن ته اعتبار ورکړو نو بيا خو بايد په اسلام اباد او کراچۍ کې په جلا جلا ورځو اختر او روژه ونيول شي هغه په دې ترتيب سره چې دافغانستان او پاکستان ترمنيځه نيم نيم  ساعت  توپير دى .
په لوى اختر کې هم يو څه ستونزې مخې ته کيږي لکه دقربانۍ په مسئله قرباني په لومړۍ ورځ غوره وي خو دچا چې يوه ورځ وروسته يا دوه ورځې وروسته چې دسعودى عربستان سره  خپل اختر ترسره کړى وي  په دريمه ورځ قرباني کول خو يې  په سعودى عربستان کې څلورمه ورځ کيږي چې په دې حساب بيا دقربانۍ نه کيږي يوه بله خبره دا چې په عربستان کې دمياشتي په ليدو ټول عربي  هېوادونه په گډه په يوه ورځ اختر او روژه نيسي او حال دا چې په عربي هېوادونو کې ټول خلق شوافع يا اهلحديث دى چې دهغوى په نيز مطالعو ته اعتبار او باور شته نو بيا ولې هغوى دجمهورى علماء چې حنابيله ،موالک او احناف دى په مذهب باندې عمل کوي او دغه مسئله  دپاکستان علماء ترمينځه دافغان مهاجرينو په گډون او همدارنګه ايران ته پېښه شويده دټولو اسلامي هېوادونو علماو ته په کار دى چې په دې اړه يوه ګډه پريکړه او گډ دريځ خپل کاندي چې په هندوستان ، پاکستان ، افغانستان او تاجکستان کې چې دسيمې هېوادونه ورته ويل کيږي د عربستان ، مصر ، شام ، مراکش ، امارت ترکيې  ، کويت ، قطر او عراق سره داختر او روژې نيولو کې دوحدت راوستو په اړه يوه غوره لاره باندې د يوه خوله شي او په دې پاکو او سپيڅلو ورځو کې  دمسلمانانو ديووالي او وحدت مثال ورکړي .