د يو نړيوال راپور له مخې په نړۍ کې تر ټولو زيات خورېدونکى اواز اذان ښودل شوى دى ، ددې راپور له مخې هره ورځ اذان دانډونيشيا دختيځو جزيرو څخه د صبح صادق د ختلو سره پيلېږي او په يو وخت کې په زرګونو اذان کوونکي د الله د توحيد او د رسول الله د رسالت اعلانونه کوي ، د ختيځو جزيرو څخه دا پړاو لويديځو جزيرو په لوري حرکت کوي او نيم ساعت وروسته د اذانونو دا سلسله د سماټرا په جزيرو کې پيلېږي او د سماټرا په کليو او ښارونو کې د اذانونه له پيلېدو مخکې د ملايا په جوماتونو کې د اذانونو اوازونه پورته شي ، دا سلسله نيم ساعت وروسته د بنګله دېش پايتخت ډاکه ته رسېږي ، په بنګله دېش کې لا اذانونه نه وي ختم شوي چې د کلکتې څخه تر سريلنکا پورې اذانونه پيل شي ، او له کلکتې څخه د هند تر بمبئي پورې ټول اذانونه پيل شي او د هندوستان ټوله فضا د الله د توحيد او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، په هندوستان کې چې اذانونه په ختمېدو شي نو د کشمير په سرې نګر او سيالکوټ کې پيل شي او او له سيالکوټ څخه دا سلسله د پاکستان کراچۍ ، ګوادراو له هغه څخه بيا ټول پاکستان ته ورسېږي په پاکستان کې تر اذانونو ختمېدو وروسته دا سلسله افغانستان او مسقط ته ورسېږي او په دې وخت کې د افغانستان او مسقط تر منځ ټوله فضا اذانونه نيولي وي ، د مسقط څخه تر بغداد پورې د يو ساعت فرق دى په دې وخت کې د سعودي عربستان ، يمن ، متحده عرب امارات ، کويت او عراق سيمه په مسلسل ټول اذانونه په خپله غېږه کې رانغښتې وي د بغداد څخه بيا تر اسکندريې پورې يو ساعت فرق دى په دې کې د اذانونو دا هوا په شام ، مصر، صوماليه او سوډان کې لګېږي ، اسکندريه او استنبول د هېواد په طول او عرض کې واقع کې دي له هغه څخه بيا د ختيځې ترکيې پورې د نيم ساعت فرق وي په دې وخت کې د ترکيې ټوله فضا اذانونو نيولي وي . د سکندريې څخه بيا تر طرابلس پورې د نيم ساعت فرق دى په دې وخت کې اذانونه په شمالي امريکه ، لېبيا او تيونس کې پيل شي او ټوله فضا بيا دالله توحيد او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، د سبا د راختلو دا اذان ، چې له انډونيشيا څخه پيل شوي و د نهه نيم ساعته سفر نه وروسته د اقيانونس بحر ختيځو غاړو ته رسېږي ، دا سلسله لا داقيانونس بحر غاړو ته رسېدلي نه وي ، چې په اندونيشيا کې بيا د ماسپښين اذان پيل شي او په دې ډول په ټوله ځمکه کې يوه ثانيه هم داسې نه راځي ، چې په سلګونو، په زرګونو بلکې په لکونو اذان کوونکي دالله د توحيد او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلان ونه کړي او دا سلسله به تر قيامته پورې جاري وي
منبع : اصلاح انلاين . نټ