سیاسی ليکنې


د ځان وژنې نړیواله ورځ

غربي کولتور چې زمونږ د ټولنې په اساساتو یې لوبې پیل او د مسلمانو ځوانانو د بې لارې کولو لپاره یې خپلې هر اړخېزې هڅې پیل کړي ، دا هڅې دومره پراخې او لویې دي ، چې نن یې زمونږ ټولنې هم ترپوښښ لاندې راوستلي دی ، په دې بې لاریو کې یوه هم د عشق نړيواله ورځ یا ویلنټاين ډی ده . د عشق په نړيواله ورځ د پاکستان د ملتان ښار یو تن اوسېدونکی کاشف په خپل عشق کې د ناکامۍ له لامله ځان وژلی دی. په راپورونو کې راغلي دي ، چې کاشف چې د ملتان د ښار اوسېدونکی دی او د ملتان ښار په لنډا بازار کې یې د بکسونو د جوړولو

16.02.2009 habibi

افغاني رسنۍ د چا په واک کې ؟

په افغانستان کې او په ځانګړي ډول په کابل کې چې بې شمېره انځوريزې او غگيزې رسنۍ په کې فعاليت کوي او د ديموکراسۍ له نومه په استفادې سره غربي ديموکراسۍ ته په وده ورکولو او لوڅو فلمونو او دځوانانو ترمنځ د عشق او مينې په رواجولو بوختې دي هر يو د خپل بادار د خوشحالولو لپاره د هغه تيار کړي فلمونه خپروي د هغوى عقېده رواجوي ، د ورځپاڼو لپاره د هغوى له ورځپاڼو مضمونونه کاپي کوي او له هغې لارې خپل منځي نفاق او يو بل جنګولو ته لمن وهي . که هره ورځپاڼه ، مجله ، تلويزيون وګورو نو ښه غټ به پرې ليکلي وي ، چې

20.12.2008 habibi

بوش : د بوټانو ويشتلو پېښه سخته وېروونکې وه

د امريکا ولس مشر بوش به په خپل ژوند کې ډېرې داسې پېښې ليدلي وي ، چې هغه يې په ياد پاتې شوي وي خو د منتظر الزيدي لخوا په بوټانو ويشتل داسې پېښه وه ، چې بش به يې تر خپله ژوند پورې په ياد ساتي او پس له مرګه به يې د هغه ورثه او اولاده هم ياد ساتي . د بي بي سي لخوا په يوه راپور کې ويل شوي دي ، چې په ټوله نړۍ کې چې له هر چا څخه پوښتنه وکړې نو په دې پېښه خوشحاله او خبريال ته دوعا ګانې کوي؛ ځکه هغه کار ، چې بمونو ، الوتکو او نورو درنو وسلو ونه کړى شو، دوو بوټانو په ډېر لږ وخت کې وکړى شو . خو يو شمېر خب

17.12.2008 habibi

د ايران د کولتوري او مذهبي يرغل پايلې !

د کابل پوهنتون ايران پرستو محصلينو د پوهنتون نوم د لرې کولو او دانشګاه ايښودلو لپاره لاريون وکړ ، لاريون کوونکي چې زياتره په کې د ادبياتو پوهنځي محصلين راټول شوي ، د دانشګاه په طرفدارۍ يې چيغې وهلې او د پوهنتون نوم د لرې کولو غوښتنه يې کوله .سيمه پوليسو محاصره کړې وه او د پوهنتون پر لوري تللې ټولې لارې يې تړلې وې او خلک يې نه پرېښودل چې د پوهنتون پر لارې لاړ شي .دوه تنه ، چې له ماڅخه لږ لرې ولاړ ول په خپلو کې په خبرو بوخت و يو تن ورته په دري کې وويل ، چې ښه نو اوس دا دانشګاه او پوهنتو

18.11.2008 habibi

کليسا د پادريانو لخواماشومانو سره جنسي زياتي د مخنیوی دپاره اصول وضع کړل

سرچینه : اصلاح انلاین.نټ په روم کې د نړۍ  د کاتوليکو عيسايانو مرکزي کليسا اعلان کړى دى ، چې هر څوک ، چې په شهواني قوه کنترول ونه لري پادري کېدى نه شي ، د ايټاليا په روم کې د کاتوليکانو مرکزي کليسا يو لوړ پوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي دي ،چې له دې وروسته ، چې   هر  څوک چې په کليسا ګانو کې د پادري(عيسوي ملا) کېدو خواهش لري بايد يو ډول نفسياتي معاي

01.11.2008 habibi

امريکا!! ټوله نړۍ دې خبره وي ، هرچرته ،چې وغواړو حمله کوو

امريکا ،چې افغانستان او عراق د خپلو بمونو او جنګي الوتکو په زور ونيول نو په سر کې يې ډېر تاو پيدا شو او دا خيال يې راغى ، چې د نورې نړۍ نيول هم هېڅ خبره نه ده .په دواړو هېوادونو له بريدونو او نيولو وروسته يې د تروريست او ترهګر په نوم بمبارۍ پيل او د يو ددوى په اصطلاح ترهګر په مقابل کې يې په لسګونو بې ګناه افغانان او عراقيان ووژل . تېره ورځ په افغانستان کې مېشت يو لوړ پوړي امريکايي افسر د يو خبري کانفرنس په ترڅ کې وويل ، چې رسنۍ د دوى خلاف له ډېر افراط څخه کار اخلي او دوى داسې معرفي کو

29.10.2008 habibi

دافغانستان جنګ به لسګونه کلونه نور هم ونيسي

د برتانيې د دفاع وزير جان بټن د برتانوي ورځپاڼو سره په يوه مرکه کې ويلي دي ،چې د افغانستان جنګ به تر لسګونو کالو پورې روان وي ، نوموړي ويلي دي ، چې په دې جنګ کې د ماتې نه بچ کېدو لپاره بايدنړيوال ائتلافي  ځانګړې توجه وکړي،  نوموړي زياته کړه ،چې د طالبانو ماتولو او دائتلافي ځواکونو داهدافو په ترلاسه کو لو کې به په لسګونو کلونه ولګېږي ، وزير زياته کړه ،چې د طالبانو سره جنګ يواځې دفوځي لارې نه شي ګټل کېدى بلکې د جنګ ګټلو لپاره بايد صحيح چارواکي  انتخاب او دبيا رغونې کارونه تېز شي

27.10.2008 habibi

ارمانونه او ديدنونه( يونليک)

له کلونو راهيسې  يو ستر ارمان  تخڼولم ،چې کله به د خپل  وران شوي  ټاټوبي اوغرني هېواد ديدن را په برخه شي  . په هره توگه دا ورځ راغله او د خپل هېواد د ليدو شرايط  راته برابر شول .دروان ٢٠٠٨ ع کال داگست پر ١٢ سهار وختي د پېښور له څوکنو څخه د حاجي کيمپ اډې ته وخوځېدم. اډې ته ،چې ورسېدم؛  فلاينگ کوچ ډک و ، خو  يوازې د يو کس ځاى په کې و ،چې زما په ورتگ د ناستو خلکو تشه  ډکه شوه .  په گاډي  کې مې له پېښور څخه  د تورخم پر لوري حرکت وکړ.

27.08.2008 habibi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more