اسلامي ليکنې
اپرېل فول که دمسلمانانو په شهادت خوشحالي
د يو ويشتمې پېړې په پيل کې د لويديځې نړۍ سياسي او فکري تسلط دومره لوړ شو چې کم علمه مسلمانان د لويديځې نړۍ نه دومره متاثره شول ، چې په دې عقېده شول چې د لويديځ د تقليد څخه پرمختګ ناممکن دي ، له همدې لامله دوي په هر کار کې د لويديځ ړوند تقليد لازم او ملزوم وګڼلو. ددې ړندو تقليدونو په لړ کې يو هم ، د اپرېل فول ډي يا د اپريل په دوه يمه نېټه د يو نفر کمعقل کول دي ، يعنې بل مسلمان ته په ټوکو کې لوي دروغ ويل چې زياتره وخت د ډېرو انسانانو د ارزښتمن ژوند د له منځه تلو سبب ګرځي. چې ددې مرګ اندازه
هغه نړۍ چې انسانيت په کې صرف د کفارو لپاره وي
د اسلام له پيدايښت څخه تر ننه پورې اسلام او کفر (حق او باطل) همېشه په ټکر کې دي او کفر او د کفري نړۍ واکدارانو په خپل پوره توان سره هڅه کړې ده ، چې حق ( اسلام) و ځپي او له منځه یې یوسي ، خو د هغه حق دين وړل داسې اسانه خبره نه ده د کوم دين د ساتنې ذمه واري چې الله په خپله غاړه اخستې د هغې له منځه وړل د بشر له وسه پورته خبره ده. چنګېز چې د يو نړيوال امپراتور، خونخوار ، وحشي او قاتل په ډول له ترکستان څخه سر پورته کړ او له هغه ځايه یې د انسانيت د ختمولو پرېکړه وکړه او په ملياردونو انسانان په عامه
اذان ..... د نړۍ تر ټولو زيات خپرېدونکى اواز
د يو نړيوال راپور له مخې په نړۍ کې تر ټولو زيات خورېدونکى اواز اذان ښودل شوى دى ، ددې راپور له مخې هره ورځ اذان دانډونيشيا دختيځو جزيرو څخه د صبح صادق د ختلو سره پيلېږي او په يو وخت کې په زرګونو اذان کوونکي د الله د توحيد او د رسول الله د رسالت اعلانونه کوي ، د ختيځو جزيرو څخه دا پړاو لويديځو جزيرو په لوري حرکت کوي او نيم ساعت وروسته د اذانونو دا سلسله د سماټرا په جزيرو کې پيلېږي او د سماټرا په کليو او ښارونو کې د اذانونه له پيلېدو مخکې د ملايا په جوماتونو کې د اذانونو اوازونه پورته شي ، دا س
ښځې په اسلامي لباس کې پوليسي دنده نه شي ترسره کولى
د ناروى پوليسو هغه مسلمانې ښځې له پوليسي خدمت څخه منع کړې دي ، چې غواړي په حجاب کې خپله دنده ترسره کړي .د ناروى يوې مسلمانې ښځې د پوليسو دفتر ته خپل يو غوښتنليک وړاندې کړ ، چې په کې د حجاب سره د خپلې دندې د ترسره کولو غوښتنه شوې وه ، خو د پوليسو محکمې لخوا نوموړې ته ځواب ورکړل شو ، چې هېڅ ښځينه پوليسه نه شي کولى ، چې دحجاب سره خپله دنده ترسره کړي او نه به د پوليسو په محکمه کې داسې ښځې پرېښودل شي ، چې هغه اسلامي حجاب استعمالوي.له دې څو ورځې وړاندې د جرمني له ښوونځيو څخه هغه نجونې ووېست
يوې عيسايي پېغلې او يوهندو ځوان اسلام قبول کړ
د سرحد ايالت په نوښار سيمه کې يو هندوځوان او عيسايي پېغلې اسلام قبول کړ ، د خبري رسنيو د راپور له مخې د نوښار سيمې يو تن هندو ځوان مکېش او د پېښور اوسېدونکې عيسايي پېغلې سمن خپل خپل باطل دينونه پرېښودل او د اسلام په ښکلي دين مشرف شول . د نوښار اوسېدونکي ځوان مکېش د طهور شاه زوى ، چې د چرات په سمنټو فابريکه کې يې کار کولو د پېښور اوسېدونکي عيسايي پېغلې سمن سره يو ځاى دنوښار د جامع تقوا د مهمتم امير حمزه په لاس اسلام قبول کړ او کلمه طيبه يې وويله ، له دې وروسته د سمن اسلامي نوم عايښ
هندوانو شپږ مسلمانان ژوندي وسوزول
منبع: اصلاح انلاين.نت د هند په اندراپرديش ايالت کې د سخت دريځو هندواونو لخوا د درېوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه مسلمانان ژوندي و سوزول شول ، له دې پېښې وروسته په نورو سيمو کې هم حالات ترينګلي شول او چارواکيو ګرځند بنديز ولګاوه.د راپورونو پر بنسټ د اندراپرديش ايالت د عادل آباد ضلعې په وټولي کلي کې سخت دريځو هندوانو دمسلما
امريکا کې ١٥٠ مسلمان کراګران له کاره ګوښه شول
دامريکا په نبراسکا ايالت کې د کار په وخت د لمانځه لپاره د وقفې په غوښتنه ١٥٠ کارگران له کاره ګوښه شول، د سدا نيوز خبري رسنۍ د خبر له مخې د امريکا د نبراسکا ايالت د (ميټ پيکنګ پلانټ) يا په ډبيو کې دغوښې دبندولو په کارخانه کې مسلمانو کارګرانو د ماښام دلمانځه لپاره اجازه وغوښته ، چې د کارخانې خاوند د کارګرانود غوښتنې له منلو څخه انکار وکړ ، په دې خبره کارګرانواحتجاج وکړ، د کارخانې مالک په دې خبره ډېر سخت په غصه شو او احتجاج کوونکي ټول ١٥٠ مسلمان کارګران يې له کاره ګوښه کړل .امريکا، چې
په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچي اخستل
يادونه : دا فتوا په eslahonline.net کې هم خپره شوېده پوښتنه :ايا زه په روژه کې له خپلې مېرمنې سره د مينې د ښکاره کولو خبرې کولى شم او يا ورته داسې ويلى شم ، چې له تاسره مې مينه ده ؟جواب : الشیخ محمد صالح المنجدالحمدللهسړى د روژې په حالت کې هم دخپلې ښځې سره او همدا ډول ښځه هم له خپل خاوند سره لوبې کولى شي . مگر په دې شرط چې دواړه خپل ځان په پوره کنترول کې ولري په دې معنى ، چې انزال ترې ونه شي (يعنې مني ترې بهر راونه
د يوې عيسوې مېرمنې دمسلمانېدو کيسه
سوزان له يو برمايي مسلمان عبدالقادر سره چې په مريلنډ کې اوسيږي واده وکړ. عبدالقادر د بوټانو په يوه کمپنۍ کې د مامور په توګه دنده تر سره کوي او د هفتې د ورځې رخصتي يي د لورل جومات د خدمت لپاره ځانګړې کړي. يوه ورځ يې ماته د خپلو ستونزو په اړه داسې و ويل چې: "زما ميرمن عيسوۍ ده موږ دوه لوڼې لرو چې زه د هغوى د راتلونکي لپاره انديښمن يم، ما يوه ورځ خپلې ميرمن ته دعوت ورکړ چې زما سره جومات ته راشي خو هغې زما بلنه ونه منله، زه نه پوهيږم چې څه وکړم؟" ما ورته لارښونه وکړه چې خپله ميرمن