18.11.2008
- habibi
د کابل پوهنتون ايران پرستو محصلينو د پوهنتون نوم د لرې کولو او دانشګاه ايښودلو لپاره لاريون وکړ ، لاريون کوونکي چې زياتره په کې د ادبياتو پوهنځي محصلين راټول شوي ، د دانشګاه په طرفدارۍ يې چيغې وهلې او د پوهنتون نوم د لرې کولو غوښتنه يې کوله .سيمه پوليسو محاصره کړې وه او د پوهنتون پر لوري تللې ټولې لارې يې تړلې وې او خلک يې نه پرېښودل چې د پوهنتون پر لارې لاړ شي .دوه تنه ، چې له ماڅخه لږ لرې ولاړ ول په خپلو کې په خبرو بوخت و يو تن ورته په دري کې وويل ، چې ښه نو اوس دا دانشګاه او پوهنتو...
20.12.2008
- habibi
په افغانستان کې او په ځانګړي ډول په کابل کې چې بې شمېره انځوريزې او غگيزې رسنۍ په کې فعاليت کوي او د ديموکراسۍ له نومه په استفادې سره غربي ديموکراسۍ ته په وده ورکولو او لوڅو فلمونو او دځوانانو ترمنځ د عشق او مينې په رواجولو بوختې دي هر يو د خپل بادار د خوشحالولو لپاره د هغه تيار کړي فلمونه خپروي د هغوى عقېده رواجوي ، د ورځپاڼو لپاره د هغوى له ورځپاڼو مضمونونه کاپي کوي او له هغې لارې خپل منځي نفاق او يو بل جنګولو ته لمن وهي .
که هره ورځپاڼه ، مجله ، تلويزيون وګورو نو ښه غټ به پرې ليکلي وي ، چې...