د برتانيې د دفاع وزير جان بټن د برتانوي ورځپاڼو سره په يوه مرکه کې ويلي دي ،چې د افغانستان جنګ به تر لسګونو کالو پورې روان وي ، نوموړي ويلي دي ، چې په دې جنګ کې د ماتې نه بچ کېدو لپاره بايدنړيوال ائتلافي ځانګړې توجه وکړي، نوموړي زياته کړه ،چې د طالبانو ماتولو او دائتلافي ځواکونو داهدافو په ترلاسه کو لو کې به په لسګونو کلونه ولګېږي ، وزير زياته کړه ،چې د طالبانو سره جنګ يواځې دفوځي لارې نه شي ګټل کېدى بلکې د جنګ ګټلو لپاره بايد صحيح چارواکي انتخاب او دبيا رغونې کارونه تېز شي ، نوموړي زياته کړه ، چې کوم بهرني فوځيان او يا نور چارواکي ، چې په افغانستان کې په وظيفو بوخت دي هغوى ، چې کله خپلو هېوادونو ته ستانه شي نو دا اوازې خپرې کړي ، چې دوى ذهني مريضان دي ، چې دا کار د هغوى په کار او وظيفه کې ستر خنډ رامنځ ته کوي ، جان بټن وويلې ،چې افغانستان طالبانو ته تسليمول به د ټولې نړۍ په تاوان وي او په ځانګړې توګه د برطانيه .
وزير وويلې ،چې ناټو او بهرني ځواکونه بايد د وړو بزګرانو په نښه کولو پر ځاى د مخدره موادو لابراتورونه او او د مخدره موادو قاچاقبران په نښه او له منځه يوسي ، جان بټن ومنله ،چې په افغانستان کې برطانيه د فوځيانو د کمي سره مخ ده او ددې ستره وجه د برتانوي فوځيانو د خپلو رخصتيو په قواعدو کې ناقانوني او خلاف ورزي ده .
د جان بټن له خبرو داسې معلومېږي ،چې د جنګ واګى د دوى په لاس کې دى او دا د دوى خوښه ده ،چې د جنګ موده اوږدوي او که لنډوي يې .
بلخوا طالبانو ويلي دي ، چې په افغانستان کې د دوى فتحه نزدې او جنګ به دوام لري ، طالبانو ويلي دي ، چې دافغانستان د کشالې يواځينى حل په دې کې دى ،چې بهرني ځواکونه ا فغانستان پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده ،چې څو ورځې وړاندې د طالبانو او دولت ترمنځ د سولې او روغې جوړې د خبرو اوازې خپرې شوې ،چې زياتره افغانان په دې خبره ډېر خوشحاله او ستر اميدونه يې پيدا شول ، خو دواړو خواوو د يو بل شرطونه ونه منل او دا اوازې او اميدونه هم له خاورو سره خاورې شول.
په همدې حال کې د برتانيا د دفاع وزير جان بټن هم افغانستان ته راغى او دلته يې په مختلفو ځايونو کې له خپلو پوځيانو او دافغان دولت چارواکيو سره وکتل .
نړيوال ائتلافي ځواکونه او افغان دولت يو هم په رښتيا سره د مذاکراتو پلوي نه دي او نه په صحيحه توګه له خپلو مخالفينو سره خبرې کوي. افغان دولت او پا کستان په خپل منځ کې سره بيا هغه پخوانۍ جرګه را ژوندۍ کړه او دا ځل به هم په مليونونو ډالر پرې ولګوي او لکه څنګه ،چې پخوا بې نتيجې ختمه شوه او زيات مصرف پرې وشو همدا ډول به دا ځل هم بې نتيجې او پرته له کوم هدف څخه ګونګه پاتې شي ؛ ځکه د دواړو هېوادونو له جر ګې څخه هدف دوى ته ورپېښ مشکلات حل کول او د خبرو له لارې د هغې له منځه وړل دي ، خو خبره داده ،چې هغه مشکل چې د دواړو ته ورپېښ دى هغه د دوى د دولتونو مخالفين دي چې په دواړو هېوادونو کې يې دوى ته ستونزې پيدا کړي دي.
جرګه هغه وخت جوړېږي ، چې دواړه مخالفې ډلې سره په يوه ټغر کېني او خپلې خپلې ستونزې يو بل ته وړاندې او پس له هغې بيا يې د حلېدو لارې چارې ولټوي خو افسوس دلته پکار دى، چې دواړه خواوې (پاکستان افغانستان) بغير له دې چې خپل مخالفينو ته په جرګه کې برخه ورکړي او د هغوى ستونزې او دهغوى غوښتنې په نظر کې ونيسي په خپل منځ کې سره جرګه کېږي او اصلي مشکل په ميدان پاتې کېږي ، که دوى په خپل منځ کې هر څومره فيصلې وکړي او د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي بيا هم مخالفين په ميدان کې پاتې دي او هغوى ته د دوى تړونونه او يا لوظنامې کوم ارزښت نه لري او هغوى به بيا هم خپل مقاومت جاري ساتلى وي.
تېر کال چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کومه جرګه ترسره شوه د هغې پايلې دا شوې ، چې دواړو هېوادونو د يو بل خلاف بيانونه زيات او يو بل به يې په رسنيو کې ملامتول ، تر څو بش مجبور او دواړه ولس مشران يې سپينې ماڼۍ ته وغوښتل او يوه نوې کړنلاره يې دواړو ته مخې ته کېښوده ، چې د هغې له مخې دواړو د يو بل خلاف بيانونه بند او يو څه په آرام شول.
که دا ځل هم د جرګې هماغسې پايلې ترلاسه شي نو نه يواځې دا ، چې دواړو خواوو ته به يو ستر مالي زيان رسېدلى وي بلکې خپل اړيکې به يې نورې هم خرابې کړې وي ، ځکه ، چې تعمير پرته له خټې او يا سمنټو نه جوړېږي او خټه يا سمنټ پرته له اوبو نه جوړېږي ، نو همدا ډول جرګه هم پرته د مخالفينو له ګډون ناممکن او بي پايلې وي لکه څنګه چې وليدل شو.
یادونه : بورته مضمون لومړى په اصلاح انلاين.نټ کې خپور شوى دى