څو ورځی مخکی علی ګل پیوند مړ سو. یو څو پخوانیو خلکیانو بیا اوس ورپسې واویلا شروع کړی ده. ما په دی واویلا کی د خالق رشید لیکنه او د بهانډ او ارین لیکنی کتلی دی. عجبه راته ښکاری.دخالق رشید په نوشتې قیاس کوم چی زه او دی به یوه دروه کی محصلان و. خو زه د خلقیانو له وحشت د۱۳۵۸په قوس کې چی یو سمستر می فراغت ته پاتی و پیشارو ته لاړم او پوهنتون مې پریښود اوس راته ښکاری چی خالق رشید ښه په دمه کابل کی پاتی او فارغ سوی او بیا دشورویانو وخت کی استادشو اوس انډیا کی دی. په کال پنجاوهفت او پنجاوهشت کې په لیلیه کی دوه دلیلی معلمان ډیر کلک خلکیان و یو معلم کلشینکوف او بل سه صد سه بُر . او یو دادوجنبش د توده یی زوی چی هغه هم ټول کنړیان پیژنی. داود هغه وخت دجنبش تخلص نه وایښی، یو بدنام د اګسا اجنټ و هره شپه به یی د هر اطاق شاته غوږ نیوه چی د بی بی سی غږ به یی واورید هغه هلکان به یی ټول معلم کلاشینکوب او سی صدسه بر ته ورښودل. داود جنبش ته شرم دی کاشکی اوس ورپه یادشی. اوس لندن کی همغی بی بی سی کی مقرردی چی دهغی له لاسه ی د لیلی د دریم منزل پارتیشن د بیچاره لیلیه هلکانو له بسکونو ډک کړ او هلکان یی ټول پلچرخی ته ولیږل، خدای خبر څومره به شهیدان شوی وی . موږ چې پاکستان ته لاړو دا وخت د حضرت صاحب مجددی ډیر مریدان له کونړه راتلل قیصی یی کولی. دکنړ والی او ولسوالان د همدی علی ګل انډیوالان او سره خلکیان و یو پکی دده اوښی حضرت ګل بارګامی و. بارګامی دلغمان څومره بیګناه ځوانان او سپینږیری ووژل حساب یی یو الله ته معلوم دی. دکراړی شهیدان د همدی له لاسه وو علی ګل وزارت اطلاعات کی غټ سړی شو د کابل د لیسو نجونی یی ورغوښتی خلکی ترانی یی پی ویلی. سیلا ب صافی غوندی ډیرمظلومان یی ووژل. علی ګل او حضرت ګل دواړه د حفیظ الله امین خاص خلک و. حفیظ الله امین لعین تر تره کی، کارمل او نجیب ترټولو بدتر و. همدی شورویان راوغوښتل خو اخر یی د همده سر وخوړ. دشورویانو اوله جوپه د امین وخت کی راغله. د امین ډلی ۱۲۰۰۰کسان ووژل ډیر یی پرچمیان و نو همدی خاطره پرچمیانو اول همدا علی ګل انجیرظریف قدوس شاولی او نور امینیان بندیان کړل او ښه کار یی وکه. دوی یی دبیچاره مسلمانانو په انتقام بندیان نه کړل بلکه د خپلو ۱۲۰۰۰پرچمیانو په انتقام یی بندیان کړل. دغو دولس زرو سره یوځای ډیر غیرسیاسی بیچاره عاجز مسلمانان او عین هندوان هم امین ووژل. لست یی اوس نشر شوی. خو دا بندی کول هسی یو دوکه او نمایش و چی خلک دلاسا او دپرچمیانو قهر غلی کړی که نه پرچمیانو به دشورویانو تر سوری لاندی دا ټول دامین ډله قتل عام کړی وه، هسی یی یو څو کاله د بند په نوم وساتل بیرته یی راخوشی کړل. همدا علی ګل یی هم راخوشی اوبیرته مقرر کړ او د ده کتابونه یی ورچاپول بله ورځ لاړ جرمنی ته. خالق رشید عین بالعین په دغه کلماتو داسی وایی: ... اته کاله وروسته ، پیوند له زندانه را خوشی شو، هغه ځوښ اوهغه مستي ، هغه شرنګ اوترنګ اوس نه وورپاتی.
ريښتیا وایی د پرچمیانو وخت کی د امین لعین ډله له مستی ولویده. نور نو علی ګل او حضرت ګل لکه موږکان په سوریو پټیدل، داود جنبش یی هم چیری وشاړه ورک و څو کاله وروسته مسکو کی را پیدا سو.د کنړ نور خلکی جلادان پاکستان ته راغلل په مهاجرو کی ګډ سول، نور یی دجرمنی کولن ښار کی پټ دی. یوه غټه ډله وه.
زه چا پسې دوښمنی نه کوم دوی دی نه خپه کیږی خو حقیقت ښه شی دی. دا حقیقت تنظیمیانو پسی هم وایم. خدای دی حکمتیار ته انصاف ورکړی د ډیرو شاته یی نوشادر کیشودل وطن یی خراپ کړ، تنها استاد سیاف ځان ورنه وساته.دظاهرشا وخت کی یی نجونو باندی تیزاب شیندل ظاهر شایی برګ کړ او ډیر ملایان او دینی عالمان یی خراپ کړل. سردارداود ته یی نوشادر کیشودل ټول اسلامی نهضت یی ورباندی دړی وړی که، بیا یی خلیل او صمد کوچک چی طب فاکولته کی له موږ نه مخکی و او د انجینری څو محصلانوسره یی د حکمتیار ډله جوړه کړی وه لوی پرچمی خیبر یی مړ که نو دهغه په ترور کولو سره یی د ټولو خلکیانو او پرچمیانو شاته نوشادر کیښودل دا دی وطن په بل مخ واښت او خپله حکمتیار هم پاکستان کی میلی کولی ارام ناست و- ای اس ای- یی ټول عمر خدمت کوی او هر څه ورته برابروی. نجیب چی سولی ته ملاوتړله همدی حکمتیار شانواز تڼی ته نوشادر کیشودل چی نجیب پی راواړی، اوس دکابل دارالامان کی د شانواز تنی سره لوی قصر کی اوسی میلی کوی، دتنظیمی جګړووخت کی به یی کله ددوستم شاته، کله دطالبانو او کله دجمعیت شاته نوشادر کیشودل جنګونه یی تاوده ساتل. عبدالجبار ثابت ورته ویل مکوه داسی هغه ته په قهر سو. اوس یوڅوک په نوم د شهسوارسنګروال هسی لګیا دی لیکلی یی دی خیبر چا مړ که؟ امین که کارمل. شهسوار سنګروال له هیڅ شی خبر ندی. بی خبره مقالی لیکی ددنیا له حاله خبر ندی چی خیبر چا مړ که. کله چی جهاد ختم شو شهسوار پیشاور کی افغان پوهنتون جوړ کړما غوشتل خپل پاتی پوهنتون ولولم چی ورغلم ددوی د پوهنتون مزه نه وه. بله ورځ شهسوارسنګروال همداسی لاړ خارج ته . دخیبر دقتل په اصلی قیصه هغه خلک خبر دی چی د حکمتیار حزب سره و. اوس ټول سره ګډ وډ سول دا دی دعلی ګل پیوند په حال هم اوس وا ویلا ده بله ورځ به دحکمتیار په مرګ هم واویلا وی، ده څومره جنګونه وکړل او تر پغمان پوری یی کابل وران کړ. ملامت او ناملامت معلوم ندی . خو علی ګل چی شبنامه جوړه کړی وه او خالق رشید ته یی ورکړی وه هغه ځکه چی شورویانو دده مشر حفطظ الله امین(لعین) ور وژلی و او ددوی قصابخانو او قتل ته یی د پای ټکی ایشود. نو ځکه یی زور ورکړی و چی اوس به دکراړی د شهیدانو جواب غوشتل کیږی. که نه دوی سره خو دافغانستان غم نه و خپل غم یی و. اوس هسی خالق رشید، بهانډ او نور وایی چی های های علی ګل اته کاله بند تیر کړ. وا وروره ده څونه خلک ووژل لږ انصاف وکړی. پرچمیانو ډیرزیات بندیان خوشی کړل او دهغو په جای یی همدوی ورواچول خو په مهربانی هسی او دخلکو د ارامی لپاره بیا یی بیرته راخوشی کړل قدوس غوربندی شاولی او نور ټول همداسی ژوندی راووتل، خوانجنیر ظریف یی ور مړکه. هغه سړی چی د کارغل د کارګراجل ډرامه یی جوړه کړی وه هغه یی هم همدی علی ګل سره بندی کړی و بیرته یی بیا راخوشی کړل . ماته داسی شکاری چی دکونړخلکیان ټول همداسی دی، د داود جنبش پلار دخلکی رژیم په ګټه جرګی جوړولی خو زوی یی بیا یووخت د ګروموف کتاب ترجمه کړ چی ځان پاک شکاره کړی چی ګواکی زه خو دشوروی ضد کی وم. خو حقیقت نه پټیږی، اوس څه فایده هسی هم شوروی اوس ختم شو. دغه کتاب هم دخلکو د مغزشویی لپاره لیکل او ترجمه شوی. علی ګل او حضرت ګل یی هم دغسی در واخله. دا و یووضاحت چی ضرور و. مقصد می دا و چی علی ګل پیوند خپله لوی خلکی و چا د مجاهد په تور اته کاله نده بندی کړی. اوس به د خدای پاک له درباره بخشنه ورته غواړو افغانان هماغه د سردار داود له کودتا او دمیراکبر له قتل وروسته ناکراره دی. دواړو کې دخلکیانو،پرچمیانو، ستمیانو او اخوانی تنظیمیانو په تیره د حکمتیار او پاکستان لاسونه و. نور نو باید افغانان هوشیار شی.