دامريکا په نبراسکا ايالت کې د کار په وخت د لمانځه لپاره د وقفې په غوښتنه ١٥٠ کارگران له کاره ګوښه شول، د سدا نيوز خبري رسنۍ د خبر له مخې د امريکا د نبراسکا ايالت د (ميټ پيکنګ پلانټ) يا  په ډبيو کې دغوښې دبندولو په کارخانه کې مسلمانو کارګرانو د ماښام دلمانځه لپاره اجازه وغوښته ، چې د کارخانې خاوند د کارګرانود غوښتنې له منلو څخه انکار وکړ ، په دې خبره کارګرانواحتجاج وکړ، د کارخانې مالک په دې خبره ډېر سخت په غصه شو او احتجاج کوونکي ټول ١٥٠ مسلمان کارګران يې له کاره ګوښه کړل .
امريکا، چې د مذهبي ازادۍ او  ديموکراسۍ چغې وهي اوس د مسلمانانو لپاره مذهبي ازادي څه شوه ؟ ولې مسلمانان نه پرېږدي ، چې د خپلو مذهبي مراسمو دادا کولو حق ولري؟

يادونه :

پورته مضمون په اصلاح انلاين.نټ کې هم خپور شوى دى