د habibi habibi لخوا خپرې شوې لیکنې


اپرېل فول که دمسلمانانو په شهادت خوشحالي

د يو ويشتمې پېړې په پيل کې د لويديځې نړۍ سياسي او فکري تسلط دومره لوړ شو چې کم علمه مسلمانان د لويديځې نړۍ نه دومره متاثره شول ، چې په دې عقېده شول چې د لويديځ د تقليد څخه پرمختګ ناممکن دي ، له همدې لامله دوي په هر کار کې د لويديځ ړوند تقليد لازم او ملزوم وګڼلو. ددې ړندو تقليدونو په لړ کې يو هم ، د اپرېل فول ډي يا د اپريل په دوه يمه نېټه د يو نفر کمعقل کول دي ، يعنې بل مسلمان ته په ټوکو کې لوي دروغ ويل چې زياتره وخت د ډېرو انسانانو د ارزښتمن ژوند د له منځه تلو سبب ګرځي. چې ددې مرګ اندازه

08.04.2009 habibi

هغه نړۍ چې انسانيت په کې صرف د کفارو لپاره وي

د اسلام له پيدايښت څخه تر ننه پورې اسلام او کفر (حق او باطل) همېشه په ټکر کې دي او کفر او د کفري نړۍ واکدارانو په خپل پوره توان سره هڅه کړې ده ، چې حق ( اسلام) و ځپي او له منځه یې یوسي ، خو د هغه حق دين وړل داسې اسانه خبره نه ده د کوم دين د ساتنې ذمه واري چې الله په خپله غاړه اخستې د هغې له منځه وړل د بشر له وسه پورته خبره ده. چنګېز چې د يو نړيوال امپراتور، خونخوار ، وحشي او قاتل په ډول له ترکستان څخه سر پورته کړ او له هغه ځايه یې د انسانيت د ختمولو پرېکړه وکړه او په ملياردونو انسانان په عامه

05.03.2009 habibi

د ځان وژنې نړیواله ورځ

غربي کولتور چې زمونږ د ټولنې په اساساتو یې لوبې پیل او د مسلمانو ځوانانو د بې لارې کولو لپاره یې خپلې هر اړخېزې هڅې پیل کړي ، دا هڅې دومره پراخې او لویې دي ، چې نن یې زمونږ ټولنې هم ترپوښښ لاندې راوستلي دی ، په دې بې لاریو کې یوه هم د عشق نړيواله ورځ یا ویلنټاين ډی ده . د عشق په نړيواله ورځ د پاکستان د ملتان ښار یو تن اوسېدونکی کاشف په خپل عشق کې د ناکامۍ له لامله ځان وژلی دی. په راپورونو کې راغلي دي ، چې کاشف چې د ملتان د ښار اوسېدونکی دی او د ملتان ښار په لنډا بازار کې یې د بکسونو د جوړولو

16.02.2009 habibi

افغاني رسنۍ د چا په واک کې ؟

په افغانستان کې او په ځانګړي ډول په کابل کې چې بې شمېره انځوريزې او غگيزې رسنۍ په کې فعاليت کوي او د ديموکراسۍ له نومه په استفادې سره غربي ديموکراسۍ ته په وده ورکولو او لوڅو فلمونو او دځوانانو ترمنځ د عشق او مينې په رواجولو بوختې دي هر يو د خپل بادار د خوشحالولو لپاره د هغه تيار کړي فلمونه خپروي د هغوى عقېده رواجوي ، د ورځپاڼو لپاره د هغوى له ورځپاڼو مضمونونه کاپي کوي او له هغې لارې خپل منځي نفاق او يو بل جنګولو ته لمن وهي . که هره ورځپاڼه ، مجله ، تلويزيون وګورو نو ښه غټ به پرې ليکلي وي ، چې

20.12.2008 habibi

بوش : د بوټانو ويشتلو پېښه سخته وېروونکې وه

د امريکا ولس مشر بوش به په خپل ژوند کې ډېرې داسې پېښې ليدلي وي ، چې هغه يې په ياد پاتې شوي وي خو د منتظر الزيدي لخوا په بوټانو ويشتل داسې پېښه وه ، چې بش به يې تر خپله ژوند پورې په ياد ساتي او پس له مرګه به يې د هغه ورثه او اولاده هم ياد ساتي . د بي بي سي لخوا په يوه راپور کې ويل شوي دي ، چې په ټوله نړۍ کې چې له هر چا څخه پوښتنه وکړې نو په دې پېښه خوشحاله او خبريال ته دوعا ګانې کوي؛ ځکه هغه کار ، چې بمونو ، الوتکو او نورو درنو وسلو ونه کړى شو، دوو بوټانو په ډېر لږ وخت کې وکړى شو . خو يو شمېر خب

17.12.2008 habibi

د ايران د کولتوري او مذهبي يرغل پايلې !

د کابل پوهنتون ايران پرستو محصلينو د پوهنتون نوم د لرې کولو او دانشګاه ايښودلو لپاره لاريون وکړ ، لاريون کوونکي چې زياتره په کې د ادبياتو پوهنځي محصلين راټول شوي ، د دانشګاه په طرفدارۍ يې چيغې وهلې او د پوهنتون نوم د لرې کولو غوښتنه يې کوله .سيمه پوليسو محاصره کړې وه او د پوهنتون پر لوري تللې ټولې لارې يې تړلې وې او خلک يې نه پرېښودل چې د پوهنتون پر لارې لاړ شي .دوه تنه ، چې له ماڅخه لږ لرې ولاړ ول په خپلو کې په خبرو بوخت و يو تن ورته په دري کې وويل ، چې ښه نو اوس دا دانشګاه او پوهنتو

18.11.2008 habibi

کليسا د پادريانو لخواماشومانو سره جنسي زياتي د مخنیوی دپاره اصول وضع کړل

سرچینه : اصلاح انلاین.نټ په روم کې د نړۍ  د کاتوليکو عيسايانو مرکزي کليسا اعلان کړى دى ، چې هر څوک ، چې په شهواني قوه کنترول ونه لري پادري کېدى نه شي ، د ايټاليا په روم کې د کاتوليکانو مرکزي کليسا يو لوړ پوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي دي ،چې له دې وروسته ، چې   هر  څوک چې په کليسا ګانو کې د پادري(عيسوي ملا) کېدو خواهش لري بايد يو ډول نفسياتي معاي

01.11.2008 habibi

امريکا!! ټوله نړۍ دې خبره وي ، هرچرته ،چې وغواړو حمله کوو

امريکا ،چې افغانستان او عراق د خپلو بمونو او جنګي الوتکو په زور ونيول نو په سر کې يې ډېر تاو پيدا شو او دا خيال يې راغى ، چې د نورې نړۍ نيول هم هېڅ خبره نه ده .په دواړو هېوادونو له بريدونو او نيولو وروسته يې د تروريست او ترهګر په نوم بمبارۍ پيل او د يو ددوى په اصطلاح ترهګر په مقابل کې يې په لسګونو بې ګناه افغانان او عراقيان ووژل . تېره ورځ په افغانستان کې مېشت يو لوړ پوړي امريکايي افسر د يو خبري کانفرنس په ترڅ کې وويل ، چې رسنۍ د دوى خلاف له ډېر افراط څخه کار اخلي او دوى داسې معرفي کو

29.10.2008 habibi

دافغانستان جنګ به لسګونه کلونه نور هم ونيسي

د برتانيې د دفاع وزير جان بټن د برتانوي ورځپاڼو سره په يوه مرکه کې ويلي دي ،چې د افغانستان جنګ به تر لسګونو کالو پورې روان وي ، نوموړي ويلي دي ، چې په دې جنګ کې د ماتې نه بچ کېدو لپاره بايدنړيوال ائتلافي  ځانګړې توجه وکړي،  نوموړي زياته کړه ،چې د طالبانو ماتولو او دائتلافي ځواکونو داهدافو په ترلاسه کو لو کې به په لسګونو کلونه ولګېږي ، وزير زياته کړه ،چې د طالبانو سره جنګ يواځې دفوځي لارې نه شي ګټل کېدى بلکې د جنګ ګټلو لپاره بايد صحيح چارواکي  انتخاب او دبيا رغونې کارونه تېز شي

27.10.2008 habibi

اذان ..... د نړۍ تر ټولو زيات خپرېدونکى اواز

د يو نړيوال راپور له مخې په نړۍ کې تر ټولو زيات خورېدونکى اواز اذان ښودل شوى دى ، ددې راپور له مخې هره ورځ اذان دانډونيشيا دختيځو جزيرو څخه د صبح صادق د ختلو سره پيلېږي او په يو وخت کې په زرګونو اذان کوونکي د الله د توحيد او د رسول الله د رسالت اعلانونه کوي ، د ختيځو جزيرو څخه دا پړاو لويديځو جزيرو په لوري حرکت کوي او نيم ساعت وروسته د اذانونو دا سلسله د سماټرا په جزيرو کې پيلېږي او د سماټرا په کليو او ښارونو کې د اذانونه له پيلېدو مخکې د ملايا په جوماتونو کې د اذانونو اوازونه پورته شي ، دا س

25.10.2008 habibi

ښځې په اسلامي لباس کې پوليسي دنده نه شي ترسره کولى

د ناروى پوليسو هغه مسلمانې ښځې له پوليسي خدمت څخه منع کړې دي ، چې غواړي په حجاب کې خپله دنده ترسره کړي .د ناروى يوې مسلمانې ښځې د پوليسو دفتر ته خپل يو غوښتنليک وړاندې کړ ، چې په کې د حجاب سره د خپلې دندې د ترسره کولو غوښتنه شوې وه ، خو د پوليسو محکمې لخوا نوموړې ته ځواب ورکړل شو ، چې هېڅ ښځينه پوليسه نه شي کولى ، چې دحجاب سره خپله دنده ترسره کړي او نه به د پوليسو په محکمه کې داسې ښځې پرېښودل شي ، چې هغه اسلامي حجاب استعمالوي.له دې څو ورځې وړاندې د جرمني له ښوونځيو څخه هغه نجونې ووېست

16.10.2008 habibi

يوې عيسايي پېغلې او يوهندو ځوان اسلام قبول کړ

د سرحد ايالت په نوښار سيمه کې يو هندوځوان او عيسايي پېغلې اسلام قبول کړ ، د خبري رسنيو د راپور له مخې د نوښار سيمې يو تن هندو ځوان مکېش او د پېښور اوسېدونکې عيسايي پېغلې سمن خپل خپل باطل  دينونه پرېښودل او د اسلام په ښکلي دين مشرف شول . د نوښار اوسېدونکي ځوان مکېش د طهور شاه زوى ، چې د چرات په سمنټو فابريکه کې يې کار کولو د پېښور اوسېدونکي عيسايي پېغلې سمن سره يو ځاى  دنوښار د جامع تقوا د مهمتم امير حمزه په لاس اسلام قبول کړ او کلمه طيبه يې وويله ، له دې وروسته د سمن اسلامي نوم عايښ

16.10.2008 habibi

هندوانو شپږ مسلمانان ژوندي وسوزول

منبع: اصلاح انلاين.نت     د هند په اندراپرديش ايالت کې د سخت دريځو هندواونو لخوا د درېوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه مسلمانان ژوندي و سوزول شول ، له دې پېښې وروسته  په نورو سيمو کې هم حالات ترينګلي شول او چارواکيو ګرځند بنديز ولګاوه.د راپورونو پر بنسټ د اندراپرديش ايالت د عادل آباد ضلعې په وټولي کلي کې سخت دريځو هندوانو دمسلما

14.10.2008 habibi

امريکا کې ١٥٠ مسلمان کراګران له کاره ګوښه شول

دامريکا په نبراسکا ايالت کې د کار په وخت د لمانځه لپاره د وقفې په غوښتنه ١٥٠ کارگران له کاره ګوښه شول، د سدا نيوز خبري رسنۍ د خبر له مخې د امريکا د نبراسکا ايالت د (ميټ پيکنګ پلانټ) يا  په ډبيو کې دغوښې دبندولو په کارخانه کې مسلمانو کارګرانو د ماښام دلمانځه لپاره اجازه وغوښته ، چې د کارخانې خاوند د کارګرانود غوښتنې له منلو څخه انکار وکړ ، په دې خبره کارګرانواحتجاج وکړ، د کارخانې مالک په دې خبره ډېر سخت په غصه شو او احتجاج کوونکي ټول ١٥٠ مسلمان کارګران يې له کاره ګوښه کړل .امريکا، چې

21.09.2008 habibi

په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچي اخستل

يادونه : دا فتوا په eslahonline.net کې هم خپره شوېده پوښتنه :ايا زه په روژه کې له خپلې مېرمنې سره د مينې د ښکاره کولو خبرې کولى شم او يا ورته داسې ويلى شم ، چې له تاسره مې مينه ده ؟جواب : الشیخ محمد صالح المنجدالحمدللهسړى د روژې په حالت کې هم دخپلې ښځې سره او همدا ډول ښځه هم له خپل خاوند سره  لوبې کولى شي . مگر په دې شرط چې دواړه خپل ځان په پوره کنترول کې ولري په دې معنى ، چې انزال ترې ونه شي (يعنې مني ترې بهر راونه

21.09.2008 habibi

د يوې عيسوې مېرمنې دمسلمانېدو کيسه

سوزان له يو برمايي مسلمان عبدالقادر سره چې په مريلنډ کې اوسيږي واده وکړ. عبدالقادر د بوټانو په يوه کمپنۍ کې د مامور په توګه دنده تر سره کوي او د هفتې د ورځې رخصتي يي د لورل  جومات د خدمت لپاره ځانګړې کړي. يوه ورځ يې ماته د خپلو ستونزو په اړه داسې و ويل چې: "زما ميرمن عيسوۍ ده موږ دوه لوڼې لرو چې زه د هغوى د راتلونکي لپاره انديښمن يم، ما يوه ورځ خپلې ميرمن ته دعوت ورکړ چې زما سره جومات ته راشي خو هغې زما بلنه ونه منله، زه نه پوهيږم چې څه وکړم؟" ما ورته لارښونه وکړه چې خپله ميرمن

08.09.2008 habibi

ارمانونه او ديدنونه( يونليک)

له کلونو راهيسې  يو ستر ارمان  تخڼولم ،چې کله به د خپل  وران شوي  ټاټوبي اوغرني هېواد ديدن را په برخه شي  . په هره توگه دا ورځ راغله او د خپل هېواد د ليدو شرايط  راته برابر شول .دروان ٢٠٠٨ ع کال داگست پر ١٢ سهار وختي د پېښور له څوکنو څخه د حاجي کيمپ اډې ته وخوځېدم. اډې ته ،چې ورسېدم؛  فلاينگ کوچ ډک و ، خو  يوازې د يو کس ځاى په کې و ،چې زما په ورتگ د ناستو خلکو تشه  ډکه شوه .  په گاډي  کې مې له پېښور څخه  د تورخم پر لوري حرکت وکړ.

27.08.2008 habibi

د ښاغلي گل اغا احمدي وردگ راغلي پېرزوينې

محترم ورور عبدالرزاق حبیبي صاحب سلامونه، نیکې هیلې او ښې چارې مو و منه الله پاک دې وکړي چې جوړ، روغ او د  ژوند په ټولو چارو کې د بشپړې بریا خاوند وې. لومړی اجازه راکړی چې د مومند د ښکلي ویبلوګ د جوړیدو او په لیکه کیدو په مناسبت مبارکي درته ووایم الله پاک دې دغه ویبلوګ نور هم ستاسو په کلتوري هڅو سمسور او ښیراز کړي. دوهمه خبره دا چې تاسو زموږ د سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد (ص) د احادیثو یو لړ قیمتي کتابونه په داسې توګه په لی

27.08.2008 habibi

د فضل قادر انډيوال لورينې

ښاغلى حبيبي صاحب !نوى وېبلاگ دې مبارک شه .الله دې نېکمرغه کړه . الله دې برکتونه درکړي ، چې په خپل وېبلاگ کې دې ديني برخه غني ساتلې ده .د وزيرمحمدگل خان مومند په اړه هم ژورې ليکنې ترلاسه کړه ،چې نوموړي د پښتو تر څنگ دين سره هم ژوره مينه وه . يوپښتون مسلمان و .کوښښ وکړه ،چې د حديثو دشپږو کتابونو د پښتو ژباړې لپاره زمينه برابره شي او داسې وېب پاڼه درته وموندل شي ، چې په دې اړه کې په پښتو ژبه معلومات ځاى په ځاى شوي وي .دافغانستان ټولنه اوس ديني پوهې ته ډېره اړتيا لري ؛ ځکه ، چې ل

27.08.2008 habibi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more