د سرحد ايالت په نوښار سيمه کې يو هندوځوان او عيسايي پېغلې اسلام قبول کړ ، د خبري رسنيو د راپور له مخې د نوښار سيمې يو تن هندو ځوان مکېش او د پېښور اوسېدونکې عيسايي پېغلې سمن خپل خپل باطل دينونه پرېښودل او د اسلام په ښکلي دين مشرف شول . د نوښار اوسېدونکي ځوان مکېش د طهور شاه زوى ، چې د چرات په سمنټو فابريکه کې يې کار کولو د پېښور اوسېدونکي عيسايي پېغلې سمن سره يو ځاى دنوښار د جامع تقوا د مهمتم امير حمزه په لاس اسلام قبول کړ او کلمه طيبه يې وويله ، له دې وروسته د سمن اسلامي نوم عايښه او دمکېش اسلامي نوم محمد اسامه کېښودل شو، عائشې او محمد اسامه له مسلمانېدو وروسته دنوښار په ملکي محکمه کې يو له بل سره واده وکړ او خبريالانو ته يې وويل ، چې دوى په خپله خوښه اسلام منلى دى .
د يادونې وړ ده ، چې د ١١ ستمبر له پېښې وروسته د ټولې نړۍ بي دينه خلک د اسلام حقانيت په فکر کې اچولي دي او د اسلام په اړه يې خپلې مطالعې شروع کړي دي ، چې د باطلو عقېدو لرونکو خلکو اسلام ته د را اوښتو ګراف ډېرلوړشوى او د باطلو دينونو لارښودان او ټيکه داران يې سخت په اندېښنه کې اچولي دي .
پورتنۍ ليکنه په اصلاح آنلاين.نټ کې هم خپره شوې ده