د ناروى پوليسو هغه مسلمانې ښځې له پوليسي خدمت څخه منع کړې دي ، چې غواړي په حجاب کې خپله دنده ترسره کړي .
د ناروى يوې مسلمانې ښځې د پوليسو دفتر ته خپل يو غوښتنليک وړاندې کړ ، چې په کې د حجاب سره د خپلې دندې د ترسره کولو غوښتنه شوې وه ، خو د پوليسو محکمې لخوا نوموړې ته ځواب ورکړل شو ، چې هېڅ ښځينه پوليسه نه شي کولى ، چې دحجاب سره خپله دنده ترسره کړي او نه به د پوليسو په محکمه کې داسې ښځې پرېښودل شي ، چې هغه اسلامي حجاب استعمالوي.
له دې څو ورځې وړاندې د جرمني له ښوونځيو څخه هغه نجونې ووېستل شوې ، چې اسلامي حجاب به يې استعمالولو او له اسلامي حجاب سره به يې زده کړې کولې .
نو  هر هغه مسلمان ، چې غواړي په جرمني کې و اوسېږي بايد خپله لور ، خور او يا ښځه لوڅ سر ښوونځي او يا پوهنتون ته ولېږي ، تر څو د دوى خپل حقوق او د ښوونځي مقررات پر ځاى شي.
د بشر حقوق او ديموکراسي هم همدې ته وايي ، چې د خپلې خوښې لباس ، مقررات په خلکو عملي کړي ، هغه خلک ، چې د دېموکراسۍ او دښځو د حقوقو چغې وهي اوس چېرته دي ، چې ددې خلکو حقوق پر ځاى کړي ، آيا يوه مسلمانه ښځه حق نه لري ، چې د خپلې خوښې لباس سره ښوونځي او يا پوهنتون ته لاړه شي؟  که ديموکراسي په رښتيا هم انساني ، مذهبي او دوديزې ازادۍ ته وايي نو اوس دا ديموکراسي چېرته ده ؟
په دې ډول له زياتو پېښو څخه په ښکاره ډول څرګندېږي ، چې هغه خلک ، چې د ديموکراسۍ چغې او د ښځو د ازادۍ (د ښځو د لوڅولو) چغې وهي هېڅکله هم د ښځو حقوق نه پر ځاى کوي بلکې لومړى يې دوى تر پښو لاندې کوي ،
که د اروپايي ټولنې ورځنى ژوند د رسنيو له لارې وګورئ نو په ډاګه به درته ښکاره ، چې هلته له ښځو سره کوم زياتى روان دى ، له ښځې يو حيوان جوړ دى او ، چې څوک وغواړي هرې منډيي ته يې وړلاى او خرڅولى شي.
نو ځکه اوس دوى دوى غواړي ، چې د همدې دېموکراسۍ تر شعار لاندې زمونږ ټولنه هم پرمختللې کړي او له دې لارې مونږ هم د دوى د کلتوري او ټولنې يوه برخه شو .

د يادونې وړ ده ، چې پورته مضمون په اصلاح آنلاين.نټ کې هم خپور شوى دى