17.12.2008
- habibi
د امريکا ولس مشر بوش به په خپل ژوند کې ډېرې داسې پېښې ليدلي وي ، چې هغه يې په ياد پاتې شوي وي خو د منتظر الزيدي لخوا په بوټانو ويشتل داسې پېښه وه ، چې بش به يې تر خپله ژوند پورې په ياد ساتي او پس له مرګه به يې د هغه ورثه او اولاده هم ياد ساتي . د بي بي سي لخوا په يوه راپور کې ويل شوي دي ، چې په ټوله نړۍ کې چې له هر چا څخه پوښتنه وکړې نو په دې پېښه خوشحاله او خبريال ته دوعا ګانې کوي؛ ځکه هغه کار ، چې بمونو ، الوتکو او نورو درنو وسلو ونه کړى شو، دوو بوټانو په ډېر لږ وخت کې وکړى شو .
خو يو شمېر خب...
16.02.2009
- habibi
غربي کولتور چې زمونږ د ټولنې په اساساتو یې لوبې پیل او د مسلمانو ځوانانو د بې لارې کولو لپاره یې خپلې هر اړخېزې هڅې پیل کړي ، دا هڅې دومره پراخې او لویې دي ، چې نن یې زمونږ ټولنې هم ترپوښښ لاندې راوستلي دی ، په دې بې لاریو کې یوه هم د عشق نړيواله ورځ یا ویلنټاين ډی ده . د عشق په نړيواله ورځ د پاکستان د ملتان ښار یو تن اوسېدونکی کاشف په خپل عشق کې د ناکامۍ له لامله ځان وژلی دی. په راپورونو کې راغلي دي ، چې کاشف چې د ملتان د ښار اوسېدونکی دی او د ملتان ښار په لنډا بازار کې یې د بکسونو د جوړولو...